د مرکزي بانک پوره معلومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سريزه : څرنگه چي پوهيږوه بانک دېو ملک د اقتصادي ترقي لپاره يو مهم اوضروري اداره دي نوغواړم چي يو لنډ شان تبصره پري وکړم بانک په نني عصرکي د بشرداقتصادي تبادلي يومهمه لاسته راوړنه ده بانک پخپله يا پخپل سرپه يو وخت کي منځ ته ندي راغلي بلکي په هماغه ډول چي پيسي د تبادله د اتکامل له امله اود ورځنېواړتياو اهميت ثرکندکړي ترکوم ځايه چي مطالعواو ثيړنودبانک لمړي توب اړتيااوهغي بنسټيزاصول داقتصاد دعلم په چوکات کي خپل اړينتوب منځ ته راوړ نوځکه بانک پوهنه نن داقتصاد په ډيروضروري پوهنوکي شميرل کيږي دېوهيواد په پولي ستسم کي مرکزي بانک دسوداکريزوبانکونواودبازاري بانکونو ترمنځ دېوي مرکزي هستي حيثيت لري البته دغه بانک دنوروبانکونوسره توپيرلري ثرنگند ده چي دغه بانک ېوه حکومتي موسسه وي خوپه زياترو هيوادنوکي د حکومت له کنترول نه بهروي چي هدف به يي دېونورومالي موسساتوپرخلاف په لمري کام کي د کټي لاس ته راوړل نه وي بلکي هدف به يي د څارني او مراقبت د لاري اقتصادي استقرار،دپيسوحجم اواندازه او ناکامي څخه دنورو بانکونو او اقتصادي سيستمونو مخنيوي دي دمرکزي بانکونو پراختياه اوپرمختياه له دو لارو صورت موندلي

اول : دغوبانکونو ديو تکاملي جريان له مخي پراختياموندلي ده چي مثال يي د انکلستان بانکونه دي پدي جريان کي په مشکل سره ويلاي شوه چي يو سوداگريزبانک څه وخت په مرکزې بانک تبديل شوي دوهم : دلومړي طريقي پر خلاف لومړي دغه بانکونه دمرکزي بانک په حيث دحکومت له خوا رامنځته کيږي او تشکيلات ورته برابروي لکه په کوم بنسټ چي په (١٣١٨)هجري شمسي کال دحمل په (٢٥)د افغانستان بانک (١٢١)ميلونو افغانيوپه سرمايه سر تاسيس اودمرکزي بانک وظيفي يي په غاړه واخستي اودمرکزي بانک په حيث يي ټولي داخلي اوخارجي چاري سر ته رسولي دي مرکزې بانک د يو هيواد د تجارتي بانکونو تر منځه په کارکي هماهنگي پيداکوي او دضرورت په وخت کي ورته مالي کومک ورکوي لکه ثرنگه چي پوهيږوه مرکزي بانک دوه مهمي وظيفي عبارت دي له پولي تظارت اوکنترول دپيسو ارزښت او استقرار په خاطر اوبله مهمه وظيفه يي دنورو بانکونو او اقتصادي ادارو د ناکامي مخنيوي دي په دي خاطر په دي رساله کي د مرکزي بانک د نظارت اوڅارني سيستم په موصوع کانو يعني د مالي چارود نظارت سره به اشنايي پيداکړوه

دبانک په هکله عمومي معلومات ،معنا ،مفهوم[سمول]

ځني اقتصاد پوهان پدي نظردي چي دبانک کلمه داتيالوي کلمي (Bancus ) يا ( Banco) څخه اخستل شوي دي په انکليسي کي د(Banch) معني ورکوي چي دکيناستيدواوږد چوکي ته ويل کيږي په پخواني زمانوکي به سوداکروخپل دخرڅلاوشيان ددي له پاسه ايښوده ايتالوي يهودسوداگروبه هم دراکري ورکري په مهال ددغه ډول چوکيو څخه کار اخسيتوه کله چي به کوم سوداکر په خپل سوداکري کي تاواني شونو پورورکوونکي به دهغي (بينچ) يا چوکي ماتولو يو بله ډله اقتصاد پوهان بيا په دي عقيده شوي چي د شريکي پانکي معناورکوي هغه دي چي دبانک کلمه د جرمني ژبي (back ) څخه اخستل وخت چي جرمنيانو داټيالي هيواد زياتره برخي کنترولولي نود (bank ) کلمه ايتالوي کي (Banco )بدله شوه اوبيا د وخت په تيريدوسره په انکلسي کي په (bank ) تبديل شوه خوزياتراقتصاد پوهان په دي موافق دي چي (banco) کلمه په (bank) بدله شويده د دنياه لومري بانک داتيالي د وينس (wanes) بانک دي چي د (wanes) په ښارکي په کال (١٥٨٤)م کي د وينس دبانک په نوم تاسيس شوه همدار رازپه انکلستان کي دويليم سونم (willian,salim ) په زمانه کي په کال (١٦٩٤)ميلادي کال کي داتکلستان بانک په نامه تاسيس شوه دبانک په (evilution) يا تدريجي جوړښت کي دري (٣) ډول کسانو ډير مهم رول لوبولي دي: 1: سوداگر 2 :پورورکونکي 3 : زرگران

  1. سوداکر merchants : په پخوازمانو کي سوداگروپه ټولنه کي د عزت وړمقام درلود دوي به اعتباراوايمانداري له پلوه دباوروزړخلک گڼل کيدل په (١٤) ميلادي کال کي ډيريهودي سوداکرله ايتالي څخه انکلستان ته لاړل اوهلته به يي خلکو ته بي نقدي روپي په پورورکولي او ددي په بدل کي به ددوي څخه سود اخسته دوخت په تيريدو سره ددوي مالي حالت ډيرپياوړي شوه ان تردي چي باچابه هم له دوي څخه وخت په وخت پوراخيسته همداوجه وه چي دوي په باندنيي سوداکري کي هم مهم رول درلوده دوي به دنوروهيوادو کي به يي خپلو نماينده کانوته ليکل چي زمويږد اجازت نامي په صورت کي بايد اجازت نامي لرونکي ته ليکلي شوي پيسي ورکړي اودغه اجازت نامي په اوس وخت کي bank draft يا د بانک دپسو دورکړي سند بلل کيږي
  2. پورورکوونکي money lenders: داهغه کسان دي چي ضرورت لرونکوته پورورکوي په لړيو وختونوکي به پور دوي د خپل ذاتي شتمنيو څخه ورکاوه چي کله د دوي راکړي ورکړي پراختيا ومونده نو دوي هم دنوروخلکوڅخه د پورونو اخستل شروع کړل دوي به چاته پورورکولو دهغوڅخه به يي ډير سود اخيسته دسود ترمنيځ دغه توپيرد دوي گټه وه

په اوسني پرمخ تللي بانکي سيستم کي دوه اسا سي کارونه همدغه دي دخلکو څخه پيسي دکيښودولو لپاره اخلي او نور لويو شرکتونو او خلکويي په سود ورکوي

  1. زرگران Gold smiths: په تيرووخت نو کي د زرکرانو مالي حالت ډيرښه وه له دوي سره به د قيمتي شيانو اوپيسو سرو اوسپين زرو د سمبالتيا ډيرغټ غټ ضندوقو نه وه چي د خلکو امانتونه به يي په کي ايښودل همدالامل وه چي خلکو به خپل سره اوسپين زراو نورقيمتي شيان له دوي سره امانت په ډول ايښودل کله چي له دوي سره خلکو امانتونه ډير زيات شول نودوي به خلکوته دامانت کيښودوپه صورت کي يو ليکلي سند ورکاوه او دچا به چي دغه سند موجود وه نوهغوي کولاي شول چي هروخت وغواړي دزرکروڅخه پيسي ترلاسه کړي دغه سندونه دبانکي چکونو لمړني بڼه وه

دبانک تعريف : بانک يوجامع تعريف نه لري ځکه تراوسه چي اقتصاد پوهان څومره تعريفونه کړيدي نود وخت په تيريدوسره په هغي کي نمگړيتاوي رابرسيره شويدي دلته به دڅونامتو پوهانونومونه او تعريفونه يادگړو:

    1. پروفيسورکراوټر: بانک د خپلو او نوروخلکو دپورونو دراکړي ورکړي کارتر سره کوي بانک دعامو وکړوڅخه پوراخلي او اړتيالرونکي ته يي په پور ورکوي
    2. کنيلي :بانک داسي اداره ده چي روپي دامانت په ډول اخلي او د پور په ډول يي ورکوي
    3. پروفيسرنالډز :بانک يوه داسي اداره ده چي د پيسو راکړه ورکړه ترسرکوي هغه خلک څخه چي زياتي پيسي لري پوراخلي اوهغه چاته چي پانگه په کاراچوي په پورورکوي
    4. دبانک جامع تعريف : بانک يوداسي اداره ده چي دپيسو راکړي او ورکړي په کي صورت نسيي د خلکو څخه سپما شوي دامانت په ډول اخلي او رغه پيسي بيا اړتيا لرونکي خلکوته دتوليد ي اوغيرتوليدي کارونولپاره په پورورکوي په کم نرخ سودورکوي اوپه زيات نرخ سود ورکوي اوخپله گټه پرلاسه کوي.

په اقتصادي پرمختک کي دبانکونورول[سمول]

بانکونه دهيوادپه اقتصادي پرمختک کي ډيرمهم رول لري که بانکونو وجودنه درلوده نوخلک ملک اقتصادي پرمختک به هم ډيرسيست واي بانکونه ديوهيواد په اقتصادي پرمختک کي په لاندي ډول برخه اخلي:

  1. دسرمايه برابرول :ديوملک دوروسته پاتي والي يوعمده وجه دسرمايه کمښت دي بانکونه دسرمايي دکمښت د لري کولولپاره دخلکو امانتونه ځان سره ساتي اوکله چي پيسي جمع گړي نوبياي نورخلکوپه قرضه ورکوي اوپاتي په داسي کارونو کي په کاراچوي چي داقتصادي پرمختک د ښه والي سبب وگرځي
  2. دنړيوالي سوداکري پراختياه : لکه ثرنکه چي ديو ملک اقتصادي پرمختک لپاره نړيواله سوداکري ډير ضروري ده نوبانکونه د نرنوال تجارت دپراختياه لپاره قرضونه برابروي.
  3. زارعتي پرمختک : بانکونه بزکرانوته قرضي برابروي ترڅوکروندکرخپل دضرورت وړوسايل دزراعت لپاره ورباندي واخلي ترڅوکرونده په ښه ډول ترسره کړي اوزيات حاصلات ترلاسه کري.
  4. دپيسو بهترين استعمال : بانکونه دزياتو خلکو ايضافي پيسي دځان سره ساتي اويا يي دهيوادپه اقتصادي پرمختک کي استعمالوي او خلکوته يي ورکوي.
  5. دپيسوپه انتقال کي اسانتياوي

بانک دپيسي ديوخاي نه بل خاي ته په ليږدولو کي اسانتياوي برابروي چي په دي ډول سره تجارتي اوصنعتي کاروبارکي پراختيارامنخ ته کيږي او هيواد اقيصادي پرمختک ورسره چټکتيامومي

  1. په سپماکي زياتوالي :بانکونو له وجهه په خلکوکي د سپماجذبه زياتيږي اوزياتي پيسي سپماکوي اودغه پيسي په توليد ي کارونوکي په کار اچولو سره د ملک اقتصادي

پرمختک تيزيږي

  1. د ځايونو جوړول: بانکونه په هيواد کي د ځايونو د کموالي د ستونزي د لري کولو په خاطر خلکو ته قرضي ورکوي ترڅو نوي ځايونه جوړ کري چي پدي ډول سره دزياتو خلکو داوسيدو ضرورتونه رفع کوي.

1. ٨اقتصادي پرمختک : بانک دملک په اقتصادي پرمختک کي مستقيم رول لري د مثال په دول ځيني بانکونه دصنعت اوزراعت دپراختياه لپاره قرضونه برابروي څومره چي په يو هيواد کي صنعت اوزارعت پرمختک کوي هغومره د توليد دزياتوالي سبب کرخي

٩ په کاروبارکي اضافي والي بانک خپله پانکه په گټواو کارونوکي په کاراچوي چي په دي دول سره په هيواد کي دکاروبار په ساحه کي اضافه والي راځي اوبي کاري کموالي سبب کرځي 10 په ملي عايد کي زياتوالي : بانکونه د خلکو نه د هغوي اضافي پسي په قرض اخلي اوهغوي خلکو ته سود ورکوي چي ضرورت ورته ولري چي پدي دول قرض سره دخلکو په عايد کي زياتوالي راځي او خلکو د عاپد زياتوالي دملي عايد د زياتوالي سبب کرځي

1. مرکزي بانک تعريف definition of central Bank مرکزي بانک عبارت له هغه څخه دي چي دملک اقتصادي اومالي استخدام په غاړه لري دهغه بانک د نوروبانکونو رهبر او لارښوددي مرکزي بانک دهيواد ترټولو مهمه اداره بلل کيږي کومه چي دټولوتجارتي بانکونو يا commercialڅارنه کوي اودهيواد د مالي نظام په ښوالي کي لوي لاس لري دغي اداره ته مرکزي بانک اوپه عربي ژپه کي ورته (البنک الريس) يا (يادالمصرف الريسي ) اوپه انکريزي کي ورته (central bank ) دغه اداره په ډيړوهيوادونوکي په ډيرونومونوياديږدي دلته مويږمرکزي بانک دڅوعلماوله نظر تعريف کړي ♠ ډي کاک : ( نوم په e) مرکزي بانک داسي تعريفوي مرکزي بانک دهر ملک بانکي او ذري نظم ساتونکي دي دابانک پرملک کي د عامه افرادواو اشخاصو داقتصادي حالت د ښوالي په خاطرډيروظايف تر سره کوي ♠پروفيسر کينټ داسي تغريفوي دايو داسي اداره ده چي پدي کي دعوامو دخوشحالي لپاره د زرو اندازه دکميدو بندوبست کوي او پلان عملي کوي ۩دمرکزي بانک درامنځ ته کيدوعامل

ديو ملک داقتصادي حالاتو دنيظم اونسق لپاره لازمي ده چي زرولري ترهغه وخت پوري يو ملک ترقي په لورحرکت نشي کولي ترڅوچي يو قوي اقتصادي نظام ونه لري ددنيا داقتصادي حالاتو د مطالعي څخه معلوم کيږي چي دلومړي نړيوال جنک څخه وروسته دېو زيات تعداد ملکونه زري نظم اونسق له منځ وړا اودهغو هيوادونه نفوس ددي عمل نه زيات سخت زيانمندشول ثرنکه چي ددغه ملکو نه مصارف اندازه ترهغي انداره زيات وه چي د حکومت کتنرول څخه وتلي وه چي دملکونه داقتصادي پرمختک په ټپه ودريدلي وه د دي لپاره ضروري وگڼل شوه چي دملکونه ذرري نظام لپاره داسي اداره ايجاد کړي شي چي د زرو راکړه ورکري لاښوونه وکړي او ملکو نه د تباهي څخه نجات ومومي چي پدي شکل په کال (١٩٢٠)کال د بلجيم په هيواد کي يو جهاني مالي کنفرانس دايرشوه اوپدي کنفرانس کي فيصله وشوه چي هرملک دزرودنظم او نسق لپاره يو قوي او اساس اداره جوړکري شي چي داقتصاد د پرمختک سره مرسته وگړي نوددغه مشکلاتو په نظرکي نيول سره فيصله وشوه چي بايد هرملک مرکزي بانک جوړکري نوپدي اساس دمرکزي بانک د جوړيدول ضرورت رامنځ ته شوه نوپدي اساس فيصله شوه چي بايد هرملک يو مرکزي بانک ولري چي ددي بانک هدف دعامه منافعولاس ته رازړل او د ملک د خلکو لپاره دمرافاه ژوند دسهولتونه برابرول دي چي په دغه کنفرانس کي اکثريت ملکوته په اتفاق فيصله وشوه هغه ملکونه چي مرکزي بانک نه لري بايد مرکزي بانک زرترزر تاسيس کړي مرکړي بانک مهمترين اداره اودټولو بانکونه رهبردي اوپه ملک کي داقتصاد ي اومالي حالاتو داستقرار اوباثبات ساتول ذمواري په غاړه لري اوکټه ددي بانک دوهمي هدف او مقصددي ځکه ورته مرکزي بانک وايي چي دادملک داقتصادي حالاتو اوبانکي نظم مرکزي حيثت لري دمرکزي بانک قانوني حدود مرکزي بانک د دولت له طرفه جاري شوي قانون اودهغي حدود په نظرکي نيول سره ټول هغه کارونه سرته رسوي چي ورته سپارل شوي وي مثلاً دپيسو نشرول ذمواري اوهغه داستعمال طريق تر څو چي مملکت په خپل اښپوودريږي مرکزي بانک خپل روزمره معاملات راکره ورکره اود ټولودولتي مامورينو دمالي حالت حفاظت کوي ددي اصولو اومقرارتو خلاف کار نشي کولي اونه ددي شرطونه سرغړونه کولي شي مرکزي بانک دمملکت مالي نظيم د پرمختک او ترقي په غاړه لري مرکزي بانک خپل ټول ذمواري صرف قانوني حدوته سپاري دمرکزي بانک شخصي اختيارات مرکزي بانک دخپل وظايف په کاميابي سر سرته رسولولپاره يو څو مشخص خواص اختياروي ترڅو دملک اقتصادي حالت استقرارپيداکړي بهرني فشارنه ازاد: مرکزي بانک يو مهم اصول او قانون دادي چي د ټولو مملکت په سطحه داقتصادي حالاتو دښوالي لپاره په جراعت او امانتداري سره کار ترسره کوي مرکزي بانک ديو خاص کوند اويا کروپ اوياقوم اوملت پوري اړه نلري بلکه مرکزي بانک دملک دمالي نظيم سرپرستي کوي دادي لپاره چي ديو ملک اقتصادي حالت دښوالي اوخپل ټول ضروري کارونه به غيردچادکومک اوتـــــــــسلط نه په ازاد ډول خپل کارونه سرته رسوي کچيري دکوم ملک مرکزي بانک دکوم کوند او يا کوم قوم پوري خاص او دهغي لپاره کاروکړي نودا کاردملک داقتصادي حالت دخرابوالي او د بانکي سيستم دله منځ تللو سبب گرځي ددي نه مقصد داندي چي دولت اومرکزي بانک خپلو کي کوم ښه رابط نلري بلکه دادي بانک دخپل کارونه ښه ترسره کولولپاره په خپل منځ کي يو دبل سره همکاري کوي اويو د بل ته داقتصادي حالتود ښوالي لپاره مشهوره اوپلانونه ورکوي

مرکزي بانک جوړول[سمول]

مرکزي بانک جوړول دتجارتي بانکونه سره فرق لري دمختلفو ملکونه مرکزي بانک روزمره چار ي په مختلفو طريقو سره روان وي او د هغي په کنترول کوي مثلا دبرطانيي مرکزي بانک (بانک اف انگلينډ ) دفرانسي مرکزي بانک (فرانس بنک ) يعني مرکزي بانکون داسي وي چي د دولت او عوامو د شريکو پيسو څخه جوړشوي وي مثلا اسټيت بانک د پاکستان يعني مرکزي چي (٥١)فيصديي د دولت اوپاتي د عوامواواو سهامي شرکتونه او افرادو او اشخاصو وي مثلا دپاکستان مرکزي بانک (٥١)% دحکومت اوپاتي نوريي عامه افرادو او اشخاصو سره وي خو مصوليت يي د دولت په غاړه دي

مرکزي بانک رول : Role of central Bank[سمول]

مرکزي بانک د پالسي طرحه کول يوه مرجع ده چي د ملک لپاره مالي پالسي جوړوي دملک داقتصادي پرمختک لپاره چي ددي اصلي مقصد د ملک د ترقي لپاره کارکول دي او د ملک اقتصاد ته وده ورکول دي نو ددي لپاره مرکزي بانک يو زيات مهم او حياتي اهميت لري او خپل رول تر سره کوي چي دلته يي په لاندي ډول تشريح کووه 1دپيسو بازارته وده ورکول = ډير مهمترين وظيفه دمرکزي بانک دپيسو مارکيټ ته ترقي ورکول د مختليفو سهولتونه برابرولو له لاري څخه دغه ذکر شوي بازارته ترقي ورکول او مرکزي بانک د زيات عايد د ترلاس کول لپاره يو مالي پلان طرحه او تنظيم کو ي

پولي سيتم ته ترقي ورکول (Development monetory)[سمول]

دادمرکزي بانک وظيفه ده چي د ملک د ترقي لپاره کاروکړي نو ددي مقصد لپاره مرکزي بانک پولي پالسي طرحه کوي د کوم په واسطه چي د هيواد په اقتصادکي د انفلاسون او د ډيفلاسون د فشار نه مخنيوي پکي کيږي

  1. دعامه سکتور ته ترقي ورکول (facilitating public secter ): دحکومت د نمانيده په حيث ټول مالي او غيرمالي کومکونه چي دکوم ملک او يا جمع کوي اود بوديجي په جوړول کي هم د دولت سره مرسته کوي کله چي حکومت د (fiscal ) پالسي طرحه کوي ورسره مرسته اوهمکاري کوي
  2. مالياتي اداروتو ته ترقي ورکول (Development of financial institualment ): داسي امکان نلري چي تجارتي بانکونه د ټولو سکتورونه لپاره مالي سهولتونه او امکانات رامنځ ته کړي نو ددي مقصد لپاره مالي اداروه ته مرکزي بانک ترقي ورکوي او ديو خاص سکتور لپاره مشخص اداري او مالي چوکات جوړوي د مثال په توگه دزارعت ،صتعت لپاره يو درميانه اقتصادي چوکات طرحه کوي )
  3. نړيوال تجارت ته ترقي ورکول (international tread): مرکزي بانک مرسته کوي د نړيوال تجارت سره په مختلفو تجارتي ساحاتو کي او د خپل تجارت د تر قي لپاره په بين المللي بازارونه او مارکتينونه کي د خپل توليداتو لپاره د بازارموندلو په هحه کي وي ترڅو داخلي تواليدات زيات او صادرات هم ورسره زيات شي چي د صادراتو په زياتوالي سره هيواد ته خارجي اسعارراځي اوپه نړيوال تجارت کي شامل کيږي
  4. دخارجي اسعارو دنرخ کنترولول : (foreign exchange control ): داقتصادي ترقي لپاره ضروري اومهم دي چي خارجي اسعارونرخ په کنترول کي وساتل شي او همش بايد استقراري حالت ولري نوددي مقصد لپاره بايد دخارجي اسعارو لپاره مساوياً عريضه او تقاضاء موجود وي
  5. داستخدام لپاره شراشيط برابرول (employment opertunintes ): داقتصادي جريان د ښوالي او پرمختک لپاره ضروري ده چي دافرادو او اشخاصو په کاروکومارل شي نوددي مقصد لپاره مرکزي بانک مختلفي واړ اداري او اتحاديه جوړوي اود هغوي لپاره واړه پورونه ورکوي چي د بي کاري په ختمولوکي زيات موثر تماميږي او دبي کاري مخنيوي کوي

دمرکزي بانک وظايف[سمول]

لومړني وظايف[سمول]

  1. دپيسو نشرول
  2. دحکومت بانک دي
  3. دبانکو نه بانک دي
  4. دقيمتي فلزاتو حفاظت کوونکي دي
  5. دپيسو د بازار نظارت او کنترولونکي دي
  6. دتبادلي دنرخ کنترولونکي دي

دوهمي وظايف[سمول]

  1. دبانک لپاره د پرسونل روزنه
  2. دپس انداز تشويق کونکي
  3. د تجارت لپاره اسناتياوي برابرول
  4. صنعت ته پراختياه ورکول
  5. زراعت ته پراختياه ورکول
  6. دتجارتي بانکونه سر مرسته
  7. داقتصادي پالسي جوړول
  8. ادقتصادي اجراعاتو لپاره ضمينه برابرول