جان مویر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان مویر
جان مویر
جان مویر

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
لاس انجلس   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات (۱۹۰۳–)
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه چاپېريال ساتنه
ځمکپېژندنه
چاپېريالپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک چاپېريال پالنه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د لوبې هيواد سکاټلينډ   د (P1532) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان مویر
جان مویر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان مویر (زوکړه: د ۱۸۳۸ زکال د اپرېل ۲۱مه – مړینه: د ۱۹۱۴ زکال د ډسمبر ۲۴مه) چې «دغرونو د جان» او «د ملي پارکونو د پلار» په توګه هم پېژندل کېږي سکاټلنډي الاصله امریکايي طبیعت پوه، لیکوال، د چاپیریالي موضوعاتو فیلسوف، بوټي پېژندونکی، ژوي پېژندونکی، د طبیعي یخچالونو پېژندونکی او په متحده ایالاتو کې د شاړو ځمکو د ساتنې لومړنی مدافع و. [۲][۳][۴][۵][۶]

د هغه لیکونه، مقالې او کتابونه چې په طبیعت په ځانګړې توګه په سیرا نوادا کې د هغه ماجرایي چارې توصیف کوي، په میلیونونو کسانو لوستي دي. د هغه چارو د یوسمیتي درې او د سکویا د ملي پارک په ساتنه کې مرسته وکړه او د هغه وړاندې کړو بېلګو د ګڼ شمېر نورو شاړو سیمو د ساتنې په برخه که الهام بخښونکی رول لوبولی دی. د سیرا کلب په نامه بنسټ چې نوموړی یې یو له بنسټګرو څخه دی، په متحده ایالاتو کې د چاپېریال ساتنې یو له مخکښو بنسټونو څخه دی. مویر د خپل ژوند په وروستیو کې خپل زیات وخت د لویدیځو ځنګلونو ساتنې ته ځانګړی کړ. په ملي پارک باندې د یوسمیتي د اړولو د مبارزې د برخې په توګه مویر د شاړو ځمکو د ساتنې اړوند خپلې دوه اغېزمنې مقالې په سینچري مجله کې خپرې کړې؛ دغه دوه مقالې د یوسمیتي د خزانو (The Treasures of the Yosemite) او د یوسمیتي د وړاندیز شوي ملي پارک د ځانګړنو (Features of the Proposed Yosemite National Park) تر عنوان لاندې وې. دغو مقالو د متحده ایالاتو په کانګرس باندې په فشار راوړو مرسته وکړه چې کانګرس په ۱۸۹۰ زکال کې د یوسمیتي ملي پارک د جوړولو په موخه لایحه تصویب کړي. د هغه په لیکنو کې بیان شوی معنوي کیفیت او د طبیعت اړونده علاقه لامل وګرځېده چې د ولسمشرانو او د کانګرس د غړو په ګډون یې ټول لوستونکي وهڅول څو د لویو طبیعي سیمو په خوندي ساتلو کې ګام واخلي. [۷][۸]

جان مویر «امریکایانو او سکاټلنډیانو ته د الهام بخښونکي» په توګه په پام کې نیول کېږي. د مویر ژوند لیک لیکونکی سټیون جي. هولمز باوري دی چې مویر هم له سیاسي او هم له تفریحي پلوه «د شلمې پېړۍ پر مهال په امریکا کې د ژوندانه چاپېریال ته د اړوندو چارو یو له ملاتړ کوونکو فرښتو څخه و». له همدې امله د هغه لیکنې په کتابونو او مجلو کې د بحث موضوع جوړوي او د آنسل آدامز په څېر د طبیعت ډیری انځور اخیستونکي له هغه څخه نقل قول کوي. [۹][۱۰][۱۱]

مویر د یو ایکولوژیکي متفکر، سیاسي ویاند او چاپېریالي ملاتړي په توګه پېژندل کېږي، چې لیکنې یې د طبیعت په برخه کې د ډیری وګړو لپاره د شخصي لارښود په توګه ګرځېدلې او له امله یې د معاصر چاپیریالي درک په برخه کې نوم نږدې هر چېرې شتون لري. د لیکوال ویلیام اندرسون په خبره مویر «له ځمکې سره زموږ د یو موټي توب بنسټیزه» نمونه ده، په داسې حال کې چې ژوند لیک لیکونکی ډونالډ ورسټر وايي چې هغه باوری و ماموریت یې «بشپړې ماده پالنې ته له تسلیمۍ څخه د امریکايي ارواه ژغورنه» ده. د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل په ۲۱مه د لومړي ځل لپاره د جان مویر کالیزه په سکاټلنډ کې ولمانځل شوه، چې دا د هغه د زیږون ۱۷۵مه کالیزه وه او په دغه لمانځغونډه کې د ژوندانه د چاپیریال دغه ساتونکي ته درناوی وشو. [۱۲][۱۳]

فلسفي باورونه[سمول]

د طبیعت او الهیاتو اړوند[سمول]

مویر باوري و چې باید د حقیقت د موندلو په موخه هغو منابعو ته مراجعه وشي چې پر باور یې تر ټولو کره منابع دي. مویر کلکه سکاټلنډي پرسبیتري تربیه لرله. د هغه په کتاب، زما د ماشومتوب او ځوانۍ قصه (The Story of My Boyhood and Youth؛ ۱۹۱۳ زکال) کې راغلي چې د ماشومتوب پر مهال یې پلار هره ورځ اړ کاوه څو بایبل ولولي. له همدې امله بالاخره مویر د لرغوني تړون (د بایبل لرغونې نسخه) درې پر څلورمه برخه او ټول نوی تړون په یادو زده کړ. د مویر پلار د یوسیفوس د یهودانو د جګړې (War of the Jews) په نامه اثر لوستی و څو د لومړنیو پېړیو د یهودانو کلتور درک کړي، هماغه ډول چې د هغه د ژوندانه یو عیني شاهد لیکي چې ده د نوي تړون پر مهال لرغوني دودونه را ژوندي کړل. خو هغه مهال چې مویر څېړنې پیل کړې هغه د امریکا د طبیعي ښکلاوو سره اړیکه پیدا کړه؛ ویلیامز یادونه کوي چې هغه په دې چارې سره «د خدای د درک په موخه د اصلي منبع لیدو ته مخه کړه: د طبیعت کتاب». د ویلیامز په خبره په طبیعت په ځانګړې توګه په شاړو ځمکو کې مویر وکولای شول هغه بوټي او ژوي مطالعه کړي چې د هغه پر باور «په مستقیم ډول د خدای له لوري راغلي او تمدن او اهلي سازۍ نه دي خراب کړي». هماغه ډول چې تالمج اشاره کوي، د «طبیعت په کتاب» باندې د مویر باور هغه دې ته متقاعد کړ څو «د دغه خلقت کیسې په داسې کلماتو بیان کړي چې هر لوستونکی وکولای شي هغه درک کړي». له همدې امله د هغه لیکنې په «نبوي لیکنو واوښتې، ځکه [هغو] کولای شول زموږ د لید زاویه بدله کړي». [۱۴][۱۵][۱۶]

ویلیامز څرګندوي چې د مویر فلسفه او نړیوال لرلید د تمدن او طبیعت څخه د هغه د دوه ګوني درک پر چاپېر څرخي. له همدې څخه د هغه اصلي باور چې «هر څه په خپله اصلي بڼه [وحشي بڼه] ښکلي دي» سرچینه اخلي. د طبیعت اړوندې د هغه لیکنې د سپېڅلي کتاب سره یوځای «د طبیعي الهیات پوهنې ترکیب» جوړوي چې له هغه سره یې د طبیعي نړۍ په درک کې مرسته کړې. د ویلیامز په خبره د توماس ډیک په څېر فیلسوفانو او الهیات پوهانو وړاندیز کړی چې «د خدای د واقعي ځانګړنو د کشف لپاره تر ټولو غوره مکان طبیعت دی». هغه دې باور ته ورسېد چې خدای تل د ژوندانه په خلقت کې فعاله دی او له همدې لارې څخه یې د نړۍ طبیعي نظم ساتلی دی. ویلیامز زیاتوي چې له همدې امله، مویر «ځان د یحیی په توګه معرفي کړی او دنده یې دا ده څو وښيي هر څوک کولای شي ځان په غرني تعمید کې غرق کړي». ویلیام دې پایلې ته رسېدلی چې مویر طبیعت ته د لوی ښوونکي په توګه کتلي، او د هغو پر مټ «د خدای فکر ښکاره کوي»، همدغه باور د هغه د راتلونکو سفرونو او د طبیعت اړوند د هغه د «حاشیوي» لیکنو اصلي موضوع جوړوي. [۱۷]

هولمز لیکي، چې مویر د یو لیکوال په توګه په خپل مسلکي ژوند او هغه مهال چې په غرونو کې یې ژوند کاوه «په طبیعت کې یې د الوهیت د شتون» تجربه کولو ته دوام ورکړ. [۱۸][۱۹][۲۰]

شخصي ژوند[سمول]

په ۱۸۷۸ زکال کې هغه مهال چې ۴۰ کلنۍ ته نږدې و، ملګرو یې «هغه اړ کړ ټولنې ته راوګرځي». د اوکلنډ سیمې ته له راګرځېدو وروسته نوموړی ډیر ژر د جین کارا له خوا له لوئیزا سترنزل سره وپیژندل، چې د یوه ډاکټر او علمي باغوان لور وه او د ۲۶۰۰ جریبو (۱۱ کیلومتر مربع) په مساحت سره یې د کالیفورینا د مارټینز سیمې د اوکلنډ په شمال ختیځه برخه کې د میوې بڼ درلود. مویر الاسکا ته له سفر څخه په راګرځېدو په ۱۸۸۰ زکال کې له سترنزل سره واده وکړ. جان مویر له خپل خصر جان سترنزل سره همکاري پیل کړه او له لسو کالونو څخه زیاته موده یې د دغه لوی باغ په مدیریت ولګوله. مارکیز لیکي، په داسې حال کې چې مویر یو وفاداره مېړه او د دوه لوڼو پلار و، خو زړه یې «وحشي پاتې شو». ښځې یې اړتیاوې درک کولې او په باغ کې یې د هغه د بې قرارۍ له لیدو وروسته، کله کله غرونو ته لېږه. همدارنګه به یې ځینې مهالونه خپلې لوڼې هم له ځانه سره بوولې. [۲۱][۲۲][۲۳]

د هغوی کور او د دغه بڼ یوه برخه اوس مهال د جان مویر ملي تاریخي سایټ دی. سربېره پر دې ډبلیو.اېچ.سي فولسوم هاوس چې یو مهال په کې مویر د چاپ ګر په توګه کار کاوه د تاریخي ځایونو په ملي نوملړ کې شامل شوی. [۲۴]

مویر په ۱۹۰۳ زکال کې د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړ. [۲۵]

مړینه[سمول]

مویر د ۱۹۱۴ زکال د ډسمبر په ۲۴مه د ۷۶ کلونو په عمر د لاس انجلس په کلیفورنیا روغتون کې ومړ. نوموړی د خپلې لور هیلن مویر فنک د لیدو لپاره د کالیفورنیا دګت سیمې ته تللی و. د هغې لمسی روز هانا په ۲۰۱۴ زکال کې د ۹۱ کلونو په عمر ومړ. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119315343  — د نشر نېټه: ۲۸ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Library of Congress. Documentary Chronology of Selected Events in the Development of the American Conservation Movement, 1847-1920.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. John Muir National Historic Site "The park's museum collection includes historic documents and artifacts that relate to the writing, travels, political activities and daily life of John Muir and his family in Martinez ... The collections are displayed in the home, carriage house and through exhibitions in the Visitor Center."
  25. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  26. (په June 22, 2014 باندې). Dixon mourns the loss of beloved resident Ross Erwin Hanna.
  27. this Day . Obituary: John Muir. The New York Times.
  28. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.