اټوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دلوى بښونکي او لوراند خداۍجججپه پاک اوسپ‌‌‌‌‌‌‌‌يڅلي نوم سريزه زمونږ ګران هيواد افغانستان چي د وياړلی، لرغونی او پخواني تاريخ درلودونکى دى پدي وروستيوکلونوکي زمونږ سياسي ټولنيزي او فرهنګي چاري دپرمختګ موخه وګرځيده خو دل مهرباني اومرسته اوزموز دخپلواک اوسوله خوښونکي ملت د پرلپسي کوښښونودملګروملتونواودنړى دنوروبشردوستوهيوادونوپه زيار اوکوښښ زمونږپه ګران هيوادکي يوه لنډمهاله اداره رامنځته شوه چي پدي توګه زموږدهيوادوالوڅو کلنى ناخوالې او بدمرغې پاي ته ورسيدې ددغه ناخوالواو غميزوله کبله زمونږ ګران هيوادوال دي ته اړشول چي له خپل ګران هيواد څخه نوروهيوادونوته مهاجرت وکړي او په ټوله نړى کې خواره شي په همدغه وخت کې زموږ ځوان اوزلمې نسل دليک اولوست له ستر نعمت څخه بي برخي پاتي شو او که څه پوهه يې هم تر لاسه کړه دخپل هيواد له تاريخ څخه نااشنا پاتې شول داسمه اوپرځاې خبره ده چي د نوې اولنډمهالې ادارې حاکميت د خپل کار له پيل څخه دميلي لوړوموخو تر لاسه کولو له پاره نوي پروګرامونه دټولنې په ټولو برخوکې په کار واچول او په دغه لاره کى پرلپسې هڅې وکړې او اغيزمن ګامونه يې پورته کړل چې دخپلودغوهڅو په لړ کى يې دپوهنې او روزنې په برخه ګې د ملي فرهنګي بيارغونې ،غوړونې ،او دهيواد دځوان نسل روزنې ته زياته پاملرنه وکړي چې په راتلونکي کې واقعي مسلمان ،متمدن انسانان ،يوموټې اوقوي افغانان وروزل شي اوهم خپل ځانونه دنړى له پرمخ تللي روزنې سره اشناکړي دګران هيوادافغانستان په مختلفو ساحوکې پر مختګونه جريان لري اوزموږ په ټولنه کې ژور او بنسټيزبدلونونه منځته راغلي دي په ځانګړې توګه په ښوونه اوروزنه کې دافغانستان په 34 ولايتونو کې دښوونکودمسلکي څانګي دپوهي د



لوړولو لپاره عالي موسسې اودښوونکودعالي زد ه کړو لپاره ډير په لوړه کچه پوهنتونونه اودښوونې اوروزنې پوهنځې جوړى شويدې .ځنګه چې يو ښه ډاکتر،انجينر ،درمل جوړونکې ، او سياسي حقوق پوهه او هرډ ول عالي شخصيتونه د ښوونکوپه مرسته روزل کيږ ي اودټولنې دپر مختګ او دوګړو په ښوونه او روزنه کې ښوونکې لومړى مقام لري او پرته دښوونکي څخه دافرادو روزل امکان نلري او نه څوک دښونکىنه بغيرکوم کسب زده کولاي شي يعنې ټول عالي شخصيتونه د ښوونکي په مرسته روزل کيږي او همدارنګه ښوونکې دټولنې دپر مختګ لومړى لامل دې نو زه هم ددې لپاره چې په راتلونکي کې دټولنې دوګړو دخدمت جوګه شم اوپه لوړه کچه يو اثر راتلونکي نسل محصيلينو او زده کوونکو ته پريږدم نو ديو ليسانسه استاد په توګه راته دننګرهار پوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځې دکيميا اوبيالوژي دڅانګې د امريت لخوانه [داتوم جوړښت] ترعنوان لاندې موضوع راکړل شويده او دمونوګراف په ليکلو کې مې د ډيرو نويو او عصري اخځليکونوڅخه استفاده کړيده . البته دمحترم استاد پوهنيار معصوم خان (قيومي ) تر لارښوونې لاندې چې محترم استاد د ماسره دموضوع په ليکلو او دموادو په راټولولو کې ډيرې هلى ځلى کړيدي نو زه له ده څخه زياته مننه کوم اوکورودانىورته وايم او دالله جلجلاله ددربار څخه ورته دډيرو برياوو غوښتنه کوم .او راتلونکې کې دسرلوړى ،اوبريالى اوسي .



داتوم تاريخ Atom history پوهيږو چه دکيميا په هکله نظر يات ديوناني فيلسوفانو لخوا منځته راغلي دي ځينو عقيده درلوده چه دټولو شيانو موجوديت د او بوځخه دى يو بل شميرفيلسو فانو به وي چه دکايناتو اساسى ماده هواده اوځېنى نوروداسى عقيده درلوده چى دهرشىاساس اورده اوځينى نوروبه ويل چىدټولوشيانواساس خاوره ده هغه وچه 600_300ق م پيړى کي يويوناني فيلسوف چه Empedocles امپيدوکولوس دپخوانيو فيلسوفانوافکار ،نظريات ،تغيرات ديوي بلى اساسي مادې په يو ځاي کولو سره چه د(خاور)ځخه عبارت ده يو ځاى کړه او ځلور واړه مادې هوا ،اوبه ،اور، خاوره داساسي عناصرو په ډول قبول کړل .ديونان پخوانيوفيلسوفانو دغه دوه نظرياتو ته ډير اهميت ورکاوه . الف: دځمکې پرمخ ټول موجودات دڅلورو مادو څخه جوړشويدي اوبه ،هوا، اور ،خاوره چه نسبتونه يئ مختلف دي . ب: دادوره چه دمادې په نظرياتو وﻻړه ده او مختلفې برخې دمادي فلسفي اوطبيعت په برخه کښي ځيړنى او تحقيقات کول د600_ 300 ق،م وروسته لدې څخه يو بل فيلسوف Leucippus ليسپوس دمادې دجوړښت په باره کې نوې فکر رامنځه کړ اوده ويل چه دطبيعت ټول اجسام له وړو ذرو څخه جوړ شويدي ديمو کراتس پدي وړو ذرو داتوم نوم کيښود او د اتوم دجوړښت نظريي ته يي پراخوالې ورکړ.

       افلاطون  :  داتوم په هکله په متفاوت شکل عقيده درلوده چه ديواتوم مختلف اتومونه کولائ شي چه د ترکيب په وخت کې يو بل عنصر په وجودراوړي ارسطو ويل چه اتوم قابل د تجزيئ اوتقسيم وړدې. 
      ارسطو  دمادې شکل ،رنګ، او سختي اوديوې مادې څخه دبله ماده جوړيدل، په  طبيعت  کې دجانداره او بې جانه اشياوو په رشد  او تکامل  عقيده درلوده چه معدنونه کولائ شي .

رشد وکړي او پس داستخراج څخه دوباره معدني موادپه وجودراوړي ارسطو عقيده درلوده چه اتوم د تجزئي اوتقسيم وړندې همدارنګه داتوم دتاريخ په باره کې چه کومو عالمانو نظرئي ورکړيدې پلاندې ډول دي. ( 1) ديموکراتس  : دلومړي ځل لپاره داتوم په باره کې نظريه ورکړ يده ده ويل ټول کائنات دځلورواتومونو څخه جوړشويدي اوبه،هوا،اور، کاڼي . ( 2) کاناډا : يو بل عالم ددې خلاف وائي کائنات دګرد اودوړو څخه چه دنور دتيريد و په وخت کښې دالله جلاجلاه په حکم په جوړه ايز ډول ارتباط لري . ( 3) ارسطو  : ويل يوجسم دلايتناهي پورې دتجزيي وړدې او دهغې کوچني ذرې ته اتوم وايي. ( 4) جاندالتون  : دالومړى سړې وؤ چې کيمياوي تعامل ئي پلاس راوړ اودعنصراساس ئي کيښود عنصرداتومواتحاددى نواتوم دعنصردخوځنده ذراتو يوميکرو پيچلي سيستم څخه عبارت دې چې له وړو ذراتولکه پروتون،نيوترون،الکترون ،پوزيترون پنوم له نورو 200ذراتوڅخه جوړشويدې. Atom -A دنفئ په معنې ده او Tomدتجزيې معنى ورکوي نو داتوم معنې ده نه تجزيه کيدونکې .

       جاندالتن دعنصرلپاره ځلورشيان تشريح کړه .

أ‌- په عين کيمياوي تعامل کې برخه اخلي. ب‌- ديو عنصراتومونه عينې کتلې لري. ت‌- دتجزېې وړندى. ث‌- عنصردلايتناهي ذرونه جوړ شويدې .


پال ، پال داسې ويل چه اتومونه پلاندې ذروباندې تقسيم شويدي .

                        ,  , m  ,   n ¬  ,¬ p   , e   =     اتوم 
    خواوس په  200نورو ذروباندې دتجزيئ وړدى دمادې داتومي جوړښت مفهوم دبياراژوندي کيدوکى لاندې پوهانونظريي ورکړ يدې.

(1 ) رابرت بايل انګليسي پوه ١٦٩١ _١٦٢٧ پورې . ( 2) لوموسوف ١٧٦٥ _١٧١١ پورې . ( 3) دالتن انګليسي پوه ١٨٤٤ _ ١٧٦٦ پورې . ( 4) لا وازيه فرانسوي پوه ١٧٩٤ _ ١٧٧٣ پورې .

            ددالتن اتومي نظريه داسى وه .
1  -  موادداتوم په نوم له کوچنيو اوغير قابل تقسيم ذروڅخه جوړشويدې .

- 2 ديو ټاکلي عنصرټول اتومونه يوشان خواص ،وزن ،کتله، شکل ، ،جسامت لري. -3 کيمياوي مرکبونه داتومو دداسې ترکيب په نتيجه کښي منځ ته راځي چه دکوچنيو او بشپړنسبتونوپه توګه صورت نيسې خو په اوسني عصر کې دانظريه غلطه ده علت دادى چي دايزوتوپ اتوم دتجزئي وړدى . داتوم دجوړښت مفهوم په 19پيړئ کى .

    داتوم دجوړښت مفهوم دلومړي ځل لپاره يوهندي فيلسوف چه کانياده نوميده په  500 ق م کښې منځ ته راوړ.
                                                    
                      

د اتوم جوړښتAtom stricture

       له حضرت مسيح ع څخه  200 کاله مخکې يوناني فيلسو فانو لکه ديموکريت او نور په دغه نظريه ووچې ټول شيان دډيروکوچنيواوکلکوذروڅخه چي دويشلووړنه دي منځته راغلي دي هغوې داکوچنى ذرې داتوم په نوم يادىکړې په همدې ډول اتوم Atom   لغت ئي ددوه يوناني کلموڅخه چې A تورى دنفئ علا مه ده اوtom   چې د ويش  معني لري اخيستل شويده چي  پوره معنى يي (ويش نه منونکې )ده داتوم په هکله دغه نظريه يوازى ددوي د خيالا تو نه اخيستل شوى ده اګر چې دى نظريي علمي اساس نه درلود خوبياهم دعلم پرمختګ کې ېې ډير زياته مرسته وکړه ډيروخت  وروسته په  19 پيړئ کې دتجروبوپواسطه داتوم دجوړښت پيچلتيا اثبات شوه پدې هکله دتامسن مودل، درادرفوردتجربى ،اودبوراتومي مودل ديادولووړدي چې هريوې داتوم دجوړښت په وده کى زياته مرسته کوي همدارنګه د پخوانيو يوناني اورومي فيلسوفانو اتومي فرضيات اونظريات مو وکتل او وپوهيدو چى دې پخوانيو نظرياتو ماده غيرمسلسله بلله اوعقيده يي لرله چى اتوم يونه ماتيدونکې اوجامدجسم دې همدارنګه د شلمى پيړى په سر کې هم اتوم په بعضى کتابونوکى داسى تعريف شويدى (چه اتوم دمادى يو خالي ساختماني واحددى )  اما دعلوموپرمختګ اوپراختيا خصوصا دکيميا د مقد اري قوانينوځرګنديږي دګازاتومطالعه او دالکتروليزدحوادثوکتنه ،ثابتوي چې اتوم يوعيني  وجوديعنې [اتوم دمادې دجوړښت اساسي اوعيني واحدياخښته بلل کيږي ] اوهمدارنګه تجربى ثابتوي چي اتوم جامد جسم ندى بلکه يومغلق جسم دى جي مغلقې اجزاوې لري همدارنګه پخوانيويوناني اورومي فيلسوفانو ويل چې اتوم يو نه ماتيدونکې اوجامدجسم دى خود نولسم قرن په او اخرو وختو کى اتومي نظريه بدله شوه اوعلما وويل چې ټول موادد ا توموڅخه جوړشويدي علما په هغه وخت کې داتوم دجوړښت په اړه کوم معلومات نه درلودل. 
  خو دالکترون کشف لمړى پديده وه چى داتوم دساختمان په باره کې يونوې موقيعت منځته راوړ لمړې عالم چى داتوم دجوړښت په باره کې فکر وکړاويوماډل يي جوړکړ[ تامسن Tasman ] نوميده بالاخره همدغه موډل دتامسن دموډل په نوم يادشو.
       تامسن اتوم دکرى په شکل فرض کړاووويل چې دغه کره دپروتونو اونيوترونونوڅخه جوړه شويده او دهغه په مختلفومداروکې الکترونونه دذراتو په شکل دحرکت په حال کې دي له همدى کبله داتوم چارج خنثى دى اوپدې موډل ډيرمطالعات وشول چى آيا دغه موډل درست دى او  کنه ؟ 
       دډيروخت وروسته علما پوه شول چى پدغه موډل باندې دالفا د ذروتجربه  د تطبيق وړنده کچيرته دغه موډل صحيح واى دالفا ذرات ديوجسم سره دتصادم په وخت کى بايد خپل مسير ته دوام ورکړائ واى او که انحراف ئ هم کړ ى واي بايد دغه انحراف په ډيرجوزئ زا ويو صورت نېولاي واى حال داچې دتجروبوپواسطه ثابته شوه چې دالفاذرات انحراف دتصادم څخه وروسته په ټولوزاويوصورت نيسې اوعلماپدى فکرکى شول چى دغه مودل کوم نقص لري بايدداسې موډل چې ټولى پديدي تشريح کړې جوړشي بالاخره انګليسي عالم رادرفورد په1911 کال کى داتومونولپاره لاندى ساختماني واحدپيشنهادکړ.
    الف.  هراتوم ددوه قسمتو نه جوړشويدى چى يوقسمت يې دهستې څخه عبارت دې چه داتوم په مرکزکې واقع دى اوتقريباداتوم زياته کتله تشکيلوي چه په هغه کى نيوترونn  اوپروتونp  موجوددي اود پروتون برقي چارج مثبت دى .
   ب.:   بله برخه يي عبارت دالکترونوڅخه ده چه په زيات سرعت      په معينواومنظموفاصلوکىدهستې په شاوخوا کې واقع دى دهستې په ګردچاپيره حرکت کوي  رادرفورد د اتوم جوړښت ته دشمسي نظام مشابهت ورکړ اوپدې عقيده ووچي
     ت.:  دالکترونونو حرکت دهستې په اطراف دشمسي نظام ددستګا سره مشابهت لري. 
           


دبور boor   تيوري:
          الکترون په خورازيات سرعت     متره  (                      ) دهستې په چاپيره دوراني حرکت اجراکوي اود احرکت ديو خط پرمخ چه الکتروني مدار بلل کيږي صورت نيسي .

الف. داتوم جوړښت دنيلزNiles دتيوري په اساس هم شمسي نظام ته ورته دى . ب . الکترون په هر اختياري مدار کى حرکت نشي کولا ى بلکى په هغه مدار کې حرکت کوي چه دمعينى شعاع اوانرژى لرونکى وي . ج. الکترون پدي دوران ياحرکت کى انرژي نه ورکوي په هغه وخت کى چې الکترون ديوې انرژيکي سوي څخه بلې انرژيکې سوئي ته ولاړشي دانرژى تبادله صورت نيسي که الکترون دهغى انرژيکي څخه چه هستې ته نژدي وي او هغه يوې داسې انرژيکې سوې ته چه دهستى څخه لري وي ولاړشي نوبايدانرژي واخلي اومعکوس که دهغه انرژيکي سوي څخه چه هستى څخه لري وي هغه انرژيکې سوئي ته چه هستي ته نژدي وي ولاړشي طبعي اخستل شوې انرژي بيرته دلاسه ورکوي.

 دهنېز برګ تيوري :
         دهنېز برګ دنظري په اساس دالکترن دپاره معين او مشخص مدارونه نه تصور کيږي  .په 1924 کال کې Bedraggle   مطالعه کړه چه الکترونونه هم ذروي حرکت اوهم موجي خاصيت لري لکه پلاندې رابطه کې                                           
          دپلانک ثابت   m    الکترون کتله او   v    دالکترون سرعت او        دموج طول دى که چيرى دالکترون سرعت          v  =   o   صفر وي هماغه الکترون د لايتناهي طول موج لرونکى دى  نو په لنډډول داسى وايو چى 19  پيړئي راپديخوا داتوم جوړښت په هکله تحقيقات ډير زيات شوى دي ددي علمي تحقيقاتو په لړ کى داتوم دجوړښت درې بنسټيزي 


    ذرې يعنې نيوترون ، الکترون ،پروتون ،کشف اودهغوې مهم مشخصات وپيژندل شول اوپه نتيحه کې دغه نظريه چي اتوم دتجزئي وړندى غلطه ثابته شوه پدې هکله بعضې علمي ځيړنې اودهغوې نتيجي بيانوو

داتوم فرعي ذرې الکترون :

          الکترون داتوم دجوړښت داساسي برخو څخه شمير ل کيږي اوالکترون د   وړانګي په نامه هم ياديږي  دهيلمولتزلخوانه ( دفرادي  دقوانينو په اساس  )پيشګوې شوې وو اما په علمي توګه صرف 1995 کال په راديو اکتيف تشعشعاتو کې ليدل شويدې الکترونونه په کيميا کې خورالوي اومهم رول لوبوي  دکيمياوي پيښو توضيح اوتشريح دالکترون ددخالت په اساس دشلمې پېړى په لومړي ځلورمه کي شروع شوه j  j   tamson    جي ،جي تامسن، ليويز،کي اوپوزر کوفسکي په کيمياوي حوادثو کې دالکترون وجود تائيدکړى دى . دنيلزبوردتيوري په اساس الکترون په 1897  کال دتامسن لخوا کشف شو او تامسن داسې وائي . 

الف. الکترون په خورا زيات سرعت ( ) سانتي متر في ثانيه د هستې په چاپيره دوراني حرکت اجراکوي . ب. الکترون په هر اختيا ري مدارحرکت نشي کولاى بلکې په هغه مدار حرکت کولاي شي چي معينه شعاع ولري . ج. الکترون پدې دورا ن کې انرژي دلاسه نه ورکوي په همدې اساس داتوم اساسي حالت د دزمان په اوږدوکې تغير نکوي . د. که څه هم الکترون يوه مادي نقطه ګڼل کيږي اماسره لدې هم ذروي اوهم موجي خاصيت له ځانه ښکاره کوي .


   الکترون داتوم ترټولوسپکه ابتدائ ذره ده چي منفي چارچ لرونکې ده اود
 1.1095 ګرامه سره مساوي ده چې دډير سپک عنصرهايدروجن دکتلې       سره مساوي ده الکترون د  په سمبول ښودل کيږي همدارنګه د الکترون دچارج مطلقه قيمت دپروتون سره مساوي دى دپروتو ن کتله د      67    1.ګرام سره مساوي ده چه دالکترون دکتله څخه 2000 ځلى لويه ده .

همدارنګه ژ،ژ، تامسن 1897 کال کې او مليکان په 1909کې د الکترون دکتلې اوچارج ( m) ( ) په هکله يو لړ تجربى وکړى تامسن ونه شوکړاې چه دالکترون کتله او چارج جدا جدا پيداکړي خو هغوي ددغو مهمو کميتو نونسبت پيداکړ. ده په خپلو تجروبو کې پر کتودي وړانګودبرقي اومقناطيسي ساحې دواړوتاثيرپه يو وخت کې مطالعه کړ(په ﻻندي شکل کې ګورې کله چه خارجي برقي اومقناطيسي ساحې دکتودي وړانګو په لار کې نه وي نو ددغه وړانګې په مستقيم خط ځي اود pنقطه کې پر فلورسينسي پرده غورځي کله چې يوازې برقي ساحه دهغې په لار کې پيداشي نو کتودي وړانګه دp2 پرنقطه غورځي خوکله چې دبرقي ساحى پر ځاې مقناطيسي ساحه کيښودل شي نوکتودي وړانګه بيادp3 پر نقطه فلورسينس منځته راځي اوس که دواړه ساحې يو ځا عمل وکړي اودواړه ساحوته داسې تغير ورکړل شي ترځو چې ددواړه ساحوتاثير بيلانس شي اوکتودي وړانګې بيا د P پر نقطه وغورڅي له دغه شرايطو تامسن د قيمت

     1.75پيداکړ.  .

(دالکترون شکل دهستې په شاوخوا)








    بيا وروسته مليکان په  1909 کال دالکترون چارج دلاندى تجربى په جريان کې وپيژانده    په لاندى شکل کې دمليکان دتجربى ساده شکل ښودل شويدى







        داشکل يوه کوچنى کوټه ده چې پاس ئي (  +) الکترود اولاندى ئي ( - ) چارج الکترودنصب دى  دکوټه ګۍ په منځ کى يوه داسى تخته ايښودل شويده چى په منځ کې کوچنې سورى دې اوټوله 
     کوټه ګۍ په دوه وړوکوتو ويشلى دتيلو قطرې په اتومايزر په ډيرو کوچنيوقطروتبديلي او هم چارجداره کيږي اوداکوچنى چارج لرونکى قطر ى دکوټى پورتنې برخې ته شيندل کيږي کيداې شي کومه ذره د تختې دسوري دلار ي دجاذبې دقوې ترتاثير لاندي دکوټې پرتل پريوزي دلته د قطرى حرکت دکوټې په ديوال کښې دايښودل شوې مايکرسکوپ په مرسته کتل کيږي لومړې دجاذبى دقوې تر تاثيرلاندي بيادغه قطري بيرته دپورته کيدو اوراغورځيدو سرعت دبرقي ساحې تر تاثير لاندې اندازه کيږي سرعت ددې قيميتونو دتيلودکثافت په کوټه کښىدهوا دکثافت اودبرقي ساحې د شدت په پيژندلوسره مليکان اوملګرو دتيلودقطرې چارج اندازه کړ اوبيا ئي وموندل چې دتيلو دقطرې چارج         1.6022    کولومبه ئي د الکترون چارج وباله نود        دنسبت څخه ئي دالکترون کتله داسې پيداکړه.                                                                                                                                                                                                                                                                                             c                                                                                
                                                      	                                                                                                                                     
                                                                                                                                                                                                                                      
                                                                                                                                                     
                                                                                   
                                                                                                                                    
                                                      د پروتون کشف
         1986   کال کې ايوګني ګولډشتين پواسطه کشف شو دپروتون چارج د مطلقه قيمت له مخې دالکترون سره مساوي دي خو دچارج علامه ئي سره فرق لري دپروتـــــــــون کتله د  1.76 ګرام سره مساوي ده چې د الکترون دکتلى څخه 1836.12     ځلې لو يه ده دپروتون د p په سمبول سره ښودل کيږي ګولدشتين پروتون په لاندې دس جارج تيوب کې کشف کړ  پدي تيوب کي ( _ ) الکترود ډير سوري  لري .که کتودي وړانګې (+) الکترود په لور ځي او  هلته د تيوب پر داخي ښيښه فلورسينس جوړوي ګولډشتين وليدل چې يو بل ډول وړانګې دکتودي وړانګو په مخالف حرکت کوي چې د (_)  الکترود  سوريو نه د تيريدو وروسته ددغه الکترودشاته دتيو ب د ننه پر ښيښه فلورسينس جوړوي دا چې دا وړانګه دسوريو څخه وځي نو ځکه  په اول کې دکانا ل دوړانګو پنامه ياديږي ځرنګه چې داوړانګې منفي الکترود ته ځي  نوګولډشتين وويل چې داکانالي وړانګې مثبت (+) چارج لري .
(ومثبتو

وړانګو دليدځاې



                                                                                                    ( دپروتون شکل )

دنيوترون کشف

         په  1932 کال کى چادويک دهستوي عمليودځيړنوپروخت کې د بريـښناله مخې خنثى ذره کشف کړ ه او دنيوترون نوم ئي ورکړ کتله ېي تخمينادپروتون دکتلې سره مساوي ده کله چې چادويک د بريليم عنصر د    وړانګو پواسطه بمبارد کړه هغه وپوهيده چې بيا دبريليم څخه يو شميرنورې وړانګي وزي چې دنفوذقابليت ئي ډير چټک دې هغه پردې وړانګو پارافين  بمباردکړل نو ورته معلومه شوه چه د پارافين څخه په ډير جګ سرعت پروتونونه الوزي  لکه په لاندې شکل کې .






         په اوسني  وخت کې  دنيوترون  ،الکترون   ، پروتون ، برسيره دوه سوه څخه زياتې نوې    ذرې کشف شويدي  چې په راتلونکي فصل کې به ولوستل شي 
                                                                                               

دا توم هستوي ذرات

           داتوم هستوي ذرات په  شپږو ګروپونوباندې ويشل شويدې .
لومړې ګروپ  :  دفوتون په نوم ياديږي  دفوتون سمبول   دې ګاماهغه ذرات دي چي د  

فوتون په ګروپ پورې اړه لري او په دوه ډوله دي ( 1) positron پوزيترون چې سمبول ئي دې 2) ) Negatron نيګاترون چې سمبول ئي دې

        فوتون دنور خورا کوچنې   ذرې ته ويل کيږي 

دوهم ګروپ : داذرات دليپتون leptonپه نوم ياديږي هغه ذرات چې د ليپتون پنامه ياديږي دليپتون په ګروپ پورې اړه لري چې پلاندې ډول ويشل شويدي ) (1 انتي پوزيترون Anti positron چه سمبول ئي دې. (2) انتي الکترون Anti electron چه سمبول ئي دې .

دريم ګروپ :                             
     دهستوي ذراتو دريم ګروپ دباريون baryon    پنوم يا ديږي  دباريون سمبول دهغه ذراتو پورې  اړه لري پدې ګروپ کښې لاندې ذرات شامل دى 

( 1) پروتون proton چه سمبول ئي دى . (2) نيوترون Neutron چه سمبول ئي دې (3) ( ) Antiproton) (4 ) ( ) Antineutron ذرات شامل دي پدې ګروپ کې نوموړې ذرات ددرندوالي له کبله مطالعه کيږي . ذکر شوې ځلوروواړه ذرات يو دبل سره تعامل کولائي شي او په نتيحه کښې ځينې نور ذرات منځ ته راوړي چه اساسي ذرات نه دي .


ځلورم ګروپ :

       دهستوي ذراتو پدې ګروپ کې دميزون Meson   پنوم   ذرات شامل د ې پدې ګروپ کې درې ډوله ذرات شته لکه .
                                        
              (1 )                                   (  ) ------------ pai meson
               ( 2)                        (   )------------ son       Mai   me
               ( 3)                  (    )-----------------K  meson 
       دپورتنيو ذراتو څخه    سره تعا مل کوي او په نتيجه کښې نور ذرات توليدوي اوهمدارنګه د      اود ذر  ات هم سره تعامل کوي کولاې شي  .پنځم ګروپ :
      دهستوي ذراتو پدې ګروپ کې د نيوکليون Nucleon      پنوم ذرات شامل دي او په لاندى ډول دي 
                                      (  ) proton          ( )  Anti proton      
                                 ( )  neutron          ( )   Anti  neutron 

شپږم ګروپ :

        دهستوي ذراتو په شپږم ګروپ کښې دهايپرون hyperons    پنوم ذرات شامل دي اودوه ډوله دي .

( 1) سيګما sigma ( ( 2) لندا landa ( ) د هستې کشف

           داتوم دجوړښت په مطالعه کښې ډير مهم رول د هستې کشف ارائه کړ رادرفورد دراديواکتيف موادوچې الفاذرات ئي شيندل په يوه داسې کوټه کې چې يوکوچنې سورې ئي درلود ايښودي  وو کله چې د  وړانګې له دغه څخه راوتلې نو مخ ته ېي دفلز يوه نازکه صفحه پرته وه ددې  صفحې نه په يوه معينه فاصله يو ساده ميکروسکوپ چې دفلزي صفحې  چاپيره ئي دايروي  مدار ګرځاوه نصب وو ميکروسکوپ فقط يوه استوانه وه چې  خوله ئي په  ورقه پوشل شوې وه ا و بله خوله کې  ېي  عدسيه نصب وه کله چې د 2ns  پر ورقه د وړانګې لګېدې  نوپرعدسيه کې ېي رڼا ښکاريده اودغه وړانګې شميرل کيداېي شوې لکه په لاندې شکل کې. 
                    

د	



      رادرفورد دګرځنده ميکروسکوپ پواسطه وليدل کله چې دالفاوړانګه پر فلزي صفحې لګيږي  ډيرشميريي مستقيما اولږشميريي دمستقيم مسيرڅخه ديوځه انحراف سره دفلزي صفحې څخه تيروي او يوډيرلږ شمېر ئي دفلزي صفحې څخه بيرته انعکاس کوي لدې تجربې څخه  ښکاري چې داتومو ډيره فضابايد الکترونو نيولي وي ځکه دالفاوړانګې چې 


    مثپت چارج لري اودالکترونوڅخه ئي کتله 7500  کرته زياته ده داوړانګې      دالکترونوپواسطه نشي تم  کيداې نوځکه ډيرشميردالفاوړانګې دمثبت چارج لرونکو           هستو په ځنګ کې دتيريدو له  کبله له  خپل اولني مسيرڅخه يوځه انحراف کوي اوډيرلږ شميردالفاوړانګې کله چې ددرنواو مثبتوهستو سره ټکرکوي بيرته شاته ګرځي نولدى څخه ښکاري چې دغه درنواومثبتو هستو بايدپه اتوم کې ډيرکم ځاې نيولې وائي رادرفوردددغوتجروبوله مخې داتوم جوړښت داسې وښود.

الف . اتوم په داخل کې يوه هسته لري چې د څخه جوړه شويده چې دهغې چارج مثبت دى اوتقريبا داتوم ټوله کتله پکې پرته ده . ب. دهستې چارچاپيره منفي چارج لرونکې الکترونونه په مختلفوکيفي مدارو کې دايم ګرځي په اتوم کې دالکترونونواوپروتونوشميرسره مساوي دى . ج. داتوم جوړښت دشمسي نظام په ځير دى چې دالکترونواوهستې تر منځ دالکتروستاتيکې جذب قوه دهستې په چارچاپيره دالکترونو ددايمي ګرځيدو اوهستې ته دهغوي دجذبيدو سبب ګرځي.

         درادرفوردمودل بعضې نميګړتياوې لري مثلا دماکسويل دنظرئي په اساس چې کله الکترون په يوه مدار کښې دهستې چارچاپيره ګرځي نوهغه بايد هميشه انرژي درڼاپه شکل د لاسه ورکړي اوپدغه صورت کې به الکترون په مارپيچي حرکت هستې ته رانژدې شي اوبالاخره په هسته به پريوزي اواتوم به ګډوډشي .
         هسته ددوه کميتو نو پواسطه مشخصه کيږي ترتيبي نمره (z) اوکتلوي عدد(A) په هسته کې  دنيکلونونو،پروتونونو،نيوترونونومجموعه يا A=Z+n    ده داتومونوهستې په اوسني وخت کې داسې افاد کيږي لکه دکاربن داتوم هسته   لدې څخه داسې نتيجه کيږي چې دپروتونون شميرئي مثبت  4اوکتلوي عدد يي  12 دې اونيوترونوشميرئي دکتلوي عدداودهستې چارج دتوپير سره مساوي دى.
      
    دبريښناله مخې هرخنثې اتوم بايددومره الکترونونه ولري چې ځومره پروتونونه دهغې په هسته  کې قرارولري  دکتلوي عدددمفهوم څخه نتيجه اخستل کيږي چىاتومي کتلې بايديوازې دتام عددونوپواسطه وښودل شي  همدارنګه سادي saidi وښودله چى دراديواکتيفي موادودتجزئي په وخت کې کيدائي شي دعين عنصراتومونه منځ ته راشي چى اتومي کتلې ېي توپير ولري اودهستې يومساوي چارج ولري دايزوتوپونو   isotopes په نوم ياديږي  لدې امله دعناصرواتومي کتلې دهغوي دټولو ايزوتوپونوداوسط کتلې څخه عبارت دي اوکه دمختلفوعناصرواتومونه يوډول کتلې ولري پداسې حال کى چى دهستې چارج ئي فرق ولري داډول اتومونه دايزوبارونو isobars په نوم ياديږي  هغه اتومونه چى دنيوترونوعين شمير لري ايزوتون isotones    په ياديږي لکه په لاندى مثالونوکى. 


                              ايزوتونونه	                                 ايزوبارونه	       ايزوتوپونه


                              (54p,82n )                               (18p,22n )                           (20P,20N  )                      
                                                                                                              
                              (50p,82n )                              (19p,21n  )                             (20p,20n)
                                                                                                                
                               (57p,82n )                              (20p,20n )                              (20p,20n)


داتوم د جوړښت د پيچلتيا تجربوي ثبوت

         په  19 نولسمه عيسوي پيړئي کې دمختلفوتجروبوپواسطه داتوم دجوړښت پيچلتيااثبات ته ورسيده داتجربې دغازاتو له منځ څخه دټيټ فشارلاندې دبريښنادجريان دتېريدوپه اثر ترسره شوې  ددې تجروبوپه نتيجه کى معلومه شوه چى دبريښنادمنبع دمنفي قطب څخه چې دکتود  په نوم ياديږي دمثبت قطب خواته ډيرکوچنې ذرې دوړانګو په څيرپه سترګو نه ليدل کيږي اودکتودي   cathode-rays وړانګو په نوم ياديږي دحرکت په حال کې دي وروسته يي دالکترون نوم ورکړ که دتيوب شاوخواکې برقي ساحه يامقناطيسي ساحه توليد شي ليدل کيږي چې ذکرشوى وړانګې دخپل لومړني مسيرڅخه کږيږي نوموړې ذرې دزيات سرعت اومعينې کتلې لرونکې دي پرته لدې چې کتوددکومې مادې جوړشويدې هغه ذرې چې دهغې څخه خارجيږي هميشه عين چارج اوکتله لري دالکترون چارج په طبعيت کې ترټولو کوچينې چار ج دى اوالکترون د انګليسي فيزيک پؤ(سرجوزوف تامسن)  لخواکشف شوچى دمنفي بريښنااساسي واحددى اونوموړي لاندې موډل داتوم لپاره پيشنهادکړ.
                                   شکل 




                                      ( شکل دکاتوديک وړانګودمطالعې شيما ).

د تامسن مود ل Tamson modal

      اتوم ديوې مثبتې چارج شوې کرې څخه متشکل دى چه الکترونونه په هغه کې په خاص ډول پراته دي نوموړي دغه مودل يوازې  درياضيکې محاسبوپه مرسته فورمول بندي کړ  چى شکل ئي په لا ندې ډول دى                              
    

دتامسن داتومي مودل شيما





      دالکترون کشف څخه وروسته په  1894 ع کال فرانسوي عالم بکرل دراديواکتيويتې حادثه کشف کړه چه داتوم دجوړښت په زده کړه که ئي مرسته وکړه نوموړې ځير شوچى يورانيم اود هغه مالګې نه ليدونکې وړانګې خپروي ذکرشوې وړانګې د عکاسې صفحه توروي اوهوا ايونايزکو ي وروسته ښکاره شوه چى يو شمير نور عناصر لکه پولينم ( )او راديوم ( ) هم راديواکتيويتي له ځانه ښئي په همدې ډول نور عناصر لکه تکنيتيم( ) اوپروميئم ( )  اوټول هغه عناصر چى په متناوب سيستم کې دسرب څخه وروسته قرار لري داډول فعاليعت له ځانه ښئي .

راد يواکتويتي Radioactivity

         په خپل سر دبې ثپاته ايزوتوپودهستې څخه دهستوي وړانګو شيندل کيدوته راديواکتيويتي وائي . يا په بل عبارت ديو اتوم دهستې خپل سري بدلون ته راديواکتيويتي Radio activity وائي چې دابتدائي ذرو  دخپرولو په نتيجه کې په بله هسته بدليږي . دغسې بدلون يوازې غيرمستقرې ياغيرثابتې هستې زغمي .ټولې راديواکتيف هستې ناپايداره دي دخپل په خپل تجزيه کيدوپه صورت کې په پايدار ه هستې باندې  بدليږي  راديو اکتيويتي دهنري بکرل Becquerel  چه فرانسوي فزيک پؤوو اوداکول په پوليتخنيک کي ئي تدريس کاوه    کال يا  1895 کال کى کشف کړه..په اوسنې وخت کې په عمده ډول درې ډوله راديو اکتيو يتي پيژندل شوي په لاندې  شکل کې په مقناطيسي ساحه کې دراديواکتيوتجزئي ذرې .
                                                                                      سربي بلاک

                    	                                                                                                 
    
            

 برقي اويامقناطيسي ساحې                                    راديواکتيف مواد
                                                                               Radio active source


دالفا وړانګې

          دهيليم       داتوم دهستې څخه عبارت دې .ددي وړانګو دخاريجيدوپه وخت کې هسته  دوه پروتونه اودوه نيوترون دلاسه ورکوي په پايي کې دهستې چارج ددوه واحدواوکتلوي عدد دځلوروواحدو په اندازه کميږي .
     هغه هسته چې دالفا وړانګو دخارجيدو په نتيجه کې منځ ته راځي په پر يوديک جدول کې په هغه عنصرپورو اړه لري چې دلومړي عنصر په مقايسه دجدول شروع ته دوه حجرې (خانې ) مخکې قرار لرې . دالفادذري چارج ( 2+) اوکتله يئ ( 4amu) ده .
                                                                                                        
                                                    

د بيټاوړانګه : ( )

         دالکترونو څخه عبارت ده دبيټا دوړانګې سرعت تقريبا درڼادوړانګو په اندازه دى چه دالفا دوړانګو  څخه لس کرته زيات دى داکوچنې ذري په ډيروموادوکې په اسانې نفوذ کوي چى دنفوذقابليت ئي دالفاد وړانګو په پرتله لس ځله زيات دى دبيټاوړانګه په برقي او مقناطيسي ساحو کى خپل مستقيم الخط مسير څخه انحراف کوي دبيټاوړانکى منځته راتلل دلاندى عمليو په اساس چى په هسته کى صورت نيسي 


     په همدې ډول دالکترون دخاريجيدو په اثردهستې چارج ديوواحد په اندازه زياتيږي او کتلوي  عدديي تغيرنکوي دهغه عنصرهسته چې د  وړانګو دخارجيدوپه وخت کې لاس ته راځي  دلومړني عنصرايزوبار دى په پيريوديک جدول کې يو خانه (حجره) وروسته 


    دلومړني عنصر په مقايسه دجدول اخر ته ځاي لري اوپه لاندې ډول ښودل کيږي دغه حادثه دطبعي اومصنوعي عناصرودواړولپاره دتطبيق وړدى                                                        
                                                                 
                                                                 
                                                    
                                                                                 

پوزيتروني تجزيه

         د  ذره يعنې پوزيترون   (  ) دالکترون په شان کتله او چارج لري مګر علامه ئي مثبت ده د پوزيتروني تجزئي په وخت کى لاندي عمليه صورت نيسې 


       دغه تجزيه يوازې د مصنوعي عناصرولپاره ليدل کيږې دپوزيتروني تجزئي په وخت کې دپروتونونو شميرپه هسته کې ديو واحد په اندازه کميږي او کتلوي عدد يي تغير نه کوي  لاسته راغلي هسته دلومړنې هستې ايزوبار بلل کيږي چې منځ ته راغلى عنصر دلومړنې عنصر په پرتله په پيريوديک جدول کې يوه خانه مخکې دجدول دشروع نه قرار لري .



دګاماوړانګه : .

        دګاماوړانګې الکترومقناطيسي وړانګې دي چه سرعت يي دنوردوړانګوسره يوشې دې ددې وړانګو نفوذد   او تروړانګو زيات دې داوړانګې چارج نلري نو ځکه په برقې او مقناطيسي ساحوکې له خپلى لارې نه انحراف نه کوي .

الکتروني جذب (غضب الکتروني )

        هستې ته دنژدې قشر يعني k    څخه دالکترون جذب دهستې په واسطه . لدې امله په هسته کې دپروتونونوشميرکميږي .

                                                                                 
        دهستې چارج ديو واحد په اندازه کميږي اوکتلوي عددتغير نکوي لاسته راغلې هسته په هغه اتوم پورى اړه لري چې دلومړني عنصر ايزوبار دي اوپه پريوديک جدول کې  دجدول دحجري يوه خانه دلومړني عنصر څخه وړاندې ځاي لري 
                                                                     
                                         



       دکتودي وړانګو اوراديو اکتيويتي ځيړنوپه پاي کې ښکاره شوه چې اتوم دپيچلې جوړښت لرونکې دې .

داتوم هستوي مودل (درادرفوردمودل ) Radar ford modal

    په کال 1911کې انګيسي فزيک پوورادرفورد داتوم دجوړښت دټاکلولپاره تجربې   ترسره کړې چې په لاندې ډول تشريح کيږې . 
   نوموړي دسروزرونازکه ورقه د 0.00004 قطرلرونکې د2000  الفا ذروپه مقابل کې کيښوده اوځيرشوچې دالفاذروعمده برخه دخپل مسسير دتغير پرته دفلزي ورقې څخه تيريږي يوازې دذکرشويوذرويوه کمه برخه يعنې 10-8  ذروځخه يوازې يوه ذره خپل مسير ته تغيرورکوي ځکه چې دالکترونو خپلې کتلې نشي کولاي دالفادذرومسيرته بدلون ورکړي اويا په نادرډول شاوخوا ته پرتاب کيږي ذکرشوي عالم لدې تجربې ځخه لاندې نتيجي ترلاسه کړې .
      داتوم ډيره کوچنې فضاهستې نيولي چې دمثبت چارج لرونکې ده او داتوم اساسي کتله په هغې کې  متمرکيزه ده رادرفورددمحاسبوله مخې وروسته دتجروبوپوسطه ثبوت کړه چې داتوم قطر         اودهستې قطر      ده بناپردې رادرفورددې نتيجي ته ورسيدچې اتوم له هستې اوالکترونوڅخه متشکل دې چې دهستې چارچاپيره ګرځې پدې ډول داتوم دجوړښت اساس هستوي يامنظوموي مودل چې درادرفوردپه نوم ياديږي پيشنهادشو چې شکل يي پلاندې ډول دى.









(  پورتنې شکل درادرفورد دتجربې دتغيرشيما  )      
       پدې هستوي مودل کې هسته داتوم په مرکزکې ځاي لري  اودمثبت چارج لرونکې دې الکترونونه دهستې چارچاپيره ګرځي ددې لپاره چې دغه سيستم ثابت وي لازمه ده چې دالکترون دجذب الکتروستاتيک قوه دهستې خواته بايد دمرکزځخه دفراردقوې سره مساوي وي .چې په الکترون باندي دحرکت په وخت کې عمل کوي په لومړي نظردغه سيستم ثابت معلوميږي پداسي حال کې چې دالکترون ديوې چارج لرونکې ذرې په توګه دحرکت په وخت کې مقناطيسي ساحه منځ ته راوړي اوانرژي دالکترومقناطيس موجونوپه شکل له ځانه منتشروي پدې ډول دهغوي دذخيروي انرژي ځخه کميږي دانرژي دکميدو په اثرددالکترون سرعت کميږي  پدي ډول داتوم دمرکزځخه دفراردقوه کوچنې کيږي دالکترون فاصله دهستې ځخه ورورو کميږي بالاخره الکترون دهستې له پاسه سقوط کوي . دغه سيستم داتوم   خپل شتوالې ته ځانته بڼه ورکوي لاکن داتراوسه هيځکله نده وقع شوې پدې اساس ليدل کيږي چې درادرفوردپيشنها دي سيستم غيرثابت دې اوديو لړنيمګړتياوولرونکئ دې همداډول دغه موډل داتومونوخطي طيف (  سپکتر )    نشي تشريح کولائ ددغه سپکترونوتشريح ديوبل مودل پواسطه چې دبورمودل په نوم ياديږي تشريح اوتوضيح کيږي .

دبورمودل ( دبورنظريه ) Boor modal

    نيلزبوريوډنمارکي فزيک پوه  وو په1913    کال کي ئي دهايدروجن  اتوم ترڅيړنې لاندې ونيو .دهغه دجوړښت دپوهيدولپاره ئي ذکرشوې عنصردتودوخې ترلوړې درجې پورې ګرم کړ.بورد اتوم دجوړښت په هکله دداسې نظرئي پيشنهادوکړ.
   الف   الکترون دهستې چارچاپيره په مستقرودايروي مدارونوکې حرکت کوي اوکله چې الکترون پدغسې مدارکې ګرځي نوپدغه وخت کې انرژي نه رانيسي اونه يي ازادوي يوازې هغه وخت جې الکترون له يو مدارځخه بل مدارته ټوپ وهي نوپدغه صورت کې انرژي رانيسي اويائي ازادوي .دبوراتومي مودل په لاندې دريوټکوکې خلاصه کولاې شو .

الف : الکترون داتوم دهستې په شاوخواديواختياري مداردپاسه حرکت نشي کولاي بلــــــکې دمعينودايروي مدارونو دپاسه حرکت کوي .دغه ټاکلې مدارونه دثابتويامجازي مدارونوپه نوم ياديږي . ب : هغه وخت چې الکترون دثابت مداردپاسه دحرکت په حال کې وي الکترومقناطيس انرژي نه تشعشع کوي دغه فرضيه داتومونوثبات راښې ځکه ددې فرضې په اساس الکترون دااختيارنلري چې په مسلسل ډول له ځانه انرژي وباسي . ج : په هغه صورت کې چې دالکترونوانتقال دټوپ په شکل ديومدار څخه بل مدارته ځي پدې صورت کې تشعشع منځ ته راځي .

    دبوراتومي مودل په لاندې شکل کې واضح شويدې .بوردمستقردايروي مدارپه هکله داسې واي .دمستقردايروي مداردوراني مومنتم د      ضرب     n    سره مساوي ده 
                                                                        
                                                                                                            
 دلته  h      دپلانک ثابت  (          p       (    6.6252    دوراني مومنت    او n    تام عدد دې  چې دالکترون دمداردکوانتې عددپه نوم ياديږي    m    ،  v     ، او r      په ترتيب سره دالکترون کتله ، سرعت اودمدارشعاع ښئ  د    n    قيمت تام عددلکه  1,2,3,4,5,6,7   دي اودهر مدا   ر لپاره فر ق کوي .








         کله چې الکترون هستې په نژدې لمړې مدار (  n =   1   )  کې حرکت کوي دداسې مدار شعاع ډيره کوچنې وي ولې دغه ډير ثابت وي خو کله چې اتوم دبهر څخه انرژي رانيسي ( جذبوي )  نوبياالکترون د  n  =  1    مدار څخه لوړ   (     >  1   n   )ي   مدار ته ټوپ وهي  په لوړ مدار کې الکترون زيات وخت نشي پاتې کيد اي هغه بيرته لمړې مدار ته ټوپ وهي اوهمغه مقدارجذب کړې انرژي دتشعشع پشکل بيرته آزادوي .دبور په اساس دايروي الکتروني مدارونه هر يوکوانتې دي يعنې هغوې يودبل څخه په معينه فاصله جدااود انرژې 
       اندازه ېې هم کوانتي يعنې انرژي ئي کټ مټ مشخصه ده اويودبل نه په معينه اندازه فرق لري پس کومه انرژي چې الکترون ئي ديو مدارڅخه بل مدار ته دټوپ وهلو په جريان کې جذب يا ازادوي دهغې مقدار هم کوانتي دې .
                                                                
  دلته E1    او  E2    	دالکترون انرژي په يو اختياري مدار (  ١ )  او  ( 2) کې h     دپلانک ثابت اوy    دجذب ياازادي شوي انرژې فريکونسې او hy    هغه مقدار انرژي ده چې د (1مدار څخه 	2   مدار ته دټوپ وهلوپه وخت کې الکترون اخيستې اوبياېي بيرته درڼا په شکل ازاده کړيده که څه هم بورديومدارڅخه بل مدار ته دټوپ وهلوميخانيکيت نه تشريح کوي ولې دکوانتي مدارونوپه مفهوم کې داتومې  سپکترمخطط شکل اودمستقرمدارونوپه مفهوم کې په عادي حال کې داتوم ثبات بيانوي اوډيره مهمه خبره داده چې هفه نظري محاسبې چى دبورداتومي مودل پراساس کيږي دتجروبي ارقاموسره ښه سرخوري بوردهايدروجن په اتوم کې د هغه دمثبتې هستې اومنفې الکترون ترمنځ دجذب دقوې په يام کې نيولوسره داتوم دجوړښت يوشميرمشخصات پيداکړل الکترون داسې يوه ذره په پام کې نيسوچې کتله ئي m    اوسرعت ئي v    دې  اودهستې چارچاپيره منظم دوراني حرکت کوي پدې شرايطوکې هغه دجذب المرکزقوه چې الکترون هستې ته راکاږې يعنې دهستې په لورعمل کوې عبارت دى .


مګر دجذب المرکزقوه چې الکترون هستې ته جذبوې دلته دمنفي الکترون ( (e اومثبتې



هستې ( ze) ترمنځ دالکترون ستاتيکي جذب قوې څخه عبارت ده .


يوثابت عدددې چې دخلاعايقيت ښئي

د3 او   4   معادلي څخه داسې ليکو .
       
                                                                              
                                                                                                                                                  
داولې څخه داسې ليکوچه  
                                                
                                                                                                 



  6  او5     معادلې نه داسې ليکو . 
                                                                     
      






چې دلته a0 دبورشعاع پنامه ياديږي چې دهغه عددي قيمت دې مثال - دهايدروجن په اتوم کې دالکترون د n= 1 دى پس د18 معادلى لمخى ليکو


يا داسې ليکو .




داتوم کوانتم ميخانيکي مود ل ( دشرودنګر معادله )

          په 1926    جرمني سانس پوه اروين شرودنګر داتوم دهستې چارچاپيره په درى کوارديناتو کې دالکترون حرکت دموج په څيرپه نظر کې ونيواودالکترون اساسې مشخصات لکه کتله (  m   )  ټوله انرژي (   E   )  پو تانشلي انرژي  ( EP   )  اوموجې تابع    ئي  سره  مرتبط کړل چې دغې معادلې ته دشرودنګر معادله وايي دشرودنګردمعادلې عمومي شکل دادى .


دلته x , y , z , داسې يو کميت دې چې دهستې چارچاپيره ( x, z, y, ) په درې واړوکوارديناتو کې دالکتروني موج امپلتود يعنې دهستې چارچاپيره دالکترونې وريځي پراخوالى اوشکل تعنيوې اودموجي تابع په نوم ياديږي چې دموجي تابع فزيکې مفهوم ډيرمشخص ندې دهغې مربع يعنې دهستې چارچاپيره په يوه نقطه کې دالکترون دموجوديت احتمال او د dv دحجم په هره نقطه کې دالکترون دموجوديت احتمال ښئ دالکترون دموجوديت احتمال دهستې دچارچاپيره فضاپه هره نقطه کې شته خوهغه ځاي کې چې هلته د قيمت ډير وي دالکترون دموجوديت احتمال هم هلته ډير وي داچې په يوه لحظه کې دالکترون دموجوديت احتمال دهستې چارچاپيره فضا کې شته پدې لحاظ دغه فضا ته الکتروني وريځ ويل کيږې اوپه ګڼونقطو سره ښودل کيږې . الکتروني وريځې ، الکتروني اربيتال اودبوردنظرئي په اساس الکتروني .مداريومفهوم ته اشاره ده اوخاصتاالکتروني اربيتال اوالکتروني مدارتقربيايومفهوم يعنې دهستې چارچاپيره هغه فضاښئ چې الکترون هلته


    ډيرګرځي . دکوانتم ميخانيک په مودل کې الکتروني وريځوشکل وشرودنګردمعادلې دحل يعنې دموجي تابع (     )   کميت څخه لاس ته راځي .

دشرودنګردمعادلې حل ډيرمشکل دى دشرودنګرمعادله کې بعضې کوانتي عدد لکه n , l, m چې په خپله معادله کې نشته ولې دمعادلې دحل لپاره په هغې شامليږي ددې کوانتې عددمفهوم لاندې تشريح کيږې . اتومي اربيتالونه

کوانتي عددونه .
 اربيتال کولار شودتاموعددونوپه مرسته چې دکوانتي عددونوپنوم ياديږي تشريح کړودغه عددونه دادي .

(1) اصلي کوانتې عدد n . (2) اربيتالي کوانتې عدد l . (3) مقناطيسي کوانتي عدد ml . (4) اوسپين کوانتي عدد s .

چې هريوبه په لاندې ډول تشريح شي .

اربيتال داربيتال تعريف :

     داتوم دهستې په شاوخواکښې دهغې فضا څخه عبارت دې چې په هغه کې دالکترون دموجوديت زيات احتمال وي اربيتالو نو ته مقناطيسې کوانتم عددونه هم وائي ارپيتالونه دفضاموقيعت ښئ .


په اربيتالونوکښې دالکترونودځاې په ځاې کيدو اصول

           په يو اتوم کې له دوه الکترونو څخه زيات نشي پيداکيداې چې ځلور واړه کوانتي عددونه يي يوشان وي په يوه اربيتال کې دوه الکترونونه هغه وخت ځايداي شي چې دهغوي سپينونه سره مخالف وي سپين  (  ) په علامې ښودل کيږي مخالف سپينونه  (    )  په علامې سره ښودل کيږې . 
دکوانتم تعريف .
     په 1900    کال کې يوجرمني فزيک پوه لخوانه داسې نظر ورکړ . 

هغه تشعشعي اترژي چې دبخارې دګرم شوې سيم څخه خپريږې کوم مسلسل جريان ندې بلکې دقطع شوې ذراتو په شکل وي چې هغي دکوانتا په نوم ياديږې . دکوانتم انرژي :

  هغه اترژي ده چې ديواربيتال څخه دالکترون دخاريجيدوياجذبيدو په وخت کې جذبيږي او ياخارجيږي  ديو کوانتم انرژي په نوم ياديږې .

دکوانتم اتوم ميخانيکي مودل : دالکترون دموجوديت احتمال دهستې چارچاپيره فضا په هره نقطه پدې لحاظ دغه فضا ته الکترونې وريځې يااربيتال ويل کيږې اودکوانتي اعدادومفهوم لاندې تشريح کيږې .





الف : اساسي کوانتي عدد Principal quantum number) )

        داکوانتي عدددهستې چارچاپيره په يو انرژيکې سويه ( الکتروني قشر )  کې دالکترون ټوله انرژي اوهم دهستې چارچاپيره دالکترونې وريځې پراختيايعنې دهستې اوالکترون تر منځ اعظمي فاصله ښئ  داکوانتې عددتام اومثبت قيمتونه (  1,2,3,4,5,6,   )  اخستلاي شې په اتوم کې دالکتروني سويولپاره ( دالکتروني قشرونو )  لپاره چې د n    دمختلفوقيمتونوسره مطابقت کوي انرژيکې سويه دتوروپواسطه هم افاده کيږې .

ب : اصلي کوانتي عدد n  :

      لکه پلاندي ډول  (   1,2,3,4,5,6,7       )   اوهم دالکتروني سويوحروفي افاده .

K, L, M , N , O , P , Q ) ) دهايدروجن په اتوم کې دمختلفوانرژيکې سويودانرژې دمحاسبې لپاره دلاندې فورمول څخه ګټه اخلو.


                                                 يا                               
    پدې ځاي کې m     دالکترون کتله  e     دهغې چارج   -h     دپلانک ثابت او  n     اصلې کوانتي عدد دى .  

پلاندې شکل کې دهايدروجن په اتوم کې دانرژيکې سويي دياګرام .







    	n-1

( پورتننې شکل دهايروجن په اتوم کې دانرژيکې سوي دياګرام ) فرعي کوانتمي عدد ياازيموتال کوانتي عدد :

         داکوانتي عدددالکتروني اربيتال شــــــــکل ښئ  اودا قيمتونه اخيســــــــــتلاي شي        ….n -1     0,1,2,3,4,5,6   l=   په لاندې شکلونو کې دالکتروني اربيتالومختلف شکلونه ښودل شويدي .


                      P                L  = 1                                                              ( s   )        = 0  L  
                              
                                                                                                            
       



                                                                                                 d                   L  = 2      	                                                                                                                                                   
       الکتروني اربيتال کروي شکل لري اودs     په سمبول سره ښودل کيږي   که L= 1    وي اربيتال ددنبل شکل لري اودp    په سمبول ښودل کيږي    که L  =  2      وي اربيتال دڅلور پاڼي شکل لري اودd    په سمبول  سره ښودل کيږې که  L  =  3   وي اربيتال مغلق شکل لري اود f     په سمبول ښودل کيږي که  L  =  4     وي اربيتال د  g   دپه سمبول ښول کيږي  که L  = 5    اربيتال د  h   په سمبول ښول کيږي د  g   او   f   اربيتالوشکلونه ډيرمغلق دې په لاندې شکلونو کې ددهستې چاپيره فضاکې د   s  p, d ,   اربيتالوممکن حالات يعنې دهرډول اربيتال ممکن شکلونه ښودل شويدې  .
                                                                                                   











+




پورتنې شکل دs,,p, d  ,     اربيتالوشکل دې .
    په اعظمي قيمت که      L   =  n -1 =0  دي که L=o     وي يعنې په لومړي کوانتي سويه کې يواځې دs   اربيتال وجودلري په دوهمه انرژيکې سويه کې   n=  3   کې  l =
o,1,2   کيدائي شي نودلته د s,p ,d     اربيتالونه وجودلري .

مقناطيسي کوانتي عدد( m) . The magnetic quantum number

        داکوانتي عدددالکترون مقناطيسي خواص تشريح کوي اوهم دهستې چارچاپيره فضاکې دهرالکتروني اربيتال ممکن جهتونه يعنې په هره انرژيکي سويه کې دهرنوع اربيتال تعداد ښئ مقناطيسي کو انتي عدد   m   لاندې قيمتونه  اخستلاي شي      m = 0,  _+1, _+2 . په هره عمومي انرژيکې سويه   n )  ) کې دهرډول اربيتالوتعدادپه لاندې جدول کې ښودل شويدې .



  دلوړلربيتال تعداد   دلوړاربيتال سمبول    لوړاربيتال   دفرعي  اربيتالوسمبولونه         فرعي اربيتالونه   عمومي انرژيکې سويه
                                                                               
  M=2l+1                                     s            L=n-1                   l=0,1-n-1           s               
                           1                     p                 0                              sp                    0                	 
          2                             d              1                               spd                 0,1                        
                3                     f                 2                            spdf               o,1,2,	

4 3 0,1,2,3,


   دپورتنې شکل څخه معلوميږي چې په هره عمومي انرژيکي سويه کې داربيتالو دنوعيت تعداددهغه انرژيکي سوئي دنمبرسره مساوي دى يعنې په n= 1   عمومي سويه کې يوډول اربيټال   (  s)   په  n= 2   سويه کې دوه ډوله اربيټالونه  s ,p    په  n  =  3   کې درى ډوله اربيټالونه  spd  وجودلري داچې په هره عمومي سويه کې دs  اربيټالوتعداد1 , د p  اربيټالوتعداد3    د d   اربيټالو 5    اودf  اربيټالوتعداد   7  دى نوپه لومړي عمومي انرژيکي سويه    n= 1  کې داربيتالوعمومي تعداد 1  په   n= 2  کې داربيتالوعمومي تعداد   1+3=4  په  n= 3   کې داربيتالوعمومي تعداد  1+3+5 =9   په ځلور n= 4  کې داربيتالوعمومي تعداد 1+3+5+7 =  16    دى اوداچې په هر اېبيتال کې يواځې دوه الکترونونه چې مخالف سپينونه ولري ځاى کيداى شي نوپه  1  n=   کې د الکترونو اعظمي تعدا  د    1=2     2  په n= 2   کې الکترونو تعداد   4 =8   2  په n=3   کې دالکترونواعظمي تعداد  9= 18   2   اوپه n= 4   کې دالکترونواعظمي تعداد.
16= 32   2  دى پدې حساب په يوه عمومي  انرژيکې سويه کې دالکترونوعمومي تعداد  w   دلاندى فورمول په مرسته حساب کيداًئ شي   n        w= 2  دلته w   دالکترونوتعداداوn   دعمومي انرژيکې سوئي نمبرښئ .

سپين کوانتي عدد

   په خپل محور ديوشي څرخيدل دسپين په نامه ياديږي لکه دچورلنډسکي حرکت ، دځمکې وضعي حرکت ، اوداسې نور په خيل محوردالکترون څرخيدوته دهغه سپين کوانتي عد دوايې الکترون کيداي شي دساعت دعقربې حرکت په لور اويادهغې په لور اويادهغې په مخالف لور پرخپل محور وچورلي که دالکترون حرکت دعقربې دحرکت په لور 
 ممکن دې نودعقربې  دحرکت په مخالف لورهم دالکترون چورليدل   امکان لري . سپين کوانتي عددکولاي شوپه ساده ډول دالکترون حرکت دخپل وضعې محورپه اطرافوباندې تصور کړودغه عددد m3  دحرف پواسطه ښودل کيږي ياغالبادs  دتوري پواسطه هم افاده کيږې اولاندې قيمتونه اخلي  او   . 
Gould ischemic   Unlenbeck
   پيشنهادکوي چې يوالکترون کولاي شي په خپل محوروګرځې . لکه څنګه چې هغه دهستې پرشاوخواراګرځي لکه دځمکې کره چې په خپل محورباندې دلمرپرشاوخواراګرځي لکه پلاندې شکل کې .  


                                          ( پورتنې شکل دالکترون سپين ښئ )


پدې ډول ځلورکوانتې عددونه n , m, l , s په تام ډول په اتوم کې دالکترون حالت تعينوي . دنايتروجن اتوم په الکتروني فورمول يوڅه مفصل بحث کوو .

     (3 P )   P  په 	فرعي سويه کې درې خارجي الکترونونه ځاي لري ددې لپاره چې پووشو چې په کومه طريقه دغه الکترونونه د2p   په اربيتالونوکې يويو الکترون په هر   p  اربيتال کې px,pz,py   يادوه الکترونوپه يواربيتال کې ځاي نيسې خلاصه چې پوو شوداربيتالونوډکيدل دمعينو قاعدوالکترونولومړې خالې اربيتالونودکمې انرژې سره ډکوي اوهمدارنګه دهونددقانون قاعدې مطابق صورت نيسې دنايتروجن لپاره دانرژې له مخې دp   ددريوالکترونونولپاره دp  سويه دريواربيتالو نوکې ترټولومناسب ويش داسې دى      ځکه  چې دغه الکترونونه ديوډول سپين لرونکي 
دي يا په بل عبارت سپينونه يي په يووخت کې سره مواز ې دي چې يوبل ته نژدې نشې 

راتلاي چې داددوې متقابله دفع کوې دنايتروجن په اتوم کې الکترونوداسې موقعيت دهوند hand rules دقاعدې يوخصوصي حالت دى چې په لاندي ډول فورمول بندي کيږي په يو معينه انرژيکې سويه کې بايد دالکترون دسپين کوانتې عددمجموعه اعظمي وي ياپه نوروالفاظو سره ديومعينې فرعي سويي اربيتالونه هريولومړي ديويوالکترون پواسط اوبياددوهم الکترون پواسط ډکيږي الکترونونه دمختلف الجهت سپينونوسره په عين اربيتال کې جوړه کيږي اودوه الکتروني وريځ چې مجموعه ئي صفروي جوړه وي . دهوندقاعده دپاولي پرنسيپ بشپړوي دوه يازيات شميرالکترونه لومړې اربيتالونه په طاق ډول اشغالوي ځکه چې دوې يوډول چارج لري لدې امله کوشش کوې چې مخالف اربيتالونه اشغال کړې اوله بل پلوه ددوې لپاره چې ددفع قوې کمې شي دالکتروني فورمولونو نيمګړتياداده چې پدي حالت کې يوازې کوانتي عدددوه يعنې m ,l کارول کيږي په


   اتومونوکي دالکترونوحالت تربشپړ انرژيکي حجروميتودپوسطه افاده کيږې چې دځلورو کوانتې عددونوڅخه استفاده کيږي دلومړي ،دوهم ، دريم ، پيريودونو دعناصروداتومونوجوړښت کولاي شوپه لاندي ډول افاده کړو











دريم ګروپ ددغه پيريود دټولو عناصرو ددرې P فرعې سويه ډکيږي چې دالمونيم څخه شروع کيږي


                  6 Cl  =  3p5                    si =  np2         ,    p=  np3   Ne  =  2s2 2p  
                                  

Ar = 3s2 3p6 Al = ns2 np1




اودهراتوم لپاره اراۀ شويدې .

   الکتروني فورمولونه اوالکتروني جوړښتونه دهغوې دغيرتحريک شوې حالت سره مطابقت لري پدې صورت کې داتوم حالت داصغر ي انرژې لرونکي دى نوټول دزيات انرژې لرونکې دي نظر دانرژې اساسي حالت ته . داحالت داتوم دتحريک شوې حالت په نوم 


  ياديږي دنورمال ياعادي حالت څخه داتوم تبديل  تحريک شوي حالت ته لازمه ده چې هغې ته يوه اندازه انرژي يادتحريک انرژي ورکړل شي .
  داتوم په تحريک شوي حالت کې ديوې فرعي سوي څخه بلې سوي ته دهمدې سوې په انتروال کې دالکترون انتقال صورت نيسي دغه عمليه په خپل وارسوه دهمدي سوې په انتروال کې دخالي فرعي انرژيکې سويودشتوالي په صورت کې ممکنه ده لاندي مثالونه داتومونودانتقال دنورمال حالت څخه غيرنارمل شوې حالت ته واضح کوي . 

شکل .




                 تحريک شوې حالت Excited state                             اونورمال حالت  Carmel state      
     دهايدروجن  اتوم په الکتروني سويه کې يوالکترون يعنې  s )  )   الکترون لري  دهيليم اتوم يوالکترون زيات لري يعنې 1s2  چې په عينې اترژيکې حجره کې قرارلري دغه دواړه الکترونونه مخالف جهت په سپينونه لري لومړې پيريود دوه عناصر لري چې په خنثى غازختميږي .
     ددوهم پيريودعناصربايددوه انرژيکې سوي ولري ( دپيريودونودسويوشميرافاده کوي .

دوهم پيريود دالقلي فلزيعنې ليتيم څخه شروع کيږي دليتيم اتوم په لومړې سويه کې دوه الکترونونه لري دريم الکترون يي بايدددوهمي انرژيکي سوي ډکيدل شروع کړې لدې امله هغه ددوهمي سوې د s په نيمه سويه کې ځاي نيسې .

             Li =  1s2 2s1     ليتيم په دوهمه کوانتي سوېه کې دپاولي دپرنسيپ په مطابق په اعظمي ډول اته الکترونونه ځاې لري دلته دs   دنيمي سوي ترڅنګ دp  نيمه سويه  هم ممکنه ده ځکه چې ددوهمې سوي  اعظمې ظرفيت اته الکترونونه دې ددوهم پيريودداتومونوالکتروني سويه ديو څخه تراته  الکترونونو پورې ډکيږي په حقيقت کې دبريليم ددوهمې سوئې د  s   په نيمه سويه کې دوه الکترونونه وجودلري . 
     دبور څخه دp   نيمه سويه ډکيدل شروع کيږي د  B   دp1  څخه ترNe   p6   پورې پدې ډول دوهم پيريودپه داسې عنصر سره ختميږي چې دهغې په خاريجي سويه کې اته الکترنونه   2s2 2p6   وجودلري دوهم پيريوداته عناصر لري دوهم پيريود دسوديم څخه شروع دهستې چارج ئي 11   دىدهغه الکتروني قشر د 11  الکترونولرونکې دې چې په دريوانرژيکې سويوويشل کيږي دهغوله جملې څخه دوه يي په لومړې سويه ( دهيليم په شان ) او   8  يي په دوهمه سويه ( لکه دنيون ) کې قرارلرې وروستې يوولسم الکترون يي نوې سويه شروع کوي يعنې نوې پيريودپيل  کيږي دغه الکترون ددريمې سويي د  s   نيمه حجره ډکوي دمګنيزيم 

ددريمې سويي د s نيمې سويي حجره کې دوه الکترونونه وجودلري په دريمه سويه کې د 8 الکترونوامکان شته بايدپه نطرکې ولروددريمې سويي لپاره د s او دp نيموسويوبرسيره د d نيمه سويه هم ممکن دى دبلې خواڅنګه چې ددي پيريوددعناصرولپاره دريمه انرژيکې سويه دخارجي سويي څخه عبارت ده دپاولي دقاعدې دمحدوديت له مخي د 8 الکترونوڅخه زيات الکترونونه ممکن دې څنګه چي دهستې دچارج په زياتيدو سره دسوديم څخه ترارګون پورې دالکترونوشمير په خارجي سويه کې د 1 څخه تر 8 پورې زياتيږي دالمونيم اودريم پيريودټول عناصرد 3s دوه الکترونونه




   لري له دې امله د 3p  نيمه سويي ډکيدل صورت نيسي .
                4 AL = 3S2 3P1   .    SI = 3s2  3p2    .  p = 3s2 3p4   . S = 3s2 3p  
                    Cl  = 3s2  3p5     .    Ar  = 3s2  3p6                
    ټول  8  عناصردسوديم   1s2 2s2 2p6  3s1    څخه ترارګون    1s2 2s2 2p6 3s2 3p6   پورې اړونده الکتروني فورمولونه ترلاسه کوي .

پدې ډول دريم پيريودبشپړيږي خودريمه انرژيکې سويه په اعظمي ډول نه ډکيږي ځکه چې دلته د s او p نيموسويوبرسيره د d فرعي سويه هم ممکنه ده په همدې ډول ددوراني جدول ټول عناصرکولاي شوپه همدې ډول په انرژيکې سويو وويشو .

                                                             ومن الله توفيق 
                                            1388/12 /14   چهارشنبې ورځ  






پايله

       ټول کيمياوي مواد داتوم په نوم دکوچنيوذروڅخه جوړشويدي اوديوعنصرټول اتومونه دکيمياله نقطې نظره کاملا يوبل ته ورته دي اودساده کيمياوي عملياتو په ترڅ کې اتومونه په ساده وړوذرو نه ويشل کيږي  اوداتوم په باره کې پخوانيوعلماوونظردرلودچې اتوم ديوې ډيرې کوچنې ،کلکې ،اونه ويجاړيدونکې کرې په شان وو.اوپخوانيوفيلسوفانوداسې ويل چې اتوم دتجزيي وړندې .خووروسته جاندالتون لومړنې سړې ووچې کيمياوي تعامل يي په لاس راوړ اودعنصراساس يي کيښودعنصرداتومواتحاددې نواتوم دعنصرکوچنې ذره ده چې داتوم کلمه ددوتورونه جوړه شويده چې  A  دنفې په معنى ده او Tom  دتجزيي معنى ورکوي نوداتوم معنى ده نه تجزيه کيدونکې .خووروسته په اثبات ورسيده چې اتوم دتجزيي وړدې البته په  19   پيړې کې دانظريه بدله شوه .نودالکترون کشف لومړې پديده وه چې داتوم دساختمان په باره کې يونوې موقعيت مينځ ته راوړ.لومړې سړې چې داتوم دجوړښت په اړه يي فکروکړاويوماډل يي جوړکړتامسن Tamson نوميده .بالاخرهمدغه موډل دتامسن دموډل په نوم ياشو.وروسته له هغې په  1986  کال کې دايوګني ګولدپواسته پروتون کشف شو.همدارنګه دنيوترون کشف، دهستې کشف  ،اوداتوم ويشل کيدل په دوه سوه نوروذروباندې يعنې د اتوم دهستوي ذراتوکشف داټول داتوم په باره کې کشفيات وو.
      همدارنګه دراديواکتيويتي پديدي کشف . اوراديواکتيف موادوپيژندل شول اودراديواکتيف موادونه مصنوعي عناصرکشف شول اودالفا ،بيټا،ګاما،اوداکس x وړانګې کشف شوې چې په طبابت کې زيات رول لري اوهمدارنګه داتومونولپاره اربيټالونه کشف شول اوپه اربيټالوکې دالکترونوځاي په ځاي کيدل تشريح شول اوپه يواتوم کې دالکترون دموقعيت دپيژندلولپاره لاندې کوانتم عددونه ضروردي .

1 اصلي کوانتم عدد 2 مداري کوانتم عدديافرعي کوانتم عدد 3 مقناطيسي کوانتي عدد 4 اوسپين کوانتي عدد اودسوديم اتوم تشريح شو اوهمدارنګه نورمال اوغيرنورمال اتومونه واضح شول . اخڅليکونه 1– ( تڼيوال ) پوهاندعارف الله (غيري عضوي کيميا)کابل پوهنتون سانس پوهنځې . 1383 ه ، ش . 2 __ (حکيمي ) پوهاندمحمدصديق ( غيرعضوي کيميا ) کابل پولتخنيک پوهنتون . 1380 ه ،ش . 3 _ ( ماموند ) پوهاندخيرمحمد( عمومي کيميادرسي کتاب ) دافغانستان دکلتوري

ودې  ټولنه جرمني 1381    ه ، ش 2002    م 

4 _ ( مندوزې ) پوهاندديپلوم انجينر عارف الله (عمومي کيميا دوهم چاپ) دننګرهار پوهنتون دانجينرې پوهنځې 1383 ه ،ش . 5 _ (ياوري ) عيسې ( شيمي عمومي چاپ ايران جلداول 1381 ه ،ش . 6 _ (جويا ) محمديوسف ( غيرعضوي کيميا) کابل پوهنتون سانس پوهنځې 1388 ه ،ش . 8_ Ray monde A. serway , jeerys .foughn callege physics1992 printed in the united state af amireca 9 _ Irving Kaplan .nuclear physics second edition -2004 A.A department af nuclear engineering massachusslls .institute

af technology.                                                                                          

10_Ray mond A . serway , physics for sclentists and engineers with modern physics , second edition 1933 . jemes madisan univasity.



.









                                                                           دمطالبولړليک 
          ګڼه      عنوان                                                                                                                                    مخ

1-سريزه - 1 - 2-داتوم تاريخ - 3 - 3-د اتوم جوړښت - 6 - 4-داتوم فرعي ذرې - 9 - 5-د پروتون کشف - 13 - 6-دنيوترون کشف - 14 - 7-دا توم هستوي ذرات - 15 - 8-د هستې کشف - 17 - 9-داتوم د جوړښت د پيچلتيا تجربوي ثبوت - 20 - 10-د تامسن مود ل - 21 - 11-راد يواکتويتي - 22 - 12-دالفا وړانګې - 23 - 13-د بيټاوړانګه - 23 - 14-پوزيتروني تجزيه - 24 - 15-دګاماوړانګه - 25 - 16-الکتروني جذب (غضب الکتروني ) - 25 - 17-داتوم هستوي مودل (درادرفوردمودل ) - 26 - 18-دبورمودل ( دبورنظريه ) - 28 - 19-داتوم کوانتم ميخانيکي مود ل ( دشرودنګر معادله ) - 33 - 20-اتومي اربيتالونه - 34 - 21-په اربيتالونوکښې دالکترونودځاې په ځاې کيدو اصول - 35 - 22-فرعي کوانتمي عدد - 37 - 23-مقناطيسي کوانتي عدد - 39 - 24-سپين کوانتي عدد - 41 - 25-دنايتروجن اتوم - 42 - 26-پايله - 48 - 27-اخڅليکونه - 49 -

دپيل خبرې

        لکه څرنګه چې دلوړوزده کړوقانون حکم کوي چې هر محصل دتحصيل دوخت دسرته رسولو، په بريالي ډول دازموينې دورکولوڅخه وروسته دلسانس اوديپلوم دترلاسه کولوپه منظورچې دمربوطه ديپارتمنت لخوانه ورته دنده سپارل کيږي اودخپل ديپلوم څخه ددفاع په خاطرداړونده ديپارتمنت څخه يوموضوع انتخابوي اودهغې څخه ددفاع په خاطر سيمناروړاندې کوې نودهمدې موخې دترسره کولوپه خاطرماهم دننګرهارپوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځې دکيميااوبيالوژي دديپارتمنت څخه (داتوم جوړښت ) ترسرليک لاندې موضوع دسيمنارلپاره واخسته همدارنګه دسيمنارلارښـوداستادمې پوهنيارمعصوم خان (قيومي )وټاکه .
     نودلارښوداستاددلارښونې سره سم مې ددې سيمنارمطالب دمعتبروداخلي اوخارجي کتابونوڅخه راټول کړيدي اواستاد ته مې داصلاح لپاره وړاندې کړېدي داصلاح اوتائيد څخه وروسته مې چاپ ته ورکړيدي . نوپه آخرکې دکيميااوبيولوژي دديپارتمنت دټولواستادانوخصوصادخپل لارښوداستادپوهنيارمعصوم خان (قيومي ) څخه مننه کوم چې ماسره ېې پدې څلورکلنه دوره کې اودمونوګراف په ترتيبولوکې هراړخيزه مرسته کړيده دلوې خداې ج څخه درته دلوې اوجميل اجرغوښتونکې يم .
                                                                                                      په درنښت
                                                                                                  هدايت الله (خرم دل ) وردګ

اېټم شکل

په دې نړۍ کې چي څومره څيزونه دي دا ټول د کيمياوي توکو نه جوړ دي او بيا هره کيماوي توکه د ايټمونو نه جوړه ده۔د ايټم پر منځ کې نيوکلس (منځي) يي نوکلس کې صرف پروټون او نيوټرون وي ۔ اليکټرون د نيوکلس نه تېرچاپېره تاوېگي۔ياد لرئ چې په يو اېټم کې چي څومره د اليکټرانونو شمېر يي هغومره د نيوټرون يي۔ يو اېټم چې اليکټرون بل ته ورکي نو په ورکونکي اېټم به جمع نښان (+) راشي او چي کوم اېټم اليکټرون ترلاسه کړي پر هغه به منفي (-) نښان راشي۔