اېف-۱۴

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اېف-۱۴
F-14 Tomcat

د الوتکې ډول ښکاري الوتکه
هېواد
د الوتکې توليدونکی Grumman Aerospace Corporation
د الوتکې کارونکي امريکايي سمندري ځواک
د ايران هوايي ځواک
لومړۍ الوتنه ۲۱.۱۲.۱۹۷۰
بيه ۳۸ ميليونه ډالاره

اېف-۱۴ ټامکټ (په انگريزي:F-14 Tomcat ) جټ د متحرکو وزرونو لرونکې او بريد کونکي ښکاري الوتکه ده چې د سمندري، مځکنې او هوايي هدقونو د منځه وړولو لپاره کارېږي. امريکايي سمندري ځواک دغه ښکاري الوتکه د ۱۹۷۴ کال څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې د پوځي او څارونکو عملياتو لپاره کارولې. په اوس وخت کې دغه الوتکه يوازې د ايران د هوايي ځواک لخوا کارېږي.

تاريخ

د اېف-۱۴ ټامکټ ښکاری الوتکه په ۷۰ کلو کې طرح شوې. لومړۍ الوتنه يې په ۲۱.۱۲.۱۹۷۰ کې ترسره کړې. امريکايي سمندري ځواک د دغې الوتکې څخه په رسمي ډول د ۱۹۷۴ کال راهسی کار اخلي. په ۱۹۷۶ کال کې اېف-۱۴ الوتکه ايران ته صادره شوه. د تروڼ له مخې امريکا هم عصري د فينکس رهبري شوی توغندی ايران ته ورکړی.