Jump to content

فضايي شټل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فضايي شټل (د تشيالي يا فضايي بېړۍ يوه بڼه) له کاره ګوښه شوې، تر يو بريده د بيا کارېدو وړ د ښکته ځمکني د مداري تشيالي بېړۍ سيستم دی، کوم چې د متحده ايالاتو د فضايي څېړنو ملي ادارې (NASA) له خوا له 1981 څخه تر 2011ز کال پورې د فضايي شټل د پروګرام د برخې په توګه کارول شوې وه. د پروګرام رسمي نوم يې د فضايي لېږد رالېږد سيستم (STS) و، کوم نوم چې د بيا کارېدو وړ تشيالي بېړۍ د سيستم لپاره د 1969ز کال د پلان څخه اخيستل شوی و، چېرته چې دا يوازینی هغه څه و چې د پرمختګ او جوړېدو لپاره يې بوديجه ورکول کېده.[۱]

له څلورو مداري ازمايښتي الوتنو لومړۍ (STS-1) په 1981ز کال کې تر سره شو، د کوم په پايله کې چې عملياتي الوتنې (STS-5) په 1982ز کال کې پيل شوې. له 1981 څخه تر 2011ز کال پورې، په ټولټال 135 ماموريتونو کې پنځه بشپړ د فضايي شټل مداري ګاډۍ (د وړلو راوړلو وسيلې) جوړې او والوزول شوې. دوی په فلوريډا کې د کينيډي تشيالي مرکز (KSC) څخه وتوغول شوې. عملياتي ماموريتونو ګڼې مصنوعي سپوږمکۍ، بين السياروي څېړنې او هبل تشيالي ټيليسکوپ (HST) پيل کړل، په مدار کې يې ساينسي تجربې وکړې، له روسيې سره يې په شټل-مير پروګرام کې برخه واخيسته، او د نړيوال تشيالي مرکز (ISS) د جوړولو او خدماتو کې ګډونوال وو. د فضايي شټل د بېړۍ د ماموريت ټولټال وخت 1323 ورځې و.[۲]

د فضايي شټل په اجزاوو کې د درې Rocketdyne RS-25 يوځای شويو اساسي ماشينونو تر څنګ څرخېدونکې ګاډۍ (OV)، د بېرته راګرځېدو وړ د راکټ جامد چټکونکو (SRBs) يوه جوړه، او د استهلاک وړ بهرنی مغزن (ET) شامل دي، په کوم مخزن کې چې مايع هايډروجن او مايع اکسيجن موجود وي. فضايي شټل د دوديز توغندي په توګه په عمودي ډول توغول شوی و، په کوم کې چې دوه SRBs مداري درې اساسي ماشينونو سره په متوازي ډول کار کوي، کومو ته چې د ET له خوا تيل ورکول کېدل. مدار ته  د دې ګاډي له رسېدو مخکې SRBs خوشې کېږي (له شټل څخه جلا کېدل)، په داسې حال کې چې اساسي ماشينونه خپل فعاليت ته دوام ورکوي، او د اصلي ماشين له بندېدو او په مدار کې له داخلي بيخي مخکې ET خوشې شوی کېدو، کوم چې د څرخېدونکي دوه مداري تدبيري سيستم (OMS) ماشينونه استعمال شوي وو. د ماموريت په پای کې، څرخېدونکي (څرخېدونکی يا Orbiter هغه وسيله ده چې د يو اسماني جسم په شا اوخوا د څرخېدو لپاره جوړه شوې او فضا ته توغول کېږي) خپل OMS خارج کولو، تر څو څرخېدل بند کړي او په اتموسفير کې بېرته داخل شي. دا څرخېدونکی د بيا داخلېدو پر مهال د تودوخې د خونديتوب سيستم د خښتو په مټ خوندي شوی و، او دا د تشيال الوتکې په توګه په ځغل ليکه د ښکته کېدو لپاره، چې عموماً د فلوريډا د KSC د شټل د ښکته کېدو د مرکز، يا د کلفورنيا  د ايډورډز هوايي ځواک په مرکز کې د «راجرز ډرای ليک» په لور په کرار کرار تلو. که ښکته کېدل په ايډورډز کې کېږي، نو څرخېدونکې وسيله په KSC د شټل د لېږدونکې الوتکې (SCA) دپاسه بېرته الوزول کېدو، کومه چې په ځانګړي ډول جوړه شوې بوينګ 747 الوتکه ده، تر څو د هغې دپاسه شټل ولېږدول شي.

د انټرپرايز په نوم لومړۍ څرخېدونکې وسيله په 1976ز کال کې جوړه شوې وه، او په اپروچ او لينډنګ ټيسټ (ALT) کې کارول شوې وه (Approach and Landing Tests د فضايي شټلونو د ازمېښت يوه لړۍ وه)، خو مداري وړتيا يې نه درلوده. په ابتدايي ډول څلور بشپړ عملياتي څرخېدونکي جوړ شوي وو چې هغه دا دي: کولمبيا، چيلنجر، ډيسکوري او اتلانتيک. د دې له منځه، دوه د ماموريت په پېښو کې له منځه ولاړل چې هغه دا دي: چيلنجر په 1986ز کال کې او کولمبيا په 2003ز کال کې، په دې دواړو پېښو کې ټولټال څوارلس ستورمزلي مړه شوي وو. يو پنځم عملياتي (او په ټوليز ډول شپږم) څرخېدونکی، چې اينډوور و، په 1991ز کال کې جوړ شوی و، تر څو د چيلنجر ځای ونيسي. درې پاتې عملياتي ګاډۍ (وسيلې) د 2011ز کال د جولای په يو ويشتمه نېټه د اتلانټيس د وروستي الوت څخه وروسته له خدمت ګوښه کړای شوې. متحده ايالاتو د وروستي شټل له الوت وروسته، د 2020ز کال په مۍ کې د کريو ډراګون ډيمو-2 (Crew Dragon Demo-2) ماموريت تر پيل پورې تر ISS پورې د ستورمزلو د رسولو لپاره د روسيې په «Soyuz» تشيالي بېړۍ تکيه لري.[۳]

ډيزان او وده

[سمول]

تاريخي شاليد

[سمول]

د 1930ز لسيزې په وروستيو کې، د المان حکومت د "امريکا بمبار" په نوم پروژه او له رياضي پوه «ايرين بريډټ» سره يوځای د يوګن سينجر نظریه پيل کړل، دا د وزرونو لرونکی يو توغندی و چې د Silbervogel (دا الماني ټکی دی چې په انګليسي کې يې معنا Silver Bird "د سپينو زرو مرغۍ" دی) نوم ورکړل شوی و. د 1950ز لسيزې په اوږدو کې، د متحده ايالاتو هوايي ځواک، د کشف، مصنوعي سپوږمکۍ (سټلايټ) بريد، او له هوا څخه ځمکې ته کارېدونکو وسلو د پلې کولو په څېر د پوځي عملیاتو لپاره د بيا استعمال وړ تړلو وزرونو پيلوټ لرونکو الوتکو د کارولو وړانديز وکړ. د 1950ز لسيزې په وروستيو کې، هوايي ځواک تر يو بريده د X-20 Dyna-Soar په چمتو کولو پيل وکړ، چې د دويم ځلي استعمال وړ و. هوايي ځواک په Dyna-Soar له ناسا سره همکاري درلوده، او د 1961ز کال د جون په مياشت کې يې د شپږو پيلوټانو روزل پيل کړل. د جوړولو زيات لګښت او د «جيميني» پروژې لومړيتوبونو د 1963ز کال دديسمبر په مياشت کې د Dyna-Soar د پورګرام د لغوه کولو لامل وګرځېدل. پر Dyna-Soar سربېره، هوايي ځواک په 1957ز کال کې د بيا استعمال وړ بوسټرونو د امکان د ازمويلو لپاره مطالعه تر سره کړه. دا د هوايي تشيالي الوتکې لپاره اساس وګرځېد، کوم چې په بشپړ ډول بيا کارېدونکی تشيالي الوتکه وه، کوم چې په 1962-1963 کې د ابتدايي ډيزان له پړاو څخه وړاندې کله هم مخکې نه وه تللې.[۴][۵]

د 1950ز لسيزې په لومړيو کې، ناسا او هوايي ځواک د داسې الوتکو د ازمويلو لپاره د جسمونو پورته کونکو په چمتو کولو کې يو له بل سره مرسته وکړه، کومو چې کولای شول د وزرونو پر ځای له خپل جسم څخه پورته کېدل وکولای شي، او د NASA M2-F1، Northrop M2-F2، Northrop M2-F3، Northrop HL-10, Martin Marietta X-24A او Martin Marietta X-24B ازموينې يې وکړې. دې پروګرام د هوايي محرک ځانګړتياوې تجربه کړې، کومې به چې وروسته د فضايي شټل په ډيزاين کې شاملېدلې، چې په دې کې له لوړې ارتفاع او سرعت څخه له ځواک پرته ښکته کېدل شامل وو.[۶][۷]

د ډيزانولو پروسه

[سمول]

د 1966ز کال د سپتمبر په څلور وېشتمه نېټه، څومره چې د اپولو تشيالي پروګرام د ډيزان بشپړېدو ته نږدې کېدو، ناسا او هوايي ځواک يوه شريکه څېړنه خپره کړه، په کومه کې چې دا پايله تر لاسه شوې وه چې په راتلونکي کې د اړوندو اړتياوو د پوره کولو لپاره د يوې نوې وسيلې اړتيا شته، او دا چې په جزوي ډول د بيا استعمال وړ سيستم به تر ټولو زيات لګښت لرونکی حل وي. د ناسا د انسان لېږدونکي تشيالي الوت د دفتر مشر، «جورج مولر» د 1968ز کال د اګست په لسمه نېټه، د بيا استعمال وړ شټل د طرحې اعلان وکړ. ناسا د ترکيبي توغولو او بيا داخلېدو وسيلې (ILRV) د ډيزان لپاره د وړانديز غوښتنه (RFP) صادره کړه، کومه به چې په راتلونکي کې فضايي شټل وګرځي. د ابتدايي وړانديزونو پر اساس د تړون ورکولو پر ځای، ناسا د فضايي شټل د تړون او جوړولو لپاره د پړاويز ليدلوري اعلان وکړ؛ الف پړاو يې د مسابقتي هوايي تشيالي شرکتونو له خوا د بشپړ کړای شويو څېړنو غوښتنه وه، ب پړاو يې د ځانګړي تړون لپاره د دوه قرارداديانو تر منځ سيالي وه، جيم پړاو کې يې د تشايلي بېړۍ د اجزاوو د تفصيلاتو ډيزان کول شامل و، او د دال پړاو يې د تشيالي بېړۍ توليد و.[۸][۹][۱۰]

د 1968ز کال د ديسمبر په مياشت کې، ناسا د بيا استعمال وړ فضايي شټل لپاره د تر ټولو غوره ډيزان د ټاکلو په موخه د تشيالي بېړۍ کاري ډله جوړه کړه، او General Dynamics، Lockheed، McDonnell Douglas او North American Rockwell ته يې قراردادونه صادر کړل. د 1969ز کال د جولای په مياشت کې، د تشيالي بېړۍ کاري ډلې يو راپور صادر کړ، په کوم کې چې روښانه شوې وه چې دا بېړۍ به د لنډ مهال لپاره د عملې د ماموريتونو او تشيالي مرکز تر څنګ د مصنوعي سپوږمکيو د توغولو، خدماتو وړاندې کولو او بېرته تر لاسه کولو وړتياوو کې مرسته وکړي. په دې راپور کې په راتلونکي کې د بيا کارېدو وړ بېړيو درې ټولګې هم جوړې شوې وې: I ډله يې به يې د بيا استعمال وړ څرخېدونکي لري چې د استهلاک وړ بوسټرونو دپاسه به نصب کېږي، په II ډله کې له يو څخه ډېر د استهلاک وړ توغندي ماشين او يو د تېلو مخزن دی (دا يو نيم پړاو و) او III ډله به دواړه د بيا استعمال وړ څرخېدونکی او د بيا استعمال وړ بوسټر ولري. د 1969ز کال د سپتمبر په مياشت کې، د مرستيال ولسمشر «سپيرو اګنيو» په مشرۍ د تشيال کاري ډلې، يو راپور صادر کړ، چې په هغې کې د يو فضايي شټل د جوړولو غوښتنه شوې وه، تر څو خلک او توکي د ځمکې تر ټولو ښکته مدار (LEO) ته راوړي، او همدا راز د يوې تشيالي بېړۍ غوښتنه تر څو د مدارونو او سپوږمۍ تر منځ انتقالات وکړای شي، تر څنګ يې د ژور تشيالي سفر لپاره د بيا استعمال وړ هستوي لوړ پړاو. [۱۱][۱۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Launius, Roger D. (1969). "Space Task Group Report, 1969". NASA. Archived from the original on January 14, 2016. نه اخيستل شوی March 22, 2020.
  2. Malik, Tarik (July 21, 2011). "NASA's Space Shuttle By the Numbers: 30 Years of a Spaceflight Icon". Space.com. Archived from the original on October 16, 2015. نه اخيستل شوی June 18, 2014.
  3. Smith, Yvette (June 1, 2020). "Demo-2: Launching Into History". NASA. Archived from the original on February 21, 2021. نه اخيستل شوی February 18, 2021.
  4. Wall, Mike (June 28, 2011). "How the Space Shuttle Was Born". Space.com. Archived from the original on March 30, 2023. نه اخيستل شوی March 30, 2023.
  5. Williamson, Ray (1999). "Developing the Space Shuttle" (PDF). Exploring the Unknown: Selected Documents in the History of the U.S. Civil Space Program, Volume IV: Accessing Space. Washington, D.C.: NASA. Archived (PDF) from the original on May 31, 2020. نه اخيستل شوی April 23, 2019.
  6. Reed, R. Dale (January 1, 1997). Wingless Flight: The Lifting Body Story (PDF). NASA. ISBN 9780160493904. Archived (PDF) from the original on December 18, 2014. نه اخيستل شوی April 25, 2019.
  7. Baker, David (April 2011). NASA Space Shuttle: Owners' Workshop Manual. Somerset, UK: Haynes Manual. ISBN 978-1-84425-866-6.
  8. Guilmartin JF, Mauer JW (1988). A shuttle chronology 1964–1973: Abstract concepts to letter contracts (5 vols.). Houston, TX.: NASA Lyndon B. Johnson Space Center, Houston, TX.
  9. Lindroos, Marcus (June 15, 2001). "Introduction to Future Launch Vehicle Plans [1963–2001]". Pmview.com. Archived from the original on July 17, 2019. نه اخيستل شوی April 25, 2019.
  10. Baker, David (April 2011). NASA Space Shuttle: Owners' Workshop Manual. Somerset, UK: Haynes Manual. ISBN 978-1-84425-866-6.
  11. Launius, Roger D. (1969). "Space Task Group Report, 1969". NASA. Archived from the original on January 14, 2016. نه اخيستل شوی March 22, 2020.
  12. Williamson, Ray (1999). "Developing the Space Shuttle" (PDF). Exploring the Unknown: Selected Documents in the History of the U.S. Civil Space Program, Volume IV: Accessing Space. Washington, D.C.: NASA. Archived (PDF) from the original on May 31, 2020. نه اخيستل شوی April 23, 2019.