د معدې مکروب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د معدی میکروب (ايچ پایلوری) په انګریزي: (HP) یا (H Pylori) دا يو میکروب دي چې د هليکوباکتر پایلوری Helicobacter pylori په نامه سره ياديږی چې د نوم لنډیز یې HP دی .
دا میکروب د معدي په داخلي طبقه کي يعني د مکوزا (mucosa ) په طبقه کي ځاي پر ځاي کيږي او چي يواري يي ځاي ونيوي بيا يي ددې طبقې څخه پاکول مشکل وي. دا میکروب چه کله وجودته داخل شي په اول وختوکي نښي نښاني نه ورکوي خو څه وخت وروسته په معده کي د التهاب سبب ګرځي د مياشتو په تيريدو سره التهاب په زخم بدليږي او دا زخم چې نور ډير وخت پر تيرسي او چاره يي ونه سي کلونه کلونه وروسته په کنسر يا په سرطان (cancer) باندي يي دبدليدو احتمال زيات دي. دا ميکروب چې کله وجود ته داخل شي په اول وختوکي په اکثره انسانانو کي داسي خاص نښي او نښاني نه ورکوي خو د وخت په تریدو د لاندی مشکلاتو سبب گرځی

  • د معدي د بی هضمی سب ګرځي ( Dyspepsia indigestion) )
  • په ماشومانو کي تر ټولو د معدې زخم (ulcer) د سببو څخه اول درجه سبب شميرل کيږي
  • په خلګو کي د درد تر دواګانو(NSAID ) وروسته دوهم درجه کي د معدي د زخم سبب گرځي
  • د معدي د سرطان سبب ګرځي ( cancer )
  • خولي ته د ترخو اوبو راوستلو سبب گرځي (Gastroesophageal reflux )
  • د معدي و کلموته په خالي کيدوکي مشکل پيداکوي ( gastroparesis )

دامیکروب دنړي په سطحه تقريبا نيمايي نفوس ددي ميکروب سره مخ دي .پر مختللو هيوادو کي يي فصيدي څلويښت %40 ښودل سوي او په پس پاته هيوادو کي يي فيصدي تقريبا پنځه اويا %70-75 ښودل سوي ده.

په روزانه ژوند کښي ډير ميکروبونه سته چي د خولي دلاري او د غذا سره يوځاي معدي ته داخل کيږي خو د معدي د تيزابو او تيزابي محيط په واسطه دمنځه ځي ميکروبونه دمعدي د تيزابو څخه داخل د نس خواته نسي تيريدي وژني يي

اما ذکر سوي دمعدي ميکروب (Helicobacter pylori ) يا ايچ پالوري د معدي دتيزابو څخه د بچ کيدو په خاطر د خپل ځانه څخه د يوراز انزايم يا تيزاب (Urease) لری چی د هغه په واسطه په معدي کي يوريا په امونيا ګاز او باي کاربونات تبديل کوي ذکر شوي تعامل په معدي کي القلي محيط منځته راوړي د باکتري (ميکروب) لپاره خوښونکي محيط دی اسانه فعاليت پکښي کولاي سي .

دمعدي ميکروب يا بکتري په تيزابي محيط کښي په کښته پي ايچ کي (PH) ژوند نسي کولاي دمنځه ځي

دا ميکروب اکثره وخت د معدي په اخيرني برخي کي او دغټو کلمو د سر په برخه کي زخم جوړوي ځکه ددي برخو محيط نسبت نورو برخو ته زيات القلي محيط دي د ميکروب لپاره مساعد محيط دي تيزابي خاصيت يي کم دي نسبت نورو برخوته

هغه انسانان چه دډيروخت لپاره دمعدي دشکايت څخه ځوريږي بايد ددي ميکروب يا ايچ پي HP معاينات وکړي ډير ددي احتمال سته چه ايچ پي HP یي مثبت وی خو ددی میکروب دمخنیوی لاری چاری او دواگانی هم سته.

د میکروب سرایت د یو انسان څخه بل انسان ته:[سمول]

داميکروب دانسان څخه انسان ته دخولي دلاري په اساني سره انتقال کيداي شي او همدارنګه دچټلو شيانو دلاري دانسان و معدي ته انتقال کيداي شي.

هغه خلګ چه دامیکروب ولري دخپل خوراک لپاره استعما ل شوي لوښي بايد دبل سره شريک نکړي , استعمال شوي لوښي اول بايد ښه پاک او پريمينځل شي ورسته استعمال شي

همدارنګه هغه ميرمني ,نياگاني (اناگاني),او نيکه گان چه پدي ميکروب اخته وي و خپلو کوچني ماشومانو او لمسيانوته بايد يو شي په خپله خوله ميده ميده او بیا یی ماشومانو ته ور نکړي ځکه ددي لاري دميکروب انتقال اسانه امکان لري

اکثره وخت بعضي خلگ داسي عادت لري چه ډوډي یا بل غذا په خوله کي ميده کوي بيا يي ماشومانوته ته ورکوي چه دايي دانتقال ډيره خطري لار ده.

دتشخيص لپاره يي محتلف لابراتواري تسيتونه سته ( Culture, Biopsy, Rapid urea test , urea breath test ) چه دهغوي په واسطه د ميکروب يا ايچ پالوري شتون والي او نه شتوالي ثابت کيږي

د معدي د ميکروب دتداوي لپاره څو ډوله معياري نسخي سته چه دهغوي څخه يوه عمومي نسخه په لاندي ډول دي

Lansoprazole+ Amoxicillin + clarithromycin

ذکر سوي نسخه په ډير لوړ فيصدي د معدي ميکروب د منځه وري او که چيري ذکر سوي دمعدي ميکروب تداوي نسي د ژوند تر پايه خپل فعاليت ته دوا ورکولاسي له دي خاطره تداوي يي اړينه(ضروري) ده

پورته ذکر سوي نسخه بايد د داکتر په مشوره استعمال سي ځکه هغه خلګ چي د پښتورګي (ګردوکي) او ينه (جيګر) مشکل ولري کيداسي دوا ورته معادل او تبديل سي

هغه خلګ چه د پښتورګي مشکل ولري کيداسي د پښتورګي درد ور څو چنده کړي خو د دوا داستعمال په وخت کي بايد روزانه پريمانه اوبه وچښي تر څو پښتورګو(ګردوکي) ته زيات تاوان (ضرر) ونه رسوي

پورته ذکر سوي نسخه د اوه يا څوارلس ورځو لپاره استعمال کيږي خو څوارلس(14) ورځي يي ښه دي

پورته دري قلمه دوا د معدي لپاره ښه کيفايت کوي بعضي ډاکتران سته ددي لپاره چي نسخه نور هم ور درنه کړي نو د ويټامينو , تقويه دواگاني اوداسي نور په بغل کي ورسره ورکړي

هغه خلګ چي معدي تکليف ولري دلاندي شيانو څخه بايد پرهيز وکړي.

  • هغه دواګاني چه پرمعدي ښه نه لګيږي لکه د درد دواګاني اسپرين بروفپن ...بايد زياته تري استفاده ونه شي.
  • دسګريټو دڅکولو څخه با يد ځان وساتي.
  • دتشويش او ذهني فشارو څخه بايد ځا ن ليري وساتي.
  • دزيات غوړ(روغنی) او تيزابي شيانو څخه بايد ځان وساتي.
  • دمرچکو , اچارو, چکنيو داستعمال څخه بايد ځان ليري وساتي.
  • په منا سب مقدار با يد هر وخت خواړه وخوري نه لږ نه ډير متوسط مقدار.
  • رومي, مالټي ,نارنج, او زياته مالګه بايد استعمال نه کړي.