اراکوزیا (کندهار)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الکسندریه، اراکوزیا چي د الکساندروپولیس په نوم هم یادیږي (Ἀλεξανδρόπολις) په افغانستان کي د اوسني کندهار لرغونۍ نوم وو. دا یو له هغه شلو څخه زیاتو ښارونو څخه وو چې د یونان د لوی سکندر لخوا تاسیس او رامنځ ته سول. ددې ښار بنسټ تر میلاد 330 کاله ترمخه کښېښودل سو. [۱] اراکوشیا یا اراکوزیا په اصل کي د یونان د لرغوني اکامینید ، سیلیوید او پارتیان امپراتوریو ګډ نوم وو. د اراکوزیا د لرغوني ولایت مرکز د کندهار د ارغنداب درې په شاوخوا کي پروت وو. دغه ښار که څه هم چي له هندوکش څخه جلا وو خو ظاهراً د سیند تر سیند پوري ختیځ ته غځول سوی وو، او دقیق حد یې لا تراوسه روښانه سوی نه دی. [۲]

تاریخ[سمول]

لنډیز[سمول]

د اراکوشیا یا اراکوزیا لرغونې سیمه په جغرافیه کي د هلمند ، ارغنداب ، ترنک او ارغستان سیندونو د اوبو ایستلو د حوزې د سیمې په توګه تعریف کیدلای سي. همدارنګه په شمال کي د غزني تر شاوخوا سیمو، سویل ته د ګیدروسیا په سیمه کي د ریګستان تر دښتې پوري، لويديځ ته د درنګيانا تر پولو او ختیځ ته د اټکل له مخي د بولان تر درې غځېدلی وو چي لویي سیمي یې په ځان کي رانغاړلې. اراکوشیا د برونزو د دورې راهیسې د افغانستان یو له مهمو سیمو څخه وه او داد هغه وخت سره سمون خوري کله چي د هلمند کلتور ( شاوخوا 3300شاوخوا 2500 BC) د منډیګک په ساحه کي مرکز درلود. د اوسني عصري کندهار شاوخوا سیمي تر میلاد مخکي د لومړي زریزې په اوایلو کي د پام وړ وده وکړه، او د لرغونو لوښو د تاریخ له مخي په سیمه کي د میشته کیدو لپاره د خلکو مدنیت له میلاد څخه 1000_700 مخکي رامنځ ته سوی دی. دا ممکنه ده چې سیمي ته مهاجرین د مونډیګک او د کندهار د زوال له امله کډوال سوي وي. وروستنۍ لویې قلعې چې داخلي 14 متره یا 46 فوټه دفاعي دېوالونه لري د افغانستان یا سویلي آسیا په سیمو کي د نورو ټولو پیژندل شویو ښارونو څخه مخکي یا ممکن د منځنۍ آسیا د اوسپنې دورې د جوړښتونو سره تړاو ولري. [۳]

د شپږمې پیړۍ په نیمایي کي اراکوزیا د نوي اکیمینید امپراتورۍ تر کنټرول لاندي راغله. د دوی په واکمنۍ کي د کندهار ښارګوټی پراخ او بیا ورغول سو، او د داخلي دیوالونو په مرسته په کوټو باندي ووېشل سو، همدا ډول یوه لویه کلا هم د لاسي کار په واسطه جوړه سول. د اراکوزیا دغه سیمه شاید د هاراوتیس سیمه ایزه پلازمینه اچمینیډ وو،لکه څنګه چي په ایلایټ ژبه کي هم د حساب ورکوني ټابلیټونو ټوټې بلل کیږي چي د لرغوني افغانستان په پلازمینه کي په پرسیپولیس کي د مساوي ټابلیټونو سره ورته والی لري؛ د پارسیپولیس په خزانه کي ځیني اثار لکه د تیږو لوښي او هاوان او مرمۍ ، د همدغه اراکوزیا څخه سرچینه اخلي. د کندهار ښار ښايي د 400 مخکي تر میلاد په شاوخوا کي کمښت تجربه کړی وی. [۴]

هیلینسټیک دوره[سمول]

د مقدونیې پاچا سکندر اعظم په ۳۳۳ مخکي تر میلادي کال پر آخمیني امپراتورۍ یرغل ترسره کړ. د Issus په کلیدي جګړو کي دریم داريوش پاچا تر میلاد 333 کاله ترمخه له اسکندر څخه ماته وخوړه، سکندر د بابل لوی ښارونه سوسا او پرسیپولیس ونیول، او په 330 مخکي تر میلاد کي یې په باختر کي د بیسوس په مشرۍ د پاته پارسي ځواکونو سره د مقابلې لپاره ختیځ ته حرکت وکړ. [۵] نوموړی د اکتوبر په میاشت کي اراکوزیا ته ورسید. په سیمه کې د هغه چټک تګ چي د نومبر په وروستیو کي ترسره سوی دی دا په ګوته کوي چي د کندهار ساحه بېله سختي جګړې نیول سوې ده. [۶] د الکساندر تاریخ لیکونکو په همدې اساس یادي سیمي ته لږ اهمیت ورکړ، او د تاریخ لیکونکي پیټر فریزر په وینا د آرین ((لرغوني افغانستان)) له سیمي سره ددوی چلند سوړ وو. [۷] د الکساندر په اړه د پنځو مخکښو پخوانیو لیکوالانو (اریان، پلوټارک ، ډیوډورس سیکولس ، کورټیوس روفس ، او جسټین ) څخه هیڅ یوهم دا یادونه نه کوي چي اسکندر په اراکوزیا کي یو ښار جوړ کړی وي، او نه هم د ابتدايي هیلینیسټیک جغرافيه پوهانو دا خبره کړې ده. خو ورته ادعا د ډیری نورو کوچنیو ښارونو لپاره شتون لري چې د لوی سکندر لخوا تاسیس شوی . [۸]

اوسنی سیمه[سمول]

په اراکوزیا د الکساندریا یا لرغوني کندهار پاتي شوني نن د عصري ښار په لویدیځه برخه کي د زاړه کندهار قلعه کي موندل سوي دي. دا کلا د 1970 کلونو په اوږدو کې د سویلي آسیا مطالعاتو لپاره د برتانوي ټولنې لخوا وکیندل سوه او د 2008 څخه تر 2009 پوري چي امنیت نسبتا ښه وو څېړني پکښي وسوې. یادي کیندني ښیي چي اسلامي دیوالونه د کلاسیک وختونو پر بنسټ ولاړ وو، او دا په ګوته کوي چي کیدای سي د مربع (ټیتراګونس) په شکل دغه ښارګوټي جوړ سوی وي، مګر یو د غیر معمولي توپوګرافي لخوا خورا ډیر بدل سوی ایسي. ددغه یوناني ښارګوټي سره نږدې د مثلث شکل لرونکي برخه د بودایی دورې ګڼل کيږي. په یاده کلا کي تر اوسه پوري هیڅ یوناني ودانۍ نه ده موندل سوې، مګر ډیری سکې ، لیکونه او قبرونه پکښي شتون لري.

  1. . 2004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  2. Schmitt 1986.
  3. Ball 2020، مم. 360–361.
  4. Helms 1997، مم. 91–92.
  5. Lane Fox 2004.
  6. Helms 1997، م. 92.
  7. Fraser 1996، م. 132.
  8. Fraser 1996، م. 109.