Jump to content

د کرایسلر وداني/تعمیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کرایسلر وداني د نیویارک د منهټن په ختیځه څنډه کې له دیکو هنر سره جوړه شوې یوه اسمان څکالې ودانۍ ده چې د منهټن په مېډټاون کې د ۴۲م سړک او لکسېنګټون واټ پر څلورلارې پرته ده. د ۱۰۴۶ فوټه (۳۱۹ متره) لوړوالي په لرلو د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه پولادي چوکاټ لرونکې خښتکاریزه ودانۍ ده او په ۱۹۳۰ز کال کې يې د یوولس میاشتنیو چارو تر بشپړېدو وروسته د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه ودانۍ وه. د ۲۰۱۹ کال راهیسې کرایسلر په ښار کې دوولسمه لوړه ودانۍ ده چې نیویارک ټایمز له ودانۍ سره غوټه ده.  [۱][۲]

دا وداني په اصل کې د املاکو د پراخندوی او د نیویارک د پخواني سناتور وېلیم اېچ. رینولډ یوه پروژه وه، چې د کرایسلر شرکت د رییس والټر کرایسلر له‌خوا جوړه شوه. د یو لومړني اسمان څکالي په توګه د کرایسلر ودانۍ جوړېدل د ۴۰ وال سټرېټ او اېمپایر سټېټ ودانیو سره د نړۍ د تر ټولې لوړې ودانۍ په توګه د سیالۍ له مخې مشخصیږي. د کرایسلر وداني که څه هم په ځانګړې ډول د موټر جوړونې صنعت ته جوړه شوې وه، خو اړوند شرکت یې د جوړولو لګښت ورنکړ او هېڅ‌کله یې څښتن هم نه‌شو؛ والټر کرایسلر پرېکړه وکړه چې ټول لګښتونه په‌خپله غاړه واخلي تر څو د هغه بچیانو ته میراث پاتې شي. یوه ضمیمه یې په ۱۹۵۲ کال کې بشپړه شوه او په راتلونکي کال کې دا وداني د کرایسلر د کورنۍ له‌خوا په بېلابېلو راتلونکو مالکانو وپلورل شوه.

کله چې د کرایسلر وداني پرانیستل شوه، د یادې ودانۍ د ساختماني طرحې اړوند بېلابېل نظرونه موجود وو، ځینو دا بې هدفه او غیر اوصولي بلله، ځینې نورو هغه نوي‌پاله او انځوریزه بلله. اوس‌مهال یادې وداني ته د ډیکو هنر له طراحۍ سره جوړې معمارۍ د یوې بېلګې په نظر کتل کېږي. په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا د معمارانو د بنسټ له‌خوا د امریکا د خوښې‌وړ معماریو په ۹مه درجه کې راغله. دا وداني په ۱۹۷۸ کال کې د نیویارک ښار د یوې مهمې منظرې په توګه او په ۱۹۷۶ کال د یوې ملي تاريخي ودانۍ  په توګه د ملي تاریخي ځایونو په لړ کې ثبت شو.

منظره/موقعیت

[سمول]

د کرایسلر وداني د نیویارک ښار د منهټن په مېډټاون کې د ۴۲م  او ۴۳م سړک د لکسېنګټون واټ په ختیځه څنډه کې پرته ده. د یادې ودانۍ ځمکه په ۱۹۰۲ کال کې د پوهې او هنر د پراختیا لپاره کوپر اتحادیې ته ورکول شوه. دا موقعیت په اټکلي توګه ذوزنقه شکله ځای و چې ۲۰۱ فوټه (۶۱ متره) اوږد حریم يې د لکسېنګټون په واټ کې؛ ۱۶۷ فوته (۵۱ متر) اوږد حریم يې په ۴۲م سړک او ۲۰۵ فوټه (۶۲ متر) حریم يې په ۴۳م سړک کې احاطه کړی و. دا سیمه د پخواني واټ د بوسټون پوست په ګاونډ کې چې د استازو د ۱۸۱۱ پلان له مخې د منهټن د سړکونو د شبکې څخه مخکې جوړ و موقعیت لري. له همدې امله د ودانۍ ختيځه څنډه کږه ده. دغه وداني خپل ځانګړی پوستي کود؛ ۱۰۱۷۴ لري، تر ۲۰۱۹ کال پورې یو له هغو ۴۱ ودانیو څخه و چې خپل پوستي کود یې درلود.  [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د لکسېنګټون واټ په اوږدو کې د ګرند حیات نیویارک هوټل او ګرېبار ودانۍ موقعیت لري، حال دا چې د سوکاني موبایل وداني د ۴۲ سړک په اوږدو کې موقعیت لري. سربېره پر دې د چانین ودانۍ هم د لکسینګټون واټ او ۴۲ سړک په سویل لویدیځه رېونده کې موقعیت لري.  [۱۱]

معماري

[سمول]

د کرایسلر وداني د وېلیم ون الن په‌واسطه د ډیکو په هنري سبک طراحي شوه او د موټرجوړونې د صنعت د یو اصلي اجاره‌کوونکي والټر کرایسلر په نوم ونومول شوه. دا د ډبرتوږنې له یو ډک پولادي چوکاټ څخه جوړه وه چې ځینې برخې یې له فلزي زینتي پوښ سره پوښل شوې وې. دغې ساختمان ۳۸۶۲ بیروني کړکۍ لرلې. د ودانۍ په کنجونو کې له فلزو سره تزئین شوي تقریباً ۵۰ زینتي اسباب تر پنځم پوړ پورې د ودانۍ پر مخ پراته دي چې د کاتولیک کلیسا د ګارګویلونو (د اروپا او جاپان په دودیزه معمارۍ کې به فوارې یا ناوې اوبو ته د خلاصې خولې په حال کې د کوچني وحشي حیوان مجسمه جوړېده چې اوبه به د هغې له خولې څخه بهېدې، ژباړن) یادګار دي. په لومړي پوړ کې ۳۱  ګارګویلونو او همدارنګه د کرایسلر د ۱۹۲۹ کال د راډیاټورونو د سرپوښونو انځورکرۍ موجودې دي او ۶۱م پوړ د امریکا ملي نښان ته په اشاره له عقابونو سره سینګار شوی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۵][۱۸]

د کرایسلر ودانۍ په طراحیو کې په پراخه کچه د زنګ ضد روښانه نیروسټا پولاد څخه کار اخیستل شوی، دا یو اسټنټي قلعي دی چې په المان کې د کروپ (د nichtrostender Stahl الماني مخفف؛ چې د زنګ ضد پولادو په معنا ده) له‌خوا جوړ شول. له دغه «۸-۱۸ پولادو» څخه لومړنۍ کاراخیستنه په یوه امریکايي پروژه کې وه، چې له ۱۸ سلنه کرومو او ۸ سلنه نیکلو څخه جوړه شوې وه. نیروستا د خارجي تزییناتو، د کړکیو په چوکاټونو، تاج او ستن کې کارېدل. له پولادو څخه کار اخیستل د ون الن د طرحې نه بېلېدونکې برخه وه، چې په دې تړاو اي.اي ټام داسې وايي: «له تل روښانه فلز څخه ګټه اخیستنې د راوتلو کرښو او په چت کې د کمرنګو شويو دایرو په لېږد کې ډېره مرسته وکړه، داسې چې پورته خواته ورو حرکت یې تر هغه راپورته کاوه تر څو چې په بشپړ ډول په اسمان کې ورک شي....» د پولادو تولیدوونکو د کرایسلر په ودانۍ کې له زنګ ضد پولادو څخه په معمارۍ کې د دغه محصول د عمر د دوام ارزونې لپاره کار واخیست. په ۱۹۲۹ کال کې د موادو د ازموینې امریکايي ټولنې د خپل فعالیت د ارزونې لپاره د ارزونې یوه کمېټه جوړه کړه او د کرایسلر وداني يې د دې کار لپاره تر ټولو غوره ځای وباله؛ یوې فرعي کمېټې د ودانۍ دېوالونه یا د چوکاټ دورې هر پنځه کاله وروسته یو ځل ازرول تر هغه چې په ۱۹۶۰ کال کې یادې ارزونې لغوه شوې ځکه د ودانۍ په دورو کې بیخي لږ خراب‌والی هم نه وو لیدل شوی. [۱۹][۲۰][۱۷][۲۱][۱۶][۲۲][۲۳][۲۰][۲۴][۲۵][۲۶]

بڼه/ جوړښت

[سمول]

د کرایسلر ودانۍ لوړوالي او له قانوني فرمان سره سم د ودانۍ د حریم په توګه په شاتلنې ون الن په‌خپله طرحه کې اغېزمن کړ. د لاندیني شپاړسم پوړ دېوالونه د جایداد د پلې لارې/پیاده رو له کرښو څخه په مستقیمه ډول راپورته کېږي خو په یو طرف کې له یو محراب پرته چې د څلورم پوړ پر سر ودانۍ ته یو/ U شکله پلان ورکوي. په ۱۶م، ۱۸م، ۲۳م، ۲۸م او ۳۱م پوړونو کې حریمي په شاتلنې د ۱۹۱۶ کال د ودانیو له پرېکړه‌لیک سره برابرې وې. دا چاره د ودانۍ یو طرف ته [1]زیګورات او بل طرف ته د یو/ U شکله ماڼۍ بڼه ورکوي. د لیکوال او عکاس سروین رابینسون په وینا له ۳۱م پوړ څخه پورته تر ۶۰م پوړ پورې هېڅ په شاتلنه نه لیدل کېږي، چې پر سر یې ساختمان د مالت صلیب ته ورته شکل سره د قیف بڼه خپلوي او د پای له مربع شکله جوړښت سره یې ګډوي. [۲۴][۲۷][۲۸][۲۹][۲۸]

د لومړيو ۱۶ پوړونو پلان د امکان تر حده لوی نیول شوی تر څو د اجاره کړل شوې ځمکې اعظمي برخه په‌کې ځای کړل شي، په ودانۍ کې نیول شوې کچه ډېره مطلوبه برېښده. د څلورمې طبقې پر سر د یو/U شکل د هوا او رڼا د جریان د میلې په توګه عمل کوي. د ۲۸مې او ۳۱مې طبقې تر منځ فضا د ودانۍ منځ ته د کتلو لېوالتیا ورزیاته کړې، چې د لاندینیو طبقو پر زیاتو جزیاتو او د ودانۍ په څوکه کې د زړه‌راښکونکې طرحې له تسلط څخه مخنیوی کوي. یاده فضا د برج د پایو بنسټ جوړوي او د لاندې بلوکي طبقو او لوړ میل ترمنځ لېږد اغېزمنوي. [۲۸]

سرچينې

[سمول]
  1. "The History of Measuring Tall Buildings". Council on Tall Buildings and Urban Habitat. Archived from the original on April 10, 2012. نه اخيستل شوی May 1, 2012.
  2. "The 11 tallest buildings in New York City right now, ranked". Business Insider (په انګليسي). September 18, 2019. نه اخيستل شوی March 2, 2020.
  3. کينډۍ:Cite aia5
  4. "Chrysler Plans 68-Story Building in Midtown; $14,000,000 Edifice to Top Woolworth Tower" (PDF). The New York Times. October 17, 1928. ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی November 2, 2017.
  5. "Cooper Union and Chrysler Building". Cooper.edu. September 15, 2004. Archived from the original on July 8, 2010. نه اخيستل شوی September 27, 2010.
  6. Gregor, Alison (February 13, 2008). "Smart Land Deals as a Cornerstone of Free Tuition". The New York Times. ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی February 15, 2016.
  7. "Chrysler Building plot angle". JamesRobertWatson.com. Archived from the original on November 7, 2017. نه اخيستل شوی November 3, 2017.
  8. "Open House New York 2006". Forgotten New York. October 7, 2006. نه اخيستل شوی November 4, 2017.
  9. Walsh, Kevin (2006). Forgotten New York: Views of a Lost Metropolis. HarperCollins. p. 171. ISBN 978-0-06-114502-5. نه اخيستل شوی November 2, 2017.
  10. Brown, Nicole (March 18, 2019). "Why do some buildings have their own ZIP codes? NYCurious". amNewYork. نه اخيستل شوی July 8, 2022.
  11. کينډۍ:Cite aia5
  12. Binder 2006، م. 62.
  13. Nash او McGrath 1999، م. 65.
  14. "1926 Chrysler Radiator Cap Used On The Chrysler Building". Imperialclub.com. December 13, 2006. Archived from the original on May 17, 2015. نه اخيستل شوی September 27, 2010.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Curcio 2001، م. 424.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Cobb 2010، م. 119.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Cobb 2010، م. 118.
  18. Reynolds 1994، م. 280.
  19. Pierpont, Claudia Roth (November 18, 2002). "The Silver Spire: How two men's dreams changed the skyline of New York". The New Yorker. نه اخيستل شوی March 23, 2022.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Cobb 2010، م. 106.
  21. Thum, E.E. (1935). The book of stainless steels: corrosion resisting and heat resisting alloys. American Society for Metals. p. 657. نه اخيستل شوی November 5, 2017.
  22. Cobb 2010، مم. 106–108.
  23. Miller 2015، م. 260.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Landmarks Preservation Commission 1978، م. 3.
  25. Kingston 2017، م. 173.
  26. Cobb 2010، مم. 105–106.
  27. Stern، Gilmartin او Mellins 1987، م. 606.
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ ۲۸٫۲ Curcio 2001، م. 418.
  29. Douglas 2004، م. 96.