اپارتايد

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

اپارتايد په لغوي لحاظ د جلا ساتلو او بېلولو معنا لري. اصطلاحاً دا كلمه د نژادي توپير په مفهوم استعماليږي. ددې سياست له مخې زيار ايستل كېږي چې سپين توكمې د نورو نژادونو له خلكو څخه جلا وساتل شي او سپين توكمې په تور توكمو لوړ وبلل شي. د اپارتايد اصطلاح په اصل كې د تور پوستو او بومي هنديانو په وړاندې د جنوبي افريقا د جمهوريت د تبعيضي سياست ښكارندوى كوي. دغه سياست د ۱۹۴۸ م كال څخه راپديخوا په دغه هېواد كې رواج وموند. د دغه سياست له مخې د جنوبي افريقا بومي هنديانو او تور پوستو ته اجتماعي، سياسي او د تحصيل برابر حقوق نه وركول كېږي. په ۱۹۵۲م كال كې د ملگرو ملتونو مؤسسې د اپارتايد په هكله خبرې وكړي او دا عمل يې د بشر د حقوقو خلاف يو عمل وباله او محكوم يې كړ. د اروپايانو د راتگ نه وروسته په جنوبي افريقا كې دا سياست رويكار شو. د جنوبي افريقا ملي حزب چې په ۱۹۴۷ م كال كې جوړ شو، د تور پوستو له پاره يې د ژوند په هره ساحه كې جلا مقررات وضع كړل. له ۱۹۵۳ كال نه وروسته په اعتصابونو كې د تورپوستو او نورو نژادي اقليتونو گډون او له تورپوستو سره واده جنايت گڼل شوى دى.

اپارتايد اصطلاح د بېلتون او جلاوالي په مانا دی، يانې د قومي او توکميز بېلتون پر بنسټ د قومونو او ولسونو بېلوالي ته وييل کېږي. د اپارتايدي سياست له مخې ولسونه بايد پر پوړونو او ډلو باندې ووېشل شي، چې غوره پوړ او ډله د نورو څخه په امتيازاتو کې غوره والی لري. لکه د نازي آلمان سياست چې د غير آريايې قومونو پر وړاندې يې درلوده، يا هم لکه په امريکا کې چې د سپين پوستو او تور پوستو تر مېنځ چې بېلتون شتون درلودی او يا هم لکه په سوېلي افريقا کې د تور پوستکو پر وړاندې د هغوی د حکومت سياست او دريځ وو.

دا اصطلاح په (۱۹۴۸ز) کال کې د سوېلي افريقا د ملي گوند لخوا سياست ته وردننه شوه او په همدې وخت کې د سوېلي افريقا توکميز تبعيضه نظام ته وکارول شول. دغه نظام په سوېلي افريقا کې د سپين پوستکو او تور پوستکو تر مېنځ د توپير پر بنسټ حکومت کول او سپين پوستکو ته چې د ټولنې يو پر پنځه برخه يې جوړاوه، دا واک ورکاوه چې د ټول هېواد د قدرت واگی په خپل لاس کې واخلي او د هېواد زيات خلک چې سپين پوستکي نه دي تر خپل ښکېلاک لاندې وساتي. همدارنگه دغه اصطلاح د هغه اوږدمهاله پلان لپاره چې موخه يې د نژادي توپير پر بنسټ د سيمو بېلتون دی، هم کارېږي.

په سوېلي افريقا کې د اپارتايد د واکمنۍ په وخت کې د سپين پوستکو ټولنو هېڅ ډول سياسي او کاري محدوديت نه درلوده، دوی په خپلواکه توگه پرېکړې کولې او هڅه يې کوله چې دې ټولنو ته تور پوستانو لاره نه درلوده. همدارنگه د فابريکو مشرانو هم هڅه کوله چې تور پوستکو ته لږ معاش ورکړي او دوی په ټيټو پوړونو کې وساتي. د سوېلي افريقا حکومت د توکميز بېلتون لپاره زياتې لارې په کار واچولې، د بيلگې په توگه د سپين پوستکو لپاره په کار او صنعتي چارو کې د پرمختگ نوي قوانين وضع شول، د افريقايانو ژوند په ټاکلو مځکو او سيمو کې محدود شو چې د هېواد ۱۳٪ سلنه يې جوړول، د سپين پوستکو او تور پوستکو تر منځ جنسي اړېکې او واده کول غيري قانوني اعلان شول، د تور پوسکو څخه د رايې ورکولو حق واخيستل شو او د ټولو افريقايانو څخه يې وغوښتل چې ښاري سيمو ته د دننه کيدو او درېدو په وخت کې بايد اجازه واخلي. تورپوستکي يوازې په خپلو محدودو سيمو کې د څه ناڅه سياسي او اقتصادي حقوقو څخه برخمن وه. د توکميز بيلتون پر سياست باندې زياتې نيوکې وشولې، همدارنگه دا ډول سياست په امريکا کې هم پلي کيده او په عامه تفريح ځايونو کې به پر لويو تختو باندې ليکل شوي وه چې يوازې سپين پوسکي کولای شي چې ور دننه شي، تور پوستکو ته د غلامانو په سترگه کتل کېده او تر زياته وخته پورې يې سياسي حقونه نه درلودل. تور پوستي نشو کولای چې د جمهوري رياست چوکۍ ته نوماند شي او ځينې نور محدوديتونه وه، خو د امريکا په تاريخ کې د تور پوستکي بارک اوما ولسمشر کيدل لومړۍ پېښه ده. دا سياست په ځينو نورو هېوادونو کې د ولسونو لخوا د توکميز، قومي، ژبني او سمتي توپير لپاره هم کارېږي.