Jump to content

عراقي پاڅون (۲۰۱۱ – ۲۰۱۳ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عراقي پاڅون د سرکښیو هغې ټولګې ته ویل کېږي چې د ۲۰۱۱ زکال په وروستیو کې په عراق کې د بهرنیو ځواکونو د جګړې له پای او له عراق څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره رامنځته شوه؛ له امله یې له مرکزي دولت سره له تاوتریخوالي ډکې نښتې ترسره او همدارنګه په ټیټه کچه کې د عراق د مذهبي ډلو ترمنځ پریمانه ستونزې را پیدا شوې.

دغه کړکېچ په ۲۰۰۳ زکال کې په عراق باندې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د برید مستقیم دوام و. سني ملیشه وسله والو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او تر ډېره یې د دغه هېواد شیعه مذهبي په نښه کول څو د خلکو باور د دغه هېواد په شیعه حکومت راکم کړي چې ګویا نشي کولای له ائتلافي ځواکونو پرته خلک خوندي وساتي. په عراق کې دننه وسله والې ډلې د سوریې د کورنۍ جګړې له امله لا پیاوړې شوې ځکه چې د هغه هېواد وسله والو ډلو هم ورسره په ۲۰۱۴ زکال کې لاس یو کړ. د دغه هېواد ګڼ شمېر وسله والي سني ډلې د سوریې د دولت پر وړاندې ودرېدې، خو شیعه ډلو بیا د هغو په ملاتړ حرکت وکړ چې له امله یې دواړو خواوو ته اړوند ګڼ شمېر کسان په سوریه کې د جګړې په موخه د یاد هېواد له پولو څخه تېر شول. [۱][۲]

په ۲۰۱۴ زکال کې دغه کړکېچ د سلفي جهادي ملیشه ډلې یا داعش له خوا د موصل ښار او همدارنګه د شمالي عراق د یو شمېر برخو له نیولو وروسته لا زور واخیست؛ دغه په رسمیت نه پېژندل شوی دولت د سني مسلمانانو له قطبي وهابي دوکتورینو پیروي کوي. د داعش ډلې د ۲۰۱۴ زکال په لومړیو کې د عراق په لویدیځو برخو باندې د برید او ورپسې د موصل د نیولو او سنجار د عام وژنې وروسته نړیوال شهرت وموند ځکه چې ویې کولای شول له دغو برخو څخه عراقي دولتي ځواکونه په ډېر بریالیتوب سره وشړي؛ دوی د عراق کړکېچ د سوریې په کورنۍ جګړه کې ادغام کړ او هغه یې په یوه خونړۍ جګړه واړوه.[۳][۴][۵][۶][۷]

مخینه

[سمول]

د عراق جګړه یوه اوږد مهاله وسله واله جګړه وه چې په ۲۰۰۳ زکال کې په عراق باندې د امریکا په برید سره پیل او له امله یې د صدام حسین حکومت راوپرځول شو. ورته مهال جګړه راتلونکو لسیزو ته وغځېده، ځکه چې د اشغالګرو ځواکونو او د هغوی په مرسته د رامنځته شوي دولت پر وړاندې پاڅون وشو. متحده ایالاتو په رسمي ډول په ۲۰۱۱ زکال کې له عراق څخه خپل سرتېري وویستل، خو له دې وروسته هم په بېلابېلو ډولونو سره داخلي وسله والو نښتو شتون درلود. [۸]

دغه جګړه په ۲۰۰۳ زکال کې د متحده ایالاتو، بریتانیا او نورو ائتلافي ځواکونو په مرسته د جګړې له اعلان پرته د «شاک او هیبت» د غافل کوونکو عملیاتو پر مټ پیل شوه. عراقي ځواکونه په چټکۍ سره وپاشل شول، ځکه چې امریکايي ځواکونو د هېواد په ټولو برخو کې عملیات پیل کړي و. دغه برید د بعثي دولت د پاشل کېدو لامل وګرځېد. صدام ونیول شو او درې کاله وروسته د پوځي محاکمې له خوا اعدام کړای شو. ورته مهال د صدام د حکومت له سقوط وروسته د قدرت تشه، د اشغال ناسم مدیریت او همدارنګه د بېلابېلو ملیشه ډلو سیاستونه د متحده ایالاتو او ائتلافي ځواکونو پر وړاندې د پاڅون او د سني او شیعه مذهبي ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي لامل وګرځېدل. دغې چارې ته متحده ایالاتو په ۲۰۰۷ زکال کې د ځواکونو په زیاتولو سره ځواب ورکړ. د ګڼ شمېر امریکايي ځواکونو حضور او له سني ملیشه ډلو سره د اشغالګرو ځواکونو ترسره کړو معاملاتو د تاوتریخوالو کچه راکمه کړه. متحده ایالاتو د ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ زکال په ژمي کې د خپلو سرتېرو په ویستلو پیل وکړ. د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د ځواکونو د ویستو بهیر چټکیتا ومونده. همدا و چې متحده ایالاتو تر ۲۰۱۱ زکال پورې خپل ټول جنګي ځواکونه له عراق څخه وویستل. [۹][۱۰]

د عراق د جګړې لپاره د بوش د ادارې اصلي پلمه دا وه چې عراق د ټولیزې وژنې وسلې (اټومي وسلې) لري او د صدام دولت د متحده ایالاتو او د هغو د متحدینو لپاره جدي ګواښ دی. دغه مهال یو شمېر امریکايي چارواکو صدام د القاعدې ډلې په ملاتړ او د هغو غړو ته په پناه ورکولو تورن کړ، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو بیا د صدام ځپونکې دیکتاتورۍ او د عراق خلکو ته د دیموکراسۍ رسولو ته اشاره کوله. ورته مهال له برید وروسته د ټولیزې وژنې د وسلو اړوند ادعاوې په بشپړه توګه ناسمې اثبات شوې. له همدې امله دغه ناسم اطلاعات په متحده ایالاتو کې دننه او همدارنګه په نړیواله صحنه کې له جدي نیوکو سره مخ شول. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

له جګړې وروسته عراق په سمبولیکه بڼه په ۲۰۰۵ زکال کې څو ګوندي ټاکنې ترسره کړې او راتلونکی کال نوري المالکي د دغه هېواد لومړی وزیر وټاکل شو. د مالکي دولت داسې سیاستونه پلي کړل چې په پراخه کچه د دغه هېواد د سني وګړو د پردي کېدو لامل بلل کېږي او له امله یې مذهبي تاوتریخوالو زور واخیست. په ۲۰۱۴ زکال کې داعش د عراق په شمال کې خپل پوځي عملیات پیل او د ټولې نړۍ لپاره یې د یو اسلامي خلافت د جوړولو اعلان وکړ چې له همدې امله متحده ایالاتو او د هغو متحدینو یې پر وړاندې پوځي غبرګون وښود. د عراق جګړه د سلګونو زرو ملکي او پوځي تلفاتو لامل وګرځېده. ډیری دغه تلفات له ۲۰۰۴ زکال څخه تر ۲۰۰۷ زکال پورې د کورنیو جګړو او پاڅونونو له امله رامنځته شول.

مهالیزه توضېح

[سمول]

۲۰۱۱ زکال

[سمول]

د وړاندې څخه د جوړ شوي پلان له مخې د متحده ایالاتو وروستي جنګي سرتېري په ۲۰۱۱ زکال کې له عراق څخه ووتل او د عراق امنیتي واګې د عراق وسله والو ځواکونو ته وسپارل شوې. د ډسمبر په ۱۵مه په عراق کې د بهرنیو ځواکونو د ماموریت د پای ته رسېدو مراسم په بغداد کې ترسره او په رسمي ډول یې په دغه هېواد کې د متحده ایالاتو ماموریت ته پای ټکی کېښود. د متحده ایالاتو وروستي ۵۰۰ سرتېري د ۲۰۱۱ زکال د ډسمبر د ۱۸مې نېټې سهار وختي له تیارې څخه په ګټنې په پټ حالت کې له عراق څخه ووتل او دلته یې خپل نږدې ۹ کلن ماموریت پای ته ورساوه. د ۲۰۱۱ زکال د ډسمبر په ۲۲مه نېټه په بغداد کې د یو لړ بمي چاودنو له امله لږ تر لږه ۷۲ ملکي وګړي مړه او ۱۷۰ تنه نور ټپیان شول، په داسې حال کې چې همدغه ورځ ۹ تنه نور په بعقوبه، موصل او کرکوک کې د یو لړ نورو چادونو له امله مړه شول. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

۲۰۱۲ زکال

[سمول]

په بغداد او ناصریه کې د یو لړ بمي چاودنو له امله ۷۳ تنه مړه او ۱۴۹ نور ټپیان شول. د عراق په سویلي ښار کې نورو چاودنو چې تر ډېره په کې شیعه مسلمانان په نښه شول؛ شاوخوا ۴۴ تنه په کې مړه او ۸۰ نور ټپیان شول. دا د ۲۰۰۳ زکال د نومبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په ناصریه کې په ایټالوي پوځیانو باندې له ځانمرګي برید وروسته چې له امله یې د ۱۹ ایټالویانو په ګډون ۲۸ کسان ووژل شول؛ تر ټولو لوی برید و. د عراق او شام لپاره اسلامي دولت (داعش) د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست. [۲۴]

د سني مسلمانانو پاڅونونه (۲۰۱۲ زکال)

[سمول]

د آرامښت له یوې دورې وروسته د عراق دننه بیاځلي سیاسي ترینګلتیاوې د نوو پاڅونونو لامل وګرځېدې چې دغه ځل تر ډېره د دغه هېواد سني مسلمانانو ته اړوند وو. د دغو تحولاتو اصلي لامل د ولسمشر د مرستیال طارق الهاشمي او لومړي وزیر نوري المالکي ترمنځ له کړکېچ څخه سرچینه اخیسته، خو ورته مهال د کردستان له کورواکه سیمو سره د دولت د اړیکو ترینګلتیا هم پرې ور زیاته شوه. د ۲۰۱۲ زکال د ډسمبر په ۲۳مه نېټه په زرګونو تنو عراقیانو د مالکي پر ضد لاریونونه وکړل او د الهاشمي په ګډون یې د نورو بانفوذو سني سیاستوالو پر وړاندې د هغه د چارو اړوند غبرګون وښود. [۲۵]

۲۰۱۳ زکال

[سمول]

د جنوري میاشتې په ۴مه نېټه په مصعب کې له چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټر په چاودنه کې له کربلا څخه د راستنېدونکو شیعه زیارت کوونکو کاروان په نښه شو چې له امله یې ۲۸ تنه مړه او ۶۰ نور ټپیان شول. د جنوري میاشتې په نیمايي کې دوره ورځې وروسته له هغه چې د مالیې وزیر رفیع العیساوي په همدغه ښار کې د وژنې له یوې هڅې ژوندی راووت په فلوجه کې یو ځانمرګي برید کوونکي د پارلمان مخکښ سني غړی او شپږ نور کسان ووژل. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

عواقب

[سمول]

د ۲۰۱۴ زکال له جنوري میاشتې وروسته اسلامي دولت د موجودیت اعلان وکړ، دغه دولت د سوریې په جګړه کې اصلي ښکېل لوبغاړی و او د هغو کورنۍ جګړه یې په یوه سیمه ییزه جګړه واړوله چې له سوریې او ایران سربېره یې د متحده ایالاتو په مشرۍ د لویدیځو او عربو هېوادونو پوځونه هم په جګړه کې ښکېل کړل.

سرچينې

[سمول]
  1. "Suicide bomber kills 32 at Baghdad funeral march". Fox News. Associated Press. 27 جنوري 2012. Archived from the original on 6 March 2012. نه اخيستل شوی 22 اپرېل 2012.
  2. Salem, Paul (29 نومبر 2012). "INSIGHT: Iraq's Tensions Heightened by Syria Conflict". Middle East Voices (Voice of America). Archived from the original on 19 June 2013. نه اخيستل شوی 3 November 2012.
  3. Fouad al-Ibrahim (22 August 2014). "Why ISIS is a threat to Saudi Arabia: Wahhabism's deferred promise". Al Akhbar English. Archived from the original on 24 August 2014.
  4. Dolgov, Boris (23 سپټمبر 2014). "Islamic State and the policy of the West". Oriental Review. Archived from the original on 9 October 2017. نه اخيستل شوی 22 سپټمبر 2017. Wilson, Rodney (15 مې 2015). Islam and Economic Policy. Edinburgh University Press. ISBN 9780748683895. Archived from the original on 10 October 2017. نه اخيستل شوی 22 سپټمبر 2017 – via Google Books. Cockburn, Patrick (3 مارچ 2016). "End Times for the Caliphate?". London Review of Books. 38 (5): 29–30. Archived from the original on 9 October 2017. نه اخيستل شوی 22 سپټمبر 2017. Pastukhov, Dmitry; Greenwold, Nathaniel. "Does Islamic State have the economic and political institutions for future development?" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2017-10-09. نه اخيستل شوی 2017-09-22. Pedler, John (28 اپرېل 2015). A Word Before Leaving: A Former Diplomat's Weltanschauung. Troubador Publishing Ltd. ISBN 9781784622237. Archived from the original on 10 October 2017. نه اخيستل شوی 22 سپټمبر 2017 – via Google Books. Kerr, Michael; Larkin, Craig (1 جنوري 2015). The Alawis of Syria: War, Faith and Politics in the Levant. Oxford University Press. ISBN 9780190458119. Archived from the original on 10 October 2017. نه اخيستل شوی 22 سپټمبر 2017 – via Google Books.
  5. "John Kerry holds talks in Iraq as more cities fall to ISIS militants". CNN. 23 جون 2014. Archived from the original on 19 January 2016. نه اخيستل شوی 10 ډيسمبر 2015.
  6. Suadad Al-Salhy; Tim Arango (10 جون 2014). "Sunni Militants Drive Iraqi Army Out of Mosul". The New York Times. Archived from the original on 17 ډيسمبر 2015. نه اخيستل شوی 10 ډيسمبر 2015.
  7. Arango, Tim (3 اگسټ 2014). "Sunni Extremists in Iraq Seize 3 Towns From Kurds and Threaten Major Dam". The New York Times. Archived from the original on 15 October 2014. نه اخيستل شوی 20 اگسټ 2014.
  8. "Iraq War". Britannica. Encyclopædia Britannica. 
  9. Beauchamp, Zack (20 جون 2014). "The real roots of Iraq's Sunni-Shia conflict". Vox. Archived from the original on 25 June 2014. نه اخيستل شوی 27 June 2014.
  10. Feller, Ben (27 February 2009). "Obama sets firm withdrawal timetable for Iraq". Associated Press. Archived from the original on March 2, 2009.
  11. Center for American Progress (29 January 2004) "In Their Own Words: Iraq's 'Imminent' Threat" Archived 2012-06-25 at the Wayback Machine. americanprogress.org
  12. Senator Bill Nelson (28 January 2004) "New Information on Iraq's Possession of Weapons of Mass Destruction", Archived 2016-04-20 at the Wayback Machine. Congressional Record
  13. "The Weekly Standard, Saddam's al Qaeda Connection". Archived from the original on 2014-12-23. نه اخيستل شوی 2015-01-06.
  14. "President Discusses the Future of Iraq" Archived 2016-08-01 at the Wayback Machine. The White House, 26 February 2003
  15. "Bush Sought ‘Way’ To Invade Iraq?" Archived 2013-10-08 at the Wayback Machine. 60 Minutes
  16. "US flag ceremony ends Iraq operation". BBC. 15 ډيسمبر 2011. Archived from the original on 15 ډيسمبر 2011. نه اخيستل شوی 15 ډيسمبر 2011.
  17. "US lowers flag to end Iraq war". London. Associated Press. 15 ډيسمبر 2011. Archived from the original on 1 فبروري 2012. نه اخيستل شوی 15 ډيسمبر 2011.
  18. Mak, Tim (15 ډيسمبر 2011). "Leon Panetta marks end of Iraq war". POLITICO. Archived from the original on 8 January 2012. نه اخيستل شوی 15 ډيسمبر 2011.
  19. Santana, Rebecca (18 December 2011). "Last U.S. troops leave Iraq, ending war". Minnesota Public Radio. Associated Press. Archived from the original on 13 October 2021. نه اخيستل شوی 13 October 2021.
  20. Cutler, David (18 ډيسمبر 2011). "Timeline: Invasion, surge, withdrawal; U.S. forces in Iraq". Reuters. Archived from the original on 19 ډيسمبر 2011. نه اخيستل شوی 18 ډيسمبر 2011.
  21. "Last US troops withdraw from Iraq". BBC. 18 December 2011. Archived from the original on 10 January 2012. نه اخيستل شوی 18 December 2011.
  22. Green, Catherine (18 ډيسمبر 2011). "Final US Convoy Withdraws From Iraq". neontommy. Archived from the original on 31 مې 2013. نه اخيستل شوی 18 ډيسمبر 2011.
  23. Engel, Richard (18 December 2011). "'The war is over': Last US soldiers leave Iraq". NBC. Archived from the original on December 18, 2011. نه اخيستل شوی 18 December 2011.
  24. "Suicide bomber kills 32 at Baghdad funeral march". Fox News. Associated Press. 27 جنوري 2012. Archived from the original on 6 March 2012. نه اخيستل شوی 22 اپرېل 2012.
  25. "Iraq crisis stirs protests in Sunni strongholds". The Jerusalem Post. Reuters. 23 ډيسمبر 2011. Archived from the original on 27 فبروري 2012. نه اخيستل شوی 26 January 2013.
  26. "Attacks in Iraq Kill at Least 32 Pilgrims". The New York Times. Reuters. 2013-01-03. Archived from the original on 2015-01-28. نه اخيستل شوی 2013-01-03.
  27. "Deadly car blast shatters Iraqi town". Al Jazeera. Reuters. 2013-01-03. Archived from the original on 2013-01-03. نه اخيستل شوی 2013-01-03.
  28. "Iraqi MP killed in suicide attack". Al Jazeera. Reuters. 2013-01-15. Archived from the original on 2013-01-17. نه اخيستل شوی 2013-01-15.
  29. "Bombers kill more than 35 across Iraq". Trust.org. Reuters. 2013-01-15. Archived from the original on 2013-04-16. نه اخيستل شوی 2013-01-15.
  30. Margaret Griffis (2013-01-16). "Iraq Slaughter: 55 Killed, 288 Wounded". Antiwar.com. Archived from the original on 2013-01-21. نه اخيستل شوی 2013-01-24.
  31. Marwan Ibrahim (2013-01-23). "Iraq suicide bomb at Shiite mosque kills 42". Archived from the original on 2013-02-16. نه اخيستل شوی 2013-01-24.
  32. "9 killed as protesters, army clash in Iraq". Tampa Bay Times. 25 جنوري 2013. Archived from the original on 30 January 2013. نه اخيستل شوی 26 January 2013.
  33. Griffis, Margaret (25 جنوري 2013). "Iraqi Troops Fire on Protesters; 14 Killed, 72 Wounded Across Country". Antiwar.com. Archived from the original on 27 January 2013. نه اخيستل شوی 26 January 2013.