Jump to content

يوراګوای

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

يوراګوای چې رسمي نوم يې د يوراګوای ختيځ جمهوريت دی، په سويلي امريکا کې پروت يو هېواد دی. په لويديځ او سويل لويديځ کې يې پولې له ارجينټاين سره، په شمال او شمال ختيځ کې له برازيل سره پولې شريکې دي، په داسې حال کې چې په سويل کې له «رايو ډي لا پلاټا» سره پوله لري او سويل ختيځ ته يې له اتلانتیک سمندر (اقيانوس بحر) سره پوله شريکه ده. د يوراګوای مساحت ۱۷۶،۰۰۰ کيلو متر مربع (۶۸،۰۰۰ ميل مربع) دی او د اټکل تر مخې نفوس يې ۳،۵۱ ميلیونه دی، د دوی له ډلې دوه ميلیونه يې د ستر ښار او پلازمېنې «مونټي ويډيو» په ښاري سيمه کې ژوند کوي.[۱]

هغه سيمه چې په يوراګوای بدله شوه په لومړي ځل ۱۳،۰۰۰ کاله مخکې د ښکاريو د ډلو له خوا اباده شوې وه. دې سيمې ته د اروپايانو د رسېدو پر مهال پیاوړې قبيله د «چارا» خلک وو، دا هغه مهال و کله چې پرتګاليانو په ۱۶۸۰ز کال کې « Colónia do Sacramento» جوړ کړ؛ د نږدې ګاونډيو هېوادونو په پرتله يوراګوای لرې پرتو اروپايانو اشغال کړی و. اسپانويانو د اتلسمې پېړۍ په لومړيو کې د دې سيمې لپاره د سياليو د ادعاوو له امله مونټيويډيو د يو پوځي مرکز په توګه جوړ کړ. يوراګوای د ۱۸۱۱ او ۱۸۲۸ز کلونو تر منځ موده کې خپله ازادي تر لاسه کړه، له دې وروسته د پرتګال او اسپانيې او وروسته د ارجينټاين او برازيل تر منځ  څلور اړخيزې هلې ځلې پيل شوې. دا هېواد د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د بهرني اغېز او لاسوهنې تر اغېز لاندې و، په داسې حال کې چې پوځ په داخلي سياست کې بيا بيا خپله دنده تر سره کړې ده. د ۱۹۶۰ز لسيزې په وروستيو او د ۱۹۷۰ز لسيزې په لومړيو کې، د چپ اړخو چريکي فعاليتونو پر ضد د اقتصادي بحرانونو او سياسي ځپنې د يوې لړۍ په پايله کې جمهوري پړاو پای ته ورسېد، کوم پړاو چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې پيل شوی و او د ۱۹۷۳ز کال د کودتا په پايله کې له منځه ولاړ او يو ملکي-پوځي ديکتاتوري نظام منځ ته راغلو. پوځي حکومت چپ اړخي، سوسياليستان او سياسي مخالفين تعقيب کړل، په پايله کې يې ګڼ خلک ووژل شول او د پوځ له خوا د شکنجې ګڼې پېښې منځ ته راغلې؛ په ۱۹۸۵ز کال کې پوځ يو ملکي حکومت ته واک خوشې کړ. اوس مهال يوراګوای يو ديموکراتيک پر اساسي قانون ولاړ جمهوريت دی، ولسمشر يې هم د دولت او هم د حکومت مشري په غاړه لري.[۲]

يوراګوای يو مخ پر وده هېواد دی، د لوړ عايد اقتصاد لري، په ديموکراسۍ، سوله، د فساد په کم تصور او برېښنايي حکومتولۍ کې په لاتيني امریکا کې لومړی درجه مقام لري. د رسنيو د ازادۍ، د منځنۍ طبقې اندازې او خوشالۍ په برخه کې په سويلي امریکا کې لومړی مقام لري. د سړي سر له مخې، يوراګوای د هر بل هېواد په نسبت د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموريتونو کې تر ټولو زیاته پوځيانو ونډه لري.  د نړيوال تروريزم شاخص له اړخه په سويلي امریکا کې د تر ټولې کمې درجې لرونکی هېواد دی، د اقتصادي ازادۍ، عايد برابرۍ، د سړي سر عايد او د مستقيمې بهرنۍ پانګونې جریان به نظر کې نيولو سره په دې لویه وچه کې دويم ځای لري. د بشري ودې د شاخص، کورني ناخالص عايد ودې، نوښت او زېربناوو له اړخه يوراګوای د دې لويې وچې څلورم غوره هېواد دی. يوراګوای په لاتيني امریکا کې يو له تر ټولو زیات ټولنيزو پرمختګي هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د شخصي حقوقو، زغم او شموليتي مسائلو لپاره د نړيوالو اقداماتو په ډلبندۍ کې لوړه درجه لري، په کوم کې چې د LGBT د ټولنې منل هم شامل دي. دې هېواد بنګ، له خپل جنس سره واده کول او د جنین سقط قانوني ګرځولي دي. يوراګوای د ملګرو متلونو، OAS، او مرکوسر بنسټ اېښودونکی غړی دی. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د نوم رېښې

[سمول]

د يوراګوای هېواد نوم د سيمه ييزې ګراني ژبې له « Río Uruguay» څخه اخیستل شوی دی. ډېر تشریحات شته، «د مرغۍ سمندر» (د اورو سمندر، د چارون له لارې، اورو « urú» د هر ډول ځنګلي مرغۍ عام نوم دی). دا نوم يوروګوا (پموميلا ميګاسټوما) په نوم سمندر کونجکې (حلزون) ته هم اشاره کېږي، کوم چې د دې هېواد په ساحلونو کې ډېر زيات وو.[۱۰][۱۱][۱۲]

د دې نوم تر ټولو مشهور تفسير يو يې هغه و چې د يوراګوای د يو مشهور شاعر « Juan Zorrilla de San Martín» له خوا وړانديز شوی دی، «د رنګه مرغیو سمندر»، که څه هم په دې تفسير شکونه شته، بيا هم په دې هېواد کې له يو مهم کلتوري اهميت څخه برخمن دی.[۱۳][۱۴]

د اسپانيې دنېواک پر مهال او له هغې وروسته د يو څه وخت لپاره، يوراګوای او ځينو ګانډيو سیمو ته «بانډا اورينټل» نوم اخستل کېدو، (د يوراګوای د سمندر ختيځه غاړه)، له هغې وروسته د څو کلونو لپاره د «ختيځ ايالت» په نوم يادېدو. له خپلواکۍ راهيسې دا هېواد د « República Oriental del Uruguay» په نوم يادېږي، د کوم معنا چې ده «د يوراګوای سمندر ختيځ جمهوريت». خو په انګريزي ژبه کې په عام ډول يا په دې ډول « Oriental Republic of Uruguay» او يا په دې ډول « Eastern Republic of Uruguay» ژباړل کېږي.[۱۵][۱۶][۱۷]

تاریخ

[سمول]

له نېواک مخکې

[سمول]

يوراګوای په لومړي ځل ۱۳،۰۰۰ کاله مخکې د ښکاریانو د راټولونکو له خوا اباده شوې سيمه وه. د یو اټکل تر مخې په شپاړسمه پېړۍ کې له اروپايانو سره د لومړۍ اړيکې پر مهال هلته نژدې ۹،۰۰۰ Charrúa او ۶،۰۰۰ Chaná او همدا راز يو شمېر Guaraní وګړي په دې ټاپوګانو کې مېشت وو.[۱۸][۱۹]

د هېواد په ختيځه برخه کې د «پيچيټو پالوما» په نوم مشهور د انسان په لاس جوړ شوي زرګونه هدېرې (قبرونه) شته. د ځينو تاریخ يې تر ۵،۰۰۰ کاله پخوا پورې رسېږي. د هغو خلکو په اړه ډېر کم معلومات په لاس کې دي چې دا يې جوړ کړي دي، ځکه چې هېڅ لیکلی سند يې نه دی پرېیښی، خو د کرنې او پالل شويو سپيو شواهد موندل شوي دي.[۲۰]

په ۱۸۳۱ز کال کې، د يوراګوای لومړي ولسمشر « Fructuoso Rivera»، د چاروا د نسل ختمونی وروستی بريد چمتو کړ، د کوم په پايله کې چې د يوراګوای د اصلي اوسېدونکو وروستي پاتې شوني له منځه یوړل شول.[۲۱]

د اشغال لومړي وختونه

[سمول]

پرتګاليان لومړي اروپايان وو چې په ۱۵۱۲ز کال کې د شته يوراګويانو سيمې ته ننوتلي وو. اسپانويان په ۱۵۱۶ز کال کې اوسني يوراګويا ته ورسېدل. د سيمه ييزو اوسېد ونکو له خوا د اشغال په وړاندې سخت مقاومت، د سپينو او سرو زرو نشتوالی سره يو ځای، په شپاړسمه او اولسمه پېړۍ کې په دې سيمه کې د اروپايانو ميشت کېدل محدود کړل. له دې وروسته يوراګوای د اسپانوي او پرتګالي سترواکيو تر منځ د شخړو مرکز وګرځېد. په ۱۶۰۳ز کال کې، اسپانويانو په دې سيمه کې د څارويو متعارف کول پيل کړل، کوم څه چې په دې سيمه کې د شتمنۍ سرچينه وګرځېده. لومړی دايمي کلی په ۱۶۲۴ز کال کې د ريو نيګرو په سوريانو کې جوړ شو، پرتګاليانو په « Colonia del Sacramento» کې يوه کلا جوړه کړه.[۲۲][۲۳][۲۴]

هسپانيويانو د اتلسمې پېړۍ په لومړيو کې په دې هېواد کې د يو پوځي مرکز په توګه د مونتيويډيو بنسټ کېښود. د دې هېواد طبيعي بندرګاه ډېر ژر په يوه سوداګريزه سيمه بدله شوه، په داسې حال کې چې د ريو ډي لاپلاټا د پلازمېنې بيونس ايرس سره يې سيالي کوله. د يوراګوای د نولسمې پېړۍ د لومړيو تاريخ په پلاټين سيمه کې د واکمنۍ لپاره د روانې جګړې په منځ ته راتلو سره رقم شو، دا جګړې د برتانويانو، اسپانويانو، پرتګالیانو او نورو استعماري ځواکونو تر منځ پېښې شوې. په ۱۸۰۶ او ۱۸۰۷ز کال کې، برتانوي پوځ د ناپليون د جګړو د برخې په توګه د بيونس ايرس او مونټيويډيو د نيولو هڅې وکړې. مونټيويډيو د ۱۸۰۷ز کال د فبرورۍ له مياشتې څخه تر سپتمبر مياشتې پورې د پرتانوي پوځ په واک کې و.

د خپلواکۍ هڅې

[سمول]

په ۱۸۱۱ز کال کې، د يوراګوای ملي اتل « José Gervasio Artigas» د اسپانوي واکمنۍ په وړاندې يو بريالی پاڅون پيل کړ او د مۍ په اتلسمه نېټه يې د لاس پيډراس په جګړه کې هغوی ته ماتې ورکړه.[۲۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Wells, John C. (1990). Longman pronunciation dictionary. Harlow, England: Longman. p. 755. ISBN 0-582-05383-8. entry "Uruguay"
  2. "Hace 13.000 años cazadores-recolectores exploraron y colonizaron planicie del río Cuareim". archivo.presidencia.gub.uy. بياځلي په 17 May 2021.
  3. "Uruguay Rankings" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 1 February 2017. بياځلي په 21 April 2017.
  4. "Data Center". United Nations. خوندي شوی له the original on 11 August 2014.
  5. "Overview". World Bank (in انګليسي). بياځلي په 24 November 2021.
  6. "From 2005 to 2011" (PDF). U.S. State Department. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 1 February 2017. بياځلي په 25 June 2017.
  7. First in Latin America on two out of three basic dimensions of the Social Progress Index, and second to Costa Rica in Latin America overall, and 26th worldwide, in 2013.
  8. The Social Progress Imperative. socialprogressimperative.org
  9. "Spartacus Gay Travel Index" (PDF). spartacus.gayguide.travel. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 14 September 2017. بياځلي په 3 September 2020.
  10. Revista Del Río de La Plata. 1971. p. 285. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 February 2016. بياځلي په 23 October 2015. The word itself, "Uruguay," is clearly derived from the Guaraní, probably by way of the tribal dialect of the Charrúas […] from uru (a generic designation of wild fowl)
  11. Nordenskiöld, Erland (1979). Deductions suggested by the geographical distribution of some post-Columbian words used by the Indians of S. America. AMS Press. p. 27. ISBN 978-0-404-15145-4. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 February 2016. بياځلي په 23 October 2015. In Paraguay the Guaraní Indians call a fowl Script error: The function "Lang" does not exist.. The Cainguá in Misiones only say Script error: The function "Lang" does not exist.. […] A few Guaraní-speakiug Indians who call a hen Script error: The function "Lang" does not exist. and a cock Script error: The function "Lang" does not exist.. Script error: The function "Lang" does not exist. means "the big Script error: The function "Lang" does not exist.".
  12. "Presentan tesis del nombre Uruguay". El País (in هسپانوي). خوندي شوی له the original on 14 March 2012. بياځلي په 21 November 2014.
  13. "Presentan tesis del nombre Uruguay – Diario EL PAIS – Montevideo – Uruguay". 14 March 2012. خوندي شوی له the original on 14 March 2012. بياځلي په 17 May 2021.
  14. "Uruguay, el país de los pájaros pintados despierta la pasión por mirar". Ministerio de Turismo (in هسپانوي). بياځلي په 17 May 2021.
  15. Central Intelligence Agency (2016). "Uruguay". The World Factbook. Langley, Virginia: Central Intelligence Agency. بياځلي په 1 January 2017.
  16. "Uruguay". Encyclopædia Britannica. (2008). 
  17. "Eastern Republic of Uruguay" is the official name used in many United Nations publications in English, e.g. Treaty Series. UN Publications. 1991. ISBN 978-92-1-900187-9. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 February 2016. بياځلي په 23 October 2015. & in some formal UK documents, e.g. Agreement Between the European Community and the Eastern Republic of Uruguay. H.M. Stationery Office. 1974. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 May 2016. بياځلي په 23 October 2015.
  18. Jermyn, Leslie (1 October 1998). Uruguay. Marshall Cavendish. ISBN 9780761408734 – via Internet Archive. uruguay by leslie jermyn.
  19. "Hace 13.000 años cazadores-recolectores exploraron y colonizaron planicie del río Cuareim". archivo.presidencia.gub.uy. بياځلي په 17 May 2021.
  20. López Mazz, José M. (2001). "Las estructuras tumulares (cerritos) del litoral atlantico uruguayo" (PDF). Latin American Antiquity (in Spanish). 12 (3): 231–255. doi:10.2307/971631. JSTOR 971631. S2CID 163375789 – via JSTOR.{{cite journal}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  21. "Uruguay and the memory of the Charrúa tribe – ThePrisma.co.uk". theprisma.co.uk (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 8 October 2017. بياځلي په 5 July 2018.
  22. Oskar Hermann Khristian Spate (1 November 2004). The Spanish Lake. Canberra: ANU E Press, 2004. p. 37. ISBN 9781920942168. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 December 2020. بياځلي په 30 September 2020.
  23. Bethell, Leslie (1984). The Cambridge History of Latin America, Volume 1, Colonial Latin America. Cambridge: Cambridge University Press. p. 257. ISBN 9780521232234. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 December 2020. بياځلي په 7 October 2020.
  24. Bureau of Western Hemisphere Affairs. "Background Note: Uruguay". US Department of State. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 January 2017. بياځلي په 23 February 2011.
  25. Bureau of Western Hemisphere Affairs. "Background Note: Uruguay". US Department of State. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 January 2017. بياځلي په 23 February 2011.