Jump to content

د هند د اقتصاد تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هند له میلاد څخه د وړاندنۍ لومړۍ زریزې له وروستیو څخه په هند کې د بریتانیا د حکومت د پیدلېدو تر مهاله د نږدې دوه نیمو زریزو لپاره د نړۍ یو له لویو اقتصادونو څخه و.[۱]

له میلاد څخه نږدې ۵۰۰ کاله وړاندې، ماهاجاناپادیانو خپله د سپین زرو سکه ضرب کړه. دغه دوره د متمرکزو سوداګريزو فعالیتونو او ښاري پراختیا له مخې ځانګړې کېږي. له میلاد څخه وړاندې ۳۰۰ کال پورې مائوریا سترواکۍ د هند د نیمه لویې وچې ډېره برخه د تامیلاکام په ګډون چې د دریو تاج لرونکو پاچاهانو له خوا اداره کېده سره یوموټې کړې وه. سیاسي اتحاد او پوځي خوندیتوب د ګډ اقتصادي نظام او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په ګډون د سوداګرۍ او راکړو ورکړو د زیاتوالي لپاره زمینه برابروله.

له مائوریا سترواکۍ وروسته د چولا، پانډیا، چیرا، ګوپتا، لویدیځې ګنګا، هرشا، پالا، راشتراکوتا او هویسالا په ګډون کلاسیکې او د منځنیو پېړیو لومړۍ پاچاهې رامنځته شوې. د هند نیمه لویې وچې د لومړۍ پېړۍ څخه تر اتلسمې پېړۍ پورې مهالیزې فاصلې کې د نړۍ د نورو ټولو سیمو په پرتله لوی اقتصاد درلود. تر ۱۰۰۰ زکال پورې هند یوازې کفایت کوونکی اقتصاد درلود او سړي سر ناخالص تولیدات یې یوازې د کفایت کولو له کچې ډېر لږ لوړ و په داسې حال کې چې د میلاد له لومړي کال څخه یې تر ۱۰۰۰ زکال پورې د ناخالصو تولیداتو په کچه کې وده هم نه لرله. [۲][۳][۴][۵][۶]

هند په سړي سر ناخالصو تولیداتو کې وده د لوړو منځنیو پېړیو په دوره کې تجربه کړه، چې په شمال کې د ډهلي د پاچاهۍ او په سویل کې د ویجایاناګارا له سترواکۍ سره هم مهاله وه. د اوولسمې پېړۍ په وروستیو کې د هند نیمه لویه وچه د مغولو د سترواکۍ پر مهال وړاندې له دې چې په راتلونکې پېړۍ کې بېرته سره وپاشل شي او تسخیر شي؛ یو موټې شوه او د یوې مودې لپاره د نړۍ په لوی اقتصاد او تولیدي ځواک واوښته او همدارنګه یې د نړیوالو ناخالصو داخلي تولیداتو یو پر څلورمه برخه تولید کوله. د دغې سترواکۍ تر ټولو بډایه ایالت، د بنګال صوبه وه چې له لویدیځ څخه جلا د هالنډ ۴۰ سلنه واردات یې جوړول او د لومړي صنعتي کېدو په دوره کې یې د بېړۍ جوړولو سربېره پرمختللی تولیدي زراعت، او د نساجي تولیدات لرل. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په اتلسمه پېړۍ کې میسوریانو د اقتصادي پراختیا ځان غوښتونکی پروګرام پیل کړ او د میسور پاچا یې د یو اقتصادي ځواک په توګه معرفي کړ. سیورام کرشنا په میسور کې د فرانسیس بوکانان له خوا له ۱۸۰۰ -۱۸۰۱ زکال پورې د «د معیشتي کڅوړې» پر بنسټ د کرنې اړوند تجزیې او تحلیل له امله دې پایلې ته ورسېد چې د وربشو څخه ترلاسه کېدونی ټول عاید د معیشتي کچې نږدې پنځه برابره کېږي. د ماراټا سترواکۍ هم تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د مالیاتو د راغونډولو په یوه اغېزمن اجرایوي سیاست کار پیل کړ او ځان یې د تابعه هېوادونو له مقرراتو جلا کړ. [۱۲][۱۳]

هند د بریتانیا تر واکمنۍ لاندې غیرسنتي کېدل او د بېلابېلو لاسي صنایعو په ټپه درېدل تجربه کړل، په داسې حال کې چې په لویدیځه نړۍ کې اقتصاد چټکه پراختیا لرله او د نفوسو شمېر هم مخ پر زیاتېدو و؛ دغه چاره د دې لامل شوه چې په نړیوال اقتصاد کې د هند ونډه د ۱۷۰۰ زکال له ۲۴.۴٪ څخه په ۱۹۵۰ زکال کې ۴.۲٪ ته او په نړیوالو صنایعو کې یې ونډه د ۱۷۵۰ زکال له ۲۵٪ څخه په ۱۹۰۰ زکال کې ۲٪ ته راښکته شي. د هند لرغوني تاریخ ته په پام د یوې سوداګریزې او وروسته د استعماري حالت لرونکې سیمې په توګه استعماري هند د لوړکچې سوداګرۍ، پانګونې او کډوالۍ سربېره په اقتصادي ډګر کې له نړۍ سره همغږی پاتې شو. [۱۴][۱۵]

د هند جمهوریت، چې په ۱۹۴۷ زکال کې یې بنسټ کېښودل شو د خپل تر ډېره خپلواک تاریخ له مخې یې د پراخه عمومي مالکیت، مقرراتو، اداري تشریفاتو او سوداګریزو موانعو په برخه کې مرکزي پلان رامنځته کړ. د ۱۹۹۱ زکال له اقتصادي کړکېچ وروسته مرکزي حکومت د بازار د آزادولو پالیسي ته مخه کړه.  [۱۶][۱۷]

د هند جمهوریت

[سمول]

«د هندوانو د ودې کچه»

د «هندوانو د ودې د کچې» عبارت د یو شمېر سوسیالیستانو له خوا له ۱۹۹۱ زکال وړاندې د هند د اقتصاد کلنۍ لږ ودې ته کارول کېږي او څرګندوي چې د دغې لږ ودې لامل هندوئېزم دی. دغه کچه له ۱۹۵۰مې لسیزې څخه تر ۱۹۸۰ مې لسیزې پورې د ۳.۵٪ په شاوخوا کې پاتې شوه، په داسې حال کې چې په سړي سر عاید کې کلنۍ وده په اوسط ډول ۱.۳٪ وه. په همدغه مهال کې سویلي کوریا ۱۰٪ او تایوان ۱۲٪ وده لرله. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سوسیالیستي وده (۱۹۵۵-۱۹۷۸ زکال)

[سمول]

له خپلواکۍ وړاندې د مالیاتي عوایدو ډېره برخه د ځمکو له مالیاتو څخه برابرېدله. له هغې وروسته په عوایدو کې د ځمکو د مالیاتو ونډه په تدریج سره کمه شوه.[۲۳]

په خپلواکۍ کې له ارث څخه پاتې شوې اقتصادي ستونزې د وېش سره د اړوندو لګښتونو له امله لا پسې زیاتې شوې چې د دې لامل وګرځېدې چې له ۲ میلیونو څخه تر ۴ میلیونو پورې کډوال د هند او پاکستان ترمنځ د نوې پولې په اوږدو کې سیمو ته کډه شي. د کډوالو استوګنې هم یو پام وړ اقتصادي فشار رامنځته کړ. ویش، هند په بشپړو اقتصادي سیمو تقسیم کړ. د بریتانیا د واکمنۍ پر مهال جوټ او پنبه د بنګال په ختیځه برخه (ختیځ پاکستان، له ۱۹۷۱ زکال وروسته بنګلادیش) کې کرل کېده، خو پروسس یې بیا تر ډېره د بنګال په لویدیځه برخه کې کېده چې بیا د لویدیځ بنګال په نامه د هند ایالت شو. له خپلواکۍ وروسته په پایله کې هند اړ شو هغه ځمکې چې وړاندې یې د خوړو د تولید په موخه ترې کار اخیست د پنبې او جوټ په کروندو بدلې کړي. [۲۴]

د ۱۹۵۰ مې لسیزې پر مهال ودې دوام وموند او له دې سربېره د ودې کچه د سیاستوالو له تمې لوړه وه. [۲۵]

د لومړي وزیر په توګه د نهرو د واکمنۍ په وروستیو کې هند د خوراکي توکو له شدید کمښت سره مخ شو.

د ۱۹۵۰ زکال له پیلېدو وروسته هند د سوداګرۍ له کمښت سره مخ شو او د ۱۹۶۰مې لسیزې په اوږدو کې دغه کمښت لا پسې زیات شو. د هند دولت په بودیجه کې زیات کسر درلود او له همدې امله یې نه شو کولای په نړیواله یا خصوصي کچه پور واخلي. په پایله کې دولت د مرکزي بانک لپاره د پورونو پاڼې خپرې کړې چې د پیسو د عرضې د زیاتوالي او پړسوب لامل وګرځېدې. په ۱۹۶۵ زکال کې د هند او پاکستان د جګړې له امله متحده ایالاتو او د پاکستان نورو ملګرو هېوادونو له هند څخه خپلې بهرنۍ مرستې راوګرځولې او دغه چاره د ارزښت د کموالي لامل شوه. له هند وغوښتل شول چې د مرستو له بېرته پیلېدو وړاندې باید سوداګري آزاده کړي. په ۱۹۶۵/۱۹۶۶ زکال کې دفاعي لګښت د ټول لګښت ۲۴.۶٪ ته ورسېد چې له ۱۹۶۵ زکال څخه تر ۱۹۸۹ زکال پورې تر ټولو لوړه کچه وه. د ۱۹۶۵/۱۹۶۶ زکال پر مهال وچکالي ارزښت نور هم پسې کم کړ. په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې ۴۱٪ او په ۱۹۹۰مه لسیزه کې ۲۰٪ ته د داخلي ناخالصو تولیداتو د کچې له راټیټېدو وړاندې په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې داخلي ناخالصو تولیداتو ۳۳ سلنه وده وکړه او په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې د ۱۴۲٪ زیاتوالي په لرلو خپل اوج ته ورسېدل. [۲۶]

له ۱۹۵۱ مالي کال څخه تر ۱۹۷۹ مالي کال پورې اقتصاد د ۳.۱ سلنه متوسطې کچې په لرلو او یا سړي سر کلنۍ یو فیصد وده وکړه. په دغه دوره کې صنعت په منځنۍ کچه ۴.۵ سلنه وده وکړه چې د کرنې له درې سلنه ودې سره د پرتلې وړ وه. [۲۷][۲۸][۲۹]

کپیټلیسټي وده (۱۹۹۴-۲۰۱۸ زکال)

[سمول]

تر ۲۰۰۰ زکال پورې نږدې یو پر څلورمه برخه وګړو ښاري ژوند درلود.

په هند کې د فولادو صنعت په ۲۱ مه پېړۍ کې اروپا ته پراختیا ومونده. د ۲۰۰۷ زکال په جنوري میاشت کې د هند ټاټا کمپنۍ د Corus Group په نامه د فولادو اروپايي شرکت په ۱۱.۳ بیلیون ډالرو وپیره. په ۲۰۰۶ زکال کې میټال سټیل (په لندن کې موقعیت لري خو تر هندي مدیریت لاندې دی) آرسلور یې ۳۴.۳ بیلیون ډالرو وپېره څو د ټولې نړۍ د ۱۰ سلنه فولادو په تولید سره د نړۍ تر ټولو لویه د فولادو تولید کوونکې کمپنۍ شي. [۳۰]

په ۲۰۰۷ زکال کې د هند د داخلي ناخالصو تولیداتو کچه د امریکا د ناخالصو تولیداتو د کچې ۸ سلنه وښوول شوه. دولت د څلور ګونو طلايي سړکونو د شبکې جوړول پیل کړل چې ډهلي، چنای، بمبۍ او کلکته د هند له مختلفو برخو سره نښلول. دغه پروژه چې د ۲۰۱۲ زکال په جنوري کې بشپړه شوه د خپلواک هند تر ټولو لویه زیربنايي پروژه وه. [۳۱][۳۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Maddison, Angus (2003): Development Centre Studies The World Economy Historical Statistics: Historical Statistics, OECD Publishing, ISBN 9264104143, p. 261
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Om Prakash, "Empire, Mughal", History of World Trade Since 1450, edited by John J. McCusker, vol. 1, Macmillan Reference US, 2006, pp. 237–40, World History in Context, accessed 3 August 2017
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. S. A. A. Rizvi, p. 263 of A Cultural History of India (1975), edited by A. L. Basham
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Maddison 2003، م. 261.
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Maddison, Angus (2003): Development Centre Studies The World Economy Historical Statistics: Historical Statistics, OECD Publishing, ISBN 9264104143, pages 257-261
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Economics, Business, and the Environment — GDP: GDP per capita, current US dollars
  27. see table 16, Appendixد سرچينو د ښودلو اړتيا ده from September 2015[]
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. ^  Lawrence H. Officer, "Exchange rate between the United States dollar and forty other countries, 1913–1999." Economic History Services, EH.Net, 2002. URL: Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  32. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).