دهریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دهریت په اصل كې د انګليسي كلمې SECULARISM ژباړه ده خو دا ژباړه په مكمله توګه ناسمه ده، په دې معنی چې سيكولرېزم علم ته نه ويل كېږي نو څنګه به د سيكولرېزم ژباړه په علم سره وشي بلكې علم ته په انګليسي ژبه كې SCIENCE وايي او د سيكولرېزم اصلي او صحيحه معنی په بې دينۍ يا دنيوي سره كېږي .

علمانيت څه ته وايي[سمول]

علمانيت يوه نوې اصطلاح ده، چې له همدې لامله د عربي ژبې پخوانيو سندونو (قاموسونو) كې دا لفظ شتون نه لري تر څو يې په مفهوم او معنی باندې پوه شو خو په اوسنيو معاجمو او قاموسونو كې ددې پېژندنه په لاندې ډول شوي :

  1. الف: په معجم المعلم البستاني كې راغلي چې: علماني د هغه عامي په معنی دی چې ديني اړخ ونه لري، په دې معنی چې له ديني ټوليو څخه نه وي .
  2. ب : په معجم العربي الحديث كې څه دا ډول دي: علمانيت هغه دی چې نه ديني وي او نه له كليسا سره څه تړاو ولري.
  3. ج : او په معجم الوسيط كې بيا داسې راغلي دي چې: علمانيت هغه څه ته ويل كېږي چې نسبت يې عَلم ته كېږي.

په اصل كې علمانيت د انګليسي كلمې SECULARISM ژباړه ده خو دا ژباړه په مكمله توګه ناسمه ده، په دې معنی چې سيكولرېزم علم ته نه ويل كېږي نو څنګه به د سيكولرېزم ژباړه په علم سره وشي بلكې علم ته په انګليسي ژبه كې SCIENCE وايي او د سيكولرېزم اصلي او صحيحه معنی په بې دينۍ يا دنيوي سره كېږي . خو دنيوي په دې معنی نه ده چې د اخروي ضد او مقابل بلكې دنيوي په دي معنی چې له دين سره هېڅ راز ارتباط او اړيكه نه لري.

دا معناګانې يې په اسلامي كتابونو كې دي، او په غربي معاجمو كې بيا د SECULARISM معنی هماغه راځي چې مخکي موږ بيان كړه چې هغه دین له حکومت او سیاست جداوالی، او داسې ژوند او ټولنه جوړول چې د دين سره يې هېڅ راز اړيكه او نږدېوالې نه وي.

وویپېژندنه[سمول]

په برتانوي پوهنغونډ (دایرة المعارف) كې ددې معنی او پېژندنه په دې ډول شوې ده: دا هغه ټولنیز حركت دی چې غواړي خلك د اخرت له فكر او سوچ څخه يواځې د دنيا په لور واړوي.

او د امريكې دايرة المعارف كې بيا ددي پيژندنه په دي ډول كېږي : دا يوه اخلاقي تګلاره ده كومه چې داخلاقو په اساساتو بنا ده او داسماني دين نه بيله او جلا ده. او په اسلامي معاصرو كتابونو كې د سيكولريزم تعريف داسې شوی چې (دين له دولت څخه جدا كول) مګر دغه تعريف د سيكولرېزم د كلمې بشپړه معنی نه وركوي ځكه سيكولرېزم افرادو او هغو اخلاقو ته هم شامل دي چې په دولت پوري هېڅ تړاو او اړيكه ونه لري، كه چېرې ددې پر ځای دا عبارت (له ژوند څخه د دین جدا والې) استعمال كړای شوی وای غوره به وای، له همدې لامله د سېكولرېزم صحيح معنی په دا ډول ښه راځي (په دين نه ولاړ ژوند جوړول) دا بيا افرادو او ملتونو ټولو ته شاملېږي.

په اصطلاح كې د علمانيت معنی[سمول]

پرته له دين څخه د ژوند جوړول او عيارول، او مقصد يې په سياسي اړخ كې په دين نه ولاړ سياست او په دين نه ولاړ حكم، او دا داسې تعريف او كلمه ده چې د علم او علمي مذهب سره هېڅ راز اړخ نه لګوي. پرته له شكه علمانيت يوه جاهلي غربي كلمه ده چې غواړي ددې په وسیله علم په نصراني كليسا باندې لوړ او پرمختللی وښيي ځكه همدا كليسا وه چې د دين په نوم ډېرې مودی لپاره د پرمختګ په لاره كې خنډ وه.

نو اوس ښه روښآنه شوه چې علماني مفكوره د علم سره هېڅ راز اړيكه نه لري بلكې د دين سره په مقابل او ټکر كې واقع ده ترڅو وښيي چې دين په سياست، اقتصاد او د په ټولنیزو كارونو كې هېڅ راز كار او ونډه نه لري بلكې دين يواځې او يواځې د كليسا او مسجد تر انګړونو پورې تړل دي او هم د يو شمېر ديني مراسمو لكه نكاح او يا هم د مړي جنازه كول او دېته ورته كارونو او مراسمو پورې تړاو لري او بس، د ژوند په كار كې هېڅ راز اړيكه نه لري او نه ورته اجازه شته چې په دې اړه كوم كار وكړي. پر دی بنسټ د سيكولرزم مفكوره د اسلام سره هېڅ راز تړاو نه لري ، خو دمحرفي مسيحي مفكوری سره اړه لري ځكه هغه وايي چې دين جدا احكام او كارونه دي او دنيوي چارې ځانته خپل حكمونه او كارونه لري. د مسيحيت په نظريه كې راغلي چې د پادشاه لپاره د ملك او سلطنت واك دی او الله ته د كليسا واك دي او دا دهغي تحريف كړي شوي نظريې او مفكورې په اساس دي كومه چې عيسي بن مريم عليه السلام ته په دروغه منسوبه ده، هغه ويلي دي چې وركړه پادشاه ته هغه واك كوم چې د هغه لپاره دي او هغه چې الله لپاره دی هغه الله ته وسپاره، خو اسلام دا ناسمه او دوه مخې نظريه او مفكوره رد كړې ځكه د مسلمان ټول كارونه د الله د امر لاندې دي او څه چې ورته الله امر كړی په هغې چلېږي الله تعالی فرمايي: قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكې وَمَحْيَاي وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ .

ژباړه : ووايه ای محمد صلي الله عليه وسلمه دی امت ته دې بېشكه لمونځ زما او قرباني زما او ژوندون زما او مرګ زما خاص الله لره دی چې رب او پالونكې د ټولوعالميانو او مخلوقاتو دی. نو پرته له شكه ويلای شو چې د علمانيت او سيكولرېزم اصطلاح او تعبير يو جاهلي لوديځواله مفكوره وه او ده، په پيل كې يې د كومك او برترۍ لپاره هڅې كولی ترڅو علم په كليسا باندې مخکې كړي، ځكه كليسا د ډېره وخته د پرمختګ سره په جكړه لګیا وه او هر پرمختګ به يې د كليسا ضد كار كڼلو. د خپلو ملاتړو او لارویانو زیاتوالي لپاره به یې پوه خلک نه پرېښودل چې نوي نوښتونه او لاسته راوړنې ولري، ځکه په دې کار سره ددوي (مذهبي مشرانو) واک په ټولنه او ولس له منځه تلو، تر دي چې دا مفكوره راغله او د كليسا څخه يې هر څه واخېستل، هغې ته يې يواځې ديني مراسم پرېښودل او نوره یې له هرڅه نه خلاصه كړه.


ماخذونه[سمول]

  • Britannica Encyclopedia
  • العلمانيه د سفر الحوالي ص 23
  • الموسوعة الميسرة في الأديان والمذاهب المعاصرة صـ 367
  • الموجز في الأديان والمذاهب المعاصرة صـ