انجينري

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
سمندري بادي توربینچې د انجینرۍ د بیلابیلو څانګو تخنیکي کار او مهارت پکې کارول شویدی.

انجینري (in English, Engineering) د ساینسي، ریاضیکي، اقتصادي، ټولنیزې، او عملي پوهې د کارولو وړتیا، مهارت، او یا هم مسلک دی. چې له مخې ېې ودانۍ، ماشینونه، پرزې، سیستمونه، مواد، او یا پروسې ډیزاین او جوړې جړیږي. د امریکايي انجینرانو د مسلکي پراختیا مشورتي ادارې (American Engineers' Council for Professional Development)د ABET اداره انجینري په لاندې توګه تعریف کوي: د ساینسي اصولو او پرنسیپونو کارونه په نوښتګري توګه چې د ودانیو، ماشینونو، اسباب، یا تولیدي پروسې یا کارونه ډیزاین او جوړ کړي. چې کیدای شي په یوازې یا هم په ګډه (یو له بله سره اړلي) کار وکړي. یا داچې د پورته یادو کړ او یا ډیزاین د پوره پوهې او ادراک سره د ځانګړو عملي شرایطو په پام کې نیولو سره وړاندوینه وکړي. عملي شرایط لکه د کارولو اقتصاد، محفوظیت یا خوندیتوب، اهمیت او داسې نور. هغه سړی چې انجینري ېې کسب دی، انجینر بلل کیږي. او انجینران بیا په خپل منځ کې ډیر عملي نومونه او پوړونه لري.