کيمياوي توکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د عناصرو جدول یا دورانی جدول

کيمياوي توکی يا عنصر يوه ځانگړې کيميايي ماده ده چې يو ډول اتوم لری او د یو اتومی نمبر په اساس یو دبل سره پیژندل کیږی.‌ اتومی نمبر د پروتون د تعدادو څخه عبارت دی چی په هسته کی موقعیت لری.

د عنصر ښه مثالونه عبارت دی له کاربون ،‌ آکسیجن ، المونیم ،‌ وسپنه ،‌ تامبه ،‌ سره زر ،‌ سپينوب او داسی نور.

پیژندنه

د ټولو عناصرو د ډلی څخه هایډروجن او هیلیم سپک ترین عنصرونه بلل کیږی. داسی ویل کیږی چی دواړه د بیگ بانگ د هستیوی تشکیل په وخت په اولی ۲۰ دقیقو کی منځ ته راغلی دی. البته د ۳ او ۱ په نسبت سره پیدا شوی دی. چی تقریبا د ۱۲ او ۱ اتومی په نسبت سره هم هغه ښودلی شو.

د ۹۸ عناصرو د ډلی څخه ټول هغه عنصرونه چی د ۱ څخه تر ۴۰ پوری اتومونه لری، ثابت بلل شوی دی. د ۴۱ څخه تر ۸۲ پوری اتوم لرونکی عناصر د ظاهری ثابتو په نامه یاد شوی دی البته تیکنیتیم او پرومیتیم پدی ډله کی نه راځی.

اتومی نمبر

اتومی نمبر د یو عنصر د هغه د پروتونونو د تعداد سره مساوی دی. د بیلگی په ډول کاربن ۶ اتومونه په خپله هسته کی لری نو دهغه اتومی نمبر ۶ دی.

آيسوټوپ

که چیری د یو عنصر یو اتوم مساوی د پروتونونو تعداد ولری او مختلف د نیوترونونو تعداد ولری نو هغه ته ایزوتوپ وایی. د ۶۶ څخه تر ۹۴ پوری عناصر په معمولی ډول سره یو ثابت ایزوتوپ لری. ځینی یی ډیر ایزوتوپونه لری لکه کاربن چی دری ایزوتوپونه لری. ټول کاربونونه ۶ پروتونونه لری مگر د نیوترونو شمیر یی ۶ ، ۷ او ۸ دی.

الوتروپ

ځینی وخت د یو خالص عنصر رابطی کیدای شی په مختلفو طریقی سره وصلی شوی وی او ددی له امله یو عنصر په څو شکلونو سره د پیدا کیدو وړ گرځوی چی دی حالت ته الوتروپ وایی چی پدی صورت کی یو عنصر وی مگر بیلا بیل مشخصات لری. د بیلگی په ډول کاربن کیدای شی د الماس په شکل سره پیدا شی چی تترا هیدرال ساختمان لری ،‌ گرافیت چی هم کاربن دی شپږ ضلعی طبقو څخه جوړ شوی دی.

د عنصر مشخصات

عناصر مختلف مشخصات لری مگر په خاصه توگه ویلی شو چی فزیکی او کیمیاوی مشخصات یی هر وخت تر بحث لاندی نیول کیږی.‌ اوله مشخصه یی د هغه فزیکی حالت دی. ځینی عناصر فلزی خواص لری. ځینی نور یی غیر فلزی دی. ځینی یی القلی ،‌ هلوجنی ، لنتانایدی ، گاز ، نجیبه گاز ،‌اکتاناید او داسی نور مشخصات لری.

عناصر د حالت له اړخه دری مشخص حالتونه لری.

  1. جامد
  2. گاز
  3. مایع

عناصر د ایشیدو او ویلی خاصیت هم لری. چی دواړه حالتونه په سانتی گراد سره ښودل کیږی چی په یو معین او مشخص فشار لاندی صورت نیسی.

عناصر مختلف کثافتونه لری. دا کثافت هم په یو معین فشار او حرارت کی ثابت وی او دهغه په تغیر کی تغیر مومی.‌ کثافت د گرام پر سانتی متر مکعب یا g/cm3 ښودل کیږی.‌

عناصر مختلف د کریستال ساختمانونه لری. دا ساختمانونه کیدای شی چی مکعبی ، شپږ ضلعی ، اته ضلعی او داسی نور وی.

د عنصر نوم ایښودنه او نښی

د عنصر منبع

تاریخچه

د ۱۱۸ عنصرونو لړلیک

د عنصرونو لړلیک
اټومي شمېره نوم نښه گروپ کرښه یا پیریود بلاک یا عمودی ستون
د پیدا کیدو جوله
د پیدایښت کچه څرگندونې
1 هايډروجن H 1 1 s گاز Primordial غیر فلزی
2 هېليوم He 18 1 s گاز Primordial نجیبه گاز
3 ليتيوم Li 1 2 s جامد Primordial القلی فلز
4 بيرېليوم Be 2 2 s جامد Primordial القلی خاورین فلز
5 بورون B 13 2 p جامد Primordial فلزloid
6 کاربون C 14 2 p جامد Primordial غیر فلزی
7 نايتروجن N 15 2 p گاز Primordial غیر فلزی
8 آکسيجن O 16 2 p گاز Primordial غیر فلزی
9 فلورين F 17 2 p گاز Primordial هلوجن
10 نيون Ne 18 2 p گاز Primordial نجیبه گاز
11 سوډيوم Na 1 3 s جامد Primordial القلی فلز
12 مگنېزيوم Mg 2 3 s جامد Primordial القلی خاورین فلز
13 الومېنيوم Al 13 3 p جامد Primordial فلز
14 سېلېکان Si 14 3 p جامد Primordial فلز آیود
15 فاسفورس P 15 3 p جامد Primordial غیر فلزی
16 گوگړ S 16 3 p جامد Primordial غیر فلزی
17 کلورين Cl 17 3 p گاز Primordial هلوجن
18 آرگون Ar 18 3 p گاز Primordial نجیبه گاز
19 پوتاشيوم K 1 4 s جامد Primordial القلی فلز
20 کلسيوم Ca 2 4 s جامد Primordial القلی خاورین فلز
21 سکېنډيوم Sc 3 4 d جامد Primordial موقتی فلز
22 تېتانيوم Ti 4 4 d جامد Primordial موقتی فلز
23 وانېديوم V 5 4 d جامد Primordial موقتی فلز
24 کروميم Cr 6 4 d جامد Primordial موقتی فلز
25 منگنيز Mn 7 4 d جامد Primordial موقتی فلز
26 وسپنه Fe 8 4 d جامد Primordial موقتی فلز
27 کوبالټ Co 9 4 d جامد Primordial موقتی فلز
28 نېکل Ni 10 4 d جامد Primordial موقتی فلز
29 تامبه Cu 11 4 d جامد Primordial موقتی فلز
30 زنک Zn 12 4 d جامد Primordial موقتی فلز
31 گاليوم Ga 13 4 p جامد Primordial فلز
32 جرمانيوم Ge 14 4 p جامد Primordial فلزloid
33 آرسېنېک As 15 4 p جامد Primordial فلزloid
34 سېلېنيوم Se 16 4 p جامد Primordial غیر فلزی
35 برومين Br 17 4 p مایع Primordial هلوجن
36 کرېپټون Kr 18 4 p گاز Primordial نجیبه گاز
37 روبيډيوم Rb 1 5 s جامد Primordial القلی فلز
38 سټرونټيوم Sr 2 5 s جامد Primordial القلی خاورین فلز
39 ايتريوم Y 3 5 d جامد Primordial موقتی فلز
40 زرکونيوم Zr 4 5 d جامد Primordial موقتی فلز
41 نايوبيوم Nb 5 5 d جامد Primordial موقتی فلز
42 موليبډينوم Mo 6 5 d جامد Primordial موقتی فلز
43 ټېکنېټيوم Tc 7 5 d جامد Transient موقتی فلز
44 روتېنيوم Ru 8 5 d جامد Primordial موقتی فلز
45 روديوم Rh 9 5 d جامد Primordial موقتی فلز
46 پلاديوم Pd 10 5 d جامد Primordial موقتی فلز
47 سپينزر Ag 11 5 d جامد Primordial موقتی فلز
48 کادميوم Cd 12 5 d جامد Primordial موقتی فلز
49 انډيوم In 13 5 p جامد Primordial فلز
50 ټېن Sn 14 5 p جامد Primordial فلز
51 انټيموني Sb 15 5 p جامد Primordial فلزloid
52 تېلوريوم Te 16 5 p جامد Primordial فلزloid
53 آيوډين I 17 5 p جامد Primordial هلوجن
54 زېنون Xe 18 5 p گاز Primordial نجیبه گاز
55 سېزيوم Cs 1 6 s جامد Primordial القلی فلز
56 بېريوم Ba 2 6 s جامد Primordial القلی خاورین فلز
57 لانتېنيوم La 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
58 سېريوم Ce 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
59 پراسيوديموميم Pr 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
60 نيوديموميم Nd 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
61 پروميتيوم Pm 3 6 f جامد Transient لنتاناید
62 ساماريوم Sm 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
63 يوروپيوم Eu 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
64 گاډولينيوم Gd 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
65 تېربيوم Tb 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
66 ډيسپروسيوم Dy 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
67 هولميوم Ho 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
68 اېربيوم Er 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
69 توليوم Tm 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
70 ايتربيوم Yb 3 6 f جامد Primordial لنتاناید
71 لوتيتيوم Lu 3 6 d جامد Primordial لنتاناید
72 هافنيوم Hf 4 6 d جامد Primordial موقتی فلز
73 تانتاليوم Ta 5 6 d جامد Primordial موقتی فلز
74 ټونگسټن W 6 6 d جامد Primordial موقتی فلز
75 رېنيوم Re 7 6 d جامد Primordial موقتی فلز
76 اوسميوم Os 8 6 d جامد Primordial موقتی فلز
77 ارېډيوم Ir 9 6 d جامد Primordial موقتی فلز
78 پلاټينيوم Pt 10 6 d جامد Primordial موقتی فلز
79 سره زر Au 11 6 d جامد Primordial موقتی فلز
80 پاره Hg 12 6 d مایع Primordial موقتی فلز
81 تاليوم Tl 13 6 p جامد Primordial فلز
82 لېډ Pb 14 6 p جامد Primordial فلز
83 بېسموت Bi 15 6 p جامد Primordial فلز
84 پولونيوم Po 16 6 p جامد Transient فلز آيود
85 آستاتين At 17 6 p جامد Transient هلوجن
86 راډون Rn 18 6 p گاز Transient نجیبه گاز
87 فرانسيوم Fr 1 7 s جامد Transient القلی فلز
88 راډيوم Ra 2 7 s جامد Transient القلی خاورین فلز
89 آکټېنيوم Ac 3 7 f جامد Transient اکتیناید
90 توريوم Th 3 7 f جامد Primordial اکتیناید
91 پروټېکټېنيوم Pa 3 7 f جامد Transient اکتیناید
92 يورانيوم U 3 7 f جامد Primordial اکتیناید
93 نېپټونيوم Np 3 7 f جامد Transient اکتیناید
94 پلوتونيوم Pu 3 7 f جامد Primordial اکتیناید
95 امېرېسيوم Am 3 7 f جامد Transient اکتیناید
96 کيوريوم Cm 3 7 f جامد Transient اکتیناید
97 بېرکېليوم Bk 3 7 f جامد Transient اکتیناید
98 کاليفورنيوم Cf 3 7 f جامد Transient اکتیناید
99 آينسټېنيوم Es 3 7 f جامد مصنوعی اکتیناید
100 فېرميوم Fm 3 7 f جامد مصنوعی اکتیناید
101 مندليفيوم Md 3 7 f جامد مصنوعی اکتیناید
102 نوبېليوم No 3 7 f جامد مصنوعی اکتیناید
103 لارېنسيوم Lr 3 7 d جامد مصنوعی اکتیناید
104 ردرفورديوم Rf 4 7 d مصنوعی موقتی فلز
105 ډوبنيوم Db 5 7 d مصنوعی موقتی فلز
106 سيبورجيوم Sg 6 7 d مصنوعی موقتی فلز
107 بوهريوم Bh 7 7 d مصنوعی موقتی فلز
108 هاسيوم Hs 8 7 d مصنوعی موقتی فلز
109 مېټېنېټريوم Mt 9 7 d مصنوعی
110 دارمسټادتيوم Ds 10 7 d مصنوعی
111 رونټگېنيوم Rg 11 7 d مصنوعی
112 کاپرنېسيوم Cn 12 7 d مصنوعی موقتی فلز
113 (اونونټريوم) Uut 13 7 p مصنوعی
114 اونونکواديوم Uuq 14 7 p مصنوعی
115 (اونونپېنټيوم) Uup 15 7 p مصنوعی
116 اونون هېکسيوم Uuh 16 7 p مصنوعی
117 (اونونسېپټيوم) Uus 17 7 p مصنوعی
118 (اونون اکټيوم) Uuo 18 7 p مصنوعی

داهم وویني

سرچينې