Jump to content

د وېسټ مېنسټر ماڼۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د وېسټ مېنسټر ماڼۍ د بریتانیا د پارلمان دواړو مجلسونو مشرانې جرګې او ولسي جرګې لپاره د جلساتو د ماڼۍ په توګه خدمت کوي. دا ماڼۍ چې په غیر رسمي ډول د پارلمان د کور په نوم یادیږي د انګلستان په مرکزي لندن سیمه کې د ټيمز سیند په شمالي سمندرغاړه کې د وېسټ مېنسټر په ښار کې موقعیت لري.  

نوم یې د ماڼۍ په ګاونډ کې له وېسټ مېنسټر ابي (کلیسا) څخه اخیستل شوی، چې ښايي څوګونو تاریخي ودانیو ته اشاره ولري، خو تر ډېره په منځنیو پېړيو کې یوې پېچلې زړې ماڼۍ ته چې په لویه کچه د  ۱۸۳۴ کال په اور لګېدنه کې لمنځه لاړه او یا هم د هغې پر ځای اوس ولاړې نوې ماڼۍ ته اشاره کوي. دا ماڼۍ د بریتانیا د تاج ملکیت دی. د دواړو مجلسونو له‌خوا ګومارل شوې کمېټې د ودانۍ مدیریت کوي او د مشرانو جرګې رییس او د ولسي جرګې رییس (لورډ) ته راپور ورکوي.      

په دغه سیمه کې لومړنۍ شاهي ماڼۍ په یوولسمه پېړۍ کې جوړه شوې ده او د لندن تر برج وروسته وېسټ مېنسټر د انګلستان د پاچاهانو استوګنځی شو تر هغه چې په ۱۵۱۲ کال کې یوې اورلګېدني شاهي اپارتمانونه ړنګ کړل (له یادې پېښې وروسته دغې سیمې ته څېرمه د وايټ هال ماڼۍ جوړه شوه). د ماڼۍ پاتې برخې د انګستان پارلمان د کور په توګه چې د ۱۳مې پېړۍ راهیسې په‌کې غونډې ترسره کېدې او همدرانګه يې په وېسټ مېنسټر سالون او د هغه په شاوخوا کې د عدالت شاهي محکمې په توګه خپل خدمت ته دوام ورکړ. په ۱۸۳۴ز کال کې یوې اورلګېدنې د پارلمان کور پیاوړې ودانۍ ړنګه کړه او یواځې د منځنیو پېړيو د پام‌وړ ودانۍ لکه د وېسټ مېنسټر تالار، د سېنټ سټیفان صومعې د مري سېنټ انډرکرافټ کوچنۍ کلیسا او د ګاڼو برج جوړ پاتې شول.

د ماڼۍ د بیارغونې لپاره په ورپسې سیالۍ کې معمار چارلز برري د نوې ودانۍ لپاره د ګوټيک د رغونې سبک له طرحې سره بریالی شو چې په ځانګړي ډول يې د انګلیس له عمودي ګوتیک سبک څخه چې د ۱۴-۱۶مو پېړیو تر منځ کارېده الهام اخیستی و. د پخوانۍ ماڼۍ پاتې برخې (د ګاڼو له مجزا برج پرته) په یوه ډېره لویه ځای ناستې طرحه کې ځای پر ځای شوې چې له  ۱۱۰۰ څخه زیات اتاقونه چې په متناسبه توګه د انګړ دواړو طرفونو ته په پرلپسې توګه سازمان شوي دي او مساحت یې ۱۱۲۴۷۶ متر مربع (۱۲۱۰۶۸۰ فوټ مربع) دی. د نوې ماڼۍ د مساحت یوه برخه له ۳.۲۴ هکتار (۸ جریب) پلن‌والي سره  د ټیمز له سیند څخه بېرته واخیستل شوه، چې نږدې ۳۰۰ متر (۹۸۰ فوټ) اوږده نما یې د سیند د جبهې په نوم یادیږي. اګوسټوس پوګین چې په معمارۍ او ګوټيک سبک کې یوه نامتو سرچینه ده له برري سره د ماڼۍ د داخلي فضا په طراحۍ کې مرسته وکړه. د ماڼۍ د ابادۍ چارې په ۱۸۴۰ کال کې پیل شوې او ۳۰ کاله یې دوام وکړ، د ډېر ځنډني کېدلو، د مصارفو لوړوالي او د دوو مخکښو معمارانو د مړینې له امله يې د داخلي سینګار چارو په پرلپسې توګه تر شلمې پېړۍ دوام وکړ. د لندن د هوا ککړتیا اغېزو د معکوسولو لپاره له هم‌هغه مهال څخه د پام‌وړ کارونه د خوندیتوب لپاره ترسره شوي دي او تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته پراخ ترمیمات په‌کې شوي چې د ۱۹۴۱ کال له بمبار وروسته د ولسي جرګې د اتاق ساده جوړول په کې شاملیږي.  

دا ماڼۍ په انګلستان کې د سیاسي ژوند له مرکزونو څخه ده؛ د «وېسټ مېنسټر» ماڼۍ نوم د بریتانیا پارلمان، د بریتانیا دولت، او د وېسټ مېنسټر د واکمنۍ سیستم یادولو ته په یوه کنایه بدل شوی. د الیزابیت برج چې معمولاً په ځانګړي ډول د خپل اصلي زنګ بېګ بن په نوم یادیږي په لندن اوټوله بریتانیا کې یو د تشخیص وړ د عطف ټکی شوی چې د پارلماني دیموکراسۍ نښان او په دې ښار کې د سیلانیانو د جذب په زړه پورې جاذبه بلل کېږي.د روسیې  تزار لومړي نیکولاس نوې ماڼۍ «په ډبرو کې خوب» ونوموله. د وېسټ مېنسټر ماڼۍ له ۱۹۷۰ کال راهیسې لومړۍ درجه وداني او له ۱۹۸۷ کال راهیسې د یونیسکو د نړیوال میراث یوه برخه پاتې شوې ده. [۱][۲]

تاریخ

[سمول]

پخوانۍ ماڼۍ

[سمول]

د وېسټ مېنسټر ماڼۍ سیمه د منځنیو پېړیو پر مهال له ستراتیژیکي پلوه مهمه وه، ځکه د ټیمز سیند په سمندرغاړو کې يې موقعیت درلود. دا سیمه د منځنیو پېړیو پر مهال د ټورني ټاپو په نوم پېژندل کېده، ښايي د لومړي ځل لپاره د سلطنتي مېشت ځای په توګه د ستر کانوت له‌خوا د هغه د واکمنۍ پر مهال له ۱۰۱۶ز کال څخه تر ۱۰۳۵ز کال پورې کارول شوې وي. سېنټ اېډوارد کنفیسر (متعرف) تر اخري پاچا مخکې، د انګلستان د انګلو ساکسون پاچا تقریباً د وېسټ مېنسټر کلیسا له جوړولو سره هم‌مهاله (۱۰۴۵-۱۰۵۰) د لندن په لویديځ کې د ټورني په ټاپو کې سلطنتي ماڼۍ جوړه کړه. د ټورني ټاپو او د هغې شاوخوا سیمې ډېر زر د وېسټ مېنسټر (چې د وېسټ [لویديځ] او مېنسټر [ځانګړی افتخاری لقب چې په انګلستان کې کلیساوو ته ورکول کېږي، ژباړن] له کلیمو څخه اخیستل شوی) په نوم وپېژندل شوې. هم د انګلوساکسونیانو او هم د لومړي وېلیم (واکمني. ۱۰۶۶-۱۰۸۷) له خوا کارول شوې ودانۍ جوړې پاتې نه دي. د ماڼۍ تر ټولو پخوانۍ پاتې برخه د (د وېسټ مېنسټر تالار) د لومړي وېلیم د ځای ناستې پاچا دویم وېلیم (واکمني. ۱۰۸۷-۱۱۰۰) د واکمنۍ دور ته ورګرځي.

د وېسټ مېنسټر ماڼۍ د منځنیو پېړیو په وروستیو کې د انګلیسي پاچاهانو د مېشت ځای په توګه عمل کاوه. د پارلمان مخکنیانو ويټان او رجیس د وېسټ مېنسټر په تالار کې ناستې ترسره کولې (که څه هم هغوی به پاچا څاره، کله به چې نورو ځایونو ته تله). سیمون ډو مونتفور لومړنۍ پارلمان و چې د لویو ښارونو استازي په‌کې شامل وو یاد پارلمان په ۱۲۵۶ کال کې په ماڼۍ کې ناسته ترسره کړه. «موډل پارلمان» د انګلستان لومړي رسمي پارلمان په ۱۲۹۵ کال کې هلته ناسته ترسره کړه او تقریباً د انګلستان ټولو راتلونکو پارلمانونو او تر ډېره ورپسې پارلمانونو له ۱۷۰۷مې لسیزې وروسته د بریتانیا ټولو پارلمانونو په ماڼۍ کې ناستې کولې. [۳]

د پاچا اتم هنري د واکمنۍ د لومړیو کالونو په بهیر کې په ۱۵۱۲ کال کې اور د ماڼۍ شاهي مېشت ځای («خلوت») ړنګ کړ. اتم هنري په ۱۵۳۴ کال کې له پیاوړي وزیر ټوماس ویلسي څخه چې د پاچا له مینې څخه بې برخې شوی و د یورک پلس ماڼۍ ترلاسه کړه او د وایټ هال په نوم یې د نوم له بدلولو سره هغه د خپل اصلي مېشت ځای په توګه وکاروله. که څه هم وېسټ مېنسټر په رسمي ډول یوه سلطنتي ماڼۍ پاتې شوه، خو د پارلمان د دوو مجلسونو او بېلابېلو سلطنتي محکمو له‌خوا کارول کېده. [۴][۵]

دا ماڼۍ په اصل کې سلطنتي مېشت ځای و، هېڅ ځای يې دغه دوه پارلماني کورونو ته نه درلود. مهم دولتي مراسم به د انځورګرۍ په اتاق کې ترسره کېدل- چې په لومړیو کې په ۱۳مه پېړۍ کې د پاچا درېیم هنري (واکمني. ۱۲۱۶-۱۲۷۲) د خوب د اصلي اتاق په توګه جوړه شوې وه. د مشرانو جرګه په ۱۸۰۱ کال کې یو لوی سپن اتاق (د کوچني سالون په نوم هم پېژندل کېده) ته چې د عریضو محکمه وه د کډه شوه. دا د پاچا درېیم جورج، د وېلیم پېټ یانګر د وزارت په لومړي دوره کې (۱۷۸۳- ۱۸۰۱) د ایرلنډ د اتحاد مصوبو او د مشرانو جرګې د غړو د پراختیا پر مهال له دې امله کډه کولو ته لازمه وبلل شوه چې د ولسي جرګي د غړو زیاتېدونکی شمېر په اصلي اتاق کې ځای پر ځای کېدی نه شوی.  

سرچينې

[سمول]
  1. Boyne, Harry (1981). The Houses of Parliament. Larousse. p. 23. ISBN 978-0-88332-259-8. نه اخيستل شوی 19 March 2019. Tsar Nicholas I of Russia called it un reve en pierre (a dream in stone), and that is the romantic impression it must have created upon many millions of sightseers.
  2. Helm, Toby (14 January 2017). "Parliament burned down 183 years ago. Only 24-hour patrols are stopping another fire". The Guardian (په انګليسي). ISSN 0261-3077. نه اخيستل شوی 22 December 2018.
  3. "A Brief Chronology of the House of Commons" (PDF). House of Commons Information Office. April 2009. Archived from the original (PDF) on 23 June 2015. نه اخيستل شوی 5 August 2010.
  4. "All Change at the Palace of Westminster". BBC History (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2023-02-08.
  5. Fraser, Antonia (1992). The Wives of Henry VIII. New York: Alfred A Knopf. ISBN 978-0-394-58538-3.