هند-یونانی پاچاهي
د هند-یونانی یا یونان-هندي پاچاهي چې له تاریخي اړخه د یوانا پاچاهي په نوم هم پېژندل کېږي د هلنیسټي دورې یوه یوناني پاچاهي وه چې د ننني افغانستان، پاکستان او هند شمال لویدیځ ځینې برخې یې تر پوښښ لاندې وي. دغه پاچاهي له میلاد څخه ۲۰۰ کاله وړاندې پیل شوې وه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
د همدې پاچاهي په درشل کې هغه د ۳۰ بېلابېلو شاهانو له خوا اداره شوې ده. مناندر ۱، یې تر ټولو ډېر مشهور او نامتو پاچا و، چې په لنډه توګه مناندر هم ورته ویل کېږي. که څه هم په هغه وخت کې د هند-یونان یوه بله پاچاهي هم وه چې هغه د مناندر ۲ په نومه مشهوره وه، خو د مناندر ۱ پلازمېنه بیا د پنجاب په سګالا (اوسني سیالکوټ) کې وه.[۸]
دا پاچاهي هغه مهال رامنځته شوه کله چې یونان-باختري پاچا، دیمیتریوس (او بیا وروسته یوکراتیدیس) له میلاد نه ۲۰۰ کاله وړاندې له باختر نه پر هند برید وکړ. د هند په نیمه وچه کې مېشت یونانیان بالاخره په دوو برخو ووېشل شول یوه ته یې یونان-باختریان ویل کېده چې مرکز یې د اوسني افغانستان او ازبکستان تر منځ وه او بل ته یې هند-یوناني ویل کېده چې مرکز یې د ننني هند نیمه وچې شمالي برخې وي.[۹][۱۰]
د «هند-یوناني پاچاهي» عبارت په ازاده توګه سره یو شمېر بېلابېلې سلسله اې سیاستونه بیانوي چې له دودیز اړخه له یو شمېر سیمه ییزو پلازمېنو سره تړلې دي لکه ټکسیلا (نننۍ پنجاب)، پوشالاواتي او ساګالا. ځینو بالقوه مرکزونو ته یوازې اشاره شوې ده، د بېلګې په توګه د بطلیموس جغرافیا او د وروستیو پاچاهانو نوم اېښودنې ښیي چې تیوفیلا (Theophila) د هند-یوناني په سویلي برخه کې هم ښايي یو وخت د ساتراپي یا سلطنتي مرکز ځای و.[۱۱][۱۲][۱۳]
د خپلې دوه سلیزې واکمنۍ پر مهال، هند-یوناني پاچاهانو یوناني او هندي ژبې او سمبولونه سره ګډ کړل، لکه څرنګه چې د هغوی په سیکو کې لیدل کېږي او همداشان یې یوناني او هندي نظریات سره ګډ کړل کوم چې تر اوسه پورې د هغوی په لرغون پېژندنه کې تر سترګو کېږي. د هند-یوناني کلتور خپرېدا یو لړ پایلې هم درلودي چې ان نن ورځ هم هغه په تېره بیا د یوناني-بودایي هنر له لارې احساسیږي. د هند-یوناني قومیت هم ښايي تر یوه بریده پورې ترکیبي وي. د پولیوبیوس په وینا، یوتیډموس ۱ یو مګنیزي یوناني و. د هغه زوی، دیمیتروس ۱، د هند-یوناني پاچاهي بنسټګر د خپل پلار له خوا په قوم یوناني و. د همدې دیمیتروس او د سیلوکي پاچا انتیوخوس ۳ د لور تر منځ واده هم شوی ده، د هند-یوناني وروستیو پاچاهانو قومیت کله نا کله ډېر کم پېژندل کېږي. د بېلګې په توګه، ارتمیدورسو (له میلاد څخه ۸۰ کاله وړاندې) داسې ګومان کېده چې د هند-سکايي له تباره څخه به وي، خو نن ورځ هغه د یوه عادي هند-یوناني پاچا په توګه پېژندل کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د مناندر له مړینې وروسته، د هغه زیاتره سترواکي سره وپاشل شوه او هند-یوناني اغېز یې هم د پام وړ کمښت وموند. د راوي د سیند په ختیځ کې زیاتره نوي پاچاهۍ او جمهوریتونه رامنځته شول چې د نویو سیکو په ضربولو یې پیل وکړ کوم چې د هغوی د پوځي بریاوو ښکارندويي یې کوله. تر ټولو برجسته ادارې چې رامنځته شوي هغه د یاودوها جمهوریت، ارجونایاناس او اودومباراس وو. ویل کېږي چې [۱۹]
پس از مرگ مناندر، بیشتر امپراتوری او از هم پاشید و نفوذ هند و یونان به میزان قابل توجهی کاهش یافت. بسیاری از پادشاهی ها و جمهوری های جدید در شرق رودخانه راوی شروع به ضرب سکه های جدیدی کردند که پیروزی های نظامی را نشان می داد.[22] برجسته ترین نهادهایی که تشکیل شد جمهوری یاودهایا، آرجونایاناس و اودومباراس بودند. گفته می شود که یودهیاها و ارجونایاناها هر دو "پیروزی با شمشیر" را به دست آورده اند.[23] دودمان داتا و سلسله میترا به زودی در ماتورا دنبال شدند. هندو-یونانیان نهایتاً در حدود سال 10 پس از میلاد به دنبال تهاجمات هند و سکاها به عنوان یک موجودیت سیاسی ناپدید شدند، اگرچه جمعیت یونانی احتمالاً برای چندین قرن بیشتر تحت حکومت بعدی هند و پارت ها و کوشانی ها باقی ماندند.[۲۰]
شالید
[سمول]د هند په نیمه وچه کې د یونان لومړنۍ شتون
[سمول]یونانیان په لومړي سر کې د هخامنشي سترواکۍ پر مهال د هند د نیمې وچې په شمال لویدیځو برخو کې ځای پر ځای شول. ستر داریوش دغه سیمه فتحه کړه او بیا وروسته یې نورو واکمنانو د یوناني نړۍ زیاتره برخې ونیولي، چې په هغه وخت کې یې د لویدیځې اناتولي نیمه وچه ټوله تر پوښښ لاندې لرله. کله چې د هخامنشیانو تر یوغ لاندې یوناني کلي پسې وشړل شول نو په ځینو وختونو کې هغوی له قومي اړخه تصفیه شول او د سترواکۍ لرې بلې خوا کې ځای پر ځای شول. له همدې امله هم زیاتره یوناني ټولنې د هخامنشي سترواکۍ پر مهال په هندي سیمو کې ځای پر ځای شوي.
له میلاد نه څلور پېړۍ وړاندې، ستر سکندر د هخامنشي سترواکي ته ماتې ورکړه او ټوله یې ونیوله. له میلاد نه ۳۲۶ کاله وړاندې، په دې کې د هند د نیمه وچې شمال لویدیځې برخې د هیفاسیس تر سیند پورې شاملې وي. سکندر ساتراپي ګانې جوړې او ګڼ شمېر مسکونې سیمې له هغې ډلې بوسیفالا یي را منځته کړه؛ او کله چې یې پوځ ختیځ لوري ته تګ کې کې زړه ښه نه کړ نو سویل لور ته را وخوځېد. د پنجاب هندي ساتراپي ګانې د پوروس او ټکسیلاس واکمنانو ته پرېښودل شوي کوم چې له میلاد نه ۳۲۱ کاله وړاندې یو ځل بیا د تریپارادیسوس تړون له خوا ومنل شول او پاتې یوناني ځواکونه کوم چې په دغو ساتراپې ګانو کې پاتې شوي وي هغوی د سکندر د جنرال ایدیموس تر قوماندې لاندې پاتې شول. له میلاد نه وړاندې ۳۲۱ کال نه وروسته ایدیموس وکولای شول چې ټکسیلاس له منځه یوسي تر هغه چې له میلاد نه ۳۱۶ کاله مخکې یې هند پرېښود. په سویل کې یوه بل سردار د سند په یوناني مستعمراتو باندې حکومت کاوه: پیټون د اګنور زوی، تر هغه چې له میلاد نه ۳۱۶ کاله وړاندې بابل ته ولاړ. [۲۱][۲۲]
له میلاد نه ۳۲۲ کاله وړاندې شاوخوا کلونو کې یونانیانو (چې په هندي سرچینو کې د یونا او یاوانا په نومونو یاد شوي دي) ښايي له نورو دلو سره یو ځای یې د نانډا سلسلې پر وړاندې د چانډراګوپټا مایوریا په پاڅون کې ګډون کړی وي او د ښار د نیولو په موخه تر پاټالي پوترا پورې تللي وي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Wilson, John (1877). Indian Caste (in انګليسي). Times of India Office. p. 353.
- ↑ Jackson J. Spielvogel (14 September 2016). Western Civilization: Volume A: To 1500. Cengage Learning. p. 96. ISBN 978-1-305-95281-2.
The invasion of India by a Greco-Bactrian army in ... led to the creation of an Indo-Greek kingdom in northwestern India (present-day India and Pakistan).
- ↑ Erik Zürcher (1962). Buddhism: its origin and spread in words, maps, and pictures. St Martin's Press. p. 45.
Three phases must be distinguished, (a) The Greek rulers of Bactria (the Oxus region) expand their power to the south, conquer Afghanistan and considerable parts of north-western India, and establish an Indo-Greek kingdom in the Panjab where they rule as 'kings of India'; i
- ↑ Heidi Roupp (4 March 2015). Teaching World History: A Resource Book. Routledge. p. 171. ISBN 978-1-317-45893-7.
There were later Indo-Greek kingdoms in northwest India. ...
- ↑ Hermann Kulke; Dietmar Rothermund (2004). A History of India. Psychology Press. p. 74. ISBN 978-0-415-32919-4.
They are referred to as 'Indo-Greeks' and there were about forty such kings and rulers who controlled large areas of northwestern India and Afghanistan. Their history ...
- ↑ Los Angeles County Museum of Art; Pratapaditya Pal (1986). Indian Sculpture: Circa 500 B.C.-A.D. 700. University of California Press. p. 15. ISBN 978-0-520-05991-7.
Since parts of their territories comprised northwestern India, these later rulers of Greek origin are generally referred to as Indo-Greeks.
- ↑ Joan Aruz; Elisabetta Valtz Fino (2012). Afghanistan: Forging Civilizations Along the Silk Road. Metropolitan Museum of Art. p. 42. ISBN 978-1-58839-452-1.
The existence of Greek kingdoms in Central Asia and northwestern India after Alexander's conquests had been known for a long time from a few fragmentary texts from Greek and Latin classical sources and from allusions in contemporary Chinese chronicles and later Indian texts.
- ↑ Tarn, William Woodthorpe (2010-06-24). The Greeks in Bactria and India (in انګليسي). Cambridge University Press. p. 247. ISBN 978-1-108-00941-6.
- ↑ "Indo-Greek Campaigns".
- ↑ Thonemann, Peter (2016-01-14). The Hellenistic World: Using Coins as Sources (in انګليسي). Cambridge University Press. p. 97. ISBN 978-1-316-43229-7.
- ↑ Mortimer Wheeler Flames over Persepolis (London, 1968). Pp. 112 ff. It is unclear whether the Hellenistic street plan found by Sir John Marshall's excavations dates from the Indo-Greeks or from the Kushans, who would have encountered it in Bactria; Tarn (1951, pp. 137, 179) ascribes the initial move of Taxila to the hill of Sirkap to Demetrius I, but sees this as "not a Greek city but an Indian one"; not a polis or with a Hippodamian plan.
- ↑ "Menander had his capital in Sagala" Bopearachchi, "Monnaies", p. 83.
- ↑ McEvilley supports Tarn on both points, citing Woodcock: "Menander was a Bactrian Greek king of the Euthydemid dynasty. His capital (was) at Sagala (Sialkot) in the Punjab, "in the country of the Yonakas (Greeks)"." McEvilley, p. 377. However, "Even if Sagala proves to be Sialkot, it does not seem to be Menander's capital for the Milindapanha states that Menander came down to Sagala to meet Nagasena, just as the Ganges flows to the sea."
- ↑ "A vast hoard of coins, with a mixture of Greek profiles and Indian symbols, along with interesting sculptures and some monumental remains from Taxila, Sirkap and Sirsukh, point to a rich fusion of Indian and Hellenistic influences", India, the Ancient Past, Burjor Avari, p. 130
- ↑ Ghose, Sanujit (2011). "Cultural links between India and the Greco-Roman world". Ancient History Encyclopedia
- ↑ 11.34
- ↑ ("Notes on Hellenism in Bactria and India". W. W. Tarn. Journal of Hellenic Studies, Vol. 22 (1902), pp. 268–293).
- ↑ Osmund Bopearachchi Was Indo-Greek Artemidoros the son of Indo-Sctythian Maues
- ↑ "Most of the people east of the Ravi already noticed as within Menander's empire -Audumbaras, Trigartas, Kunindas, Yaudheyas, Arjunayanas- began to coins in the first century BC, which means that they had become independent kingdoms or republics.", Tarn, The Greeks in Bactria and India
- ↑ Tarn, William Woodthorpe (2010-06-24). The Greeks in Bactria and India. ISBN 9781108009416.
- ↑ India, the Ancient Past, Burjor Avari, pp. 92-93
- ↑ : "To the colonies settled in India, Python, the son of Agenor, was sent." Justin XIII.4
- ↑ Chandragupta Maurya and His Times, Radhakumud Mookerji, Motilal Banarsidass Publ., 1966, pp. 26-27 [۱]
- ↑ Chandragupta Maurya and His Times, Radhakumud Mookerji, Motilal Banarsidass Publ., 1966, p. 27 [۲]
- ↑ History Of The Chamar Dynasty, Raj Kumar, Gyan Publishing House, 2008, p. 51 [۳]
- ↑ "Kusumapura was besieged from every direction by the forces of Parvata and Chandragupta: Shakas, Yavanas, Kiratas, Kambojas, Parasikas, Bahlikas and others, assembled on the advice of Chanakya" in Mudrarakshasa 2. Sanskrit original: "asti tava Shaka-Yavana-Kirata-Kamboja-Parasika-Bahlika parbhutibhih Chankyamatipragrahittaishcha Chandergupta Parvateshvara balairudidhibhiriva parchalitsalilaih samantaad uprudham Kusumpurama". From the French translation, in "Le Ministre et la marque de l'anneau", ISBN 2-7475-5135-0