د ولسواکو ټاکنو لپاره نړیوال سیستمونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټاکنیز سیستم د رایې کارونې پروسې ته منظم شکل ورکوي او دا پروسه تر هغې رهبري او اداره کوي تر څو د خلکو رایې د تصمیم له پړاوو څخه د استازیتو او قانوني مشروعیت تر کچې ورسیږي. په افغانستان کې د ټاکنیزو سمونونو خبرې وخت ناوخت د خلکو او سیاسي فعالانو ترمنځ د جدي بحثونو موضوع گرځي، خو په تخنیکي لحاظ ډیر محدود کسان په ولسواکو ټولنو کې د ټاکنیزو سیستمونو په اړوند دقیق مالومات لري. نو دا لامل کیږي چې تخنیکي بحثونو په نظریاتي او احساستي بحثونو بدل شي او د ولس په منځ کې اندیښنې او بې باورئ را منځته کړي. شاید د ټاکنو په اړوند تخنیکي بحث یو څه پیچلي وي خو خورا په زړه پورې او د پوهیدو وړ دی. ما هڅه کړي په لاندې توضیحي نقشه کې د ټاکنیزو سیستونو د پیژندنې او څرنگوالي په اړوند لنډ مالومات وړاند کړم. هڅه مې دا ده چې مالومات ساده او داسې را ټول کړم چې نه یوازې مسلکي کسان بلکې عام خلک هم له ټاکنیزو سیستمونو سره بلد شي. یادونه: د ځینو تخنیکي اصطلاحاتو لپاره په پښتو او دري دواړو ژبو کې داسې بدیل لغاتونو او ویووکي پیدا نه شول چې عام فهمه او ساده وي. د وخت په تیریدو سره به دا ستونزه هم هواره شي د پښتو ژبي له ډاکټر محترم نورالحبیب نثار سره مې وخت په وخت د ځینو اصطلاحاتو او لغاتونو په اړوند مشوره کړي چې د ده له لارښونې سره سم مې ځیني ویووکی او لغاتونه په داسې ډول راوړي چې په فارسي او عربي ژبو کې ترې گټه پورته کیږي.

د ټاکنو په اړوند توضیحي نقشه دا مالومات وړاندې کوي:[سمول]

ټاکنیز سیستم څه شی؟[سمول]

ټاکنیز یا د رایې کارونې سیستم په ټولیزه توگه هغه پروسه ده چې د خلکو رایې پر یوه سیټ یا څوکۍ باندې بدلوي. ټاکنیز سیستم دا په گوته کوي چې د ټاکنو پر مهال د یوه نوماند یا سیاسي حزب د بریالیتوب لپاره څومره او څه ډول رایې په کار دي تر څو په نښه شوي څوکۍ یا سیټ ته بریالي شي. په ټوله کې ټاکنیز سیستمونه مختلف ډولونه لري، چې له مخې یې بیلابیلې پایلې په لاس راځي او همدارنگه هر ټاکنیز سیستم رایه ورکونکو ته مختلفې اسانتیا وې او فرصتونه تولید وي. what is ele.sytm

ټاکنیز سیستم د رایې او سیټ تر منځ د بدلون څرنگوالی ټاکی، په دې مانا چې څه ډول او څنگه د خلکو رایې پر یوه انتخابي سیټ یا څوکۍ باندې بدلیږي. ټاکنیز سیستم هغه قواعد او لارښونې رهبري کوي چې د یوې ټاکنیزې څوکۍ لپاره څومره او د خلکو څه ډول رایې اړینې دي. که څه هم دا قواعد او لارښونې په هر ټاکنیز سیستم کې توپیر کوي خو په ټولیزه توگه ټاکنیز سیستم د رایې پر یوه ټاکنیزه څوکۍ یا سیټ باندې د بدلولو چارې سمبالوي. په پایله کې، همدا بیلابیل ټاکنیز سیستمونه نوماندان هڅوي چې د قانوني لارو په کارولو سره خپل سیاسي کمپاینونه تنظیم کړي. ځیني ټاکنیز سیستمونه شاید د مشخصو نوماندانو لپاره ځینو محدودیتونه ولري، له بلې خوا همدا مختلف سیستمونه رایه ورکونکو ته بیلابیلې خوښې وړاندې کوي چې کولی شي د رایه ورکونکو پر پریکړو باندې اغیز وکړي.

د ټاکنیزو سیستمونو ځانگړنې او څرنگوالی[سمول]

موږ دلته په لنډه توگه داسې ویلی شو چې ولسواک ټاکنیز سیستم په ټولو هغه ساحو کې کارول کیږي چیرته چې لاندې اساسي قواعد او بنسټونه موجود وی: •ټاکنې دوامدارې او بې پرې وي •هره کارویدونکې رایه یوشان ارزښت ولري •د ټاکنو په ترسره کیدو د اکثریت ولس توافق ترلاسه شوی وي •د لږکیو غوښتنې هم په سمه توگه په پام کې نیول شوي وي •په لوړه کچه د رایه ورکوونکو گډون ډاډمن وي •ټولو په شرایطوبرابرو ښاریانو ته د رایه ورکونې حق ورکړل شوی وي •د رایو کاروونکو ته ټولې اسانتیاوې موجودې وي

د ځانگړنو له مخې ټول ټاکنیز سیستمونه درې عمومي ځانگړنې لري چې د ټاکنیز سیستم د کارونې ټولیز قواعد او بنسټونه جوړوي:

د ټاکنیزې حوزې حجم: ټاکنیز سیستم د یوې ټاکنیزې حوزې په دننه کې د منتخبو استازو د تعداد څرنگوالی ټاکي. په دې مانا چې له یوې ټاکنیزې حوزې څخه یوازې یو استازی ټاکل کیږي او که څو استازي ټاکنیز سیټ یا څوکې ته لاره پیدا کوي.

د رایو پاڼو جوړښت: په دې ځانگړنه کې یو ټاکنیز سیستم رایه ورکونکو ته دا واک ورکوي تر څو په رای پاڼه کې د ځانگړې نښې په واسطه خپل انتخاب په ډاگه کړي. د ټاکلو دا ډول اختیارات چې یوه رایه ورکوونکي ته په واک کې ورکول کیږي د دوو یا څو نوماندانو تر منځ او یا هم د نوماندانو او سیاسي احزابو تر منځ وي. په ځینو سیستمونو کې رایه ورکونکي ته تر یوه زیات اختیارات ورکول کیږي چې د سیاسي احزابو او یا ازادو نوماندانو په منځ کې خپله رایه مالومه کړي. د رای پاڼو جوړښت په هر ټاکنیز سیستم کې تو پیر کوي خو هدف یې په ټولیزه توگه یو وي.

ټاکنیز فارمول: ټاکنیز سیستم د ټاکل شوي میتود له مخې کارول شوې رایې پر ټاکنیزو څوکیو یا سیټونو باندې بدلوي. په دې برخه کې د ټاکنیزې حوزې حجم او د رایو پاڼو له جوړښت څخه گټه پورته کیږي. په دې مانا که چیرې له یوې ټاکنیزې حوزې څخه یو یا څو استازي ټاکل کیږي هغو رای پاڼو ته مراجعه کیږي چې د رایه ورکونکو لخوا کارول شوي وي. په دې ځانگړنه کې هر ټاکنیز سیستم هغه قواعد په نظر کې نیسي چې دقیقاً د یوې ټاکنیزې څوکۍ یا سیټ لپاره څومره رایې او یا د رایو سلنه اړینه ده تر څو یو استازي یا څو استازي یې په پایله کې د کارول شویو رایو په څرنگوالي سره و ټاکل شي.

د ټاکنیزو سیستمونو ډولونه:[سمول]

که څه هم ټاکنیز سیستمونه بیلابیل ډولونه لري، خو د دې لپاره چې ساده شي موږ لومړی دغه سیستمونه په څلورو گتگوریو باندې ویشو: د ټاکنو کثرتي سیستم د ټاکنو اکثریتي سیستم د ټاکنو د نسبي استازیتوب سیستم د ټاکنو ترکیبي سیتسم

موږ دلته یو بل شي ته هم باید اشاره وکړو، د ځینو بیلگو په وړاندې کولو سره به په دې و پوهیږو چې هرې کتگورۍ په خپل ځان کې څو ډوله واړه او لوی سیستمونه یا میتودونه ځای کړي دي، دا سیستمونو د دولتونو د جوړښتونو او قوانینو په نظر کې نیول سره توپیرونه لري. دا چې موږ دلته په ټولیزه توگه د ټاکنیزو سیستمونو د پیژندگلوۍ، څرنگوالي او ځانگړنو په تړاوو مالومات وړاندې کوو، نو دا به لا ساده او اسانه وي چې هره کتگوري په جلاجلا توگه و څیړو. لکه چې وویل شول د هرې کتگورۍ په دننه کې مختلفې لارې چارې په نظر کې نیول کیږي خو په ټولیزه توگه شریکې ځانگړنې لري او له ټاکنیزو پیښو سره په لږ توپیر یو ډول چلند کوي په دې مانا چې هره ځانگړي شوي کتگوري په پایله کې ټاکل شوي هدفونو په لاس راوړي.

د ټاکنو کثرتي سیستم[سمول]

د ټاکنو اکثریتي سیستم[سمول]

د ټاکنو نسبي سیستم[سمول]

د ټاکنو ترکیبی سیستم[سمول]

د ټاکنیزو سیستمونو پرتلیز څرنگوالی[سمول]

په ټاکنیزو سیستمونو کې ورستي پرمختگونه[سمول]