د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
| دې مخ کې د پښتو ويکيپېډيا کړنلار او لارښوونې بيان شوي، په کومو چې د ويکيپېډياګرانو اجماع ده، په همدې ډول دا د ټولو کارنانو لپاره لازمي معيار دی. تاسو په دې پاڼه کې سمون کولی شئ، خو پام مو وي چې ستاسو سمون د نورو د اجماع خلاف نه وي. |
چټک ړنګېدو معيارونه هغه معيارونه دي چې له مخې يې پازوالان پرته له دې چې يو مخ ړنګېدو ټولپوښتنې ته نوماند کړي، ړنګولی شي.
- داسې مخونه چې سرليکونه يې هيڅ مانا ونه لري لکه (دفشت). هغه مخونه چې دا ډول متن لري، د دې معيار لاندې راتللی شي، خو لاندې حالتونه د دې معيار لاندې نشي راتللی، لکه ورانکاري، کمزورې ليکنې، د چا په پلويتوب ليکنې، پاروونکې او توهينوونکې ليکنې، شايعات، خيالي او نظرياتي ليکنې او ناسمې ژباړې، دا ذکر شوي حالتونه د ړنګېدو تګلار سره سم، ړنګېدلی شي، خو د دې معيار لاندې نشي راتللی.
- ازمونمخونه لکه (ايا زه دلته ليکل کولی شم؟).
- ښکاره ورانکاري.
- هغه مخونه چې په هغې کې بياځلي د يو داسې مخ منځپانګه ځای پرځای شوي وي چې له دې دمخه د ړنګېدو ټولپوښتنې کې د هغې د ړنګولو پرېکړه شوي وي.
- هغه مخونه چې په هغې کې د يوې کمپنۍ يا يو شخص داخلي توليداتو، اړيکو او خدمتونو په اړه د اشتهار په موخه ليکنې شوې وي.
|