سادرملنه
ښکارېدونکې بڼه
سادرملنه (په انگرېزي: Psychiatry) يوه طبي څانگه ده چې د عقلي او عصبي ناروغيو د درملنې لپاره ځانگړې شوې. په عقلي او عصبي ناروغيو کې د احساسي، کړو وړو اړونده، فکري او د پوهاوي اړونده گڼ شمېر ناروغۍ او ناسوبمنۍ شمېرل کېږي، چې د بېلابېلو درملو په مرسته يې درملنه ترسره کېږي. په بله وينا سادرملنه د عقلي او عصبي ناروغيو طبي درملنې ته وييل کېږي چې د دغې طبي څانگې کارپوه سادرملگر بلل کېږي.