ابوالخير ځلاند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوالخیر ځلاند (زوکړه د ۱۹۳۹ زېږدي کال جون، کوټه - مړینه د ٢٠١٤ ز کال د جنورۍ ٧،کوټه) (۱۳۱۸ لمريز لېږدي کال - د ۱۳۹۲ ل کال مرغومی)، د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال، شاعر او ژورناليست وو.

مخينه

ارواښاد ابوالخير ځلاند د ١٩٣٩ ز کال په جون کې د کوټې ښار شمال لور ته په پراته سره غوړگۍ نومي کلي کې زېږیدلی وو. د پلار نوم يې امير جان او په خټه بازى کاکړ وو. زده کړې يې له لومړي تر پېنځم ټولگي پورې د کوټې ښار لوېديځ لور ته د «غبرگ» کلي په لومړني ښوونځي کې کړې وې او د کوټې ښار له اسلامي لېسې څخه يې په لسم ټولگي کې هم ښې نومرې اخيستې وې. پر ١٩٦٤ ز کال له دولسم ټولگي فارغ شوى او پر ١٩٦٥ ز کال يې د لاهور له تعليمي بورډ څخه په پښتو کې ليسانس اخيستى وو.

ليکوال او شاعر ځاند تر زده کړو وروسته څه موده د ښوونکي او بيا پرله پسې بېلابېلې دولتي دندې ترسره کړې. تر دې وروسته د کوټې په دولتي راډيو کې لومړى د پښتو د ژباړونکي او بيا پروډيوسر دنده ترسره کړه کړه. له راډيو څخه تر کورناستي (تقاعد) وروسته يې شاوخوا لس کاله د کوټې د دولتي ټلويزون د خبرونو په څانگه کې د سرپرست په نوگه دنده ترسره کړه.

ابوالخير ځلاند پر ١٩٥٦ زېږدي کال په شعر ليکلو پيل کړى او لومړنى شعر يې پر همدغه کال ليکلى وو. هغه څه موده شاعري وکړه او بيا يې په نثر ليکلو پيل وکړ. گڼ شمېر شعرونه او ليکنې يې په «ولس- کوټه»، «پښتو- پېښور»، «اباسين- کراچۍ»، «زېرى- کابل» او «کابل» مجلو او «هېواد»، «ظفرالاسلام»، «برېښنا» او «بانگ حرم» ورځپاڼو او اونيزو کې خپاره شوي دي. ابوالخیر ځلاند د سویلي پښتونخوا په نوموتو شاعرانو او لیکوالو کې شمېرل کېږي.

ځلاند په نثر او نظم کې اووه کتابونه ليکلي دی. د عمر خیام د څلوریزو منظومه ژباړه، د متلونو قصې (دوه ټوکه)، خيرالدوام د صالح محمد تاجک پر قلمي نسخه څېړنه، تعليقات او لمنليکونه، انگۍ (د نيمې نړۍ فرياد، د پښتنو مېرمنو د ژوند هينداره)، د کسې لمر (د علامه عبدالعلي اخوندزاده پر ژوند او فن څېړنه) او همدا راز زه تنکۍ غوټې يم (د کوچنيانو لپاره شعرونه). ویل کېږي، چې د نوموړي څو نور آثار لا ناچاپه هم پاته دي.

د نن ټکی آسیا ویب پاڼې همکار چې ښاغلی ځلاند یې له نیږدې لیدلی او ورسره یې ادبي بانډارونه کړي، نوموړی یو متدین علمي او ادبي شخصیت ښيې او په وینا يې د نوموړي تر ټولو غوره ځانگړنه دا وه چې په هره جنازه او فاتحه کې به یې په خورا لوړ غږ او جرأت سره مرثیه (ساندې) له یاده ویله.

اروا ښاد ځلاند په پښتنې ټولنه کې د انجونو په زوکړه باندې د نه خوشحاله کیدو، هر وخت د زامنو ارمان او د حقونو نه ورکولو په اړه ډیر څه لیکلې دي خو عمومي، ولسي بدبختۍ يې هم د قلم او ټکو په زور ورښکاره کړې.

ليکوال او څېړونکې ډاکټر عبدالروف رفیقي وايي: که څه هم ابوالخیر ځلاند ډیرې مهمې ځانگړنې درلودې خو هغه په کاکړ سیمه کې د ودونو پر مهال د ښځو ځانگړی منظوم نصف « انگۍ » باندې ډېر کار کړی وو؛ د انگیو تاریخ او د هغې د ویلو طرز ته يي ژوره کتنه کړې وه.

د شعر بېلگې يې

زما د پاره دې ساړه اهونه - دزوی د پاره خوشحالۍ جشنونه

زما په زوکړه یاست ځړاند سرونه - د زوس پر وارې یاست ځلاند مخونه

زما بابکه! زما خوږه بابکه

مړينه

لیکوال، شاعر او ویاند ابوالخیر ځلاند له اوږدې مودې راهيسې د کوټې ښار د شالدرې په «الاډينه سړک» کې ژوند کاوه. نوموړی د ۲۰۱۴ ز کال د جنوري پر ۷، د چهارشنبې پر ورځ په کوټه کې د ۷۴ کالو په عمر له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. ددغه شاعر او ليکوال جنازه د جنورۍ پر اتمه ماسپښين په خپل پلرني کلي «سره غوړگۍ» کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوی نښيرونه يې

١- د متلونو کيسې، لومړى ټوک.

٢- د متلونو کيسې، دويم ټوک.

٣- خيرالدوام، د صالح محمد تاجک پر قلمي نسخه څطړنه، تعليقات او لمنليکونه.

٤- د عمر خيام د څلوريځو منظومه ژباړه.

۵- انگۍ، د نيمې نړۍ فرياد، د پښتنو مېرمنو د ژوند هينداره.

۶- د کسې لمر، د علامه عبدالعلي اخوندزاده پر ژوند او هنر څېړنه.

۷- زه تنکۍ غوټې يم، د کوچنيانو لپاره شعرونه.


اخځليک

۱- https://www.nunn.asia/9111/%D9%84%DB%8C%DA%A9%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%A7%D9%88-%D8%B4%D8%A7%D8%B9%D8%B1-%D8%A7%D8%A8%D9%88%D8%A7%D9%84%D8%AE%DB%8C%D8%B1-%DA%81%D9%84%D8%A7%D9%86%D8%AF-%D9%88%D9%85%DA%93/

۲- https://pa.azadiradio.com/a/25223493.html

۳- https://www.voadeewanews.com/a/pakistan-baluchistan-zaland/1830002.html