بازارک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بازارک د افغانستان د شمال ختیځ پنجشېر ولایت مرکز دی. دا یو کوچنی ښار دی چې د ۲۰۱۵ کال د شمېرو پر بنسټ یې ټول نفوس ۲۴۷۲۳ کسان دي او یوازې دری اداري ولسوالۍ (ناحیې) لري. د بازارک ښار ټول مساحت ۹۱۲۲ هکتاره دی او په دې  ښار کې ۲۷۴۷ ودانۍ شتون لري. شپږ کلي لري، چې خانز، جنګلک، ملسپه، پارنده او رحمان خېل دي. احمد شاه مسعود، چې د پنجشېر د زمري په نامه یادېږي، مزار یې په بازارک کې موقعیت لري. [۱][۲]

تاریخچه[سمول]

له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ، بازارک او د پنجشېر دره د طالبانو ضد د شمالي ټلوالې د پخوانیو مجاهدینو اصلي مرکز و چې مشري یې احمدشاه مسعود، د ښار بومي اوسېدونکي کوله.  [۳]

بازارک د ښاري سیمې په توګه طبقه بندي کېږي. آباده ځمکه لکه کورونه، بنسټونه او کرنیزه ځمکه د پنجشېر سیند په اوږدو کې پرته ده. بنسټونه د آبادې خاورې نږدې ۳۰٪ برخه جوړوي، خو د ټولې خاورې لویه برخه (۸۴ سلنه) بی ثمره ده.  [۴]

د طالبانو د ۲۰۲۱ کال له بریدونو وروسته، بازارک یوازینی ولایتی مرکز و چې د طالبانو په لاس یې سقوط نه و کړی، او د افغانستان د مقاومت جبهې مرکز شو. خو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۵، طالبانو د ښار د نیولو ادعا وکړه. [۵][۶]

د طالبانو لوړ پوړي ویاند ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۶ نېټه، په ټویټر کې ادعا وکړه چې د ولایت د مرکز په ګډون یې ټول ښار نیولی دی او د ټولنیزو رسنیو په انځورونو کې لیدل کېدل چې طالب جنګیالي د پنجشېر ولایت د انګر مخې ته ولاړ دي. هلته طالبانو پر یوه دولتي ودانۍ خپل بیرغ پورته کړ. خو د دې راپورونو تر څنګ، په پنجشېر کې د طالبانو د کنټرول د کچې په اړه د مقاومت جبهې ویاند او د بهرنیو اړیکو رئیس علي میثم نظري دا اعا رد کړه. نوموړي د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۹ ادعا وکړه چې له ځینو سیمو څخه یې "تاکتیکي" شاتګ کړی او د دې ولایت ۶۰٪ خاوره د دوی په لاس کې ده. د تسنیم خبري اژانس خبریالانو چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۱ نېټه یې له سیمې څخه لیدنه وکړه، په پنجشېر کې هم د طالب جنګیالیو  او هم د مقاومت جنګیالیو شتون تایید کړ. د اکټوبر میاشتې په وروستیو کې، د سویس رادیو تلویزیون او جورنيمن انځورونو په خپلو لیدنو کې د بازارک  په شاوخوا غرونو کې په نامعلوم ځای کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د وسله والې نښتې راپور ورکړ، او ویې ویل چې د مقاومت ځواکونو برلاسي ترلاسه کړې، په دې توګه دا تاییدوي چې مقاومت لاهم په بازارک او پنجشیر کې فعال دی، سره له دې چې د سیمه ایزو طالب چارواکو له خوا یې د نشتون ادعاګانې شوې وې. [۷][۸][۹][۱۰]

د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۵ نېټه د افغانستان د سقوط د یو کال له پوره کېدو سره سم دی، د مقاومت جبهې په پنجشېر کې عملیات پیل کړل، چې د راپورونو له مخې یې د بازارک، دره، انابه، شتل، پریان او خنج په ولسوالیو کې د اوو کلیو د نیولو او په څو موقعیتونو د طالب جنګیاليو د محاصرې ادعا وکړه.  [۱۱]

اقلیم[سمول]

د کوپن د اقلیمي طبقه بندی د سیسټم پر بنسټ، بازارک مرطوب براعظمي اقلیم لري چې ګرم او وچ اوړي، ساړه او واورین ژمي لري. د اورښت کلنۍ کچه زیاتره په ژمي کې را منځ ته کېږي او د کلنۍ تودوخې منځنۍ درجه ۵.۶ سانتیګراد (۴۲ فارانهایت) ده.  

Climate data for Bazarak

د بازارک اقلیمي ډېټا

میاشت جدی دلو حوت حمل ثور جوزا سرطان اسد سنبله میزان عقرب قوس کال
ورځنی اوسط په سانتیګراد (فارانهایت) -۷.۴ (۱۸.۷) -۵.۱ (۲۲.۸) ۰.۴ (۳۲.۷) ۵.۲ (۴۱.۴) ۱۰.۵ (۵۰.۹) ۱۵.۶ (۶۰.۱) ۱۷.۶ (۶۳.۷) ۱۶.۵ (۶۱.۷) ۱۲.۵ (۵۴.۵) ۶.۶ (۴۳.۹) ۰.۲ (۳۲.۴) -۵.۳ (۲۲.۵) ۵.۶ (۴۲.۱)
منځنی اورښت په میلی متر (انچ) ۵۷ (۲.۲) ۸۱

(۳.۲)

۸۹ (۳.۵) ۶۹ (۲.۷) ۴۵ (۱.۸) ۱۵ (۰.۶) ۵ (۰.۲) ۲ (۰.۱) ۴ (۰.۲) ۱۶ (۰.۶) ۲۹ (۱.۱) ۳۸ (۱.۵) ۴۵۰ (۱۷.۷)
منځنی نسبي رطوبت (٪) ۵۱ ۵۵ ۵۹ ۶۳ ۵۵ ۴۵ ۳۸ ۳۵ ۳۴ ۴۰ ۴۸ ۴۸ ۴۸
سرچینه ۱: ClimateCharts(1988-2017)
سرچینه ۲:  Climate-data.org (precipitation & humidity)

سرچينې[سمول]

  1. "The State of Afghan Cities Report 2015, volume 1". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The State of Afghan Cities Report 2015, volume 2". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gall, Sandy (2021). Afghan Napoleon: The Life of Ahmad Shah Massoud. London: Haus Publishing. د کتاب پاڼي 20–21, 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-913368-22-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The State of Afghan Cities Report 2015, volume 2". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Taliban Claim Control Over Panjshir Valley, but Resistance Vows to Fight On". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Leader of Afghan holdout region says he is ready to talk with Taliban". 2021-09-06. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Taliban Say Panjshir Valley "Completely Captured"". NDTV. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. hazco.co.uk. "Afghanistan: Resisting the Taliban". www.journeyman.tv (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Exclusive: Taliban Claim to Have Conquered Entire Panjshir". Tasnim News Agency. 12 September 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 9 September 2021 باندې). NRF says 60 percent of Afghanistan's Panjshir still under control, Ahmad Massoud and Amrullah Saleh alive. First Post
  11. صبح, هشت (2022-08-15). "یک‌ساله‌گی سقوط کشور؛ نیروهای جبهه مقاومت‌ ملی هفت روستا را در پنجشیر تصرف کردند". روزنامه ۸صبح (په پارسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اگسټ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)