Jump to content

اي. او. ویلسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اي. او. ویلسن
اي. او. ویلسن
اي. او. ویلسن

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي [۲]  ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تخصص تعلیم ژونپوهنه   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه ټولنيزه بيالوژي [۳]،  ژوپوهنه [۳]،  خزدکپوهنه [۳]،  دژوندبڼو ډولونه [۳]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه (۱۹۸۸)[۴]  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ

اډوارډ اوسبورن ویلسن (زوکړه د ۱۹۲۹ز کال د جون ۱۰مه ـــ مړینه د ۲۰۲۱ ز کال د ډسمبر ۲۶مه ) یو امریکایي بیولوژي پوه، طبیعت پوه او لیکوال و. د هغه تخصص په مایرمېکولوژۍ (myrmecology)، د مېږتونونو په پوهنه کې و. د ډېویډ اتېنبورو په حواله هغه د نړۍ مخکښ متخصص و. هغه ته د "مېږتانه سړي" لقب ورکړل شوی و.[۵][۶][۷]

ویلسن له چاپېریال څخه د هغه د ملاتړ او د دیني او اخلاقي موضوعاتو سره په تړاو د هغه د سیکولرو او ډئېستو (خدای پالو) نظریو له امله د ټولنیزې بیولوژۍ د پلار او د ژواک د تنوع پلار بلل شوی دی. د چاپېریال پوهنې په تیورۍ کې د هغه له ونډې اخیستنې څخه د ټاپو ګانو د بایوجغرافیې تیوري (چې د ریاضیکي چاپېریال پوه مک ارتر سره یې په ګډه وړاندې کړې ده)، کومه چې د محفوظې ساحې د طرحې او همدارنګه د ستیفن پي. هبل د ژواک د تنوع د متحدې شوې طبیعي تیورۍ لپاره د بنسټ په توګه وکارول شوه. [۸][۹]

وېلسن چې د هاروارډ پوهنتون د اورګانېزمي او تکاملي بیولوژۍ د څانګې لپاره  د پېلېګرینو پوهنتون په حشره پوهنه څانګه کې ویاړلی څېړنیز متقاعد پروفیسور، او د شکمنو څېړنو د کمېټې یو غړی و. سویډني سلطنتي اکادمۍ ویلسن ته د کرافورډ جایزه اعطا کړې ده. هغه ته د وګړ پالنې د نړیوالې اکادمۍ له لوري د وګړ پال لقب ورکړل شوی دی. هغه د غیر تخیلي عامه اثارو پولتیزر جایزه دوه ځله ګټلې ده (چې یو ځل په ۱۹۷۹ز کال کې د انسان طبیعت اثر لپاره، او دویمه یې په ۱۹۹۱ز کال کې د مېږتانه اثر لپاره وه) او د نیو یارک ټایمز ښه پلور لرونکو مقالو لکه د ځمکې ټولنیزې فتحې، یوه ځوان ساینس پوه ته د لیکونو او د انسان د وجود معنا مقالو لیکوال و.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ژوند لومړني وختونه

[سمول]

اډوارډ اوسبورن ویلسن د ۱۹۲۹ز کال د جون په ۱۰مه نېټه، د اینېز لینېت فریمن او اډوارډ اوسبورن ویلسن د یوازینې ماشوم په توګه د الاباما په بیرمینګهام کې زیږېدلی دی. د هغه د خپل ځان د ژوندلیک طبیعت پال له مخې، نوموړی د متحده ایالاتو په سوېل کې د الاباما د موبایل او د فلوریډا د پېنساکولا په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې رالوی شوی دی. هغه د خپل عمر له لومړیو څخه، له طبیعي تاریخ سره لېوالتیا درلوده. د هغه پلار یو د شرابو معتاد و چې بالاخره یې ځان وژنه وکړه. د هغه مور او پلار هغه ته اجازه ورکړې وه تر څو کور ته تورې کونډې غڼې راوړي او په  دالان کې یې وساتي. کله چې هغه ۷ کلن و مور او پلار یې طلاق واخیست[۱۵][۱۶][۱۷]

په هماغه کال کې چې د وېلسن مور او پلار طلاق واخیست، هغه د کب نیونې په یوه پېښه کې په یوه سترګه ړوند شو. هغه د څو ساعتونو لپاره وکړېد، اما د کبانو نیولو ته یې ادامه وکړه. هغه کوم شکایک ونکړ ځکه له کوره د بهر پاتې کېدلو څخه یې ښه نه راتلل. هغه د طبي درملنې لپاره هڅه ونکړه. څو میاشتې وروسته، د هغه د ښۍ سترګې کسی د یوې پردې په واسطه تت شو. نوموړی د پنساکولا روغتون ته ولاړ تر څو خپله عدسیه ایسته کړي. ویلسن د خپل ځان په ژوند لیک کې لیکي چې، "عملیات د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ یو وحشتناکه تجربه وه. وېلسن د خپلې چپې سترګې پوره لید بېرته په لاس راوړ، چې د لید ساحه یې ۲۰/۱۰ وه. د لید د ۲۰/۱۰ ساحې درلودلو هغه د دې جوګه کړ تر څو "کوچینیو شیانو" ته ځیر شي: "زما پام به له نورو ماشومانو څخه زیات مېږیانو او پتنګانو ته اوښت، او په اتوماتیکه بڼه مې ورسره لېوالتیا پیدا شوه. "[۱۸]

که څه هم هغه خپل ستریوسکوپیک لید (stereoscopic vision) له لاسره ورکړی و، اما بیا یې هم کولی شول تر څو د کوچینیو حشراتو په بدن باندې نازکې نښې او وېښتان وویني. په نوموړي کې د تي لرونکو او مرغانو د تشخیصولو رالږ شوې وړتیا هغه دې ته وهڅاوه تر څو په حشراتو باندې تمرکز وکړي.[۱۸]

په نهه کلنۍ کې، ویلسن په واشنګټن ډي سي کې په راک کریک پارک کې خپل سفرونه پیل کړل. هغه د حشراتو په راټولولو پیل وکړ او له پتنګانو سره یې ځانګړې علاقه پیدا کړه. هغه به پتنګان له جارو ګانو، د بالا پوښ د کوټ بندونو او د پنیر کڅوړو څخه د جوړو شوو جالونو په واسطه  نیول. دغو سفرونو ته تګ له مېږیانو سره د ویلسن د لېوالتیا سبب شو. هغه په خپل ژوند لیک کې تشرېح کړي دي چې هغه څرنګه یوه ورځ د یوې ورستې شوې ونې پوستکی راجلا کړ او سیترونېلا مېږیان یې ترې لاندې وموندل. هغه کارګر مېږیان چې ده هلته وموندل لنډي، چاغ، ځلاند زېړ وو، او له ځانه یې یو قوي لیمویي بوی خپراوه.

وېلسن ویلي دي چې یادې پېښې په ده باندې یو ښکاره او پایېدونکی اغېز پرېښود. هغه همداراز د عقاب څېړنیزه جایزه وګټله او خپلې ډلې د هلکانو د طبیعت د دوبني څېړنیز کمپ مشري یې په غاړه واخیسته. په ۱۸ کلنۍ کې، هغه له دې موخې سره چې غوښتل یې یو حشره پوه شي، د مچانو په ټولولو پیل وکړ، خو د حشراتو د نیولو د الاتو د کمښت له امله چې د دویمې نړیوالې جګړې له امله رامنځته شوی و، هغه اړ شو تر څو مېږیانو ته پام ورواړوي، کوم چې په کوچینیو بوتلونو کې ساتل کېدی شول. ویلسن د ماریو آر. سمېت په هڅوونه، چې په واشنګټن کې د طبیعي تاریخ په ملي موزیم  کې یو مېږتون پېژندونکی و، د الاباما د ټولو مېږیانو سروې پیل کړه. دغې مطالعې نوموړی د دې جوګه کړ تر څو په متحده ایالاتو کې د موبایل ښار بندر ته څېرمه د اور د مېږیانو لومړنۍ کالوني راپور کړي،. ویلسن ویلي دي چې هغه د ښوونځي د ۱۱ کلونو په اوږدو کې له ۱۵ تر ۱۶ ښوونځي تبدیل کړي دي.[۱۸][۱۹]

زده کړې

[سمول]

ویلسن د دې لپاره چې ښایي ونشي کولی تر څو په یو پوهنتون کې د داخلې فیس تادیه کړي، او په دې موخه یې چې د خپلو زده کړو لپاره مالي ملاتړ ومومي، هڅه وکړه چې ځان د متحده ایالاتو په اردو کې شامل کړي. هغه د خپلو سترګو د نا سم لید له امله د ارودو په ازموینه کې ناکام پاتې شو، اما له هر څه وروسته، هغه وکولی شول چې د الاباما په پوهنتون کې نوم لیکنه وکړي، او خپل د لېسانس او ماسترۍ سندونه یې په ۱۹۵۰ له هغه ځایه تر لاسه کړل. ویلسن په ۱۹۵۱ز کال کې هاروارډ پوهنتون ته تبدیل شو.[۲۰]

څرنګه چې هغه ته د هاروارډ د محصلینو په ټولنه کې ځای ورکړل شو، نو کولی یې شول تر څو له سمندرونو ورهاخوا سفرونه وکړي، تر څو د کیوبا او مکسیکو د مېږیانو بېلابېلې نوعې راټولې کړي او د استرالیا، نوې ګیانا، فیجي، نوې کالېدونیا او سریلانکا په ګډون د ارام سمندر سوېل ته سفرونه وکړي. هغه په ۱۹۵۵ز کال کې خپل د دوکتورا سند تر لاسه کړ او له ارېن کېلي سره یې واده وکړ.[۲۱][۲۲]

حرفه

[سمول]

له ۱۹۵۶ز کال څخه تر ۱۹۹۶ز کال پورې، ویلسن د هاروارډ د تدریسي هیئت یوه برخه و. نوموړي د مېږیانو د طبقه بندي کوونکي په توګه پیل وکړ او د هغوی په مېکرو تکامل باندې د پوهېدو لپاره یې، او دا چې مېږیان له چاپېریالي ناخوالو څخه په تېښته او  نویو استوګنځایونو ته په تګ سره، څرنګه نویو نوعو ته انکشاف کوي، کار وکړ.[۲۳]

ویلسن له ویلیام اچ. بوسېرت سره په ګډه، د حشراتو د اړیکې نیونې د نښو نښانو پر بنسټ د فېرومونونو یوې طبقه بندۍ ته پراختیا ورکړه. په ۱۹۶۰مه زېږدیزه لسیزه کې، هغه له ریاضي پوه او اېکولوژېست رابرت مک ارتر سره په ګډه د نوعو د تعادل تیورۍ ته په پراختیا ورکولو کې هلې ځلې وکړې. په ۱۹۷۰یمه زېږدیزه لسیزه کې هغه او دنیال اس. سیمبرلاف دغه تیوري د فلوریډا کیز (Florida Keys) د ګڼو ونو په ټاپو ګانو کې وازمویله. دوی د حشراتو ټولې نوعې له منځه یوړې او د نویو نوعو په واسطه یې د نوي نفوس مشاهده وکړه. د ویلسن او مک ارتر کتاب د ټاپو د بایوجغرافیې تیوري د چاپېریال پوهنې په یو ستندرد متن باندې بدل شو.[۲۴][۲۵]

په ۱۹۷۱ز کال کې، هغه د حشراتو ټولنې کتاب خپور کړ، په کوم کې یې چې تر یو شان تکاملي فشار لاندې د حشراتو او نورو حیواناتو د چلند د اغېزمنېدو په اړه استدلال کړی و. په ۱۹۷۳ز کال کې، ویلسن د هاروارډ د پوهنتون د مقایسوي زولوجۍ د حشره پوهنې څانګې چارسمبالی وټاکل شو. په ۱۹۷۵ز کال کې، هغه د ټولنیزې بیولوژۍ کتاب نوی ترکیب ( The New Synthesis) خپور کړ چې د ملا تیر لرونکو حیواناتو پر وړاندې او په وروستي فصل کې یې د انسانانو په پر وړاندې د حشراتو د چلند تیوري ګانې پکې پلې کړې وې[۲۶]

سرچينې

[سمول]
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6km3rmm — subject named as: E. O. Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. https://www.amacad.org/person/edward-o-wilson — د نشر نېټه: ۲۴ مې ۲۰۱۹
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990009175 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  4. https://www.achievement.org/our-history/golden-plate-awards/ — د نشر نېټه: ۲۴ مې ۲۰۱۹
  5. Sullivan, Patricia (December 27, 2021). "Edward O. Wilson, Harvard naturalist often cited as heir to Darwin, dies at 92". The Washington Post.
  6. "Edward O. Wilson, biologist known as 'ant man,' dead at 92". ABC News. Associated Press. December 27, 2021.
  7. Georgina Ferry (6 January 2022). "Edward O Wilson obituary: US biologist and champion of biodiversity who specialised in the study of ants and was regarded as a modern-day Charles Darwin". The Guardian. نه اخيستل شوی 8 February 2022.
  8. Becker, Michael (April 9, 2009). "MSU presents Presidential Medal to famed scientist Edward O. Wilson". MSU News. نه اخيستل شوی May 9, 2014.
  9. Novacek, Michael J. (2001). "Lifetime achievement: E.O. Wilson". CNN. Archived from the original on October 14, 2006. نه اخيستل شوی November 8, 2006.
  10. "E.O. Wilson advocates biodiversity preservation". Duke Chronicle. February 12, 2014. Archived from the original on July 25, 2015. نه اخيستل شوی April 23, 2014.
  11. "Natural Connections > Edward Wilson Bio". Archived from the original on October 2, 2008. نه اخيستل شوی December 6, 2015.
  12. "E. O. Wilson biography". AlabamaLiteraryMap.org. Archived from the original on December 8, 2010. نه اخيستل شوی April 23, 2014.
  13. Cowles, Gregory. "Print & E-Books". The New York Times.
  14. Hoffman, Jascha (March 25, 2013). "Advice to Researchers and Reanimating Dead Mice". The New York Times. Archived from the original on January 1, 2022. نه اخيستل شوی November 21, 2020.
  15. Zimmer, Carl (December 27, 2021). "E.O. Wilson, a pioneer of evolutionary biology, dies at 92". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی December 27, 2021.
  16. Wilson, Edward O. (2006). Naturalist. Washington, D.C. p. 52. ISBN 1-59726-088-6. OCLC 69669557.
  17. Olsen, Erik; Gorman, James; Stein, Robin (December 27, 2021). "Video: The Last Word: E.O. Wilson". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی January 17, 2022.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ Wilson, Edward O. (2006). Naturalist. Washington, D.C.: Island Press [for] Shearwater Books. ISBN 1-59726-088-6. OCLC 69669557.
  19. Buhs, Joshua Blu (2004). The Fire Ant Wars: Nature, Science, and Public Policy in Twentieth-Century America. University of Chicago Press. pp. 32–34. ISBN 978-0-226-07981-3.
  20. Wilson, Edward O. (2006). Naturalist. Washington, D.C.: Island Press [for] Shearwater Books. ISBN 1-59726-088-6. OCLC 69669557.
  21. "Edward O. Wilson biography and interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement.
  22. Fuller, Amy Elisabeth, ed. (2011). "Edward O. Wilson". Contemporary Authors. Vol. 211. Gale. pp. 432–437. ISBN 978-1-4144-6167-0. ISSN 0275-7176. OCLC 755975998.
  23. "Edward O. Wilson biography and interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement.
  24. Chambers Concise Dictionary of Scientists. Chambers. 1989. pp. 405–406. ISBN 1-85296-354-9. OCLC 20820593.
  25. Vandenbergh, John, ed. (December 2, 2012) [1983]. Pheromones and Reproduction in Mammals (په انګليسي). Elsevier. p. 254. doi:10.1016/B978-0-12-710780-6.X5001-8. ISBN 978-0-323-15651-6.
  26. Moore, Randy; Decker, Mark D. (2008). "Edward O. Wilson (b. 1929)". More than Darwin: An Encyclopedia of the People and Places of the Evolution-Creationism Controversy. Greenwood Publishing Group. pp. 371–373. ISBN 978-0-313-34155-7. OCLC 177023758.