لرغونی یونان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لرغونی یونان د مدیترانې یو شمال‌ختیځ تمدن و چې له ۱۲مې تر ۹مې مخزېږدیز پېړۍ څخه د یونان د تیاره پېړیو له مهاله د کلاسیکې لرغونې دورې تر پای (شاوخوا ۶۰۰ تر میلاد وروسته) مهال پورې موجود و او د ښاري دولتونو او اړوندو فرهنګي او ژبنیو قلمروونو یوه ازاده مجموعه یې رانغښته. لرغونی یونان یوازې یو وار د ۱۳ کلونو لپاره د مقدوني سکندر تر سترواکۍ لاندې (۳۳۶-۳۲۳ مخزېږد) متحد شو. د لوېدیځ په تاریخ کې په کلاسیکه لرغونې دوره پسې جوخت لومړنۍ منځنۍ پېړۍ او د بیزانس دوره واقع شوه.[۱]

د برونزو د زمانې په وروستیو کې د لرغوني یونان د تمدن تر ړنګېدو کابو درې پېړۍ وروسته د یونان ښاري قطبونه په اتمه مخزېږدیز پېړۍ کې بیا را جوړ شول او د مدیترانې لرغونې دوره یې پیل کړه. ورپسې د یونان-پارس له جګړو څخه تر ۵مې او ۴مې مخزېږدې پېړۍ پورې د یونان کلاسیکه دوره واقع شوه. د مقدوني سکندر فتوحاتو د مدیترانې له لوېديځ څخه تر مرکزي اسیا پورې «هېلنسټي تمدن» پراخ کړ. هېلنسټي دوره د روم جمهوریت له‌خوا د ختیځې مدیترانې له فتحې او له رومي یونان سره د روم د مقدونیې ولایت او وروسته د روم د سترواکۍ پر مهال د «اخایا» ولایت له یوځای کېدو سره پای ته ورسېده.

د یونان کلاسیک فرهنګ په ځانګړي ډول فلسفې پر لرغوني روم پراخه اغېزه لرله چې یوه بڼه یې په ټوله مدیترانه او ډېره برخه اروپا کې هم موجوده وه. له همدې امله کلاسیک یونان په ټولیز ډول د لوېديځ د تمدن زانګو بلل کېږي، دا هغه اصلي فرهنګ و چې اوسني لوېديځ یا غرب د سیاست، فلسفې، علم او هنر په برخو کې خپلې بنسټیزې ایډیالي بڼې او ایډیاوې ترې اخیستي دي.[۲][۳][۴]

تاریخ لیکنه[سمول]

د لرغوني یونان تاریخي دوره د نړۍ په تاریخ کې بې‌سارې ده، ځکه چې په مستقیم ډول د هراړخیزې تاریخ لیکنې د لومړنۍ دورې شواهد وړاندې کوي، په داسې حال کې چې لومړنی لرغونی تاریخ له ډېرو تیت پرګ اسنادو لکه د نېټو له سوابقو، د پادشاهانو له فهرستونو او علمي کتیبو څخه پېژندل شوی دی.

هروډوټ په پراخه کچه «د تاریخ پلار» پېژندل کېږي: د ده تاریخونه په ټولو برخو کې د ده په نامه دي. د هروډوټ اثار چې د ۴۵۰ او ۴۲۰ مخزېږدو کلونو تر منځ لیکل شوي دي، تر میلاد شاوخوا یوه پېړۍ مخکې مهال ته رسېږي او د ۶مې مخزېږدې پېړۍ د تاریخي شخصیتونو لکه لومړني داریوش، دویم کمبوجیه او درېیم پسامټیک په اړه خبرې کوي او د ۸مې مخزېږدې پېړۍ ځینو شخصیتونو لکه «کانډولا» ته اشاره کوي. د هروډوټ د اثارو سموالی د بحث وړ دی.[۵][۶][۷][۸][۹]

د توسیډيډ، زینوفون، ډموسټین، افلاطون او ارسطو په څېر لیکوالان د هروډوټ ځای‌ناستي شول. په دوی کې ډېری اتنیان وو یا هم د اتن پلویان وو، همدا لامل دی چې د نورو ښارونو په نسبت د اتن د تاریخ او سیاست په برخه کې ډېر پېژندل شوي دي. د دوی تمرکز په سیاسي، پوځي او ډيپلوماټیک تاریخ پورې محدود و او اقتصادي او ټولنیز تاریخ یې له پامه غورځاوه.[۱۰]

تاریخچه[سمول]

لرغونې دوره[سمول]

په ۸مه مخزېږده پېړۍ کې یونان له تیاره پېړیو څخه په راوتو شو چې پیل یې د میسني تمدن تر ړنګېدو وروسته وشو. سواد له منځه تللی و او میسني خط هېر شوی و، خو یونانیانو فنیقي الفبا ومنله او د یوناني الفبا لپاره یې بدله کړه. هغه شیان چې په فنیقي لیکنو حکاکي شوي دي، ښايي له نهمې مخزېږدې پېړۍ څخه وړاندې به په یونان کې موجود وو، خو د یوناني لیکنو لومړني شواهد د یونان د هغو خاورینو لوښو له لیکنو څخه ترلاسه شوي دي چې د ۸مې پېړۍ د منځنیو کلونو اړوند دي. هغه مهال یونان په ګڼو خودمختارو کوچنیو ټولنو ووېشل شو او دا هغه څه وو چې تر ډېره یې لامل په جغرافیه کې ریښې لرلې: هر ټاپو، هره دره او هره دښته له خپل ګاونډ څخه سمندر یا غرونو جلا کړې ده.[۱۱][۱۲]

د للانټین جګړه (تر میلاد مخکې شاوخوا ۷۱۰ – تر میلاد مخکې شاوخوا ۶۵۰) د لرغوني یونان د دورې لومړنۍ مستنده جګړه ده. دا جګړه د دوو مهمو قطبونو (ښاري دولتونو) «خالکیس» او «ارټریا» تر منځ د «اوبویا» سیمې د ښېرازه دښتې «للانټین» پر سر ونښته. داسې ښکاري چې دواړه ښارونه د اوږدې جګړې په لړ کې مخ پر ځوړ وو، که څه هم «خالکیس» ته د بریالیتوب نوم ورکړل شوی دی.

د شپږمې مخزېږدې پېړۍ په دویمه نیمايي کې اتن د «پیسیټراټوس» او بیا وروسته د هغه د بچیانو «هیپیاس» او «هیپارخوس» تر ظلمونو لاندې و. له دې سره سره په ۵۱۰ مخزېږد کال کې د «کلیټنس» په تحریک سره د سپارټا پادشاه «لومړي کلیومنس» له اتنیانو سره مرسته وکړه چې استبداد را وپرځوي. سپارټا او اتن ډېر ژر پر یوه او بل برید وکړ، دغه مهال «لومړی کلیومنس» راپورته شو او «ایساګوراس» یې د سپارټا پلوي مشر په توګه وټاکه. کلیسټنس چې د سپارټایانو له کنټرول څخه د اتن د خپلواک کولو لېوال و، د سیاسي انقلاب وړاندیز یې وکړ: یعنې دا چې ټول خلک موقعیت ته له کتو پرته په واک کې شریک وي او اتن پر «ډیموکراسۍ» بدل کړي. د اتنیانو ډیموکراټیکې لېوالتیا «ایساګوراس» څنډې ته کړ او د هغه د بیا را ګرځولو لپاره یې د سپارټایانو په مشرۍ ټول بریدونه په شا وتمبول. د ډیموکراسۍ را څرګندېدو د اتن پر ډېرو ټپونو پټۍ کېښوده او زرین یا طلايي عصر یې پیل کړ.[۱۳]

کلاسیک یونان[سمول]

تر میلاد مخکې په ۴۹۹ کال کې ایوني ښاري دولتونه چې د پارسیانو تر واک لاندې وو، د خپلو هغو مستبدو حاکمانو پر خلاف یې بغاوت وکړ چې د پارس ملاتړ ورسره و. دوی له «اتن» او «ارټریا» څخه د را لېږل شویو ځواکونو په مرسته تر «سارډس» پورې مخته لاړل او ښار یې د پارسیانو تر ځوابي برید وړاندې وسوځاوه. دغه بغاوت تر ۴۹۴ کال پورې دوام وکړ او دا هغه مهال و چې باغي ایونیانو ماته وخوړه. داریوش هېره نه‌کړه چې اتن د ایونیا له بغاوت سره مرسته کړې وه او په ۴۹۰ کال کې یې د غچ اخیستو لپاره یو سمندري ځواک چمتو کړ. اتنیان د شمېر له پلوه ډېر زیات وو او په «پلاته» ښار کې یې د خپلو نورو متحدانو په مرسته پارسیانو ته د «ماراتون» په جګړه کې ماته ورکړه او پارسي سمندري ځواک بېرته وګرځېد.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

فرهنګ[سمول]

فلسفه[سمول]

د لرغوني یونان فلسفه پر عقلانیت او پلټنه متمرکزه وه. دغې فلسفې له ډېرو اړخونو پر مدرنه فلسفه او مدرنو علومو مهمې اغېزې کړې دي. د لرغوني یونان او هلنېستي دورې د فیلسوفانو د څرګند نفوذ پایله په منځنیو پېړیو کې مسلمان فیلسوفان او اسلامي علما، د اروپا د رنسانس او روښانوالۍ دورې او اوسني سیکولري علوم دي.

ادبیات او تیاتر[سمول]

د یونان لومړني ادبیات شعرونه وو او د خصوصي استفادې پر ځای د اجرا یا نندارې لپاره لیکل کېدل. لومړنی پېژندل شوی یوناني شاعر «هومر» دی چې د شفاهي شعر د موجود دود یوه قطعي برخه ګڼل کېږي. که څه هم هومر هغه مهال شاعري کوله چې یونانیانو لیکل رامنځته کړل، خو د ده شعرونه بیا هم په شفاهي ډول پنځېدل. لومړنی شاعر چې خپل اثار یې په لیکلي ډول پنځولي دي، «ارخیلوخوس» دی چې د ژوند زمانه یې د اوومې مخزېږدې پېړۍ منځني کلونه دي. تراژيدي فورم د لرغونې دورې په وروستیو کې رامنځته شو او ځینې عناصر یې له هغو لرغونو شعري ژانرونو څخه واخیستل چې موجود وو. د کلاسیکې دورې په پیل کې «کومېډي» ژانر را څرګند شو – د دغه ژانر اړوند لومړنی کال تر میلاد مخکې ۴۸۶ دی – دا هغه مهال و چې کومېډي سیالۍ د اتن په «ډیونیسیا» ښار کې رسمیت وموند، خو له دې سره سره لومړنی لرغونی کومېډي د اریستوفان «اخارنیان» دی چې تاریخ یې ۴۲۵ کال ته ور ګرځي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Carol G. Thomas (1988). Paths from ancient Greece. Brill. د کتاب پاڼي 27–50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-08846-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Maura Ellyn; Maura McGinnis (2004). Greece: A Primary Source Cultural Guide. The Rosen Publishing Group. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8239-3999-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. John E. Findling; Kimberly D. Pelle (2004). Encyclopedia of the Modern Olympic Movement. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-32278-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wayne C. Thompson; Mark H. Mullin (1983). Western Europe, 1983. Stryker-Post Publications. د کتاب پاڼې 337. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780943448114. for ancient Greece was the cradle of Western culture ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Harvp
  6. کينډۍ:Harvp
  7. کينډۍ:Harvp
  8. کينډۍ:Harvp
  9. کينډۍ:Harvp
  10. Grant, Michael (1995). Greek and Roman historians: information and misinformation. Routledge. د کتاب پاڼې 74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-11770-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sealey, Raphael (1976). A history of the Greek city states, ca. 700–338 B.C. University of California Press. د کتاب پاڼي 10–11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-22667-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Osborne, Robin (2009). Greece in the Making: 1200–479 BC (الطبعة 2). London: Routledge. د کتاب پاڼې 101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Holland T. Persian Fire pp. 131–38. کينډۍ:ISBN
  14. Martin 2013, pp. 126–27
  15. Martin 2013, p. 127
  16. Martin 2013, p. 128
  17. Martin 2013, pp. 128–29
  18. Power 2016, p. 58
  19. Kirk 1985, p. 45
  20. Kirk 1985, p. 44
  21. Handley 1985, p. 355
  22. Power 2016, p. 60