Jump to content

غلامي په افریقا کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له تاریخي اړخه په افریقا کې غلامي ډېره ده. په لرغونې زمانه کې د غلامۍ او غلام ساتنې سیستمونه د افریقا په ځینو برخو کې عام وو، لکه څنګه چې د لرغونې نړۍ په ډېرو برخو کې وو. کله چې له افریقا ور هاخوا د غلامانو سوداګري، د هند سمندر د غلامانو سوداګري او د اطلس د غلامانو سوداګري (چې په ۱۶ پیړۍ کې پیل شوه) پیل شوه، ډېرو د پخوانیو سیمه ییزوافریقايي غلامانو سیستمونه له افریقا بهرد غلام بازارونو لپاره د بندیانو رسول پیل کړل. غلامي تراوسه هم د غیرقانوني کېدو سربېره په معاصره افریقا کې عملي کیږي.[۱][۲][۳][۴]

د افریقا غلامي په اړونده لیکنو کې په بومي غلامۍ او صادراتي غلامۍ طبقه بندي شوې، په دې پورې اړه لري چې ایا غلامان د وچې هاخوا معامله شوي که نه. غلامي په تاریخي افریقا کې په مختلفو بڼو ترسره شوې: د پور غلامي، د جنګی بندیانو غلامي، پوځي غلامي، د فحشا لپاره غلامي او د مجرمینو غلامي ټولې د افریقا په بېلابېلو برخو کې ترسره کېدې. په ټوله افریقا کې غلامي د کورني او درباري مقاصد لپاره رواج وه. همدارنګه د کښت غلامي په ځانګړې توګه د افریقا په ختیځ ساحل او د لوېدیځې افریقا په ځینو برخو کې واقع شوه. د کورني کښت د غلامۍ اهمیت د ۱۹ پېړۍ په اوږدو کې د اتلانتیک غلامانو د سوداګرۍ لغو کولو له امله زیات شو. ډیرو افریقایي هیوادونو چې د غلامانو په نړیواله سوداګرۍ پورې تړلي وو خپل اقتصاد یې د قانوني سوداګرۍ په لور چې د غلام کارګرانو له خوا ترسره کېده، متوجه کړ.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د غلامۍ بڼې

[سمول]

د غلامۍ او غلام سانتې ډېرې بڼې د افریقا تاریخ په اوږدو کې موجودې وې او د غلامۍ د داخلي دودونو او همدارنګه د غلامۍ د رومي بنسټ  (او د غلامۍ په اړه د عیسویانو وروستي نظرونه)، د مسلمانو غلامانو د سوداګرۍ له لارې د غلامۍ اسلامي بنسټونو او بالاخره د اتلانتیک غلامانو سوداګرۍ له خوا جوړې شوې وې. غلامي د ډېرو پېړیو لپاره د افریقایي ټولنو د اقتصادي جوړښت یوه برخه وه که څه هم کچې یې توپیر درلود. ابن بطوطه چې د مالي له لرغوني پاچاهۍ څخه د څوارلسمې پېړۍ په نیمایي کې لیدنه وکړه، وايي چې د سیمې اوسیدونکو د خپلو غلامانو او نوکرانو په شمېر کې یو له بل سره سیالي کوله او په خپله هغه ته یو غلام هلک د "میلمه پالنې ډالۍ" په توګه ورکړل شوی وو. د غلامانو اړیکې په سویلي سهارا افریقا کې اکثراً پېچلې وې، هغه حقونه او ازادۍ چې په غلامۍ  او د پلور او چلند په محدودیتونه کې موجودې وې د بادارانو له خوا اشخاصو ته ورکړل شوې وې. ډېرو ټولنو د غلامانو مختلفو ډولونو تر منځ درجه بندي درلوده: د بېلګې په توګه، د هغو کسانو ترمنځ توپیر کول چې په غلامۍ کې زېږېدلي وو له هغه کسانو سره چې د جګړې له لارې نیول شوي وو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د غلامۍ بڼې په افریقا کې د خپلو له جوړښتونو سره نږدې تړاو درلود. په ډېرو افریقایي ټولنو کې چې  ځمکه ملکیت نه کېده د افرادو غلامي د یوې وسیلې په توګه کارول کېده څو یو شخص خپل نفوذ زیات کړي او اړیکې پراخې کړي. دې کار غلامان د بادار د نسب یوه دایمي برخه جوړه کړه او د غلامانو ماشومانو کولی شول د لویو کورنیو پیوندونو سره نږدې اړیکې پيدا کړي. د غلامانو اولادونه چې په کورنیو کې زېږېدلي وو، د بادار د خپلوۍ په ډله کې مدغم کېدلای شول او په ټولنه کې لوړو مقامونو ته حتی په ځینو مواردو کې د رئیس تر کچې پورې رسېدل.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Jennings, Justin (2010), "But Were They Really Global Cultures?", Globalizations and the Ancient World, Cambridge: Cambridge University Press, pp. 121–142, doi:10.1017/cbo9780511778445.007, ISBN 978-0-511-77844-5
  2. "The slave trade in the eighteenth century", Senegambia and the Atlantic Slave Trade, Cambridge University Press, pp. 61–80, 1997-12-13, doi:10.1017/cbo9780511584084.009, ISBN 978-0-521-59226-0
  3. "The Atlantic Slave Trade in the Century of Abolition", The Atlantic Slave Trade from West Central Africa, 1780–1867, Cambridge University Press, pp. 16–37, 2017-06-26, doi:10.1017/9781316771501.003, ISBN 978-1-316-77150-1
  4. Lovejoy, Paul E. (2012). Transformations of Slavery: A History of Slavery in Africa. London: Cambridge University Press.
  5. Dirk Bezemer, Jutta Bolt, Robert Lensink, "Slavery, Statehood and Economic Development in Sub-Saharan Africa", AFRICAN ECONOMIC HISTORY WORKING PAPER SERIES, No. 6/2012, p. 6
  6. Foner, Eric (2012). Give Me Liberty: An American History. New York: W. W. Norton & Company. p. 18.
  7. Moore, Sean D. (2019-02-28), "See Benezet's Account of Africa Throughout", Slavery and the Making of Early American Libraries, Oxford University Press, pp. 166–200, doi:10.1093/oso/9780198836377.003.0005, ISBN 978-0-19-883637-7
  8. Lovejoy, Paul E. (2011), "Slavery and "Legitimate Trade" on the West African Coast", Transformations in Slavery, Cambridge: Cambridge University Press, pp. 160–184, doi:10.1017/cbo9781139014946.012, ISBN 978-1-139-01494-6
  9. Fernyhough, Timothy (1988). "Slavery and the Slave Trade in Southern Ethiopia in the 19th Century". Slavery & Abolition. 9 (3): 103–130. doi:10.1080/01440398808574965. ISSN 0144-039X.
  10. Austin, Gareth (1995-08-17), "Between abolition and Jihad: the Asante response to the ending of the Atlantic slave trade, 1807–1896", From Slave Trade to 'Legitimate' Commerce, Cambridge University Press, pp. 93–118, doi:10.1017/cbo9780511523861.005, ISBN 978-0-521-48127-4
  11. David Eltis; Stanley L. Engerman; Seymour Drescher; David Richardson, eds. (2017). "Slavery in Africa, 1804-1936". New York: Cambridge University Press. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  12. Stilwell, Sean (2013), "Slavery in African History", Slavery and Slaving in African History, Cambridge: Cambridge University Press, pp. 29–59, doi:10.1017/cbo9781139034999.003, ISBN 978-1-139-03499-9
  13. "Slavery, Slave Trade". doi:10.1163/1878-9781_ejiw_com_000524. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  14. Painter, Nell Irvin; Berlin, Ira (2000). "Many Thousands Gone: The First Two Centuries of Slavery in North America". African American Review. 34 (3): 515. doi:10.2307/2901390. ISSN 1062-4783. JSTOR 2901390.
  15. Noel King (ed.), Ibn Battuta in Black Africa, Princeton 2005, p. 54.
  16. Fage, J.D. (1969). "Slavery and the Slave Trade in the Context of West African History". The Journal of African History. 10 (3): 393–404. doi:10.1017/s0021853700036343.
  17. Rodney, Walter (1966). "African Slavery and Other Forms of Social Oppression on the Upper Guinea Coast in the Context of the Atlantic Slave-Trade". The Journal of African History. 7 (3): 431–443. doi:10.1017/s0021853700006514. JSTOR 180112.
  18. McMahon, Elisabeth (2013), "Mitigating Vulnerability through Kinship", Slavery and Emancipation in Islamic East Africa, Cambridge: Cambridge University Press, pp. 193–230, doi:10.1017/cbo9781139198837.008, ISBN 978-1-139-19883-7
  19. Snell, Daniel C. (2011). "Slavery in the Ancient Near East". In Keith Bradley and Paul Cartledge (ed.). The Cambridge World History of Slavery. New York: Cambridge University Press. pp. 4–21.
  20. Gudmestad, Robert (2006-01-26). "Technology and the World the Slaves Made". History Compass. 4 (2): 373–383. doi:10.1111/j.1478-0542.2006.00313.x. ISSN 1478-0542.