الايي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېرمن الايي د بايزيد پير روښان د زوی جلال الدين لور وه، چې د نورو ديني علومو تر څنگ يې د بايزيد پیرروښان مشهور آثار (خير البيان) او مقصود المومنين له پلاره لوستي. د علم، پوهې، فضيليت، غوره اخلاقو خاونده، ډېره سخي او پر خوارانو مهربانه مېرمن وه. په ۱۰۱۲ س. کال کې چې جلال الدين روښاني په غزني کې له مغولو سره په يوې جگړې کې سخت ټپي او بيا له هم هغه ټپه مرگ ته نږدې شو، خپله لور الايي يې د خپل وراره د شېخ عُمر د زوی احداد په نامه کړه او د خپلې گوتې د مهر په هکله يې چې د مشرۍ نښه وه، هم احداد ته د ورکولو وصيت وکړ. الايي له احداد سره واده وکړ، ډېره پرې گرانه وه او زياتره چارې به يې د هغې په خوښه او مشوره کولې په اولادونو کې يې زوی عبدالقادر او لور دريا خاتون د روښانيانو د ملي مبارزو او طريقت په لړ کې له نوم او شهرت څخه برخمن دي. مېرمن الايي د هغې زمانې له مغولي گورگاني حکومت سره د روښانيانو د ملي مبارزو په لړ کې فعاله ونډه لرله او خپل مېړه او بيا ورورسته خپل زوی عبدالقادر ته به يې غوره مشورې ورکولې او فکري مرسته يې ورسره کوله. کله چې په ۱۰۳۵ س. کال کې د مېرمن الايي مېړه احداد شهيد شو او د هندي مغولو گومارلی چارواکی مظفر د خيبر درې له لارې له خپل لښکر سره کابل ته روان ؤ، مېرمن الايي، اپرېدي او اورکزي قومونه او د خپلو پلويانو لښکر راټول کړل، پر گورگاني لښکرو يې بريد وکړ، ماته او ډېره سخته مرگ ژوبله يې ور واړوله. وروسته چې بيا روښاني غورځنگ له يوې خوا د خپلمنځي اختلافاتو او له بلې خوا د گورگاني حکومت د سختو بريدونو په نتيجه کې کمزوری شو، مېرمن الايي، د هغې زوی عبدالقادر او د دوی ځينې نور خپلوان د مُغلي واکمن شاه جهان د پوځونو په لاس، هند ته بوتلل شول، هلته ځينې بنديان، ځينې نظر بند او ځينو ته يې په دکن کې ځمکې ورکړل شوې. عبدالقادر د گورگاني مُغلو په بندي خانه کې نظر بندۍ کې ومړ. مېرمن الايي له خپلو لمسيانو قادر داد او مهدي داد سره په دکن کې اوسېدله، نوموړې هغوی ته وصيت کړی ؤ چې تر مړينې وروسته به يې مړی تيراه ته لېږدوي او د احداد تر څنگ به يې خاورو ته سپاري د وفات نېټه يې نه ده مالومه، خو دا څرگنده ده چې لمسيانو يې د مېرمن الايي وصيت پرځای کړی په تيراه کې يې د مېړه احداد تر څنگ ښخه کړې ده. د مېرمن الايي د علمي شخصيت او د ملي مبارزو د وياړلو کارنامو د لمانځنې او درناوي له امله په ننگرهار کې د نجونو يوه لېسه د دغې نوميالۍ مېرمنې په نوم نومول شوې ده.

سرچينې

  • د آريانا دايرة المعارف - لومړی ټوک د الف رديف