Jump to content

پرمختللې ښوونه او روزنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پرمختللې زده‌کړه یا ښوونه او روزنه یو روزنپوهنیز غورځنګ دی چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې پیل شو او تر نن ورځې  پورې په بېلابېلو بڼو دوام لري. په اروپا کې، پرمختللې زده‌کړې د نومهالې زده‌کړې غورځنګ بڼه غوره کړه. د «پرمختللې» ګړنه، د نولسمې پېړۍ له دودیزو درسي مفرداتو څخه د دغې زده‌کړې جلا کول وو (د دودیزو مفرداتو رېښه، د پوهنتون لپاره کلاسیک چمتووالي ته رسېږي چې په کلکه د ټولنیزې طبقې له‌خوا د کرکې وړ وګرځېده). د پرمختللې زده‌کړې رېښه، نومهالې تجربې ته رسېږي چې ډېري پرمختللې زده‌کړې دغه ګډې ځانګړتیاوې لري:[۱]

  • د عمل له‌لارې پر زده‌کړې باندې ټینګار- عملي پروژې، د محصل د لېږلو له‌لارې زده‌کړه، تجربي زده‌کړه.
  • پر موضوعي واحدونو متمرکز یوموټي درسي مفردات.
  • د مسئلې پر حل او انتقادي تفکر باندې کلک ټینګار.
  • ډله‌ییز کار او د تولنیزو وړتیاوو پراختیا.
  • د ذاتي پوهې پر خلاف، پوهاوی او عمل د زده‌کړې اهدافو د ترلاسه کولو په موخه.
  • د زده‌کړې ګډې او مشارکتي پروژې.
  • د ټولنیز مسؤلیت او دیموکراسۍ زده‌کړه.
  • په ورځني درسي پروګرام کې د ټولنیزو خدماتو او ښوونیزو خدماتو د پروژو یوځای کول.[۲]
  • د موضوع د منځپانګې ټاکل د دې لپاره چې په راتلونکې ټولنه کې به کومو مهارتونو ته اړتیا لېدل کېږي.[۳]
  • د زده کړې د بېلابېلو سرچینو په ګټه پر درسي کتابونو باندې ټینګار نه‌کول.
  • په ټول ژوند کې د زده‌کړې او ټولنیزو مهارتو پر ترلاسه کولو باندې ټینګار.
  • د ماشوم د پروژو او تولیداتو د ارزونې له‌لارې ارزښت ‌موندنه.

ښوونیزه تیوري

[سمول]

د پرمختللې ښوونې او روزنې نښې نښانې د جان لاک او ژان ژاک روسو په آثارو کې وموندل شوې، چې دواړه یې د جان دېوې په شان تیوري‌پوهانو له‌خوا د پنځول شویو مفکورو مخکښې څېرې دي. لاک، چې د بریتانیا د لومړنیو تجربه‌پالو له ډلې نه ګڼل کېږي، پر دې باور دی چې، «حقیقت او پوهه… د منل شویو یا وړاندې شویو مفکورو له لاس‌وهنې یا تنظیم څخه نه، بلکې د مشاهدې او تجربې له‌منځه راولاړېږي». هغه همدا راز، د زده‌کړې په موخه، جوتو تجربو درلودلو ته د ماشومانو د اړتیا په هکله بحث کړی دی. روسو دغه فکري کرښه په «اېمیل، یا د زده‌کړې په اړه» اثر کې لا ژوره کړه، چېرې چې هغه استدلال کوي، چې له ښوونکو څخه د زده‌کوونکو اطاعت کولو او د واقعیتونو حفظولو په پایله کې ارزښتمنه زده‌کړه ترلاسه کېدلای نه‌شي.[۴]

یوهان برنهارد بازدوف

[سمول]

د آلمان په دېساو کې، په ۱۷۷۴زکال کې، یوهان برنهارد بازدوف (۱۷۲۴ تر ۱۷۹۰ز) د Philanthropinum (خیریه) ښوونځی پرانېست. هغه له ماشومانو سره د خبرواترو او د لوبو له‌لارې نوي ښوونیز مېتودونه او د فزیکي ودې لپاره یو پروګرام رامنځ‌ته کړ. د هغه مېتودونه بریالي راوختل او د هغو په هکله یوه رساله لیکي: «د اعیانو د ماشومانو ښوونه او روزنه تر ټولو غوره او ناپېژندل شویو مېتودونو له‌لارې».

کریستین گوتیلف سالزمن

[سمول]

کریستین گوتیلف سالزمن (۱۷۴۴ تر ۱۸۱۱ز) د شنپفنتال ښوونځي بنسټګر ؤ. یاد ښوونځی چې د ښوونې او روزنې د نویو مېتودونو له‌لارې پر مخ بیول کېده (چې په کلکه د ژان ژاک روسو د مفکورو څخه اغېزمن شوی دی). هغه «د اخلاقو بنسټونه، د ماشومانو لپاره» کتاب ولیکه او له لومړیو کتابونو څخه دی چې د ماري ولستون‌کرافت له‌خوا انګلیسي ته ژباړل شوی.

یوهان هاینریش پستالوزي

[سمول]

یوهان هاینریش پستالوزي (۱۷۴۶ تر ۱۸۲۷ز) یو سویسي، د ښوونې او روزنې ښوونکی او سمون‌پال ؤ چې په خپله تګلاره کې د رومانتسیزم یوه بېلګه وه. هغه د سویس په آلماني او فرانسوي ژبو سیمو کې څو ښوونیز مرکزونه پرانېستل او د خپل د انقلابي نومهالو ښوونیزو اصولو په بیان کې یې ګڼ‌شمېر آثار ولیکل. د هغه شعار:«د سر، لاس او زړه په واسطه زده‌کړه» وه. د هغه څېړنې او تیوري‌ګانې ډېرې هغو ته پاتې کېږي چې روسو په «اېمیل» کې بیان کړې دي. ډېري هغه د «نومهال ښوونیزو او روزنیزو علومو پلار» ګڼي. د هغه ساه پوهنیزې تیوري‌ګانې په ښوونې پورې اړوند دي، ځکه چې د شي د ښوونې پر پراختیا باندې تمرکز کوي، یعنې هغه داسې احساس کاوه چې وګړي د تجربو او د مستقیم تنظیم او د اشیاوو له تجربې څخه په ښه توګه زده‌کړه ترلاسه کوي. سربېره پر دې، هغه ګومان کاوه چې ماشومان د اجبار له‌مخې نه، بلکې د  دنننۍ هڅېدنې له‌لارې یو څه زده کوي. د یوه ښوونکي دنده به دا وي چې د زده‌کړې له‌لارې د وګړو په توګه د خپلو زده‌کوونکو په لارښوونه کې مرسته وکړي او هغو ته دا مجال ورکړي، ترڅو په خپلو طبیعي څېرو کې راڅرګند شي.[۵]

په لوېدیځ کې

[سمول]

فرانسه

[سمول]

اېدموند دېمولینز له ابوتشولم او بېدلز څخه الهام واخېست، ترڅو په په ۱۸۹۹ز کال کې، په ورنویل-سور-آور کې د روچېس ښوونځی پرانیزي. پاول رابین، د پرمختللې زده‌کړې اصول، د ۱۸۸۰ او ۱۸۹۴ز کلونو ترمنځ، په پرېوست مرستون کې پلي کړل. دا لومړنی مختلط فرانسوي ښوونځی او په هغه مهال کې یوه افتضاح وه. «سباستین فاور» په ۱۹۰۴ز کال کې د «La Ruche (ځالې)» په نامه یو آزادي‌پال ښوونځی پرانېست.

آلمان

[سمول]

هِرمان لیتز په ۱۹۰۴ز کال کې د رېدي موډل پر بنسټ، د بېلابېلو عمرونو هلکانو لپاره درې Landerziehungsheime ښوونځي (د هېواد تعلیمي خونې) پرانېستل. لیتز په پای کې بریال شو، ترڅو د دغو ښوونځیو شمېر اتو(۸) ته ورسوي. ادیت او پاول ګېهیب په ۱۹۱۰ز کال کې د اودېن‌والډ په هپنهایم کې د اودېن‌والډ ښوونځی پرانېست چې په هغه کې د پرمختللې زده‌کړې له‌لارې، د ذهن او عمل فعالیتونه پر یوځای کولو باندې ډېر ټینګار کېده.[۶][۷]

هسپانیا

[سمول]

د هسپانیا په بارسلونا کې Escuela Moderna (عصري ښوونځی) په ۱۹۰۱ز کې د یوه کاتالونیایي ښوونکي او انارشیست «فرانسیسکو فېرېر» له‌خوا پرانېستل شو. هغه د سېسیل رېدي تر اغېزې لاندې راغلی ؤ. په متحده ایالاتو کې هم د Escuela Moderna پر بنسټ پرانېستل شوي عصري ښوونځي د «فېرېر ښوونځيو» په نامه یادېږي. څرنګه چې په هسپانیا کې، ښوونځي، له سکولارې او باخبرې طبقې له لیدلوري څخه د کارګرې طبقې د ښوونې او روزنې په موخه په پام کې نیول شوي وو، عصري ښوونځیو د ورځې له‌خوا د ماشومانو لپاره اکاډمیک ټولګي او د شپې له‌خوا د لویانو لپاره د مداومې ښوونې او روزنې درسونو ټولګي برابرول.

په ختیځ کې

[سمول]

هند

[سمول]

رابیندرانات ټاګور (۱۸۶۱ تر ۱۹۴۱ز) د پرمختللې ښوونې او روزنې یوه اغېزمنه پلي کوونکې څېره وه. هغه «شانتي‌نیکیتن» ته، چې بولپور ته نږدې د هند د لوېدیځ بنګال په بېربهوم سیمه کې، د کلکتې شمال خوا ته کابو په ۱۶۰ کیلومټره واټن کې پرته ولسوالۍ ده، پرمختیا ورکړه. هغه د زده‌کړې د بېلابېلو طبیعي سرچینو په ګټه پر درسي کتابونو باندې ټینګار ونه‌کړ. د هغه ټینګار پر ځان‌هڅونې ؤ، نه پر انضباط او د فکري پلټنې پر روزنې یا پر پرتله‌ییزې لوړوالي.د چین، جاپان او منځني ختیځ د بېلابېلو هڅوبونو په هکله ځانګړې مطالعاتي برنامې په پام کې نیول شوې وې. هغه پر دې باور ؤ چې ښوونه باید «زموږ د اختراعي او جوړوونکو انرژیو د خوند ترلاسه کولو تمرین وي، چې له موږ سره د شخصیت په جوړولو کې مرسته وکړي».[۸][۹]

جاپان

[سمول]

سیکاتسو تزوزوریکاتا په جاپان کې د خلکو یو غورځنګ دی، چې پرمختللې زده‌کړې له غورځنګ سره ډېر ورته‌والی لري، خو دغه غورځنګ په بشپړه توګه خپلواک او د ۱۹۲۰ز لسیزه له وروستیو څخه پیل شو. د جاپان پرمختللي ښوونیز غورځنګ، د جاپان د عصري کولو لپاره یو ګام ؤ چې لا تر اوسه پورې یې هم انګازې خپرې دي.[۱۰]

سرچينې

[سمول]
  1. "Progressive Education - How Children Learn". ThoughtCo. نه اخيستل شوی 2018-06-29.
  2. Wade, Rahima (1995-05-01). "Developing Active Citizens: Community Service Learning in Social Studies Teacher Education". The Social Studies. 86 (3): 122–128. doi:10.1080/00377996.1995.9958383.
  3. Medhat Fam, Ed D. "Progressive Education" (په انګليسي). {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  4. Hayes, William (2006). The progressive education movement: Is it still a factor in today's schools?. Rowman & Littlefield Education.
  5. Butts, R. Freeman; Cremin, Lawrence (1958). A History of Education in American Culture.
  6. "Hermann Lietz - German educational reformer".
  7. Dr. Inge Hansen-Schaberg, Erinnerung an Minna Specht Archived 2008-10-21 at the Wayback Machine. Philosophical-Political Academy. Retrieved July 19, 2010 کينډۍ:In lang
  8. Sen, Amartya. "Tagore and His India". Nobelprize.org. Nobel Media. نه اخيستل شوی 31 January 2017.
  9. Behera, Dr. Arun K. "RABINDRANATH TAGORE'S PROGRESSIVE EDUCATIONAL VISION" (PDF). THE DAWN JOURNAL. نه اخيستل شوی 31 January 2017.
  10. Yamasaki, Yoko (2010). "The impact of Western progressive educational ideas in Japan: 1868–1940". History of Education. 39 (5): 575–588. doi:10.1080/00467601003687598. S2CID 144446794.