اقلیمي بدلون او عفونتي ناروغۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نړیوال اقلیمي بدلون د عفونتي ناروغیو په پراختیا کې پام وړ اغېز لري. د نورو ټولو هغو لارو چارو په څېر چې د اقلیمي بدلون اغېزې یې په انساني روغتیا لري، اقلیمي بدلون د عفونتي ناروغیو په مدیریت کې موجودې ستونزې او نابرابرۍ لاپسې زیاتوي. په دغو ناروغیو کې چې انتقال یې اقلیمي بدلون ته اړوند دی، ډنګي تبه، ملاریا، د خسکو په واسطه لېږدېدونکې ناروغۍ، لشمانیا او د ایبولا وایرس ته اړوندې ناروغۍ شاملېږي. د بېلګې په توګه اقلیمي بدلون د ډنګي تبې د لېږدونکې میاشې په جغرافیايي او موسمي محدوده کې تغیر رامنځته کوي.

د یوې روغتیا په نامه موډل (په انګریزي: One Health) چې د انسانانو، حیواناتو او بوټو روغتیا د یوې ټولګې په توګه په پام کې نیسي تر یوه بریده د اقلیمي بدلون له امله د وبا د ګواښونو د زیاتوالي اړوند ځواب بلل کېږي. د دغه موډل پر بنسټ هېڅ داسې مستقیم شواهد شتون نه لري چې وښيي د کوېډ – ۱۹ وبا په پراختیا کې دې اقلیمي بدلون رول لرلی وي، خو بیا هم په دې اړوند څېړنې روانې دي. [۱]

لاملونه[سمول]

په ۱۹۸۸ زکال کې د اقلیمي بدلون له امله د روغتیايي مسایلو اړوند ډېر لږ اطلاعاتو شتون درلود. د اقلیمي بدلون اړوند بین الدولتي پلاوي تر اوسه پورې شپږ ارزونکي راپورونه خپاره کړي چې د هغو وروستی شپږم یې د اقلیمي بدلون، په روغتیا باندې د اقلیمي بدلون د بالقوه اغېزو او همدارنګه د هغو د واقعي روغتیايي اغېزو او اړوندو لومړنیو شواهدو د علمي درک لنډیز دی. [۲]

اقلیمي بدلون د میاشو، خسکونو او خوړونکو ژوندیو موجوداتو په بقا، توزیع او چلن کې د اغېز لرلو له امله له ناقل یا لېږدونکي څخه د ناروغۍ په لېږد اغېز کوي. د دغو ناقلینو په مرسته میکروبونه، باکتریا ګانې او پروتوزوا له یو لېږدونکي څخه بل ته لېږدول کېږي. دغه ناقلین او رنځ زېږونکي د خپلې جغرافیايي محدودې په پراختیا سره کولای شي له اقلیمي نوساناتو سره ځان همغږی کړي، په دې سره بیا د نویو ناروغیو د لېږدونکي – کوربه د تعامل او د کوربه د وجود محافظتي سیسټم ته په پام رنځ زیږونکي ځان تکامل ته رسوي. دا په دې معنی ده چې اقلیمي بدلون د لېږد د موسم او جغرافیایي محدودې په زیاتوالي سره په عفونتي ناروغیو اغېز کوي. [۳][۴][۵][۶]

اندېښمنونکې خو دا ده چې دغه ډول لېږدېدونکې ناروغۍ په تېر کې د تمدنونو د رامنځته کېدو او سقوط لامل ګرځېدلې دي. له همدې امله د روغتیا نړیوال سازمان، اقلیمي بدلونونه د انسانانو د روغتیا پر وړاندې یو له لویو ګواښونو څخه بولي. [۷]

په ۲۰۲۲ زکال کې یوې څېړنې وښووله چې «د عفونتي ناروغیو ۵۸٪ (یعنې له ۳۷۵ ډولونو څخه ۲۱۸ یې) ډولونو چې په ټوله نړۍ کې بشریت ورسره مخ دی د اقلیمي بدلونونو د ګواښونو له امله زیاتوالی موندلی».[۸][۹]

په تحرک کې بدلونونه او په ناروغیو د اخته کېدو کچه[سمول]

په اقلیم کې بدلونونه او نړیوال ګرمښت د ناقل لرونکو ناروغیو، پرازیټونو، فنګسونو او نورو اړوندو ناروغیو په بیالوژي او توزیع پام وړ اغېز لري. په معتدلو اقلیمونو کې د هوا په حالاتو کې د بدلون له امله سیمه ییز بدلونونه د هغو ځانګړو میاشو تکثر تحریک کوي چې د ناروغیو لېږدونکې دي. د ناروغیو په خپرونه کې یو له پام وړ میاشو څخه د ملاریا میاشه (mosquito) ده چې ملاریا، د لویدیځ نیل ویروس او د ډنګي تبه لېږدولی شي. د اقلیمي بدلون له امله په سیمه ییزه تودوخه کې بدلون د دغو میاشو د استوګنې ساحه هم پراخوي. د دغو میاشو د استوګنې سیمه اوس مهال د شمال او سوېل پر لور پراختیا مومي، دغه سیمې به په اوږد مهال کې د دغه ډول میاشو د استوګنې لپاره خوندي ځایونه برابر کړي او په دې سره به په دغو سیمو کې د یادو میاشو کچه هم زیاته شي. وړاندې له دې د هغوی د استوګنې په محدوده کې بدلون د افریقا په لوړو ځمکو کې هم لیدل شوی و. د ۱۹۷۰ زکال راهیسې د ختیځې افریقا په لوړو برخو کې د ملاریا ناروغۍ په شدت سره زیاتوالی وموند. دغې چارې ثابته کړه چې یاد زیاتوالی د سیمي د اقلیم د ګرمېدو له امله رامنځته شوی. د ملاریا میاشې نه یوازې د هغو ناروغیو لېږدونکې دي چې انسانانو ته زیان رسوي بلکې د دیروفیلاریا امیستنس (د سپیو د زړه چینجی) ناروغي په څېر د حیواناتو ناروغۍ هم لېږدوي. له همدې امله د ګرمو سیمو ناروغۍ په ډېر احتمال سره د میاشو د جغرافیايي محدودې په پراختیا زیاتوالي مومي او په نورو ګڼ شمېر اکوسیستمونو کې هم ځانته ځای مومي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

پرازیټونه او فنګسي ناروغۍ هم د یو شمېر اقلیمونو په ګرمښت سره زیاتوالی موندلای شي. د بیلګې په توګه د کریپتوکوکوس ګاټي (Cryptococcus gattii) فنګس په کاناډا کې هم موندل شوی په داسې حال کې چې دغه ډول فنګسونه د اسټرالیا په څېر په ګرمو اقلیمونو کې شتون لري. اوس مهال د دغو فنګسونو دوه ډوله یې د شمالي امریکا په شمال لویدیځه برخه کې شتون لري چې د وچې ډېری حیوانات یې تر خپل اغېز لاندې راوړي. ګمان دا دی چې د دغو فنګسونو پراختیا له اقلیمي بدلون سره اړونده ده. [۱۴][۱۵]

د ناروغیو لېږدونکي (ناقلین) د دغه ډول ناروغیو د محدودې د پراختیا او زیاتوالي مهم عاملین دي. که چېرې یو لېږدونکی د اقلیمي بدلون له امله خپل فعالیت زیات کړي، دا نو بیا د ناروغۍ په انتقال اغېز کوي. له دې سره هم دا ستونزمنه ده څو په دقیقه توګه طبقه بندي شي چې ولې د دغو ناروغیو محدوده بدلون کوي او د ککړتیا زیاتوالی رامنځته کېږي، ځکه چې د اقلیمي بدلون سربېره یو شمېر نور عوامل لکه د انسانانو کډوالي، بېوزلي، د زیربناوو کیفیت او د ځمکې څخه د ګټنې ډول په هغو کې اغېز لري، خو بیا هم اقلیمي بدلون په کې یو له مهمو عواملو څخه دی. [۱۶][۱۷]

د اقلیمي بدلون له امله د هوا په حالاتو کې شدید بدلونونه هم د دغه ډول ناروغیو په خپرېدو کې مرسته کوي. سېلابونه د اوبو د ککړېدو لامل ګرځي او د کولرا د وبا په څېر ناروغیو د زیاتوالي لامل ګرځي. د هوا په حالاتو کې دغه شدید بدلونونه د خوراکي موادو د ککړتیا لامل هم ګرځي، سربېره پر دې کولای شي له یوې سیمې څخه بلې ته ناروغۍ هم ولېږدوي. [۱۸]

ملاریا[سمول]

د ورښت زیاتوالی کولای شي د میاشو شمېر په غیرمستقیمه بڼه د اوبو د ډنډونو او د هغو لپاره د خوراکي توکو په زیاتوالي سره ډېر کړي. ملاریا چې هر کال یې له امله شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ ماشومان (له پنځو کلونو کوچني) مري، د تبې د شدت پر مټ د ناروغ ژوند ته شدید ګواښ رامنځته کولای شي. یو شمېر موډلونو په محافظه کاره بڼه څرګنده کړې چې د اقلیمي بدلون له امله به تر ۲۱۰۰ زکال پورې په ملاریا باندې د اخته کېدو ګواښ له ۵٪ څخه ۱۵٪ ته لوړ شي. په افریقا کې د ملاریا د ګواښ د نقشې جوړونې د پروژې (MARA Project) پر بنسټ یوازې په افریقا کې تر ۲۱۰۰ زکال پورې په دغه ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ په میاشت کې په سړي سر کچه له ۱۶٪ څخه تر ۲۸٪ ښوول شوی.  [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

اقلیم د ملاریا په څېر ناقل لرونکو ناروغیو په لېږد کې پام وړ اغېز لرونکی محرک دی. ملاریا په ځانګړې توګه د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې حساسه ناروغي ده ځکه چې د هغو لېږدونکې میاشه د خپل وجود د داخلي تودوخې د تنظیم میکانیزم نه لري. دا څرګندوي چې ډیر محدود اقلیمي شرایط شتون لري چې په هغو کې رنځ زېږونکی (ملاریا) او ناقل (میاشه) کولای شي ژوندي پاتې شي، نسل تولید کړي او کوربه په ناروغۍ اخته کړي. ناقل لرونکې ناروغۍ لکه ملاریا ځانته جلا ځانګړنې لري چې د رنځ زیږونکي د رنځ زیږولو وړتیا ټاکي. په دغو کې د بقا کچه، د ناقل د نسل تولید، د ناقل د فعالیت کچه (چیچل یا تغذیه) او په ناقل یا کوربه کې د رنځ زیږونکي د ودې چټکتیا او نسلي تولید شاملېږي. په اقلیم کې بدلونونه په پام وړ کچه د هغو د نسل په تولید، پراختیا، توزېع او فصلي انتقال اغېز کوي. [۲۳]

ملاریا هغه پرازیټي (عفوني) ناروغي ده چې د میاشې پر مټ لېږدول کېږي او د انسانانو او حیواناتو په ګډون د پلازمودیم لرونکو د کورنۍ د ټولو ژوندیو موجوداتو مایکرو ارګانېزمونو ته لار موندلای شي. دغه ناروغي د پرازیټ لېږدونکې یوې ښځینه میاشې د چیچلو پر مټ پیلېږي او پرازیټ د خپلې خولې د مایع پر مټ د کوربه د وینې سیسټم ته رسوي. دغه پرازیټ بیا د وینې د جریان پر مټ ځان جګر ته رسوي او هلته بیا بلوغ ته رسي او نسل تولید کوي. د دغې ناروغۍ په علایمو کې تبه، سرخوږی، لړزه او د وینې کمښت شاملېږي چې په شدیدو مواردو کې کېدای شي ناروغ کوما یا مرګ ته ورسوي. «په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳.۲ میلیارده وګړي – د نړۍ د ټولو وګړو د شمېر نږدې نیمايي کچه – د ملاریا له ګواښ سره مخ دي. په ۲۰۱۵ زکال کې د ملاریا د مواردو شمېر نږدې ۲۱۴ میلیونه او له امله یې د مړو شوو کسانو شمېر هم شاوخوا ۴۳۸۰۰۰ تنه وښوول شو. [۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. von Csefalvay, Chris (2023), "Host-vector and multihost systems", Computational Modeling of Infectious Disease (په انګلیسي ژبه کي), Elsevier, د کتاب پاڼي 121–149, doi:10.1016/b978-0-32-395389-4.00013-x, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-323-95389-4, د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. WHO, WMO, UNEP (2003). "International consensus on the science of climate and health: the IPCC Third Assessment Report". Climate change and human health – risks and responses. Summary (PDF) (Summary of other published book). Geneva, Switzerland: World Health Organization. د کتاب نړيواله کره شمېره 9241590815. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Balbus J, Crimmins A, Gamble JL, Easterling DR, Kunkel KE, Saha S, Sarofim MC (2016). "Ch. 1: Introduction: Climate Change and Human Health" (PDF). The Impacts of Climate Change on Human Health in the United States: A Scientific Assessment. Washington, D.C.: U.S. Global Change Research Program. doi:10.7930/J0VX0DFW. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Beard C, Eisen R, Barker C, Garofalo J, Hahn M, Hayden M, et al. (2016). "Ch. 5: Vectorborne Diseases. The Impacts of Climate Change on Human Health in the United States: A Scientific Assessment". Climate and Health Assessment. doi:10.7930/j0765c7v. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Climate Change and Public Health – Disease Vectors | CDC". www.cdc.gov (په انګلیسي ژبه کي). 9 September 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Caminade C, McIntyre KM, Jones AE (January 2019). "Impact of recent and future climate change on vector-borne diseases". Annals of the New York Academy of Sciences. 1436 (1): 157–173. Bibcode:2019NYASA1436..157C. doi:10.1111/nyas.13950. PMC 6378404. PMID 30120891. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Caminade C, McIntyre KM, Jones AE (January 2019). "Impact of recent and future climate change on vector-borne diseases". Annals of the New York Academy of Sciences. 1436 (1): 157–173. Bibcode:2019NYASA1436..157C. doi:10.1111/nyas.13950. PMC 6378404. PMID 30120891. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 8 August 2022 باندې). Climate impacts have worsened vast range of human diseases. The Guardian.
  9. Mora C, McKenzie T, Gaw IM, Dean JM, von Hammerstein H, Knudson TA, et al. (September 2022). "Over half of known human pathogenic diseases can be aggravated by climate change". Nature Climate Change. 12 (9): 869–875. Bibcode:2022NatCC..12..869M. doi:10.1038/s41558-022-01426-1. PMC 9362357 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 35968032 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jordan, Rob (March 15, 2019). "How dose climate change affect disease". Stanford University. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه May 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ostfeld, Richard (2009). "Climate Change and the Distribution and Intensity of Infectious Diseases". Ecology. 90 (4): 903–905. doi:10.1890/08-0659.1. JSTOR 25592576. PMID 19449683 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. DEICHSTETTER, PEGGY (2017). "The Effect of Climate Change on Mosquito-Borne Diseases". The American Biology Teacher. 79 (3): 169–173. doi:10.1525/abt.2017.79.3.169. ISSN 0002-7685. JSTOR 26411199. S2CID 90364501. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lacetera, Nicola (3 January 2019). "Impact of climate change on animal health and welfare". Animal Frontiers (په انګلیسي ژبه کي). 9 (1): 26–31. doi:10.1093/af/vfy030. ISSN 2160-6056. PMC 6951873. PMID 32002236. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Cooney, Catherine M. (2011). "Climate Change & Infectious Disease: Is the Future Here?". Environmental Health Perspectives. 119 (9): A394–A397. doi:10.1289/ehp.119-a394. ISSN 0091-6765. JSTOR 41263126. PMC 3230419. PMID 21885367. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ostfeld, Richard (2009). "Climate Change and the Distribution and Intensity of Infectious Diseases". Ecology. 90 (4): 903–905. doi:10.1890/08-0659.1. JSTOR 25592576. PMID 19449683 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ostfeld, Richard (2009). "Climate Change and the Distribution and Intensity of Infectious Diseases". Ecology. 90 (4): 903–905. doi:10.1890/08-0659.1. JSTOR 25592576. PMID 19449683 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Cooney, Catherine M. (2011). "Climate Change & Infectious Disease: Is the Future Here?". Environmental Health Perspectives. 119 (9): A394–A397. doi:10.1289/ehp.119-a394. ISSN 0091-6765. JSTOR 41263126. PMC 3230419. PMID 21885367. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Cooney, Catherine M. (2011). "Climate Change & Infectious Disease: Is the Future Here?". Environmental Health Perspectives. 119 (9): A394–A397. doi:10.1289/ehp.119-a394. ISSN 0091-6765. JSTOR 41263126. PMC 3230419. PMID 21885367. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bhattacharya S, Sharma C, Dhiman R, Mitra A (2006). "Climate Change and Malaria in India". Current Science. 90 (3): 369–375. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Patz JA, Olson SH (April 2006). "Malaria risk and temperature: influences from global climate change and local land use practices". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 103 (15): 5635–5636. Bibcode:2006PNAS..103.5635P. doi:10.1073/pnas.0601493103. PMC 1458623. PMID 16595623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Nigeria: Duration of the Malaria Transmission Season" (PDF). mara.org.za. MARA/ARMA (Mapping Malaria Risk in Africa / Atlas du Risque de la Malaria en Afrique). July 2001. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Patz JA, Campbell-Lendrum D, Holloway T, Foley JA (November 2005). "Impact of regional climate change on human health". Nature. 438 (7066): 310–317. Bibcode:2005Natur.438..310P. doi:10.1038/nature04188. PMID 16292302. S2CID 285589. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Rawshan AB, Er A, Raja D, Pereira JJ (2010). "Malaria and Climate Change: Discussion on Economic Impacts". American Journal of Environmental Sciences. 7 (1): 65–74. doi:10.3844/ajessp.2011.73.82. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Greenwood BM, Bojang K, Whitty CJ, Targett GA (23 April 2005). "Malaria". Lancet. 365 (9469): 1487–1498. doi:10.1016/S0140-6736(05)66420-3. PMID 15850634. S2CID 208987634. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "10 facts on malaria". World Health Organization (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)