بودېسونايد
د ويکيپېډيا لخوا
بوديسونايد يو ګلوکوکورټيکويډ سټېرويډ درمل دی چې د سالنډي او غېرانتاني رېنايټېس (د حې تبې او نورو الرژيانو په ګډون) درملنې لپاره او د پزې د پوليپوسېز د مخنيوي لپاره کارېږي. د دې ترڅنګ دا درمل د کروهن ناروغۍ، او د کولمو د تسپودي ناروغيو په درملنه کې هم کارېږي.
دا درمل د اسټرازېنېکا لخوا د پوزې د ساکاږونکي په توګه د رهېنوکورټ په نامه جوړېږي. (په ډنمارک کې د رهېنوسول په نامه). د خولې د ساکاږونکي په توګه بيا د پلميکورټ په نامه صادرېږي (په اسراييل کې د بوديکورټ په نامه) د امالې او يا هم د خولې د کپسولو په توګه بيا د اېنټوکورټ په نامه جوړېږي.