Jump to content

ويکيپېډيا:ستاسې لومړنۍ ليکنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښه راغلاست!
د پيلولو لپاره لاندې څو ټکي او مشورې په پام کې ونيسئ!:

  • په ويکيپېډيا کې د ليکنې کولو يا خپرولو لپاره بايد تاسو لومړی يو ګڼوڼ جوړ کړئ.
  • د دې لپاره چې تاسو په ويکيپېډيا کې د لیکنې په اړه بشپړ چمتو او پوه شئ، نو لومړی په ويکيپېډيا کې نورې ليکل شوې ليکنې په جزوي ډول سمې کړئ او د هغه تګلارو او څرنګوالي په اړه ځان پوه کړئ، چې څنګه په ويکيپېډيا کې يوه ليکنه وکړئ.
  • تر هر څه لومړی کومه ليکنه چې تاسو يې ليکل غواړئ، هغه په ويکيپېډيا کې وپلټئ چې له پخوا خو به په ويکيپېډيا کې موجوده نه وي، په دې پلټنه کې د يو ويوکي بېلابېل املايي او تلفظي حالتونه لکه رييس و رئيس په پام کې ونيسئ.
  • د سمون اصولو په اړه پوهېدو لپاره ويکي زده کړه ولولئ.
ايا ستاسو ليکنه نوې ده؟
لومړی د خپلې ليکنې سرليک وليکئ، وروسته د لټون تڼۍ ته زور ورکړئ ، ترڅو وګورئ چې په ياد سرليک له تاسې دمخه چا کومه ليکنه کړې ده؟
  • سرچينې راټولې کړئ. ليکنې بايد تل باوري سرچينې ولري. د باوري سرچينو شتون په ليکنه کې د ويکيپېډيا يو مهم اصل دی.
  • له نورو، په ځانګړې توګه له باتجربه کارنانو، د مشورې او ليکنې په اړه د هغوی د نظر غوښتنه وکړئ.
  • غوره ده چې لومړی خپله ليکنه په خپل کارنمخ کې چمتو کړئ، او وروسته هغه د ليکنې خپل نومځی ته ولېږدوئ، د بېلګې په توګه که ستاسو کارننوم «بهير» وي، نو کولی شئ چې د کارن:بهير/تمرین مخ پاڼه په لټونبکس کې وليکئ او وپلټئ، د هغې په سره لينک کلېک وکړئ، او خپله ليکنه مو هلته وليکئ، وروسته تر بشپړېدو بيا د ليکنې خپل نوم وليکئ، او نوې ليکنه جوړه کړئ او خپله ليکنه مو هلته ولمېسئ.

پام وکړئ چې د چا یا کوم ځای د کاپي حق څخه سرغړونه ونکړئ، دا چې ستاسو د ليکنې موضوع ښه پېژندل شوې ده، او تاسو د مقالې لیکلو لپاره نور معیارونه تعقیب کوئ.