اکاخيل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اکاخيل په اصل کې غلجي پښتانه دي چې د سليمان خيلو يو ښا خ گڼل کيږي چې زياتره يې په پوونده ډول ژوند کوي او ځانته کو مه ځانگړې سېمه نه لري٠دوی اکثره په کېږديو کې ژوند کوي او د ټغرو،کيږ ديو او جو الو نو په او بد لو کې ښه مهارت لري٠دتا ر يخ حيات ا فغا ني د ليکوال ډپټي محمد حيا ت خان په قول د اکا خيلو يو شمير د غزني و لايت په مقر کې هم ا ستو گنه لري٠ يو شمير اکا خيل په ا فغا نستان باندې د شوروي تر ير غل وروسته له هيواده وليږ ديدل او پا کستان ته کډ وال شول چې دهغه هبواد په مختلفو ښارو نو لکه پېښور او کر اچۍ کې استو گنه لري٠ اکا خپل زيارکښه خلک دي،ځيني خلک يې د سو داگر يو په کا رونو بو خت دي٠دا کا خيلو ځو انان په ا تڼ کې ډېر تکړه دي او د خو ښيو او خو شاليو او ودونو کې ددوی ځو انان چې ښا يسته او ړدې څڼې لري په خپلو ماهرانه اتڼو نو سره محفلونه تاوده ساتي٠ د روسي نامتو اتنو گرافر داتنو گر افيکو څېړ نو له مخې د اکا خيلو شمېر د شلمې زېږ دېزې پېړۍ په نيمايې کې د ٣٥ زره کو رنيو په شا او خوا کې ښودل شوی دی٠

سرچينې

  • ١-حيات ا فغاني،محمد حيات خان
  • ٢-پښتانه د تا ريخ په ر ڼا کې ،د سيد بها در شاه ظفر کاکا خيل تالبف٠
  • ٣-پښتني قبيلي، لطيف ياد