انا هاوارډ شا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انا هاوارډ شا
انا هاوارډ شا
انا هاوارډ شا

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴ فبروري ۱۸۴۷[۱][۲][۳][۴]
مړینه 2 جولای 1919 (72 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک دينپوهنه
طبیب [۵]
ليکوال [۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

انا هاوارډ شا (د فبروري ۱۴، ۱۸۴۷ ز کال - د جولای ۲مه، د  ۱۹۱۹ز کال) په متحده ایالاتو کې د ښځو د رایې ورکولو د غورځنګ مشره وه. هغه یوه ډاکټره هم وه او په متحده ایالاتو کې د لومړۍ ټاکل شوې ښځینه مسيحي پادريانو څخه وه.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

نوموړې په ۱۸۴۷ز کال کې په «نیوکاسل-اپون-ټاین» کې زېږیدلې وه. کله چې هغه څلور کلنه وه، هغه او کورنۍ یې متحده ایالاتو ته کډه شول او د «میساچوسټس» په «لارنس» کې مېشت شول. کله چې «شا» دوولس کلنه وه، د هغې پلار «د شمالي میشیګان په دښته کې درې سوه او شپیته جریبه ځمکه واخسته »، د هغې مور او پنځه کوچني ماشومان یې هلته یواځې ژوند کولو ته واستول. د هغې مور د دوی د میشیګان کور د «انګلستان د کروندې» په توګه تصور کړی و چې «چمنونه، لمريز اسمانونه او مرواريد ګلان» به ولري، خو په رارسېدو سره يې دا فکر ړنګ شو او ويې ليدل چې په حقيقت کې دا ځای «يوه شاړه او ځانله» د لرګيو خونه وه، سربېره پر دې دا يوه دښته وه، له ډاګخونې څخه څلوېښت ميله لرې او له اورګاډي څخه سل ميله لرې يې موقعيت درلود. دلته پر پوله یې کورنۍ د ژوند له ګواښ سره مخامخ وه. «شا» په دې پړاو کې خورا فعاله شوه، د خپلو خویندو وروڼو سره یې د کور په بیارغونه کې مرسته وکړه او د ټکان ورکوونکي او ناهيلۍ په وخت کې یې له خپلې مور سره مرسته وکړه. «شا» يو لړ فزیکي دندې ترسره کړې، لکه: «د څاه کیندل، د لوی اور ځای لپاره د لرګیو ټوټه کول، [او] د ونو غورځول». [۷][۸]

د خپلې مور احساساتي کړاو ته په کتلو، شا خپل غیر مسؤل پلار تورن کړ چې د دوی د کورنۍ د ستونزو ګاللو او د هغوی په وړاندې راتلونکو ستونزو څخه د خونديتابه لور ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې. په داسې حال کې چې د هغې په ناتوانه مور د کور کارونه بار وو، په «لارنس» کې د هغې پلار کولای شول، په ازاده توګه "خپل ډېر وخت د مریيتوب د ختمولو هلو ځلو او د هغه وخت لويو عامه خوځښتونو» ته وقف کړي.[۷]

د کلونو په تېرېدو سره د دې کورنۍ بدمرغۍ لا پسې زياتې شوې. د کورنۍ جګړې پر مهال، د هغې خور «الینور» د زېږون پر مهال مړه شوه او د هغې ورور «ټام» ټپي شو. کله چې «شا» پنځلس کلنه وه، هغه د ښوونځي ښوونکې شوه او وروسته له دې چې د هغې مشران وروڼه او پلار د جګړې په هڅو کې شامل شول، هغې له خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره له خپل عايد څخه ګټه واخېسته. بیا هم «د هرې میاشتې له کار سره سره، د عاید او لګښتونو ترمنځ واټن پراخ شو».  [۷]

مسيحيت ته د بلنې پر لورغږ[سمول]

«شا» له ځوانۍ څخه د مسيحيت پر لور د غږ احساس وکړ. په ماشومتوب کې به هغې خپل کور ته نږدې په ځنګلونو کې وخت تېراوه، د ونې په ډډ به ودرېده، څو ځنګل ته د مسيحي بلنې وينا وکړي. هغې هوډ درلود چې کالج ته ولاړه شي او هغه لاره تعقیب کړي چې هغې احساس کاوه د هغې د ژوند لپاره د خدای اراده وه. د هغې د کورنۍ د ناخوښۍ سره سره، څنګه چې شا بالغه شوه، کالج ته د هغې د تګ لاره يقيني شوه. له کورنۍ جګړې وروسته، هغې د ښوونکې په توګه خپله دنده پریښوده او د خپلې واده شوې خور «ميری» سره د میشیګان په «بيګ ریپډز» کې د استوګنې لپاره ولاړه. په داسې حال کې چې هغه وايي: تر ډېره بريده به يې بدني کار او فعاليت غوره باله، لکه د کندې کیندل یا د ډبرو سکرو توږل، هغه مجبوره شوه چې "ویروونکې ستنه" پورته کړي او خياطه شي، کوم چې په هغه وخت کې د ښځو لپاره یو له خورا د منلو وړ کسبونو څخه و. [۹][۱۰]

د «شا» په ژوند کې یوه مهمه شېبه هغه وخت راغله، کله چې هغې د «ریورنډ ماریانا تامپسن» سره وکتل، د نړيوال مسيحيت مامور چې «ګرانډ ریپډز» ته د تبلیغ کولو لپاره راغلی و. «شا» په دې برخه کې خدمت ته ولاړه، لېوالتيا يې درلوده چې په منبر يوه ښځه وويني. د خدمت څخه وروسته، «شا» تامپسن ته خپله هیله څرګنده کړه چې د مسلک په توګه مسیحيت تعقیب کړي او «تامپسن» هغه په کلکه وهڅوله، چې پرته له ځنډه زده کړه ترلاسه کړي. [۱۱]

د «تامپسن» په مرسته «شا» د «ریپډز» په عالي ليسه کې داخله شوه، چیرې چې ښوونکې، «لوسي فوټ» د «شا» استعداد (وړتياوې) او انګیزه وپیژندل. په څلورویشت کلنۍ کې، «شا» ته د ډاکټر «ایچ. سی. پیک» له خوا بلنه ورکړل شوه، هغه څوک چې په میتوډیسټ اسقفي کلیسا کې د یوې مېرمنې پادرۍ ټاکلو په لټه کې و، تر څو د هغې لومړۍ خطبه ورکړي (مذهبي مينا وکړي). «شا» په لومړي سر کې اندېښمنه شوه، ځکه چې د هغې یوازینۍ پخوانۍ تجربه «د یوې کوچنۍ نجلۍ په توګه په ځنګل کې یواځې تبلیغ کول و چې اورېدونکې يې ونې وې». د «لوسي فوټ» په هڅونې سره، ډاکټر پیک او د هغې نږدې ملګرې، «کلارا اوسبورن»، له «شا» سره موافقه وکړه او هغې خپله لومړۍ خطبه د ميشيګان په «اشټن» کې ورکړه. [۷]

د هغې د لومړۍ خطبې له بریالیتوب سره سره، له مسيحي تبليغ سره د هغې نوې مينه د هغې د ټولګیوالو، ملګرو او کورنۍ له ناخوښۍ سره مخامخ شوه، هغوی یواځې په دې شرط موافقه وکړه چې د هغې د کالج د زده کړې لپاره به هغه مهال پیسې ورکوي، که چیرې هغې تبلیغ پرېږدي. هغه د ېوې مشهورې ليکوالې «ميری ای. لیورمور» له خوا «زياته وهڅول شوه»، څوک چې «بيګ راپيډز» ته راغلې وه. اغلې لیورمور هغې ته داسې مشوره ورکړه: «که ته غواړې تبلیغ وکړې، ولاړه شه او تبلیغ وکړه… مهمه نه ده چې خلک څه وايي، اجازه مه ورکوه چې ستا مخه ونيسي!».[۷]

په ۱۸۷۳ز کال کې، میتوډیسټ کلیسا «هغې ته د سيمه ييز مبلغ د جواز ورکولو لپاره په متفقه توګه رایه ورکړه». [۱۲]

د کالج د کلونو پر مهال هلې ځلې[سمول]

په ۱۸۷۳ز کال کې، «شا» په «البیون» کالج کې داخله شوه، کوم چې د ميشيګان په «البیون» کې د میتودیسټ ښوونځي و (میتوديستان د مسيحيانو یوه مذهبي ډله ده). له دې امله چې د هغې کورنۍ د هغې د ټاکلي مسلک په وړاندې تندی تريو کړی و (غوصه و)، دوی د هر ډول مالي مرستې چمتو کولو څخه ډډه وکړه. په هغه وخت کې، «شا» د درېیو کلونو لپاره جواز لرونکې مبلغه وه او د اعتدال په اړه د درسونو په ورکولو سره یې مزد (معاش) ترلاسه کاوه.

له البیون کالج څخه وروسته، شا په ۱۸۷۶ز کال کې د بوستون پوهنتون د الهياتو (خدای پېژندنې) په ښوونځي کې شامله شوه. هغه په خپل ټولګي کې د دوه څلویښت نارینه وو تر منځ یواځينۍ ښځه وه. او هغې تل «داسې احساس کاوه چې اصلاً هغه دلته پلوی نه لري». دې چلند، د خپل مالي تمويل په لارې کې د هغې ستونزې نورې هم زياتې کړې. لا دمخه له کم عايد سره مخامخ شوه، «شا» دا غیر عادلانه وبلله چې "نارینه جواز لرونکو مبلغینو ته په لیلیه کې وړیا ځای ورکړل شوی و او د دوی ادارې هر یوه ته يو اعشاريه پنځه ويشت ډالره لګښت ورکولو، په داسې حال کې چې له ليليې څخه د بهر يوې خونې کرايه کولو لپاره هغې دوه ډالره لګښت ورکاوه». سربیره پردې، هغې د کار موندلو ستونزه درلوده. د «البیون» برعکس، چیرې چې هغې «يواځينۍ عملي جواز لرونکی مبلغه وه»، خو د بوسټن په پوهنتون کې ډېر مبلغین وو چې هغې باید ورسره سیالي کړی وای. له دې امله چې هغې د کرايې ورکولو لپاره پيسې له لاسه ورکولې، هغې هڅه کوله چې ځان وپالي او د "تبې، لوږې او یوازیتوب" احساس یې وکړ. اوس له «شا» سره پوښتنه پيدا شوه چې ايا د مذهبي مبلغ مسلک د هغې لپاره مناسب و. له دې سختیو سره سره، «شا» دوام ورکړ. په ۱۸۸۰ز کال کې، وروسته له دې چې هغه او «ایني اولیور» د میتوډیسټ اسقفي کلیسا له خوا رد شوې، سره له دې چې دا کال په ازموينه کې په لومړو نومرو بريالۍ شوې وه، هغې د میتوډیسټ پروټیسټنټ کلیسا کې دنده ترلاسه کړ (له اسقفي څخه پروټسټنټ کليسا ته ولېږدېده).  [۷]

له ګومارل کېدو وروسته، «شا» په ۱۸۸۶ز کال کې د بوستون پوهنتون څخه د ام ډی سند تر لاسه کړ. د طبي ښوونځي په موده کې، هغه د ښځو لپاره د سیاسي حقوقو یوه ښکاره مدافعه شوه. [۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Anna-Howard-Shaw — subject named as: Anna Howard Shaw — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64j0nz0 — subject named as: Anna Howard Shaw — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16174001x — subject named as: Anna Howard Shaw — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — منښتلیک: Open License
  4. https://en.wikisource.org/wiki/Woman_of_the_Century/Anna_H._Shaw
  5. دوتنه: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — پاڼه: 971
  6. سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ ۷٫۴ ۷٫۵ Shaw, Anna Howard; Jordan, Elizabeth Garver and Catt, Carrie Chapman (1915) The Story of a Pioneer, New York and London: Harper & Brothers.
  8. (په July 3, 1919 باندې). Dr. Anna H. Shaw, Suffragist, Dies. New York Times.
  9. Zink-Sawyer, Barbara (2003). From Preachers to Suffragists: Woman's Rights and Religious Conviction in the Lives of Three Nineteenth-Century Clergywomen. Louisville: KY: Westminister John Knox Press. د کتاب پاڼې 56. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-664-22615-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Zink-Sawyer (2003). From Preachers to Suffragists. د کتاب پاڼې 57. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Zink-Sawyer (2003). From Preachers to Suffragists. د کتاب پاڼې 58. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Willard, Francis; Livermore, Mary. Great American Women of the 19th Century. د کتاب پاڼي 651–652. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Whitman, Alden, المحرر (1985). American Reformers. New York: The H. W. Wilson Company. د کتاب پاڼي 734–735. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8242-0705-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)