اتلانتيک سمندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اتلانتيک سمندر

اتلانتیک د نړۍ د پنځو سمندرونو نه دویم لوی سمندر دی چې نږدې ۱۰۶۴۶۰۰۰۰ کیلو متر مربع (۴۱۱۰۰۰۰ مایل مربع) مساحت لري. دا سمندر نږدې ۲۰ سلنه د ځمکې مخ او نږدې ۲۹ سلنه د اوبو سطحه تر پوښښ لاندې راولي. دا سمندر په اروپایي نظر کې د افریقا، اروپا او آسیا له "پخوانۍ نړۍ" نه د امریکا د "نوې نړۍ" د جلا کوونکي په توګه شهرت لري.  [۱][۲]

د اتلانتیک سمندر په اوږده توګه د S په بڼه سطحه لاندې کړې ده چې د طول البلد پر لوري په ختیځ کې د اروپا او افریقا او په لوېدیځ کې د امریکا ترمنځ پروت دی. دا سمندر چې د نړۍ د سمندرونو د نښلوونکي په توګه هم شهرت لري، په شمال کې له منجمند سمندر، په سویل لوېدیځ کې له آرام سمندر، په سویل ختیځ کې له هند سمندر او په سویل کې له سویلي سمندر سره نښتي دي (نور تعریفونه د اتلانتیک سمندر د سویل پر لور انترکتیکا ته د پراخېدونکی سمندر په توګه ګڼي). اتلانتیک سمندر د استوايي متضاد جریان په واسطه په دوو برخو وېشل شوی دی، چې یوه برخه یې شمالي اتلانتیک سمندر دی او بله برخه یې سویلي اتلانتیک سمندر دی چې د شمال پر لور په اتو درجو کې (8° N) پروت دی.  [۳]

د اتلانتیک سمندر په اړه په ساینسي سپړنو کې د چلنېجر سفر، د جرمن میټیور سفر، د کولمبیا پوهنتون د لامونټ-دوهرتي د ځمکې څېړنې او د متحده ایالاتو د سمندري هایدروګرافیک اداره ګډون لري.  [۳]

رېښه

د اثوبیا سمندر (د اتلانتیک سویلي برخه) د افریقا د ۱۷۱۰ ز کال په فرانسوي نقشه کې

د "اتلانتیک" سمندر په اړه ترټولو پخوانۍ لیدل شوې یادونې له میلاد نه مخکې د شپږمې پېړۍ په نیمایي کې د سټیسیکورس دي: یعني Atlantikôi pelágei  (چې په یوناني ژبه کې: Ἀτλαντικῷ πελάγει؛ په انګلیسي ژبه کې: the Atlantic sea؛ او رېښه یې: Sea of Atlas ده چې  اطلس سمندر په معنا ده) او هم  د هیرودوتس په تاریخ کې له میلاد نه مخکې شاوخوا په ۴۵۰ کال دي: یعنې Atlantis Thalassa (چې په یوناني ژبه کې: Ἀτλαντὶς θάλασσα؛ په انګلیسي ژبه کې: Sea of ​​Atlas  یا the Atlantic sea دي) چې په دې یادونه کې دا نوم "د هراکلیز ستونونو ته اشاره کوي چې ویل کېږي، د هغه سمندر یوه برخه دي چې ټوله ځمکه یې چاپېره کړې ده. په دې کارونو کې، دا نوم په یوناني کیسو کې د اتلس، تیتان اربا ب لانواعو او الهو ته اشاره کوي، چې اسمانونو یې درولي وو او وروسته د منځنیو پېړیو په نقشو کې د کتاب د پوښ په بڼه راښکاره شو او نوم یې معاصرو اطلسونو ته ورکړل شو. له بلې خوا، د یونان لومړنیو ماڼوګانو او په لرغوني یوناني افسانوي ادب،لکه: ایلیاډ او اوډیسي کې، دا ټول پراخ سمندر د اقیانوس په نوم یاد شوی، یعنې د چاپېره شوو سمندرونو په مقابل کې کله د مدیترانې او تور سمندرګي چې یونانیان وسره ښه بلد وو، هغه لوی سمندر دی چې نړۍ یې چاپېره کړې ده. برعکس، د "اتلانتیک" اصطلاح په اصل کې په ځانګړې توګه په مراکش کې د اطلس غرونو او د جبل الطارق آبنا او د شمالي افریقا ساحل ته کارول شوې ده. د thalassa یوناني کلیمه د ساینس پوهانو له لوري د لوی Panthalassa سمندر لپاره چې سلګونه ملیونه کاله وړاندې یې د لویې وچې Pangea شاوخوا چاپېره کړی و، کارول شوې ده. [۴][۵][۶][۷][۸]

د "ایثوپیا سمندر" اصطلاح، د لرغوني ایتوپیا له نامه نه اخیستل شوې ده چې د ۱۹ مې پېړۍ په نیمایي کې سویلي اتلانتیک ته کارول کېده. د انګلیسي نقشه ایستونکو له خوا د کشف د کلونو په اوږدو کې، اتلانتیک د لوی لوېدیځ سمندر په توګه هم پېژندل کېده.  [۹][۱۰]

زیاتره وختونه د بریتانوي او امریکایی ویناوالو له لوري شمالي اتلانتیک سمندر ته د حوض اصطلاح د تحقیر او کنایې په بڼه کارول کېده، چې دې سمندر ته یې په کمه سترګه کتل. ډېری هغه وخت کارول کېده چې د پېښو یا شرایطو په اړه "د حوض په دې اړخ کې" یا "د حوض بل اړخ" کې بحث کېده، نه دا چې د سمندر په ټوله کې تر بحث لاندې ونیول شي. د دې اصطلاح نېټه له ۱۶۴۰ ز کلونو سره سمون خوري، چې په لومړي ځل د لومړي چارلز د واکمنۍ په ترڅ کې په یوه چاپ شوې رساله کې خپره شوه او په ۱۸۶۹ ز کال کې (د پېښو تاریخي یادښتونه، په ځانګړې توګه د لومړي چارلز په واکمنۍ کې) تر عنوان لاندې د نحمیا والنګټن په لیکنه کې بیا را څرګنده شوه، چې  په دې ځای کې د "لوی حوض" اصطلاح، د فرانسیس وینډبینک له خوا، چې د چارلز د بهرنیو چارو وزیر و، د اتلانتیک سمندر ته کارول شوې ده.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

پراخوالی او ډېټا

په ۱۹۵۳ز کال  کې د هایدروګرافیک نړیوال بنسټ (IHO)  د سمندرونو او سمندرګیو حدود وټاکل، خو د دې حدودو له ډلې ځینو له هغه وخت راهیسې اصلاح شوي او ځینې یې د بېلابېلو ادارو، بنسټونو او هېوادونو له لوري نه کارول کېږي، د بېلګې په توګه: CIA د نړۍ حقیقتونو کتاب وګورئ. همدارنګه، د سمندرونو او سمندرګیو پراخوالی او شمېر توپیر لري. [۱۵]

د اتلانتيک سمندر په لوېديځ لوري کې شمالي او سویلي امريکا پرته ده. نوموړی سمندر د ډنمارک د تنګي، د ګرینلنډ سمندرګي، د ناروې سمندر ګي او د بارینټس سمندرګي له لارې د شمالي منجمند سمندر سره نښتی. د سمندر ختیځ لور ته، د اروپا سیمې، لکه: د جبل الطارق آبنا ( چې په دې ځای کې د مدیترانې له سمندرګي سره نښلي، چې د دې سمندر د څنډو یو سمندرګی دی او هم د تور سمندرګي سره چې دواړه له آسیا سره هم پوله لري) او افریقا پراته دي. [۱۵]

اتلانتیک په سویل ختیځ کې د هند سمندر سره یوځای کېږي. د ختیځ د نصف النهار په ۲۰ درجو کې، د اګولاس د څوکې له لارې د سویل پر لور له انترکټیکا سره پوله لري. د ۱۹۵۳ ز کال د حدودو پر بنسټ، دا سمندر له سویل نه انترکتیکا ته غځېږي، په داسې حال کې چې په وروستیو نقشو کې اتلانتیک د ۶۰ درجو په مدار کې د سویلي سمندر له لوري چاپېر شوی دی.  [۱۶][۱۷]

اتلانتیک نامنظم ساحلونه لري چې د زیاتو خلیجګیو، خلیجونو او سمندرګیو لکه د بالتیک سمندرګی، تور سمندرګی، کارابین سمندرګی، د ډاویس تنګی، د ډنمارک تنګی، د ډریک د تلنځ یوه برخه، د مکسیکو خلیج، لیبراډور سمندرګی، د مدیترانې سمندرګی، شمالي سمندرګی، د ناروې سمندرګی نږدې ټول د سکوشیا سمندرګی او نورو فرعي اوبو له خوا کنډو شوی دی. د دې سمندرونو د څنډو په ګډون د اتلانتیک ساحلي کرښه ۱۱۱۸۶۶ کیلومتره (۶۹۵۱۰ مایله) اوږدوالی لري، چې د د ارام سمندر د ۱۳۵۶۶۳ کیلومتره (۸۴۲۹۷ مایل) اوږده ده.  

د خپلو څنډو د سمندرګیو په ګډون، د اتلانتیک مساحت نږدې ۱۰۶۴۶۰۰۰۰ کیلو متر مربع (۴۱۱۰۰۰۰ مایل مربع) یا د نړۍ د سمندرونو د اوبو چې ټولټال حجم یې ۳۱۰۴۱۰۹۰۰ کیلومتر مکعب (۷۴۴۷۱۵۰۰ مایل مکعب) اوبه دي، ۲۳.۵ سلنه یا د نړۍ د ټولو اوبو ۲۳.۳ سلنه تشکیلوي. د خپلو څنډو له سمندرګیو پرته، اتلانتیک ۸۱۷۶۰۰۰۰ کیلومتر مربع (۳۱۵۷۰۰۰۰ مایل مربع) مربع مساحت او ۳۰۵۸۱۱۹۰۰ کیلومتر مکعب (۷۳۳۶۸۲۰۰ مایل مکعب) د ابو حجم لري. شمالي اتلانتيک ۴۱۴۹۰۰۰۰ کیلومتر مربع مساحت (۱۶۰۲۰،۰۰ مایل مربع) (۱۱.۵ سلنه) او جنوبي اتلانتيک ۴۰۲۷۰۰۰۰ کیلومتر مربع (۱۵۵۵۰۰۰۰ مایل مربع) (۱۱.۱ سلنه) مساحت لري. دا سمندر په منځنۍ توګه ۳۶۴۶ متره (۱۱۹۶۲ فوټه) ژوروالی لري او ترټولو ژوره برخه یې د پورتوریکو په کړنګ کې د ملواکي ژوره ده چې ۸۳۷۶ متره (۲۷۴۸۰ فوټه) ژوروالی لري.  [۱۸][۱۹][۲۰]

په اتلانتیک سمندر کې تر ټولو لوی سمندرګي

لوی سمندرګي [۲۱][۲۲][۲۳]

  • د سارګاسو سمندرګی – ۳.۵ میلیون کیلو متر مربع .
  • د کارابین سمندرګی –   ۲.۷۵۴ میلیونه کیلو متر مربع.
  • د مدیترانې سمندرګی – ۲.۵۱۰ میلیونه کیلو متر مربع.
  • د جینوا خلیج –  ۲.۳۵ میلیون کیلو متر مربع
  • د مکسیکو خلیج –  ۱.۵۵۰ میلیونه کیلو متر مربع.
  • د ناروې سمندرګی – ۱.۳۸۳ میلیونه کیلو متر مربع.
  • د هودسون خلیجګی – ۱.۲۳ میلیون کیلو متر مربع
  • د ګرینلنډ سمندرګی – ۱.۲۰۵ میلیونه کیلو متر مربع.
  • د ارجننټاین سمندرګی – ۱ میلیون کیلو متر مربع.
  • د لیبراډور سمندرګی – ۸۴۱۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د ارمینګر سمندرګی – ۷۸۰۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د بافین خلیجګی – ۶۸۹۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • شمالي سمندرګی – ۵۷۵۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • تور سمندرګی – ۴۳۶۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • بالتیک سمندرګی – ۳۷۷ زره کیلو متر مربع.
  • د لیبیا سمندرګی – ۳۵۰۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د لاواتین سمندرګی – ۳۲۰۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د سیلتیک سمندرګی – ۳۰۰۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د تیرني سمندرګی – ۲۷۵ زره کیلو متر مربع.
  • د سېنټ لاورېنس خلیج – ۲۲۶۰۰۰ کیلومتر مربع.
  • د بیسکې خلیجګی – ۲۲۳۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د ایجه سمندرګی –۰۰۰ ۲۱۴ کیلو متر مربع.
  • د ایوني سمندرګی – ۱۶۹ زره کیلو متر مربع.
  • د بلیاریک سمندرګی – ۱۵۰۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د ادریاتیک سمندرګی –۰۰۰ ۱۳۸ کیلو متر مربع.
  • د بوثنیا جلیج –۰۰۰ ۱۱۶ کیلو متر مربع.
  • د کرت سمندرګی – ۹۵ زره کیلو متر مربع.
  • د مین جلیج –۰۰۰ ۹۳ کیلو متر مربع.
  • د لیګوریان سمندرګی – ۸۰۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د انګلیس کانال – ۷۵۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د جېمز خلیجګی – ۶۸۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د بوثنیا سمندرګی – ۶۶۰۰۰ کیلو متر مربع.
  • د سیدرا خلیج –۰۰۰ ۵۷ کیلو متر مربع.
  • د هیبرایدز سمندرګی –۰۰۰ ۴۷ کیلو متر مربع.
  • د آیرلنډ سمندرګی –۰۰۰ ۴۶ کیلومتر مربع.
  • د ازوف سمندرګی – ۳۹۰۰۰ کیلومتر مربع.
  • د بوثنیا خلیجګی – ۳۶۰۰۰ او۰۰ ۸  کیلومتر مربع.
  • د وینزویلا خلیج –۰۰۰ ۱۷ او۸۴۰ کیلومتر مربع.
  • د کامچې خلیجګی –۰۰۰ ۱۶ کیلومتر مربع.
  • د لاین خلیج –۰۰۰ ۱۵ کیلومتر مربع.
  • د مرمرې سمندرګی –۰۰۰ ۱۱ او ۳۵۰ کیلومتر مربع.
  • د وادین سمندرګی – ۱۰۰۰۰ کیلومتر مربع.
  • د مجمع الجزایر سمندرګی –۰۰۰ ۸ او ۳۰۰ کیلومتر مربع.

ژوروالی

د اتلانتیک ژوروالی د اوبتلو غرونو په لړی سره چې د اتلانتیک د لوړو د منځنۍ لړۍ په نامه یادېږي، تر اغېز لاندې راغلی. دا لړی د ۸۷ شمالو درجو (87°N) یا د شمالي قطب د سویل له ۳۰۰ کیلومتره (۱۹۰ مایله) نه د ۵۴ سویلي درجو (54°S) په اوږدو کې د نیمه قطبي بوویټ ټاپو پر لور پرته ده. [۲۴]

د اتلانتیک د لوړو منځنۍ لړۍ

د اتلانتیک د لوړو منځنۍ لړۍ یا  MAR په اوږدوالي د اتلانتیک سمندر په دووبرخو وېشي، چې دواړې تلې د غرونو په نورو متقاطع لړیو پوښل شوې دي. د غرونو دا لړۍ تر ۲۰۰۰ متره (۶۶۰۰ فوټه) اوږدوالی په اوږدوالی لري، خو په دوو ځایونو کې  یې د لویو بدلونونو له خوا تغییر موندلی دی: چې یو یې د استوا کرښې ته نږدې د رومانچي کړنګ او بل یې ۵۳ شمالي درجو(53 ° N) ته نږدې د ګیبس د درز سیمه ده. MAR د لاندې اوبو پروړاندې یو خنډ دی، خو په دغو دوو بدلونونو کې د ژورو اوبو جریان کولی شي، له یوې خوا بل لور ته تېر شي.[۲۵]

د غرونو دا لړۍ یا  MAR د سمندر په تل کې له ۲ نه تر ۳ کیلومتره (۱.۲ نه تر ۱.۹ مایل) پورې لوړوالی لري او دا غوڅه دره په شمالي اتلانتیک کې د شمالي امریکا او یوریشیا د ځمکې د ټوټو (پلېټونو) او په سویلي اتلانتیک کې د سویلي امریکا او افریقا د ځمکو د ټوټو (پلېټونو) ترمنځ بېلوونکې پوله ګڼل کېږي. MAR د آیسلنډ په ایجافجالاجوکول کې د تورې ډبرې اورغورځونې او د سمندر په تل کې بالښت ډوله لاوا منځ ته راوړي. د دې لوړو په څوکو کې کې د اوبو ژوروالی په زیاتره ځایونو کې له ۲،۷۰۰ مترو (۱،۵۰۰ فاټومو؛ ۸،۹۰۰ فوټو) نه کم دی، پداسې حال کې چې د دې لوړو له لاندینۍ برخه نه دا ژوروالی درې چنده دی. [۲۶][۲۷]

د لوړو دا لړۍ یا  MAR د دوو عمودي لړیو پر مټ یوځای شوې دي: چې د ازورس – جبل الطارق بدلوونکی ټوټه ده چې د نیوبیان او یوریشیا د پلېټونو تر منځ پوله جوړوي او د MAR نه  ۴۰ شمالي درجو ته نږدې، د ازوروس د کوچنیو پلېټونو په دواړو خواوو کې، د از ازورس په دری بنده سمیه کې تېرېږي. یو ډېر مبهم او بې نومه پوله، چې د شمالي امریکا او سویلي امریکا د پلېټونو ترمنځ، د پځلس – شل د درز سیمې ته نږدې، تقریبا ًشمالي ۱۶ درجو ته نږدې ده، له MAR نه تېریږي. [۲۸][۲۹]

د چیلنجر سفر په ۱۸۷۰ ز کلونو کې هغه برخې وموندلې، چې اوس د اتلانتیک د لوړو د منځنۍ لړۍ په نوم یادېږي:

د لوړو یوه جګه لړۍ چې لوړوالی یې په منځني ډول نږدې ۱،۹۰۰ فاټومه (۳،۵۰۰ متره؛ ۱۱،۴۰۰ فوټه) دی له سطحې لاندې د شمالي او سویلي اتلانتیک په تله کې د فیرویل په څوکه کې د نصف النهار په لوري په متقاطع بڼه ترېږي، چې ښایي په وړاندې سویل کې د ګوف ټاپو ته نږدې وي، چې په نا منظم ډول د پخوانۍ او نوې نړۍ د ساحلونو څنډې تعقیبوي.  [۳۰]

د دې لوړو یوه پاتې لړۍ په ۱۹۲۰ ز کلونو کې د آلماني میټیور په سفر کې د اکو غږیزو وسایلو په کارولو سره کشف شوه. په ۱۹۵۰ز کلونو کې د MAR سپړنه، د سمندري تلې د پراخېدو او د تېکتونیکي پلېټ د منلو لامل شو.[۳۱][۳۲]

د MAR زیاتره برخه تر اوبو لاندې تېرېږي، خو چېرې چې د ځمکې سطحې ته رسېږي، اورغورځوونکې ټاپوګانو منځ ته راوړي. د دې ټاپوګانو له ډلې نهه یې په ګډه د خپلو د جیولوژیکي ارزښت له امله د نړیوالو میراثونو د ځایونو په توګه نومول شوې، چې څلور یې د کلتوري او طبیعي معیارونو له مخې د "لوی نړیوال ارزښت" په توګه ګڼل کېږي: چې د آیسلنډ ثینګوېلر، د پورتګال د پیکو ټاپو د تاک-باغ د کښت منظره،؛ د بریتانیا د ګوف او انکسیسبل ټاپوګان، انګلستان او د برازیل اتلانتیک ټاپوګان: فرناندو دی نورونها او اتلول داس روکاس ریزرو دي.  [۳۳]

د سمندر تل (بستر)

په اتلانتیک کې براعظمي لمنې د سویلي امریکا د وړاندې سویل د نیوفونډلنډ نه پیلېږي او شمال ختیځې اروپا ته پراخېږي. په لوېدیځ اتلانتیک کې کاربوني سطحې لویې سیمې، د بېلګې په توګه: د برمودا د لوړو توره ځمکه، تر پوښښ لاندې راولي. اتلانتیک د غیر فعاله څنډو له لوري چاپېر شوی پرته له یو څو ځایونو چې هغوی کې فعالې څنډې ژور کړنګونه را منځ ته کوي: لکه په لوېدیځ اتلانتیک کې د پورتوریکو کړنګ (چې اغظمي ژوروالی یې ۸،۳۷۶ متر یا ۲۷، ۴۸۰ فوټ) دی او په سویل اتلانتیک کې د سویلي سانډویچ کړنګ (چې ۸،۲۶۴ متره یا ۲۷،۱۱۳ فوټ) دی. د شمالي امریکا په شمال ختیځ، لوېدیځه اروپا او شمال لوېدیځه افریقا کې تر اوبولاندې ډېرې درې شته. د دې درو له ډلې ځینې یې د وچو په اوږدو کې پراخیږي او د ژورو سمندري کانالونو په توګه تر لویو سطحو غځېږي.  [۳۴]

په ۱۹۲۲ ز کال کې، د نقشه ایستنې او سمندر پوهنې په برخه کې یوه تاریخي شېبه پېښه شوه. یو اس اس سټیوارټ بېړۍ له سمندري غږیز ژور موندونکې آلې نه کار واخیست ،چې د اتلانتیک د تل په اوږدو کې نښتې نقشه رسم کړي. په دې تګلاره کې لږ اټکل موجود و، ځکه چې د غږیزې الې په مستقیمه توګه له بېړۍنه امواج لېږل، چې د سمندر له تلې سره نه یې انعکاس کاوه او بېرته بېړۍ ته راستنېدل. داسې انګېرل کېده چې د سمندر ژور تل هوار دی یوازې په ځینو ځاینو کې ژورې او لوړې، پراخ میدانونو، کړنګونه، اوبتلي غرونه،رودخانې، هواري، درې او ځینې غونډۍ شتون ولري. د وچو د څنډو په اوږدو کې بېلابېلې لمنې د څو ژورو کانالونو په درلودلو سره چې د وچو د لوړوالي په اوږدو کې غځېدلې دي، د تل توپوګرافي او نقشې اخیستنې شاوخوا ۱۱ سلنه تشکیلوي.  [۳۵]

د شمالي ۶۰ درجو (60°N) او سوېلي ۶۰ درجو (60°S) تر منځ منځنی ژوروالی ۳۷۳۰ متره (۱۲۲۴۰ فوټه) دی، یا د نړیوال سمندر اوسط ته نږدې دی، چې نمونه وی ژوروالی یې د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ مترو (۱۳۰۰۰ او ۱۶۰۰۰ فوټو) ترمنځ دی.

په سویلي اتلانتیک کې د والس لوړې او ریو ګرانډ لوړې د سمندر جریان په وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي. لارینټین ژورې د کاناډا په ختیځ ساحل کې موندل شوې دي.

سرچینې

دا هم وګورئ

سرچينې

  1. NOAA: How big is the Atlantic Ocean?
  2. "Atlantic Ocean". Encyclopædia Britannica. 
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ U.S. Navy 2001
  4. Mangas, Julio; Plácido, Domingo; Elícegui, Elvira Gangutia; Rodríguez Somolinos, Helena (1998). [[[:کينډۍ:Google books]] La Península Ibérica en los autores griegos: de Homero a Platón – SLG / (Sch. A. R. 1. 211)] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Editorial Complutense. د کتاب پاڼي 283–. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Ἀτλαντίς, DGE Diccionario Griego-Español". dge.cchs.csic.es. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hdt. 1.202.4
  7. Oxford Dictionaries 2015
  8. Janni 2015, p. 27
  9. Ripley & Anderson Dana 1873
  10. Steele, Ian Kenneth (1986). [[[:کينډۍ:Google books]] The English Atlantic, 1675–1740: An Exploration of Communication and Community] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-503968-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "pond". Oxford English and Spanish Dictionary, Synonyms, and Spanish to English Translator. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Pond". Online Etymology Dictionary. Douglas Harper. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wellington, Nehemiah (1 January 1869). Historical Notices of Events Occurring Chiefly in the Reign of Charles I. London: Richard Bentley. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Brown, Laurence (8 April 2018). Lost in The Pond (Digital video). YouTube. مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ IHO 1953
  16. CIA World Factbook: Atlantic Ocean
  17. CIA World Factbook: Pacific Ocean
  18. Eakins & Sharman 2010
  19. USGS: Mapping Puerto Rico Trench
  20. "Atlantic Ocean". Five Deeps Expedition (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. June 2010, Remy Melina 04 (4 June 2010). "The World's Biggest Oceans and Seas". livescience.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "World Map / World Atlas / Atlas of the World Including Geography Facts and Flags - WorldAtlas.com". WorldAtlas. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "List of seas". listofseas.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. World Heritage Centre: Mid-Atlantic Ridge
  25. Levin & Gooday 2003, Seafloor topography and physiography, pp. 113–114
  26. Kenneth J. Hsü (1987). The Mediterranean Was a Desert: A Voyage of the Glomar Challenger. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-02406-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. The Geological Society: Mid-Atlantic Ridge
  28. DeMets, Gordon & Argus 2010, The Azores microplate, pp. 24–25
  29. DeMets, Gordon & Argus 2010, Boundary between the North and South America plates, pp. 26–27
  30. Thomson 1877, p. 290
  31. NOAA: Timeline
  32. World Heritage Centre: Mid-Atlantic Ridge
  33. World Heritage Centre: Mid-Atlantic Ridge
  34. Levin & Gooday 2003, Seafloor topography and physiography, pp. 113–114
  35. Hamilton-Paterson, James (1992). The Great Deep. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)