توکميز توپيري چلند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له يو کس سره د هغه د پوستکي د رنګ، يا توکميز يا نسلي اصليت پر بنسټ توپيري چلند توکميز توپيري چلند بلل کېږي. شونې ده چې د افرادو په وړاندې له هغوی سره د سوداګرۍ نه کولو، له هغوی سره د ټولنيزو اړیکو نه ساتلو، يا د يوې ځآنګړې ډلې له خلکوسره د سرچينو نه شريکولو له لارې توپیري چلند وشي. شونې ده چې حکومتونه په حقيقي يا  څرګند ډول په قانون کې توپیري چلند وکړي، د بېلګې په ډول: د توکميز بېلتون د تګلارو په جوړولو سره، په جلا جلا ډول د قانون د عملي کولو له لارې، يا په نامتناسب ډول د سرچينو او وسايلو د وېش په بڼه. په ځينو سیمو کې د توپیري چلند پر ضد قوانين جوړ شوي، کوم چې په بېلا بېلو شرايطو کې حکومت يا افراد د توکم (او ځینې وخت د ځينو لاملونو) پر بنسټ له توپیري چلنده منع کوي. ځينې ادارې او قوانين د توکميز توپیري چلند پر اغېزو د برلاسي کېدو په موخه يا د دې د تاوان ورکولو د هڅو په ډول مثبت اقدامات کوي. په ځينو حالاتو کې، دې چارې په ساده ډول د هغو ډلو د غړو په کار ګومارل زيات کړي، چې کمه استازولي لري؛ په نورو حالاتو کې بيا ټاکلې توکميزې سهميې شته. د سهميې په څېر د پیاوړو اصلاحاتو مخالفين دا چاره د سرچپه توپيري چلند په توګه بولي، د دوی په باور د سهميې په ټاکلو سره د واکمن يا اکثريت ډلې له غړيو سره توپیري چلند کېږي.[۱][۲]

پوله يیزې ستونزې او د توپیري چلند اړوند بڼې[سمول]

شونې ده چې په توکميزو پولو کې ډېر لاملونه شامل وي (لکه: نسب، جسماني شکل، قومي اصل، ژبه، دين او کلتور)، شونې ده چې همدا توپيري چلند د حکومت له خوا په قانون کې ځای پر ځای کړای شي، يا تر سيمه يیزو کلتوري اخلاقو پورې اړه ولري.

د پوستکي د رنګ پر بنسټ توپیري چلند (د بېلګې په ډول: د فيتزپاتريک په مقياس اندازه کېږي« فيتزپاتريک  د انسانانود رنګ د ډلبندۍ شمېريز معيار دی») له توکميز توپيري چلند سره نږدې اړیکه لري، ځکه چې د پوستکي رنګ په ورځني تعامل کې د توکم د استازي په توګه کارول کېږي او یو له هغو لاملونو څخه دی، له کومو څخه چې قانوني نظامونه د تفصيلي معيارونو د عملي کولو لپاره کار اخلي. د بېلګې په ډول: د نفوسو د ثبت قانون ۱۹۵۰ په سويلي افريقا کې د توکم پالنې د نظام د عملي کولو لپاره کارول شوی و او برازيل د توکميزې سهميې د عملي کولو په موخه د خلکو د توکميزې ډلبندۍ د جوړولو لپاره پلاوي جوړ کړي دي. د جنتيکي توپیريونو له امله، ان شونې ده چې د وروڼو او خویندو په منځ کې هم د پوستکي رنګ او نور جسماني جوړښتونه د پام وړ توپیر ولري. کېدای شي چې د یوې مور او پلار بچيان يا خپل ځان داسې وښيي يا يې نور داسې وپېژني چې د کوم بل توکم اړوند دي. په ځينو حالاتو کې، د يوه تن د زېږېدو سند او د مړينې په سند کې هغه د جلا جلا توکم اړوند ښودل شوی وي. جلا جلا اصول (لکه هايپوډيسنټ «د ښکته ډلبندۍ دوه يا ګڼ توکميز افراد»  د هايپرډيسنټ «د لوړې ډلبندۍ دوه يا ګڼ توکميز افراد » په مقابل کې) هماغه ټاکلي خلک په جلا جلا ډول ډلبندي کوي او د بېلا بېلو لاملونو پر بنسټ ځينې خلک د يوه جلا نسل د غړي په توګه «منل» کېږي، کوم به چې له دې پرته په يو بل حالت کې په دې نسل کې ډلبندي کېدل او شونې ده چې په دې ډول د قانوني يا د خلکو په منځ کې له توپیري چلند څخه وژغورل شي.[۳]

يو ټاکلی توکم کله ناکله د ګاونډيو جغرافيايي سيمو (لکه: د استراليا په څېر لويې وچې يا د سويلي اسيا د نيمه لويې وچې د سيمې په څېر) د اوسېدونکو اړوند توکمونو د مجموعې په توګه پېژندل کېږي، کوم چې په ظاهري بڼه يو بل ته ورته وي. په داسې حالاتو کې، شونې ده توپیري چلند له دې امله منځ ته راشي چې يو تن له توکميز اړخه د يو بل بهرني توکم اړوند وبلل شي، يا شونې ده چې د هغو ډلو ترمنځ قومي توپیري چلند وشي (يا قومي کرکه، قومي ټکر او قومي تاوتریخوالی) چې هر يو مقابل لوری د همدې توکم اړوند بولي. د ذات پر بنسټ توپیري چلند همدې ته ورته ده، ځکه چې ذات ميراثي وي، په همدې بنسټ د يوې پرګنې خلک په عمومي توګه د يوه توکم او يو قوم بلل کېږي.

د يوه تن اصلي ملت (هغه هېواد چېرې چې دوی زېږېدلي يا د هغه ځای تابعيت لري) کله نا کله د دې لپاره کارول کېږي، چې د هغه د قوميت يا توکم ټاکنه وشي، خو شونې ده چې د اصلي ملت پر بنسټ له توکم پرته توپیري چلند وشي (او کله نا کله ورته د توپیري چلند ضد قوانينو کې ځانګړی ځای ورکړل شوی وي). کله کله ژبه او کلتور د اصلي ملت نښې وي او شونې ده چې د اصلي ملت پر بنسټ د توپيري چلند بېلګې وړاندې کړي. د بېلګې په ډول: يو څوک چې له قومي پلوه د سويلي اسيا دی او په لندن کې ستر شوی، د لندن په لهجه په بریتانوۍ انګليسي ژبه خبرې کوي، د هغه کورنۍ په بریتانوي کلتور کې داخله شوې وي، له هغه سره د همدې قوميت اړوند د يو بل غړي په پرتله ښه چلند کېږي، څوک چې تازه کډوال شوی او په هندي لهجه انګليسي غږېږي. شونې ده چې دا ډول توپیري چلند اوس هم په غیر رسمي ډول د توکمپالنې يوه بڼه وبلل شي، يا په ډېر دقيق ډول له پرديو څخه د وېرې (بېګانه پرستي- د بل هېواد له خلکو کرکه) يا د کډوالۍ ضد احساسات وشمېرل شي.

په هغو هېوادونو کې چېرې چې تازه په تازه کډوالي، يو ځای کېدل يا سره جلا کېدل منځ ته راغلي، کېدای شي چې د توکم اړوند کېدلو پروسه هم د قوم او هم د توکم ټاکل پېچلي کړي او تر شخصي پېژندګلو يا نسب ټاکنې پورې اړه لري. کله ناکله په نوي هېواد کې د کډوالو توکم د دوی د اصلي ملت په توګه تعريفيږي او ګڼ توکمونه په غېږ کې رانغاړي. د نمونې په ډول: د متحده ايالاتو د سرشمېرنې د ټولنې د ۲۰۱۵ ز کال سروی، د هر توکم مکسيکي االاصله امريکايانو پېژنګلو ومنله (د مثال په ډول: اصلي امریکايان چې له مکسيکو څځه و، د مريي شويو خلکو په توګه نوې اسپانيې ته لېږدول شويو افريقايانو بچيان او د هسپانوي نېواکګرو بچيان). هغه سروی چې د مکسيکو حکومت کړې وه، همدا خلک بيا اصلي اوسېدونکي، تور پوستي يا سپين پوستي پېژندل شوي وو (په داسې حال کې چې زيات شمېر خلک په کې نه و ډلبندي شوي او دوی د ميستيزو په نامه پېژندل کېدل). د متحده ايالاتو سرشمېرنې بيا د هسپانوي او لاتيني امريکايانو په اړه جلا پوښتنې کولې، تر څو ژبې له توکميزې پېژندګلو څخه جلا کړي. په متحده ايالاتو کې د هسپانويانو او لاتينيانو په وړاندې توپیري چلند شوی او شونې ده، هغه مهال توکميز توپیري چلند وبلل شي، که چېرې «هسپانويان» يا «لاتينيان» له توکمونو څخه راوتلې يوه نوې توکميزه ډله وبلل شي، کومې ډلې چې د امريکاګانو د پخوانيو مستعمرو له آزادۍ وورسته جوړې شوې دي. په ډېری راپورونو کې دواړه ځانګړتياوې په نظر کې نيول شوې دي، د بېلګې په ډول: له نورو ډلو سره د غېر هسپانوي سپين پوستو پرتله کول.

کله چې د يو بل توکم له خلکو سره جلا سلوک کېږي، نو له يوه ټاکلي شخص سره د چلند کولو په اړوند د پرېکړې کولو څخه دا پوښتنه سر راپورته کوي چې، دا شخص له کومې توکميزې ډلبندۍ سره اړيکه لري. د بېلګې په ډول: په متحده ايالاتو کې د مدني حقوقو د خوځښت له پيل مخکې د سپين پوستي تعريف د کډوالۍ او د تابيعيت د تر لاسه کولو يا د مریيتوب په موخه کېده. که چېرې يو توکم د قومي ژبنيو ډلو په توګه تعريفيږي، نو د دې ډلې د پولو د ټاکنو په موخه د عامې ژبې اصل کارول کېدای شي. د سپن پوستو په توګه د فنلانديانو حالت له دې امله له ګواښونو سره مخامخ شو چې، فنلانډي ژبه د اندو-اروپايي پر ځای «اوراليک» ژبه ده، په دې ډول ظاهراً فنلنديان د «منګوليډ» توکم اړوند دي. د امريکايانو دا عمومي نظر، چې له جغرافيايي نظره د اروپايي توکم ټول خلک او د روښانه پوستکي خلک «سپين پوستي» دي، پر  فنلنډيانو عملي شو او پر هغو ټولو اروپايي کډوالو هم عملي شو، لکه ايرلنډي امريکايان او ايټاليايي امريکايان چې د هغوی سپين پوستي کېدل وګواښول شول، دوی له فردي توپیري چلند سره مخامخ و، که څه هم دا چلند قانوني نه و. هغه امريکايي او سويلي افريقايي قوانين چې خلک د اروپا په سپين پوستو او د افريقا د نيمې صحرا په تور پوستو وېشي، د نورو سيمو له خلکو سره د تعامل پر مهال ډېر ځله د تفسير له ستونزو سره مخامخ کېږي، لکه: د مديترانې د نورو برخو، اسيا، شمالي افريقا يا ان اصلي امريکايانو سره، کوم چې د غیر سپين پوستو په ډول ډلبندي شوي دي، په عمومي توګه د قانوني توپیري چلند چاره منځ ته راوړي. (ځينې اصلي امريکايي قبيلې، د حقوقو تړون لري، کومو ته چې د زيانونو پر ځای امتياز ورکوي، په داسې حال کې چې د دوی په اړوند ډېر ځله د ناخوښو شرايطو پر سر مذاکرات کېږي). که څه هم د يوې قومي-مذهبي ډلې په توګه دوی ډېر ځله له مذهبي توپیري چلند سره مخامخ کېږي، په متحده ايالاتو کې د ټولو يهوديانو سپين پوستې کېدل هم ګواښول شوي وو، د اسيايي (فلسطين په لوېديځه اسيا کې دی) يا سامي (په کوم کې به چې عربان هم شامل وي) په ډول د دوی د ډلبندي کېدو هڅه شوې ده. د ډېريو يهوديانو حقيقي نسب، د پخوانيو عبراني قبيلو څخه زيات بدل دی. له دې امله، چې يهودي کډوال د وخت په تېرېدو سره په اروپا او افريقا کې خپاره شوي، د يهودو ډېر قومي وېش منځ ته راغلی او په پايله کې يهوديان په سپين، تور او نورو توکمونو پېژندل شوي دي. په اوسنيو اسرائيلو کې د ډول ډول خلکو د بيا يو ځای کېدو له امله، د روښانه پوستکي يهوديانو له خوا د تور پوستکي يهوديانو په وړاندې د توکميز توپیري چلند يو لړ ستونزې زېږېدلي دي.

سرچینې[سمول]

  1. Dr. Deen Dayal (15 June 2018). Complexion Based Discriminations: Global Insights. Notion Press. د کتاب پاڼې 249. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-64324-232-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "International Convention on the Elimination of All Forms of Racial Discrimination". United Nations Human Rights, Office of the High Commissioner. United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. For Affirmative Action, Brazil Sets Up Controversial Boards To Determine Race