بادرنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بادرنگ

بادرنگ (په انگرېزي: Cucumber) د سابه بابو په ډله کې راځي. دا د خوړو په توگه کارېږي. بادرنگ د هغو سبزیو او میوو په سر کې راځي، چې له تندې سره مبارزه کوي، له رومي ، کاهو او هندواڼې هم مخکې دی چې تقريبا 92% اوبه لري. بادرنگ دکاهو، رومي په پرتله ډېره لږه کالري لري ځکه خود ډنگروالي / لاغر ستوری بلل کیږي،دخوړو کارپوهان یې تل هغو کسانو ته سپارښتنه کوي، چې ډېر وزن لري پردې سربېره بادرنگ بوره نه لري ،چې دوزن د ډېرښت لامل وگرځي. ځینو علمي څېړنو دا ښودلې ده، چې بادرنگ دا وړتیا لري چې د نارينه دجنسي ځواک فعالیت لا پسې ډېر کړي په ځانگړي توگه هغه کسان چې دکوروالي پرمهال له ځانگړو ستونزو ځوریږي ، بادرنگ دجنسي ناروغیو د درملنۍ په سرکې راځي ، ځینې يي عضوي ویگرا گڼي. دبادرنگ له گټو یوه دا هم ده، چې دسړی ادرار زیاتوي او دا ددې لامل گرځي، چې سړی له خپل کوروالي څخه خوښ شي پردې سربېره په بدن کې دوینې دجریان فعالیت زیاتوي،چې دا چاره دسړی او ښځی لپاره مهمه او گټوره بلل شوې ده. ځینې څیړنې دا هم وايي:چې دبادرنگ بوی دښځو دراپارولو په برخه کې هم دپام وړ رول لوبوي ددې ترڅنگ هغه ښځې، چې دسترگو شاوخوا توروالې او پړسوب څخه ځوریږي کولای شي له بادرنگ څخه گټه پورته کړي، چې دا پړسوب له منځه ولاړ شي . دا هم دیادوني وړ ده چې بادرنگ دخولې بد بوی له منځه وړي . دبادرنگ ځینې گټې په دې ډول رالنډولای شو: بادرنگ په هضم کې مرسته کوي ، له بدن څخه د زهري موادو په ویستلو کې مرستندویه ثابتیږي او پر جنسي روغتیا یې اغیز مثبت دی، سرطان ناروغۍ ته هم گټور دی او هغه وگړي چې دبدن پوست یې وچ وي دبادرنگ کارول ورته گټه لري. کولای شو له مختلفو لارو څخه له بادرنگ گټه پورته کړو که له هوږې او اوبو سره وخوړل شي اغیز یې ډېر دی ځینې خلک یې دجوس په بڼه هم کاروي

ګټې یې

لله (جل جلاله) هیڅ کوم نعمت له ګټې پرته ندی خلق کړی. ځینې خلک فکر کوي چې بادرنګ هیڅ کومه روغتیايي ګټه نه لري. خو داسې نه ده. بادرنګ هم بې شمیر روغتیايي ګټې لري. بادرنګ کې شته روغتیايي مواد انسان له ځینو مهلکو ناروغیو څخه په ژغورلو او د انسان روغتیا بهتره کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دلته مو د بادرنګ له ځینو مهمو ګټو سره چې په مرسته يي کولی شئ د ځینو مهمو ناروغیو مخنیوی وکړئ اشنا کوو: د زړه سوی له منځه وړلو کې مرسته کوي. د خیټې تیزاب او خیټې کې شته دانو په درملنې کې مهم رول لوبوي. د ګردې او مثانې څخه د تیږې په له منځه وړلو کې ډیر زیات ګټور دی. د وینې فشار په نورمال ساتلو کې مرسته کوي. د خولې بد بوي له منځه وړي. زیاته اندازه اوبه لري او په دې ډول د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کوي. د سر درد رغوي د پوټکي روغتیا په ساتلو او بهتره کولو کې مهم رول لوبوي. د سرطان ضد خاصیت لري. ادرار راوړوونکی خاصیت لرلو له امله د بدن فاسد او زهري مواد خارجوي. جلاب راوړوونکی خاصیت لري

دا هم وګورئ

سرچينې