چاپېريال ساتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چاپېريال:

ټول ژوندي او غیر ژوندي موجودات چې مونږ یی.په خپل اطراف کې وینو او مونږ یی احاطه کړی یو د چاپېريال په نوم سره ياديږي یا د ژوندي او غیری ژوندي اجسامو مجموعه چې یو په بل متقابلي اغیزې ولری د چاپېريال به نوم ياديږي 

چاپېريال به درې ډوله دی

1_ژوندی محیط (انسانان، حیوانات، نباتات)

2_غیرژوندی محیط (لمر، هوا، اوبه، وړانګې خاوره...)

3_اجتماعي محیط (دینونه، رواجونه، مذهبونه...)

چاپېريال ساتنه

تول هغه کړنلارې چې د فزیکي او بيولوژيکي محیط حفاظت او مدیریت تر څېړنې لاندې نيسي د محیط زیست یا چاپېريال ساتنې به نوم ياديږي یا هم ټولې هغه عملیی چې د فزیکي محیط ساتنه ددې لپاره وکړی چې د بيولوژيکي محیط رفاه په کې منځ ته راشي عبارت له چاپېريال ساتنې څخه دی

گرین هوز گازونه

هغو گازوته وایي چې په شیشه ای یا پلاستیکی کورونو کې منځ ته راځي او کله چې وړانگې شیشه ای کورته ننوځي نو یوه برخه يې چې د څپې اوږد والی يې ډیر وي هلته پاتې کیږي او دا کورونه گرموي او له همدې گرمۍ له امله په ژمي او یخه هوا کې نباتات پکې کرل کیږي او په زمي کې هم گټه تر ې اخیستل کیږ ي اوس راځو دې موضوع ته چې صنعتي هیوادونه ډیر کاربن دای اکساید او نایتروجن اکساید تو لیدوي چې هوا ته خوشې کیږي او د ځمکې په شا او خوا دا سې یو ‌حالت جوړوي لکه گرین هوز چې وړانگې ورته ننوځي بیرته وتی نه شي او هوا گرموي ډیره څیړنه په دې برخه کې شوې او منل شوې ده چې همدا غازونه چې دگرین هوز تاثیر جوړوي داسې یوه پېښه لکه د گرین هوز تاثیر جوړوي او د ځمکې اتموسفیر گرموي او په دې ډول هوا گرمیږي او چاپیریال گرمیږي .

د جاپیریال دگرمیدو سره په ځمکه کې یخونه ویلې کیږي او په بحرونو کې اوبه زیاتیږي او جزیرې او دبحر د غاړې ټیت ځایونه د اوبو لاندې کیږي او همدارنگه واورې وریدل کمیږي او باران وریدل زیاتیږي ډیر بارانونه د سیلابونو د راتگ سبب گرځي او سیلابونه ډیرې زمکې او کورونه تخریبوي. له بلې خوا د نباتاتو او حیواناتو دتغیراتو سبب گر ځي یعنې دیخو ځایونو نباتات او حیوانات به یا بلکل له منځه لاړ شي او یا به په څه تغیراتو سره ځان د نوي چاپیریال سره برابر کړي او دا چې په انسانانو او حیواناتو نور څه تاثیر کوي چې او س يې مونږ نه شو تخمین کولی .

بله مهمه موضوع

چې چاپیریال ته ډیرضرر لري هغه د اوزون سوړه ده اوزون ددرې اتو اکسیجن نه جوړ شوی دی او دځمکې په شا او خوا یوه طبقه جوړوي چې ستراتوسفیر نومیږي داوزون قشر(طیقه ) ددې دپاره ده چې دالترا ویولیت او نور مضرې وړانگو د راتگ نه ځمکې ته مخنیوی وکړي که دا وړانگې ځمکې ته راورسي نو جلدي تکلیفونه او جلدي سر طان په اول قطارکې راځي دسترگو ړندېدل اونور د سترگو مرضونه هم د دې وړانگو نه پیداکیږي . داوزون سوړه هغه حالت ته وایي چې په ستراتوسفیر کې داوزون طبقه نرۍ اویا یا بیخي له منځه لاړه شي . په زړو یخچالو او ایرکنډیشنو کې داسې مواد فضا ته خوشې کیږي چې داوزون سوړه لا پسې لویوي . په افغانستان کې چې د زړو موټرو باب دی دحکومت توجه دې خاصې موضوع ته رااړوم .

دریمه موضوع میده

گردونه دي او میده گردونه هغو گردونو ته وایي چې قطر يې د ۱۰ مایکرونو کم وي او مایکرون د ملي متر زرمې برخې ته وایي دا میده گردونه په اسانۍ سره سږو ته دتنفس د لارې ننوځي او هلته ځای نیسي چې د امبولی اوسر طان باعث گرځي او دا میده گردونه د زړو ډیزلي ماشینونو نه راووځي اوس له بده مرغه په افغانستان کې دا کنټرول نشته چې کوم موټر او یا ماشین دې افغانستان ته وارد شي او په خارج کې هم خلک ددې زړو ماشینو نه ځان خلاصوي زمونږ وړانديز دولت ته دادی چې دې موضوع ته په جدي نظر وگوري .