Jump to content

والیري جسکار ديستن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
والیري جسکار ديستن
والیري جسکار ديستن

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل کویډ–19 [۱۰]  ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت فرانسه   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه سياست [۱۱]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
والیري جسکار ديستن

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

والیري ریني مري جورجز جسکار ديستن (د ۱۹۲۶ کال د فبروري له ۲ – د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر تر ۲) د جسکار یا VGE په نوم هم پېژندل کېږي، یو فرانسوی سیاستوال و چې له ۱۹۷۴ کال تر ۱۹۸۱ کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هغه د لومړي وزیر ژاک شابان - دیلماس او پیری میسمر تر واک لاندې یې د مالیې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، وروسته نوموړی د سوسیالیست ګوند د نوماند فرانسوا میتراند پروړاندې د ۵۰.۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو د ۱۹۷۴ کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. د هغه دوره د ټولنیزو موضوعاتو پر وړاندې – لکه طلاق، د امیندوارۍ کنترول او سقط - او د هېواد او د ولسمشرۍ دفتر د عصري کولو هڅې، په ځانګړې توګه لرې پرتو زیربناوو ته د چټګ اورګادې د پروژو څارنه او همدارنګه د فرانسې د انرژي د اصلي سرچینې په توګه په هستوي برېښنا د اتکا له اړخه، ډېره لیبرال دریځه دوره په ګوته شوې ده. جسکار دیستین د پاریس په سیمه کې د لوی قوس یا Grande Arche، د میوزې دورسې موزیم، د عربي نړۍ انستېتیوت او د ساینس او صنعت د ښارګوټي پروژې په لاره واچولې او وروسته د فرانسوا میتراند په لویو پروژو کې هم شاملې شوې. هغه سوداګریزې آزادی ته وده ورکړه. خو د هغه شهرت د اقتصادي زوال له امله خراب شو چې د ۱۹۷۳ کال د انرژۍ ناورین له هغه سره مل شو چې د دېرشو پرتمینو کلونو (له ۱۹۴۵ کال وروسته د نېکمرغې دېرش ویاړلي کلونو) پای شو. هغه اړ شو چې د بودجوي لګښت ریاضتي سیاست غوره کړي او د بودجوي کسر د مخنیوي لپاره د وزګارۍ زیاتوالي ته اجازه ورکړي. جسکار دستن د دواړو اړخونو د سیاسي مخالفت په مرکز کې راغئ: د فرانسوا میتراند په مشرۍ د نوي متحد کیڼ اړخ ګوند او د پرمختګ په حال کې د ژاک شېراک له خوا چې د ښي اړخه اپوزیسیون پر لیکه یې ګالیسزم بېرته ژوندی کړ. په ۱۹۸۱ کال کې، د لوړ محبوبیت تر څنګ، نوموړي په ۴۸.۲ سلنه رایو د میتراند په وړاندې په دوهم پړاو کې ماتې وخوړه.

جسکار دیستن د ولسمشري پر مهال د اروپایی هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته، په ځانګړې توګه د لویدیځ جرمني سره په ګډون کې، وده ورکړه. د پخواني ولسمشر په توګه د اساسي قانون د شورا غړی و. نوموړی د ۱۹۸۶ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې د اوېورګن د سیمه ایزې شورا د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړه. د اروپا د ادغام په بهیر کې یې ونډه درلوده، او په ځانګړې توګه یې د اروپا د راتلونکي په اړه د کنوانسیون مشري وکړه چې د اروپا د اساسي قانون د ترتیب لپاره یې بدمرغه تړون ترتیب کړ. نوموړي په ۲۰۰۳ کال کې، د فرانسیس اکاډمۍ د غړي په توګه و ټاکل شو او هغه چوکۍ یې ترلاسه کړه چې د هغه ملګري او د سینیګال پخواني ولسمشر لیوپولډ سیدار سینګور مخکې په غاړه درلوده. جسکار د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو اوږد عمره ولسمشر (۹۴ کاله او ۳۰۴ ورځې) ګڼل کېږي.

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

والیري ریني ماری جورج جسکار دیستن د ۱۹۲۶ کال د فبروري په ۲ نیټه د جرمني په کوبلینز ښار کې د فرانسې د راینلنډ د نیواک پر مهال نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د ژان اډمونډ لوسیین جسکار ډی دیستن، چې یو جګپوړی دولتي مامور او د هغه د مېرنې مارتا کلیمنس جکولین ماري (مې) باردوکس مشر زوی و. مور د سناتور او استاد اکیلي اوکتیف ژاک بارډوکس لور او د پوهنې د وزیر اګینور باردوکس لمسۍ وه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

جسکار د سلوی په نوم یوه مشره خور او د اولیور، ایزابیل او ماری لاور په نومونو کوچني خویندې درلود. سره له دې چې د هغه د نیکه له خوا کورنۍ نوم ته د "دیستن" نوم اضافه کړ، خو جسکار د مرستیال امیرالبحر دیستن د له منځه تللې اشرافي کورنۍ له  نارینه نسب نه و. د دیستن کورنۍ سره د هغه اړیکه خورا لرې وه. لوسي میدیلین دیستن ، ډیم ډی ریکیسټات (۱۷۶۹ – ۱۸۸۴) د هغه انا وه، چې هغه په خپل وار سره لومړي یواخیم دیستن سیور دي ریکیسټات (۱۶۱۰ – ۱۶۸۵) اولاده وه، چې هغه د شارل دیستن (۱۵۸۵ – ۱۶۶۱) نامشروع زوی و، او هغه په خپل وار سره د سیور دی شیلاد، د بیت المقدس سنټ جان اتل، د دریم جین دیتسن، سیور دي وال (۱۵۴۰ – ۱۶۲۱) او د هغه د مېرمنې، ګلبرت دې لا روشفاکالد (۱۵۶۰ – ۱۶۲۳) زوی و.[۲۰][۲۱]

جسکار په کلیرمونت فیراند کې د بلیس-پاسکال په لیسه کې، په پاریس کې د اکول ګیرسن او جانسن-ډی-سیلي او لوئس-لی-ګرانډ په لیسو کې زده کړې وکړې. [۲۲]

هغه له فرانسوي مقاومت سره یو ځای شو او د پاریس په آزادۍ کې یې برخه درلوده. نوموړی د آزادۍ پر مهال د الکساندر پارودي د ساتنې لپاره و ګومارل شو. وروسته هغه د فرانسې له لومړي پوځ سره یوځای شو او د جګړې تر پایه یې دنده ترسره کړه. وروسته نوموړي د نظامي خدمت لپاره د کروکس ډي ګیرې جایزه ترلاسه کړه. [۲۳][۲۴]

هغه په ۱۹۴۸ کال کې، یو کال د کاناډا په مونټریال کې تېر کړ، چې په هغه ځای کې نوموړي د ستانسلاس په کالج کې د ښوونکي په توګه نده ترسره کړه.  [۲۵]

نوموړي د پولی تخنیک له پوهنتون او د ادارې علومو له ملي پوهتون څخه (۱۹۴۹ – ۱۹۵۱) فارغ شو او د مالي حسابونو د څېړنې عمومي ادارې ته لاړ. هلته د مالیاتو او عوایدو خدماتو په برخه کې وټاکل شو او وروسته یې د لومړي وزیر اډګر فوور (۱۹۵۵ – ۱۹۵۶) په دفتر کې کار پیل کړ. هغه په جرمني ژبه روانې خبرې کولې.  [۲۶]

لومړۍ سیاسې تجربه

[سمول]

لومړۍ دندې: ۱۹۵۶ – ۱۹۶۲

[سمول]

نوموړي په ۱۵۶۶ کال کې د خپلې مورنۍ کورنۍ په له اړخه، ملي شورا د پو-دی-دوم ولایت د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه د خپلواکو او بزګرانو د ملي مرکز (CNIP) سره یو ځای شو، چې یوه محافظه کاره ډله وه. د CNIP مشر انټوین پینا د پنځم جمهوریت له اعلان وروسته، د اقتصاد او مالیې وزیر شو او نوموړی یې د ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۶۲ کال پورې د مالیاتو لپاره د دولت د منشي توګه غوره کړ. [۲۷][۲۸][۲۹]

د ګولیست اکثریت ګوند غړی؛ ۱۹۶۲ – ۱۹۷۴

[سمول]

کله چې جسکار په ۱۹۶۲ کال کې د اقتصاد او مالیې وزارت ته نوماند شو، د هغه ګوند د ګولیسټ له ګوند سره اړیکې پرې کړې او او اکثریت ایتلاف یې پرېښود. جسکار له استعفا څخه انکار وکړ او د خپلواک جمهوري غوښتونکي ګوند  بنسټ یې کیښود، چې په "ولسمشریز اکثریت" کې د ګولیسټ ګوند کوچنی ملګری شو. د اقتصاد په وزارت کې هغه په خپل دوان کې د "لوی امتیاز" اصطلاح وړاندې کړه چې د بریټون ووډز د سیسټم پر بنسټ په نړیوالو تادیاتو کې د متحده ایالاتو د ډالرو د برلاسۍ د ځانګړتیا لپاره کارول کېږي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

خو نوموړی په ۱۹۶۶ کال کې له کابینې څخه ګوښه کړل شو. هغه خپله جمهوري غوښتونکې ډله په یوه سیاسي ګوند، د خپلواکو جمهوري غوښتونکو ملي فدراسیون، بدله کړه او د لیدلوري او حقیقت ډلې یې منځ ته راوړې. په دې ډلو کې نوموړي د "د قدرت په انحصاري تمثیل" باندې نیوکه وکړه او د ډي ګول د سیاستونو په اړه یې خپل دریځ په "هو، خو ..." کې لنډیز کړ. په ملي شورا کې د مالي کمېټې د رئيس په توګه يې په کابينه کې پر خپل ځای ناستي نيوکې وکړې.  [۳۵][۳۶][۳۷]

له همدې امله ګولیسټ پلوو د ۱۹۶۸ کال د مقننه قوې له ټاکنو وروسته د نوموړي د بیا ټاکلو څخه انکار وکړ. په ۱۹۶۹ کال کې په خپلواکو جمهوري غوښتونکو ملي فدراسیون کې د ډېری ټاکل شویو چارواکو برعکس، د سیمو او سنا په اړه د اساسي قانون په ټولپوښتنه کې، جسکار د "نه" رایې څخه دفاع وکړه، په داسې حال کې چې ډی ګول د "نه" رایې د ګټلو په صورت کې د استعفا د هوډ اعلان وکړه. ګولیسټانو هغه تورن کړ چې د ډی ګول د وتلو په اړه په لویه کچه پړ دی.  [۳۸][۳۹]

نوموړي د ۱۹۶۹ کال د ولسمشریزو د کمپاینونو په ترڅ د ګټونکي نوماند جورجس پومپیدو ملاتړ وکړ، چې وروسته بیا د اقتصاد او مالیې وزارت ته راستون شو. نوموړي د نوي نسل د سیاستوالو استازی و چې د لوړ پوړو ملکي خدماتو څخه را څرګند شو او د "تکنوکرات یا مسلک پلوي" په توګه انګېرل کېده. [۴۰]

سرچینې

[سمول]
  1. subject named as: Valéry GISCARD D'ESTAING — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/3448 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xp81fc — subject named as: Valéry Giscard d'Estaing — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/giscard-d-estaing-valery — subject named as: Valéry Giscard d'Estaing — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0011453 — د نشر نېټه: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹
  5. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=valery;n=giscard+d+estaing — subject named as: Valéry Giscard d'Estaing
  6. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=giscard — subject named as: Valéry Giscard D'estaing
  7. genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00066237&tree=LEO — subject named as: Valéry Giscard d'Estaing — دوتنه: Leo van de Pas
  8. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/118635 — subject named as: Valéry Giscard d'Estaing
  9. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000009749 — subject named as: Valery Giscard d'Estaing — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. https://www.europe1.fr/politique/lancien-president-valery-giscard-destaing-est-mort-4009616
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0011453 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  12. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  13. "Giscard d'Estaing". انګليسي ژبې امريکايي ميراث قاموس (پنځم ed.). هارپېرکولينز. نه اخيستل شوی 30 June 2019.
  14. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  15. He was also ex officio co-prince of Andorra.
  16. "Fichier des décès au mois de décembre 2020" [Death file for the month of December 2020] (په فرانسوي). National Institute of Statistics and Economic Studies. نه اخيستل شوی 26 January 2021.
  17. Safran, William (1995). Wilsford, David (ed.). Political Leaders of Contemporary Western Europe: A Biographical Dictionary. Westport: Greenwood Publishing Group. p. 170. ISBN 978-0-313-28623-0.
  18. "Morto Valéry Giscard d'Estaing". Il Post (په اېټاليايي). 2 December 2020.
  19. "Profile: Bardoux, Jacques". French Senate. نه اخيستل شوی 2 December 2020.
  20. "Giscard d'Estaing, ses mille vies en images" (په فرانسوي). Yahoo. 2 December 2020.
  21. Hoagland, Jim (2 December 2020). "Valéry Giscard d'Estaing, former French president, dies at 94". The Washington Post. Archived from the original on 5 December 2020. نه اخيستل شوی 5 December 2020.
  22. "Valéry Giscard d'Estaing, a president of Auvergne" (په فرانسوي). Francebleu. 2 December 2020.
  23. "Giscard d'Estaing: France mourns ex-president, dead at 94". BBC News Online. BBC. 2 December 2020. Archived from the original on 5 December 2020. نه اخيستل شوی 5 December 2020.
  24. "Valéry Giscard d'Estaing, 94, Is Dead; Struggled to Transform France". The New York Times. 2 December 2020.
  25. Mon tour de jardin, Robert Prévost, p. 96, Septentrion 2002
  26. Wiegel, Michaela; Figaro), Charles Jaigu (Le (15 November 2016). "Valéry Giscard d'Estaing: "In Wahrheit ist die Bedrohung heute nicht so groß wie damals"". Frankfurter Allgemeine Zeitung (په جرمني). نه اخيستل شوی 20 November 2016.
  27. "Pays Emergents" (PDF). ECPR.edu. نه اخيستل شوی 2 December 2020.
  28. "Valéry Giscard d'Estaing, 94, Is Dead; Struggled to Transform France". The New York Times. 2 December 2020.
  29. Thody 2002، م. 68.
  30. "Valéry Giscard d'Estaing, 94, Is Dead; Struggled to Transform France". The New York Times. 2 December 2020.
  31. Hoagland, Jim (2 December 2020). "Valéry Giscard d'Estaing, former French president, dies at 94". The Washington Post. Archived from the original on 5 December 2020. نه اخيستل شوی 5 December 2020.
  32. "Giscard d'Estaing: France mourns ex-president, dead at 94". BBC News Online. BBC. 2 December 2020. Archived from the original on 5 December 2020. نه اخيستل شوی 5 December 2020.
  33. Eichengreen, Barry (2011-01-07). Exorbitant Privilege: The Rise and Fall of the Dollar and the Future of the International Monetary System (په انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-978148-5.
  34. Siddiqu, Khubaib (May 2012). "Review: Barry Eichengreen, Exorbitant privilege: the rise and fall of the dollar" (PDF). Economic and Social Commission for Asia and the Pacific. Asia-Pacific Research and Training Network on Trade. نه اخيستل شوی 5 December 2020.
  35. "Valéry Giscard d'Estaing, 94, Is Dead; Struggled to Transform France". The New York Times. 2 December 2020.
  36. "Valéry Giscard d'Estaing, 94, Is Dead; Struggled to Transform France". The New York Times. 2 December 2020.
  37. "Giscard d'Estaing: France mourns ex-president, dead at 94". BBC News Online. BBC. 2 December 2020. Archived from the original on 5 December 2020. نه اخيستل شوی 5 December 2020.
  38. "Commanding Heights". PBS. نه اخيستل شوی 3 December 2020.
  39. "Giscard d'Estaing: France mourns ex-president, dead at 94". BBC News Online. BBC. 2 December 2020. Archived from the original on 5 December 2020. نه اخيستل شوی 5 December 2020.
  40. Obituaries, Telegraph (2 December 2020). "Valéry Giscard d'Estaing, centre-Right French President who supported a united Europe – obituary". The Telegraph. Archived from the original on 12 January 2022. نه اخيستل شوی 3 December 2020.