سالنډي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

سالنډي (په انګرېزي: Asthma) يوه مزمنه (دوامداره) تنفسي تشويش دی چې په حاد يا لنډ وخت کې ډیره شدیده حمله لري. په سالنډي کې د سږو د وړوکو هوايي نلونو قطر تنګېږي او د مخاط (چرک) څخه ډکېږی. د سالنډي ناروغان اکثراً د ګُل، څارويو او يا هم نور چاپېريالي عاملينو سره حساسيت لري.

سالنډي د لاندې عاملينو څخه مېنځ ته راځي:

  1. حساسيت
  2. انفېکشن يا انتان (د مکروب داخلېدل)
  3. روحي فشارونه
  4. فېزيکي تمرينونه

د ناروغۍ نښې نښانې

د سالنډي ناروغۍ ناروغ د سا اخيستلو په وخت کې ستونزه نه لري خو کله چې ناروغ ساباسي نو ټټر ورباندې دروند وي او په سا ايستلو کې مشکل احساسوي. ناروغ د ساوېستلو په وخت کې وچ ټوخی او يا هم کله نا کله د بلغم سره مل ټوخی کوي، د ساوېستلو په وخت کې د ويزنګ او رانکای غږونه اورېدل کېږي. د ناروغ د پښتيو منځنۍ ساحه ښکته ځي. ناروغ کې تبه هم کله نا کله وي.

په بېړني حالت کې د سالنډي ناروغ د سااېستلو لويې ستونزې سره مخ وي. په چټکۍ سره ساباسي او د سااېستلو سره يې د ستېتوسکوپ پرته غږونه اورېدل کېږي. د ساوېستلو سره سره ناروغ وچ ټوخی او يا هم بلغم لرونکی ټوخی کوي. ناروغ ډېر نارامه وي. د ناروغ د لاسو د ګوتو او د پښو د ګوتو نوکان او شونډې په وينه کې د آکسيجن د کمښت په سبب شين رنګه وي. د ناروغ په اصغا سره د ويزنګ غږونه اورېدل کېږي، کله ناکله د رانکای او رېلز غږونه په ټول ټټر کې اورېدل کېږي. که چېرته د سالنډي د يوه ناروغ ويزنګ غږونه له مېنځه لاړ شي او د ناروغ د سااخيستلو او ساوېستلو ستونزه ډېره شي دا پخپله د ناروغۍ د حالت خرابوالی څرګندوي.

درملنه

د سالنډي ناروغ بايد ډېر آرام وساتل شي. د مايعاتو په ورکولو سره د ناروغ د ډيهايډرېشن مخنيوی بايد وشي. د سالنډي د حادې ناروغۍ په وخت کې بايد د اډرينالين (ايپينېفرين) ستنه د پوستکي لاندې ولګول شي. که چېرته د دې سره د ناروغ حالت ښه نه شي نو بيا دې د ۱۵ يا ۳۰ دقيقو وروسته يو ځل بيا د اډرېنالين ستنه ولګول شي. د دغۍ ناروغۍ په اوندن حالت کې د امينوفيلين، تيوفيلين، او سالمېټرول له درملو ګټه اخيستل کېږي. د سالنډي د شديدې حملې په صورت کې (ډېکسامېتازون) انجېکشن ورته تطبيق کېږي او وروسته بيا د ډېکسامیتازون تابليت د 10 ورځو پورې ورکول کېږي.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې