طبیعي سپوږمکۍ
طبیعي سپوږمکۍ معمولاً هغه نجومي جسم دی چې د یوې سیارې، سیارهګۍ یا د لمریز نظام د یوه کوچني جسم (یا کله ناکله د یوې بلې طبیعي سپوږمکۍ) پر شاوخوا را څرخېږي. طبیعي سپوږمکۍ په عادي ژبه کې تر ډېره د سپوږمۍ په نامه پېژندل کېږي چې دا کلیمه د ځمکې له سپوږمۍ څخه اخیستل شوې ده.
په لمریز نظام کې شپږ سیاره يي سپوږمیز نظامونه شته دي چې په ټولیز ډول ۲۰۷ پېژندل شوې طبیعي سپوږمکۍ په کې شاملې دي. اووه هغه څيزونه چې ستور پوهان یې معمولاً د کوچینو سیارو په توګه په پام کې نیسي، طبیعي سپوږمکۍ هم لري: ارکوس، پلوتون، هاومیا، کوائوار، مېکمېک، ګونګون او اریس. د ۲۰۲۱ ز کال تر نومبر میاشتې پورې ۴۴۲ داسې کوچنۍ سیارې پېژندل شوې وې، چې طبیعي سپوږمکۍ یې لرلې.
په معمولي ډول د هرې سیارې حجم لږ تر لږه ۱۰۰۰۰ برابره تر هغې طبیعي سپوږمکۍ لوی دی، چې پر شاوخوا یې څرخېږي. د ځمکې-سپوږمۍ سیستم په لمریز نظام کې یوه بېسارې استثنا ده، سپوږمۍ د ۳۴۷۴ کیلومتره (۲۱۵۸ مایله) پلنوالي په لرلو سره د ځمکې د قطر ۰.۲۷۳ برابره او د حجم شاوخوا ۱/۸۰ برابره ده. نور لوی نسبتونه د نپټون-ټریټون منظومې نسبت دی چې ۰.۰۵۵ (حجمي نسبت یې شاوخوا ۱ تر ۵۰۰۰ کېږي)، د زحل-تیتان منظمونه چې نسبت یې ۰.۰۴۴ (د ځمکې-سپوږمۍ د منظمومې تر څنګ دویم حجمي نسبت لري چې له ۱ – تر ۴۲۵۰ پورې کېږي)، مشتري-ګانیمد منظمونه ۰.۰۳۸ او اورانوس-تیتانیا منظمونه ۰.۰۳۱ دي. د کوچنیو سیارو لپاره شارون تر ټولو ډېر نسبت لري چې د پلوتون د قطر ۰.۵۲ کېږي.[۱][۲]
مبدا او مداري مشخصات
[سمول]په ټولیز ډول داسې انګېرل کېږي چې هغه طبیعي سپوږمکۍ چې سیارې ته په یو څه نږدې مدارونو کې څرخېږي، غیر مایل دایرهيي مدارونه (منظمې سپوږمکۍ) له همدغې ساحې څخه جوړې شوې دي. د دې پر خلاف داسې انګېرل کېږي چې، نامنظمو سپوږمکیو (چې معمولاً په لرې، شېو لرونکو او غیر عادي مدارونو کې څرخېږي) هغه کوچنۍ سیارې نیولې دي، چې احتمالاً د ټکرونو په پایله کې ټوټې ټوټې شوې دي. د لمریز نظام ډېری اصلي طبیعي سپوږمکۍ منظم مدارونه لري، په داسې حال کې چې ډېری کوچنۍ طبیعي سپوږمکۍ منظم مدارونه نهلري. سپوږمۍ او احتمالاً شارون سیاره د لویو اجرامو په ډله کې استثنايي دي، ځکه داسې انګېرل کېږي چې له دوو مخکې سیارهيي اجرامو له ټکر څخه رامنځته شوې دي. داسې برداشت موجود دی چې هغه مواد چې په مرکزي مدار کې وو، بیا راټول شول او په مدار کې یې یوه یا څو طبیعي سپوږمکۍ جوړې کړې. د سیارې د کچې لرونکو اجرامو پر خلاف، داسې تصور کېږي چې کوچنۍ سپوږمکۍ معمولاً د دغې پروسې له لارې رامنځته کېږي. تريټون یوه بله استثنا ده. که څه هم لویه او په یوه نږدې دایرهيي مدار کې ده، خو حرکت یې د شا پر لوري دی او داسې ښکاري چې دا به یوه کوچنۍ بندي شوې سیاره وي.[۳][۴][۵][۶][۷]
د سپوږمکیو سپوږمکۍ
[سمول]دا مهال د سپوږمکیو هېڅ یوه سپوږمکۍ «فرعي سپوږمکۍ» (هغه طبیعي سپوږمکۍ چې د یوې سیارې د بلې طبیعي سپوږمکۍ پر شاوخوا څرخېږي) نه ده پېژندل شوې. په ډېرو مواردو کې د سیارې څپهييزې اغېزې دغه ډول سیستم بېثباته کوي.
له دې سره سره، په ۲۰۰۸ ز کال کې د «رئا» سپوږمکۍ په شاوخوا کې د احتمالي کړیو د یوه سیستم تر کشف وروسته شوي محاسبات ښيي چې، هغه سپوږمکۍ چې د رئا پر شاوخوا څرخېږي، باثباته مدارونه لرلای شي، خو د «کاسیني» فضايي بېړۍ په مرسته اخیستل شويو تصویرونو ونهکړای شول، چې د رئا په شاوخوا کې شته کړۍ وپېژني.[۸][۹][۱۰]
داسې هم ویل شوي دي چې، د زحل سیارې سپوږمۍ «یاپټوس» پخوا یوه سپوږمکۍ لرله. دا د هغو څو فرضیو له ډلې ده چې د استوايي کرښې د تشرېح لپاره یې رامنځته شوې ده.[۱۱]
شکل
[سمول]د نپټون سپوږمۍ «پروټیوس» تر ټولو لویه طبیعي سپوږمۍ ده چې نامنظم شکل لري. د اریس د سپوږمۍ «ډیسنومیا» او ارکوس د سپوږمۍ «وانټ» شکلونه نه دي پېژندل شوي. ټولې هغې پېژندل شوې طبیعي سپوږمکۍ چې لږ تر لږه د اورانوس د «میراندا» سپوږمکۍ په اندازه دي، تر هایډروسټاټیکي تعادل لاندې پر ګردو شکلونو بدلې شوې دي، یعنې ګردې ګردې سپوږمکۍ دي. هغه لویې طبیعي سپوږمکۍ چې په څپهييز ډول قلف شوې دي، د هګیو شکلونو ته ورته دي. د بېلګې په توګه: د زحل سپومۍ «میماس» داسې اصلي محور لري چې تر قطبي محور ۹ سلنه او تر استوايي محور ۵ سلنه لوی دی. متون د زحل سیارې یوه بله سپوږمۍ ده چې شاوخوا ۳ کیلومتره قطر لري او په څرګند ډول ښکاري چې شکل یې هګۍ ته ورته دی. دا اغېزه په تر ټولو لویو طبیعي سپوږمکیو کې کوچنۍ ده، ځکه دا هغه ځای دی چې د دوی خپله جاذبه د څپهييز تحریف د اغېزو په نسبت ډېره ده، په ځانګړي ډول هغه سپوږمکۍ چې د سپوږمۍ په څېر کمحجمه سیارو پر شاوخوا په لرې واټنونو کې څرخېږي.
د لمریز نظام طبیعي سپوږمکۍ
[سمول]زموږ د لمریز نظام په هغو اجرامو کې چې طبیعي سپوږمکۍ لري، ۷۶ یې د سیارهګیو په کمربند کې دي، څلور د مشتري تروجان دي، ۳۹ اجرام ځمکې ته نږدې دي (چې هر یو دوې سپوږمکۍ لري) او ۱۴ هم د مریخ عبورځایونه دي. د دې تر څنګ، تر نپتون د ورهاخوا اجرامو ۸۴ پېژندل شوې طبیعي سپوږمکۍ موجودې دي. شاوخوا ۱۵۰ اضافي کوچني اجرام د زحل په کړیو کې لیدل شوي دي، خو کم شمېر یې د مدار د جوړولو لپاره کافي اندازه لري. د نورو ستور په شاوخوا کې موجودې سیارې هم احتمالاً سپوږمکۍ لري، که څه د ګڼو نورو د پېژندلو څرکونه شته، خو لا تر اوسه تایید شوې نه دي.
د داخلي سیارو په ډله کې عطارد او زهره هېڅ طبیعي سپوږمکۍ نهلري. ځمکه یوه طبیعي سپوږمکۍ لري چې په «سپوږمۍ» مشهوره ده، او مریخ دوې کوچنۍ طبیعي سپوږمکۍ لري چې «فوبوس» او «ډیموس» دي. لویې سیارې د طبیعي سپوږمکیو پراخ سیستمونه لري، له دې ډلې شپږ هغه چې د اندازې له پلوه د ځمکې له سپوږمۍ سره د پرتله کولو وړ دي: څلور ګالیلهيي سپوږمکۍ، یوه د زحل سیارې «ټیټان» سپوږمۍ او یوه هم د نپټون سیارې «تريټون» سپوږمکۍ ده. زحل شپږ اضافي متوسطې طبیعي سپوږمکۍ لري، چې هایډروسټاټيکي تعادل ته د رسېدو لپاره کافي اندازه حجم لري او اورانوس بیا پنځه سپوږمکۍ لري.[۱۲]
د هغو اجرامو په ډله کې چې ستور پوهانو د کوچنیو سیارو یا سیارهګیو په توګه منلې دي، «سرس» او «سډنا» هېڅ کومه طبیعي سپوږمکۍ نهلري. پلوټو یوه نیو څه لویه طبیعي سپوږمۍ «شارون» او څلور کوچنۍ طبیعي سپوږمکۍ لري، چې سټیکس، نیکس، کربروس او هيډرا دي. هاومیا دوې طبیعي سپوږمکۍ لري او ارکوس، کوائوار، مېکمېک، ګونګون او اریس بیا یوه یوه سپوږمکۍ لري. د پلوټون-شارون منظمومه له دې پلوه غیر معموله ده چې د حجم مرکز په پرانیستې فضا کې د دغو دوو سیارو تر منځ دی، دا هغه ځانګړنه ده چې کله ناکله له دوو سیارهيي سیستم سره اړوندېږي.[۱۳]
د لمریز نظام اووه طبیعي سپوږمۍ ګانې (هغه چې تر ۲۵۰۰ کیلومتره ډېر پلنوالی لري) د مشتري ګالیلهيي سپوږمۍ ګانې (ګانیمد، کالیستو، ایو او یورپ)، د زحل سپوږمۍ «تیتان»، د ځمکې سپوږمۍ او د نپتون طبیعي سپوږمۍ «تریتون» دي. تریټون یې تر ټولو کوچنۍ ده چې د نورو ټولو کوچنیو طبیعي سپوږمکیو په نسبت لویه کتله لري. په ورته ډول، په بله ډله کې ۹ طبیعي سپوږمکۍ چې د ۱۰۰۰ او ۱۶۰۰ کیلومترو تر منځ متوسطو اندازو په لرلو سره تر نورو ډېره کتله لري. هغه تیتانیا، اوبرون، رئا، یاپټوس، شارون، اریل، امبریل، دیون او ټتیس دي. د بېلابېلو سیارو پر طبیعي سپوږمکیو سربېره، د کوچنیو سیارو یا سیارهګیو او د لمریز نظام د نورو کوچنیو اجرامو تر ۸۰ ډېرې پېژندل شوې طبیعي سپوږمکۍ هم شته دي. ځینې څېړنې داسې اټکل کوي چې: تر نپټون ور هاخوا ۱۵ سلنه اجرام سپوږمکۍ لرلای شي.
سرچینې
[سمول]- ↑ Canup, Robin M.; Ward, William R. (June 2006). "A common mass scaling for satellite systems of gaseous planets". Nature (په انګليسي). 441 (7095): 834–839. Bibcode:2006Natur.441..834C. doi:10.1038/nature04860. ISSN 1476-4687. PMID 16778883. S2CID 4327454.
- ↑ Glenday, Craig (2014). Guinness World Records 2014. p. 186. ISBN 978-1-908843-15-9.
- ↑ Canup, Robin M.; Ward, William R. (30 December 2008). Origin of Europa and the Galilean Satellites. University of Arizona Press. p. 59. arXiv:0812.4995. Bibcode:2009euro.book...59C. ISBN 978-0-8165-2844-8.
- ↑ D'Angelo, G.; Podolak, M. (2015). "Capture and Evolution of Planetesimals in Circumjovian Disks". The Astrophysical Journal. 806 (1): 29–. arXiv:1504.04364. Bibcode:2015ApJ...806..203D. doi:10.1088/0004-637X/806/2/203. S2CID 119216797.
- ↑ Encyclopedia of the Solar System, page 366, Academic Press, 2007, Lucy-Ann Adams McFadden, Paul Robert Weissman, Torrence V. Johnson
- ↑ Canup, RM & Asphaug, E (2001). "Origin of the Moon in a giant impact near the end of the Earth's formation". Nature. 412 (6848): 708–12. Bibcode:2001Natur.412..708C. doi:10.1038/35089010. PMID 11507633. S2CID 4413525.
- ↑ Stern, SA; Weaver, HA; Steffl, AJ; Mutchler, MJ; et al. (2006). "A giant impact origin for Pluto's small natural satellites and satellite multiplicity in the Kuiper belt". Nature. 439 (7079): 946–49. Bibcode:2006Natur.439..946S. doi:10.1038/nature04548. PMID 16495992. S2CID 4400037.
- ↑ Jones, G. H.; et al. (2008). "The Dust Halo of Saturn's Largest Icy Moon, Rhea – Jones et al. 319 (5868): 1380 – Science" (PDF). Science. 319 (5868): 1380–1384. Bibcode:2008Sci...319.1380J. doi:10.1126/science.1151524. PMID 18323452. S2CID 206509814. Archived from the original (PDF) on 2018-03-08. نه اخيستل شوی 2022-03-06.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ Jeff Hecht (6 March 2008). "Saturn satellite reveals first moon rings". New Scientist.
- ↑ Tiscareno, Matthew S.; Burns, Joseph A.; Cuzzi, Jeffrey N.; Hedman, Matthew M. (2010). "Cassini imaging search rules out rings around Rhea – Tiscareno – 2010". Geophysical Research Letters. 37 (14): n/a. arXiv:1008.1764. Bibcode:2010GeoRL..3714205T. doi:10.1029/2010GL043663.
- ↑ "How Iapetus, Saturn's outermost moon, got its ridge". 13 December 2010.
- ↑ Woo, Marcus (27 January 2015). "Why We're Looking for Alien Life on Moons, Not Just Planets". Wired. نه اخيستل شوی 27 January 2015.
- ↑ "Hubble Discovers New Pluto Moon". ESA/Hubble Press Release. نه اخيستل شوی 13 July 2012.