Jump to content

شاهي ازموينه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شاهي ازموينه، يا کیجو په شاهي (ټولواکمن) چين کې د ملکي خدمت ازموينې یو نظام و، د دولتي بيروکراسۍ (دولتي ماموريت) لپاره د نوماندانو د غوره کولو په موخه پر مخ وړل کېدو. د زېږېدو پر ځای د وړتيا تر مخې د بيروکراتانو د ټاکلو تصور د چين د تاریخ په لومړيو کې پيل شو، خو د غوره کولو د يوې وسيلې په توګه د لیکلو ازموينې له «سوي» واکمنۍ کورنۍ څخه وروسته د  ۶۱۸-۹۰۷ په «ټانګ» واکمنې کورنۍ کې پيل شوې. دا نظام د «سانګ» واکمنې کورنۍ (۹۰۶-۱۲۷۹) پر مهال خورا خپور او پیاوړی شو او نږدې تر يوې زريزې پورې وغځېد، تر دې چې په ۱۹۰۵ز کال کې د «چينګ» واکمنۍ کورنۍ د اصلاحاتو پر مهال له منځه يوړل شو. د چين خلکو جمهوريت (PRC) او د چين جمهوريت (ROC) دواړو کې، د اوسني چين په دولتي ملکي خدمت کې د داخلېدو لپاره د شاهي ازموينې ځينې اړخونه اوس هم شته.[۱]

دې ازموینو د دولتي مسئولينو په منځ کې د ليکنې، چيني کلاسيکي او ادبي طريقې په اړوند عام معلومات تر لاسه کولو ډاډ ورکړ. دې عام کلتور د سترواکۍ په يوالي کې مرسته وکړه او د وړتيا پر مټ د برياليتوب هيلو شاهي واکمنۍ ته قانوني حيثيت ورکړ. د ازموينې دې نظام د ميراثي اشرافو او پوځي واکمنو د ځواک سره برابرولو په برخه او د پوهو بيوروکراتانو د يوې روزل شوې طبقې په وده کې مهمه دنده تر سره کړه.

د «سونګ» واکمنۍ پر مهال پيل شوي شاهي ازموينې نظام يو زيات رسمي نظام وګرځېد او له سيمه يیز څخه نيولې تر ايالتي او بيا د محکمې تر ازموينو پورې په درې درجو په پوړونو کې چمتو شو. د «منګ» واکمنې کورنۍ (۱۳۶۸-۱۶۴۴) پر مهال، چارواکو د دې ازموينې محتوا د «اردتدوکس نيوکنفوسيوس» (کنفوشيوس د چين د عقایدو يو لرغونی نظام  دی.) په اړوند متنونو پورې محدوده کړه، تر ټولو لوړه درجه چې «جنشي» نومېده، د لوړو دفترونو لپاره اړينه وه. له بلې خوا، د بنسټيزې درجې درلودونکي «شينګ يوان»، په زیات شمېر کې وړاندې شول او په پايله کې د دې درجې (سند) لرونکي خلک داسې څوک وګرځېدل چې د يوې دندې تر لاسه کولو هيله يې نه درلوده. شتمنې کورنۍ، په ځانګړي ډول سوداګرې طبقې، کولای شول چې خپلو زامنو ته تعلیم ورکړي يا د هغوی لپاره سندونه په پيسو راونيسي او په نظام کې شامل شي. د نولسمې پېړۍ د وروستيو پر مهال، د «چينګ» چين په داخل کې ځينو نيوکه کوونکو د ازموينې دا نظام د ساينس او تخنيکي زده کړې د مخنیوي مسئول وباله او د ځينو سمونونو غوښتنه يې وکړه. هغه مهال، چين د هرو زرو کسانو پر سر يو سند درلود. د سختو شرايطو له امله، په کلني ډول د ازموينې ورکولو د دوه يا درې ميليونه غوښتونکو له منځه، د بريا کچه يواځې ۱٪ وه.[۲]

د چين د ازموينې نظام په نورو هېوادونو کې د نوي ملکي خدماتو د اداري فعاليتونو پر وده ژور اغېز پرېښود. په دې کې په جاپان، کوريا، Ryūkyū او ویتنام کې دې ته ورته جوړښتونه شامل دي. پر اسيا سربېره، د اروپايی مبلغينو او ديپلوماتانو راپورونو د چينايي  ازموینې نظام  لوېديځې نړۍ ته وروپېژاند او د فرانسې او المان تر څنګ د برتانيې د ختيځ هندوستان شرکت (EIC) هم د ممکنه دندو د ټاکنو لپاره د همدې ډول طريقې څخه د کار اخيستلو لپاره وهڅول شول. د EIC په داخل کې خپلو لومړيو برياليتوبونو ته په کتنې سره، برتانوي حکومت په ۱۸۵۵ز کال کې په ټوله برتانيه کې د دولتي ملکي کار کوونکو د ارزونې لپاره، د همدې ډول ازموينې نظام خپل کړ. له ۱۸۸۳ز کال وروسته متحده ايالاتو هم د ځينو دولتي کار کوونکو لپاره د همدې ډول پروګرامونه جوړ کړل.[۳][۴]

عمومي تاریخ

[سمول]

د غشي ويشتلو په څېر د مهارتونو سيالۍ له «چاو» واکمنې کورنۍ (يا که په افسانوي نوم يې يادونه وشي نو ياو کورنۍ) څخه هم شته. د وروستيو شاهي ازموينو کنفيوشس ځانګړيا، تر ډېره بريده د «هان» واکمنې کورنۍ پر مهال د «وو» سترواک له امله وې. که څه هم له «هان» څخه نيولې تر «سويي» واکمنۍ پورې ځينې ازموينې موجودې وې، دوی د دولتي ټاکنو لپاره کوم رسمي فرصت ورنه کړ، دا ډيری ټاکنې د ټولنيز حيثيت، اخلاقو او وړتياوو په څېر ځانګړتياوو پر بنسټ د سپارښتونو له لارې تر سره شوې.[۵]

د یو تصور په توګه د دولتي شاهي ازموينې پيل په ۶۰۵ کې د «سويي» واکمنې کورنۍ د لنډې مودې واکمنۍ پر مهال وشو. د دې واکمنۍ ځای ناستې «ټانګ» واکمنې کورنۍ، شاهي ازموینې په پرتليز ډول په کوچنۍ پيمانه عملي کړې، تر هغه وخته چې د «وو زيټيان» په دوران کې د ازموينې دا نظام پراخه کړای شو. په پراخه شوي ازمېښتي نظام کې يوه پوځي ازموينه هم شامله وه، خو پوځي ازموينې د چينايي افسر پر پوځي ځواک کله هم ځانګړی اغېز ونه کړ او پوځي سندونو ته د ملکي سيالو سندونو په نسبت په کمه سترګه کتل کېدل. په ازميښتي نظام د «وو» د اغېز د صحيح څرنګوالي په اړوند اوس هم علمي اختلافات شته.[۶]

د «سونګ» واکمنې کورنۍ پر مهال سترواکانو د پوځي اشرافو د اغېز په وړاندې د مقابلې لپاره د ازموينو او دولتي ښوونځيو په نظام کې پراختيا راوسته، د کوم په پايله کې چې د «ټانګ» واکمنۍ په پرتله د سندونو د لرونکو په شمېر کې له څلور څخه تر پنځه ځله پورې زياتوالی راغی. له «سونګ» واکمنې کورنۍ څخه نيولې، ازموينو د پوهو مسئولينو په ټاکنه کې بنسټيزه ونډه درلوده، چا چې ټولنې ته  باسوداه نخبه ګان وړاندې کړل. په هر حال، ازموینې د ګومارلو په نورو بڼو کې هم وې، لکه د واکمنې کورنۍ لپاره نېغ په نېغه ګومارنه، نوماندي، خپله برخه (سهميه)، د پوهانو ترفيع، د رسمي القابو پلورل او د خصيانو لپاره ځانګړې تګلارې. په ۱۰۶۷ز کال کې د منظمې لوړې درجې د سند د ازموينې جريان د درې کاله کولو امر وشو، خو دا درې کلن جريان یواځې تش په نوم موجود و. په عملي ډګر کې له دې مخکې او وروسته، ازموينې په غېر منظم ډول د مهمو پړاونو لپاره عملي کېدې: په همدې بنسټ، په کلني ډول د ورکول کېدونکو سندونو د شمېر لپاره محاسباتې شميريزې منځنۍ کچې ته بايد په همدې نظر وکتل شي. د «جينشي» ازموينې کلني مراسم نه و او بايد داسې ونه ګڼل شي؛ کلنۍ منځنۍ شمېرې د مقداري تحليل يوه اړينه جوړه شوې بېلګه ده. د ازموينې نظام فعاليتونه د شاهي سوانح ساتلو د نظام يوه برخه وه او د «جنشي» د سند تر لاسه کولو نېټه ډېر ځله د ژوند د سوانحو يو مهم ماخذ وي: کله کله د جنشي تر لاسه کولو تاريخ يواځينی ټاکلی تاريخ وي، کوم چې ان د چين په تاريخ کې د پياوړو تاريخي شخصيتونو لپاره هم پېژندل کېږي. [۷]

په ازموينو کې يو کوچنی خنډ په ديارلسمه پېړۍ کې د «يوان» واکمنې کورنۍ په پيل کې پېښ شو، خو ورسته بيا د سيمه ييزې ونډې سره بېرته پر ځای کړای شو، کوم چې د مغولو او وروسته پاتې سويلي چينايانو ملاتړ کاوه. د «مينګ» او «چينګ» د واکمنو کورنيو پر مهال، دې نظام د فکري ژوند په تنګ او متمرکز ماهيت کې خپله ونډه درلوده او د سترواک مطلق العنان واکونه يې زيات کړل. دا نظام له ځينو بدلونونو سره سره په ۱۹۰۵ز کال کې د «چنګ» واکمنې کورنۍ په وروستيو کلونو کې د دې نظام تر پای ته رسېدو پورې روان و. د دولتي کار کونکو د ټاکنې لپاره د ازموينې نوی نظام هم په غېر مستقيم ډول د شاهي نظام څخه جوړ کړای شو.[۸]

د واکمنۍ پر بنسټ د جنشي فارغان
واکمني تر سره شوې ازموینې د جنشي فارغان
ټانګ (۶۱۸-۹۰۷) ۶۵۰۴
سونګ (۹۶۰-۱۲۷۹) ۱۱۸ ۳۸۵۱۷
يون (۱۲۷۱-۱۳۶۸) ۱۶ ۱۱۳۶
مينګ (۱۳۶۸-۱۶۴۴) ۸۹ ۲۴۵۳۶
کينګ (۱۶۳۶-۱۹۱۲) ۱۱۲ ۲۶۶۲۲

سرچينې

[سمول]
  1. "Who Invented Exams? Standardized Testing Creator" (په انګليسي). 2022-03-05. Retrieved 2022-03-11.
  2. Elman 2009، مم. 405–406.
  3. Creel, Herrlee G. (March 1974). "Shen Pu-Hai: A Secular Philosopher of Administration". Journal of Chinese Philosophy. 1 (2): 119–136. doi:10.1111/j.1540-6253.1974.tb00644.x.
  4. Wang, Rui (2013). The Chinese Imperial Examination System: An Annotated Bibliography. Lanham, Maryland: Rowman & Littlefield. p. 18. ISBN 9780810887022. Retrieved 5 January 2022. Japan was the first country to adopt the Chinese [examination] system, and the Japanese system lasted about 200 years, from the seventh to the eighth centuries.
  5. Wu 1982، مم. 413–419.
  6. Paludan 1998، م. 97.
  7. Kracke, 252
  8. Ebrey 2010، مم. 145–147, 198–200.