Jump to content

ماري انینګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ماري انینګ
ماري انینګ
ماري انینګ

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه لرغونې ژوند پوهنه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ

ماري انینګ (په انګلیسي: Mary Anning؛ پیداښت: ۲۱-مې-۱۷۹۹؛ مړینه: ۹-مارچ-۱۸۴۷) انګلیسۍ فوسیل ټولوونکې، پلورونکې او د پالیونتولوجېسته وه او د هغو پلټنو له‌امله یې چې د سویل‌لوېدیځ انګلستان د دورسېت ښار په لایم رېجیس سیمه کې د انګلستان کانال په اوږدو کې پر جوراسیک سمندري فوسیلونو باندې ترسره کړې وې، د نړۍ په کچه شهرت وموند. دا د انینګ موندنې وې چې د ماقبل‌التاریخ ژوند او د ځمکې د تاریخ په هکله یې په علمي تفکر کې بدلونونه راوستل.

انینګ د سیمې په بلو لیاس او چارموت مدستون کمرو کې د فوسیلونو په لټه کې وه، په تېره بیا د ژمي په میاشتو کې چې د ځمکې د ښویېدلو له‌امله نوي فوسیلونه راوځي او باید مخکې تر هغو چې په سمندر کې ورک شي، ژر تر ژره راټولولو ته یې اقدام وشي. د هغې د پلټنو پایلې عبارت دي له: په سمه توګه د ایکتیوسور لومړنی پېژندل شوی سکلېټ (د دغې پلټنې پر مهال انینګ دولس کلنه وه)؛ د پلسيوسور کابو بشپړ لومړني دوه سکلېټونه؛ له آلمان څخه بهر د تېروسور لومړنی واقع شوی سکلېټ؛ او د کبانو فوسیلونه. هغه مهال کوپرولیتونه زارمورې ډبرو په توګه پېژندل کېدل؛ وروسته معلومه شوه چې کوپرولیتونه فوسیلي شوي فاضله مواد دي او د انینګ پلټنو په دغه کشف کې ستره ونډه درلوده؛ همدا راز هغې کشف کړه چې بلېمنیت فوسیلونو، د نومهالو سفالوپوداوو په څېر، د دفاعي مادې فوسیلي شوې کڅوړې لري. [۲]

انینګ، له مالي پلوه، د ژوند په ډېريو کلونو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وه. د یوې ښځې په توګه، د لندن جیولوجیکي ټولنې سره د یوځای کېدو پر شرایطو برابره نه‌وه او هغې تل د علمي ګډون لپاره پوره امتیاز نه‌ترلاسه کاوه. سره له‌دې، د هغې ملګري، جیولوجېست هنري دو لا بېچه، (چې «Duria Antiquior» یې نقاشي کړه او دا د ماقبل‌التاریخ ژوند د یوې صحنې تصویري بڼه وه چې د د فوسیلونو له بیا نښلولو او جوړولو پر بنسټ رامنځ‌ته شوه؛ دغه نقاشي کې د انینګ له موندنو او موندل شویو فوسیلونو څخه ګټه اخېستل شوې وه او په پراخه توګه خپره او وپلورل شوه چې انینګ یې هم له ګټې څخه بې‌برخې پاتې نه‌شوه. انینګ په بریتانیا، اروپا او امریکا کې، په جیولوجیکي غونډو کې مشهوره شوه او د اناټومي او همدا راز د فوسیل راټولولو په مسایلو کې له هغې سره مشوره کېدله. د هغې یوازېنۍ علمي لیکنه چې د ژوند په اوږدو کې یې خپره شوه، په ۱۸۳۹ز کال کې د «طبیعي تاریخ مجله» کې لیکنه وه، او دا د هغه لیک یو اقتباس ؤ چې انینګ د مجلې مسوول مدیر ته لیکلی ؤ او په دغه لیک کې د هغه یوه ادعا تر پوښتنې لاندې راغلې وه.

په ۱۸۴۷ز کې د هغې له مړینې وروسته، د ژوند کیسه یې خورا د پام وړ وګرځېدله. د انینګ د ژوند په هکله یوه ناپېژندل شوې مقاله د ۱۸۶۵ز کال په فبروري کې د چارلس دیکنز په «د ټول کال په اوږدو کې» ادبي مجله کې خپره شوه. تر ډېرو کلونو پورې د «ماري انینګ، فوسیل موندونکې» لیکونکی دیکنز ګڼل کېده، خو په ۲۰۱۴ز کې پالیونتولوجي‌پوهانو، مایکل ا. تېلور او هیو س. تورنس، هنري ستوارت فاګان د لیکوال په توګه وپېژنده او څرګنده یې کړه چې د فاګان اثر «نه اصلي ؤ او نه موثق» او «د انینګ په ادبیاتو کې یې داسې تېروتنې راوستلې چې لا تراوسه ستونزمنې پاتې دي». په ځانګړې توګه، هغو څرګنده کړه چې فاګان خپله مقاله تر ډېره بریده او په ناسمه توګه، د انینګ د ژوند او آثارو په هکله د دورسېت اصلي مېشتي «هنري رولنډ برَون» د ۱۸۵۹ز کال له لارښود کتاب (د لایم رېجیس ښکلاوې) څخه غلا کړې ده.[۳]

ژوند او کاري یون

[سمول]

د ماشومتوب لومړي کلونه

[سمول]

ماري انینګ د ۱۷۹۹ز کال د مې میاشتې پر ۲۱مه د انګلستان د دورسېت په لایم رېجیس کې زېږېدلې ده. پلار یې ریچارد انینګ (شاوخوا ۱۷۶۶ تر ۱۸۱۰ز) ترکاڼ ؤ چې د ښار ترڅنګ د ساحلي کمرو غاړې کې فوسیلونه رااېستل او هغه یې سیلانیانو ته پلورل او په‌دې توګه یې خپلې مالي اړتیاوې پوره کولې؛ مور یې ماري مورې (شاوخوا ۱۷۶۴ تر ۱۸۴۲ز) په «مولي» مشهوره وه. د انینګ مور او پلار د ۱۷۹۳ز کال د اګوسټ پر ۸مه نېټه، په بلندفورد فوروم کې سره واده وکړ او لایم ته کډه شول، او د ښار پر پُل باندې جوړ شوي کور کې یې ژوند کاوه. هغو د کومبې واټ د «Dissenter» بېلتون‌پالې کلیسا ته ورغلل، چې عبادت کوونکي یې په لومړیو کې ځانونه خپلواک ګڼل او وروسته د «کنګره‌پالو» یا «ډله‌پالو» په نوم مشهور شول. شېلي اېملینګ لیکي چې د دوی کور سیند ته ډېر نږدې ؤ، داسې چې هغه سیلۍ چې د کمرو په اوږدو کې لګېدلې او فوسیلونه یې رابهر کول، ځینې وخت به د انینګ کور یې تر اوبو لاندې کاوه او کله ناکله به د ډوبېدلو له وېرې د کور په دوه‌یم پوړ کې ویده کیدل.[۴][۵][۶][۷]

مولي او ریچارد لس ماشومان درلودل. لومړنۍ یې «ماري» په ۱۷۹۴ز کې زېږېدلې وه. له هغې وروسته بیا هم یوه لور یې پیدا شوه، چې لږ څه له زېږون وروسته مړه شوه؛ جوزف په ۱۷۹۶ز کې او بل زوی یې په ۱۷۹۸ز کې وزېږېده چې په ماشومتوب کې مړ شو. د همدغه کال په ډسمبر کې، لومړۍ ماري (تر ټولو لوی ماشوم) څلورکلنه وه چې اور ته د لرګیو اچولو له‌امله یې کالي اور اخلي او مړه کېږي. د دغې پېښې راپور د ۱۷۹۸ز کال د ډسمبر پر ۲۷مه په بت کرونیکل کې ورکړل شو: «د ښاغلي ر. انینګ، د لایم ترکاڼ، څلور کلن ماشوم د مور له‌خوا په یوې کوټه کې چې د لرګیو دړې په‌کې وې، شاوخوا پنځه دقیقې یوازې پرېښودل شو؛ د انجلۍ کالي اور اخلي او د سوځېدو د ژورو ټپونو له‌امله مري».[۸][۹]

انینګ پنځه میاشتې وروسته وزېږېدله، او په‌دې ډول، کورنۍ یې د مړې خور نوم ورباندې ږدي. له هغې وروسته لا زیات ماشومان یې وزېږېدل، خو هېڅ یوه یې له یوه یا دوه کلونو څخه زیات عمر ونه‌کړ. یوازې دوه‌یمه ماري انینګ او تر هغې درې کاله مشر ورور یې «جوزف» تر زړښت پورې ژوندي پاتې شول. په ماشومانو کې د مړینې لوړه کچه یوازې د انینګ کورنۍ لپاره غیرعادي مسأله نه‌وه. د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې، په انګلستان کې کابو نیمایي ماشومان مخکې تر پنځه کلنۍ مړه کېدل او د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د لایم رېجیس د ګڼي‌ګوڼي ژوند وضعیت له‌امله د نویو زېږېدلو ماشومانو مړینه تر ډېره د چېچک او شري له‌امله وه.[۱۰]

د ۱۸۰۰ز کال د اګوسټ پر ۱۹مه نېټه، کله چې انینګ ۱۵ میاشتنۍ وه، یوه پېښه رامنځ‌ته شوه چې وروسته د سیمې فولکلور کیسه وګرځېده: د یوې ډلې له‌خوا د آس سپرلۍ یوه ننداره روانه وه او د نارون یوې ونې لاندې انینګ د ګاونډي ښځې «الیزابېت هاسکینګز» په غېږ کې نیولې وه، ترڅنګ یې دوه نورې ښځې هم ولاړې وې او ننداره یې کوله چې پر ونه تندر ولګېده او درې واړه ښځې یې ووژلې. نندارچیانو په ماشوم په چټکۍ سره کور ته ورساوه، په تودو اوبو یې ومینځه او بېرته په کې سا راغله. د سیمې یوه ډاکتر د هغې ژوندي پاتي کېدل معجزه وګڼله. د انینګ کورنۍ وویل چې هغه مخکې تر دغې پېښې یوه ناروغه ماشومه وه خو وروسته له هغې داسې ښکاري چې روغه شوه. کلونه وروسته، د ټولنې غړو د دغې انجلۍ تلوسه، ځیرکتیا او ژوندی شخصیت، نوموړې پېښې سره اړوند ګڼي.[۱۱][۱۲][۱۳]

د انینګ زده‌کړې خورا محدودې وې، خو ویې کولای شول چې د کنګره‌پالو «یکشنبې ښوونځي» کې شامله شي، چېرې چې لیک او لوست یې زده کړل. د کنګره‌پالو د عقیدتي اصولو له‌مخې، د انګلستان هغه وخت کلیسا پر خلاف، تر ډېره د بېوزلو د زده‌کړې پر اهمیت ټینګار کېده. د هغې تر ټولو ارزښتمنه شتمنۍ د «مخالفانو الهیات‌پوهنې او کره‌کتنې مجله» وه چې په هغې کې د کورنۍ کشیش، جېمز ویتون، دوه مقالې خپرې کړې وې، په یوې کې ټینګار پر دې ؤ چې خدای نړۍ په شپږو ورځو کې خلق کړې ده، او په بله کې یې له مخالفانو څخه غوښتل شوي وو چې د جیولوجي نوی علم زده کړي.[۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 123040817  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Eylott, Marie-Claire. "Mary Anning: The Unsung Hero of Fossil Discovery". Natural History Museum. نه اخيستل شوی 11 August 2022.
  3. Taylor, M. A. and Torrens, H. S. (2014). An Anonymous Account of Mary Anning (1799–1847), Fossil Collector of Lyme Regis, Dorset, England, Published in All The Year Round in 1865, and its Attribution to Henry Stuart Fagan (1827–1890), Schoolmaster, Parson, and Author. Proceedings of the Dorset Natural History & Archaeological Society, 135, 71-85.
  4. Dennis Dean writes that Anning pronounced her name "Annin" (see Dean 1999, p. 58), and when she wrote it for Carl Gustav Carus, a aide to King Frederick Augustus II of Saxony, she wrote "Annin's" (see Carus 1846, p. 197).
  5. "Mary Anning". Encyclopædia Britannica. 
  6. کينډۍ:Cite ODNB
  7. Emling 2009, pp. 11–14
  8. Goodhue 2002, p. 10
  9. Cadbury 2000, pp. 5–6
  10. Goodhue 2002, p. 10
  11. Hawkes, Jaquetta (1953). A Land. London: Readers United. pp. 56–57.
  12. Cadbury 2000, pp. 5–6
  13. Emling 2009, pp. 14–16
  14. Emling 2009, p. 26