د نکاح فقه
د نکاح په فقه کې پریمانه هغه قوانین او لیدلوري شامل دي چې تر ډېره پورې د قرآن کریم، د اسلام د سپېڅلي پیغمبر د احادیثو او همدارنګه د دیني عالمانو د احکامو (فتوا) پرمټ جنسي اړیکه یوازې د ښځې او نارینه ترمنځ د واده اړیکې ته محدود کوي. جنسي فقه (په عربي ژبه: الفقه الجنسي) یا د واده د اړیکې فقه (په عربي ژبه: فقه النکاح) د جنسیت اړوند د اسلامي لیدلورو او احکامو تدوین ته ویل کیږي چې په دواړو کې په نوبت سره د کورنۍ اسلامي فقه، د واده د اړیکې اسلامي فقه او همدارنګه د حفظ الصحې، جزا او د ژوندانه د اخلاقو فقه شاملېږي. په اسلام کې ټولې جنسي لارښوونې په لومړني ګام کې د فردي پرهېزګارۍ یا اطاعت او ورپسې په خدای د ایمان او هغه ته د وفادارۍ د برخې په توګه ګڼل کیږي. ورته مهال د جنسیتي توپیرونو اړوند حساسیت او له واده پرته د دواړو جنسیتونو ترمنځ حیا د اسلامي کلتور له پام وړ ځانګړنو څخه دي چې د اسلامي حجاب او جنسیتي توپیر په درجاتو کې مشاهدې وړ دي. د نکاح فقه مسلمانو نارینه و ته اجازه ورکوي چې څو ودونه وکړي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
قران کریم او احادیث یوازې د نکاح په کولو سره جنسي اړیکه مجاز بولي. دغې پرېکړې له تاریخي پلوه نارینه و ته اجازه ورکړې څو له خپلو غلامانو سره هم نکاح وکړي. له امېدوارۍ څخه د مخنیوي کوونکو کړنلارو ګټنه په کې مجاز ده. ورته مهال همجنس ګرايي په کې په شدیده بڼه منع ده او تر ټولو ناوړه عمل یې بولي. [۱۲][۱۳]
قانوني مقررات
[سمول]حیا
[سمول]اسلام د نجابت، حیا او عفت پر مفاهیمو کلک ټینګار کړی دی. د اسلام د مبارک دین له مخې د حلالې جنسي اړیکې په خوا کې حیا او عفت بیا هم د واده په اړیکه کې لومړیتوب لري. قران کریم د فحشا اړوند د عذاب خبرداری ورکړی او احادیث بیا حیا «د ایمان برخه» بولي. اسلام په کلکه سره بې حجابي او په عامه محضر کې د ځانونو لوڅوالی منع کوي او همدارنګه یې ټول مسلمانان د خپل ګډ ژوندانه د اسرارو له افشا کولو منع کړي دي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
زده کړې
[سمول]بلوغ
[سمول]اسلام د جنسي زده کړو په برخه کې د عمل پالنې ډېر پراخه دودونه لري؛ په داسې توګه چې مسلمانان د جنسي اړیکې اړوند په اسانۍ سره بحث کولای شي او تر هغه ځایه په دغه بحث کې مخته تللی شي چې د اسلام د اصولو له مخې مجاز وي. د ام المومنین بي بي عایشې صدیقې له خوا په یو روایت شوي حدیث کې راغلي چې انصارو ښځو د حلالو جنسي مسایلو اړوند په پوښتنه کولو کې شرم نه کاوه. د څوارلسمې پېړۍ له پیل څخه وروسته په بغداد کې په عربي ژبه ډېری داسې کتابونه ولیکل شول چې جنسي لارښوونو ته اړوند و؛ دغه مهال بغداد د اسلامي نړۍ لوی ادبي مرکز و. [۲۰][۲۱]
ماشومان
[سمول]د عبدالله نصیح اولوان په خبره، د بلوغ تر مهاله د جنسي اړیکو د زده کړې لارښوونه نه کیږي، ورته مهال اجازه ورکوي چې ماشومانو ته د هغو ځانګړنو او نښو اړوند معلومات ورکړي چې له مخې یې نارینه او ښځینه توپیر لري. اسلامي کلتور همدارنګه لارښوونه کوي چې جنسي لارښوونې باید د اخلاقو په چوکاټ کې وي او همدارنګه د بدن د پټولو، حیا، عفت او له فحشا څخه د ځان ساتلو موضوعات په ځان کې راونغاړي. [۲۲]
سنت کول
[سمول]ختان یا ختنه چې په پښتو کې د نارینه وو سنت کول بلل کیږي، د مسلمانانو له خوا د یوې کلتوري چارې په توګه ترسره کیږي او اسلامي ټولنې ته د اړوندتیا نښه ده. د اسلام په مبارک دین باندې له مشرف کېدو وروسته د هغو د ترسره کولو او یا هم نه کولو موضوع لا هم د اسلامي علماوو د بحث موضوع جوړوي. د قران کریم په هېڅ آیت مبارک کې دغې چارې ته اشاره نه ده شوې؛ په داسې حال کې چې یو شمېر احادیثو د سنت کولو چاره د فطره غوره اعمالو په کتار کې ګڼلې ده (هغه اعمال چې یو پاک شخص ته اړوند بلل کیږي). د دې اړوند روایات مختلف دي چې ایا سنت کول د فطره اعمالو برخه ګڼل کیږي او که نه. د یو شمېر روایاتو له مخې د اسلام سپېڅلی پیغمبر په خپل شرم ځای کې له اضافي پوست پرته زیږېدلی و، په داسې حال کې چې یو شمېر نور کسان بیا باوري دي چې نوموړی یې نیکه عبدالمطلب له زیږون اووه ورځې وروسته سنت کړ. هغه اسلامي منابع چې د سنت کولو له چارې څخه ملاتړ کوي بیا یې هم د سنت کولو لپاره کوم ځانګړی مهال نه دی ټاکلی او کېدلای شي مهال یې د کورنیو، سیمه ئیزو او هېوادنیو دودونو له مخې توپیر ولري. د دغې چارې لپاره غوره عمر اووه کاله ښوول شوی، په داسې حال کې چې ډیری مسلمانان له زیږون وروسته اوومې ورځې له پیل څخه د بلوغ تر مهاله د خپلو ماشومانو د سنت کولو چارو ترسره کوي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
بلوغ
[سمول]د بالغ یا بلوغ کلمې هغو کسانو ته اطلاق کیږي چې د بلوغ عمر ته رسېدلي وي او د شریعت له مخې بشپړ مسئولیت ورترغاړې وي. د اسلام له مخې د انسانانو دنیوي ژوند په دوه برخو وېشل کیږي، لومړۍ یې له نوې ځوانۍ وړاندې ماشومتوب دی چې انسان بې ګناه بولي او دویمي یې هم له بلوغ وروسته د لویوالي دوره ده چې په هغو کې اسلامي قانون په بشپړه توګه په انسان پلی کیږي او فیصله یې هم په آخرت کې کیږي. که چېرې انسان له بلوغ وړاندې ومري د هغه ځای بیا جنت ګڼل کیږي. [۲۸][۲۹]
د هلکانو لپاره د بلوغ حد اقل عمر ۱۲ قمري کالونه ښوول شوی، خو که چېرې یې علایم شتون ونلري له ۱۵ قمري کلونو څخه تر حد اکثر ۱۸ قمري کلونو پورې رسېږي او یا هم کېدای شي جغرافیا ته اړوند وي. د هلکانو د بلوغ په علایمو کې د تناسلي ناحیې د وېښتانو وده او له تناسلي الې څخه یې د شیطان د غولولو پر مهال د مایع مني وتل دي. د نجونو د بلوغ لپاره حد اقل عمر بیا ۹ قمري کلونه ښوول شوی چې د علایمو د نشتوالي په صورت کې تر حد اکثر ۱۷ یا ۱۸ کلونو پورې په پام کې نیول کیږي او یا هم د جغرافیايي سیمو د جوړښت له مخې توپیر لري. د نجونو د بلوغ په نښو کې په تناسلي آلې باندې د وېښتانو راختل، حیض، د ټینګې مایع وتل او د امیدوارۍ وړتیا ده. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
حیض
[سمول]قران کریم د حیض موضوع ته ځانګړې نغوته کړې؛ د بقرې سورت په ۲۲۲ آیت کې مسلمانانو ته لارښوونه شوې چې «د حیض په حالت له خپلو ښځو لرې اوسي او تر هغو دې ورته نه نږدې کیږي چې نه وي پاکې شوې؛ هغه مهال چې دوی پاکې شوې بیا نو هغه ډول ورته نږدې کېدای شي چې الله(ج) یې لارښوونه کړې ده»؛ دا نو داسې امر دی چې له مخې یې د حیض پر مهال جنسي اړیکه بشپړه حرامه بلل کیږي. ابن کثیر بیا هغه حدیث مبارک نقل کړی چې د حیض په حالت کې له ښځو سره د نږدې کېدو ډول څرګندوي. د دغه حدیث پر بنسټ ښځه او مېړه د حیض پر مهال یوازې له جنسي اړیکې پرته نور هر ډول مینه کولای شي. ښځې د دغه میاشتني عادت له بشپړېدو وروسته وړاندې له دې چې بېرته دیني فرایضو یا جنسي اړیکو ته مخه کړي د غسل په کولو مکلفې دي. [۳۴][۳۵][۳۶]
اسلام د حیض پر مهال، د ماشوم له زېږون وروسته تر ۴۰ ورځو او همدارنګه د روژې میاشتې د ورځې پر مهال (یعنې د روژې لرلو په حالت کې) جنسي اړیکه منع کړې ده. د حج په مراسمو کې حج کوونکي چې په احرام کې وي د یوځای کېدو اجازه نه لري او ورته مهال هغه واده هم باطل دی چې د حج د مراسمو د ترسره کولو په حالت کې وشي. [۳۷][۳۸][۳۹]
قانوني اړیکې
[سمول]واده
[سمول]په اسلام او اسلامي قانون کې واده د دوه کسانو ترمنځ هغه حقوقي او ټولنیز قرارداد دی چې د مېړه او ښځې حقوق او مسئولیتونه ټاکي. اسلام د یو لړ شرایطو له مخې څو ودونه هم جایز بولي. زوم او ناوې دواړه باید په خپله خوښه له واده سره رضایت وښيي. واده یو اسلامي عمل دی او ډیر ټینګار پرې شوی. په اسلامي فقه کې د واده لومړنۍ موخه د ماشومانو راوړل بلل کیږي. اسلام شدید جنسي میل او همدارنګه د مثل د تولید لپاره هیلې په رسمیت پېژني او د مثل له تولید ملاتړ کوي. [۴۰][۴۱][۴۲]
طلاق هم د اسلام له مخې بېلابېل شرایط او ډولونه لري؛ اسلام د طلاق بشپړ حق نارینه و ته ورکړی او ښځې نه شي کولای طلاق ورکړي، یوازې د یو لړ شرایطو له مخې اسلامي محکمه کولای شي د یوې ښځې د غوښتنې په صورت کې که چېرې غوښتنه یې په شرایطو برابره وي د هغو د اړیکې د پای اعلان وکړي. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]
د نورو ادیانو له پیروانو سره واده
[سمول]د اسلام مبارک دین د مسلمانانو او اهل کتابو (یهودانو، عیسویانو او صائبینو) ترمنځ واده په رسمیت پېژني. د اسلامي شریعت پر بنسټ یو مسلمان نارینه کولای شي له یوې عیسوي یا یهودي ښځې سره واده وکړي، مګر په دې حکم کې هغه ښځې نه دي شاملې چې نورو غیرمذهبي ټولنو ته اړوندېږي. ورته مهال مسلمانې ښځې اجازه نه لري چې له مسلمان پرته له بل چا سره واده وکړي. سربېره پر دې اسلام په جدي توګه له مشرکینو سره د مسلمانانو واده منع کړی دی. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ Rassool, G. Hussein (2015). Islamic Counselling: An Introduction to theory and practice (in انګليسي). Routledge. ISBN 978-1-317-44125-0. بياځلي په 26 May 2020.
- ↑ Ali, Kecia (2016). Sexual Ethics and Islam: Feminist Reflections on Qur'an, Hadith, and Jurisprudence (in انګليسي). Simon and Schuster. ISBN 978-1-78074-853-5. بياځلي په 26 May 2020.
- ↑ Mallat, Chibli; Connors, Jane Frances (1990). Islamic Family Law (in انګليسي). Brill. pp. 55, 58, 60, 62, 63, 64. ISBN 978-1-85333-301-9. بياځلي په 26 May 2020.
- ↑ Cohn-Sherbok, Dan; Chryssides, George D.; El-Alami, Dawoud (2013). Love, Sex and Marriage: Insights from Judaism, Christianity and Islam (in انګليسي). Hymns Ancient and Modern Ltd. pp. XX, 88, 182, 196. ISBN 978-0-334-04405-5.
- ↑ Khan, Muhammad Aftab (2006). Sex & Sexuality in Islam (in انګليسي). Nashriyat. p. 296. ISBN 978-969-8983-04-8. بياځلي په 26 May 2020.
- ↑ Warren, Christie S. (2010). Islamic Criminal Law: Oxford Bibliographies Online Research Guide (in انګليسي). Oxford University Press, USA. pp. 10, 11, 12. ISBN 978-0-19-980604-1. بياځلي په 26 May 2020.
- ↑ Zia, Afiya Shehrbano (1994). Sex Crime in the Islamic Context: Rape, Class and Gender in Pakistan (in انګليسي). ASR. pp. 7, 9, 32. ISBN 978-969-8217-23-5. بياځلي په 26 May 2020.
- ↑ Bagheri, Alireza; Al-ali, Khalid Abdulla (30 August 2017). Islamic Bioethics: Current Issues And Challenges (in انګليسي). World Scientific. p. 239. ISBN 978-1-78326-751-4. بياځلي په 26 September 2023.
- ↑ Halstead, Mark; Reiss, Michael (2 September 2003). Values in Sex Education: From Principles to Practice (in انګليسي). Routledge. p. 284. ISBN 978-1-134-57200-7. بياځلي په 26 September 2023.
- ↑ Curtis, Edward E. (18 May 2009). The Columbia Sourcebook of Muslims in the United States (in انګليسي). Columbia University Press. p. 226. ISBN 978-0-231-13957-1. بياځلي په 26 September 2023.
- ↑ Shah, Saeeda (2015). Education, Leadership and Islam: Theories, discourses and practices from an Islamic perspective (in انګليسي). Routledge. p. 96. ISBN 978-1-135-05254-6. بياځلي په 26 May 2020.
- ↑ Abd al-Ati, Hammudah. The family structure in Islam. Baltimore, MD: American Trust Publications, 1977.
- ↑ Murray, Stephen O. (1997). Islamic Homosexualities: Culture, History, and Literature. NYU Press. ISBN 9780814774687.
- ↑ Sardar, Ziauddin (2011). Reading the Qur'an: The Contemporary Relevance of the Sacred Text of Islam (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-991149-3.
- ↑ Ṣallābī, ʻAlī Muḥammad Muḥammad (2005). The Noble Life of the Prophet (in انګليسي). Riyadh, Saudu Arabia: Darussalam. pp. 309, 310. ISBN 978-9960-9678-7-5.
- ↑ "Hadith 20 :: Modesty is from Faith". 40hadithnawawi.com. خوندي شوی له the original on 10 August 2015. بياځلي په 27 July 2015.
- ↑ Ahmed, Akbar S. (2013). Postmodernism and Islam: Predicament and Promise (in انګليسي). Routledge. p. 89. ISBN 978-1-134-92417-2. بياځلي په 12 June 2020.
- ↑ Khan, Muhammad Aftab (2006). Sex & Sexuality in Islam (in انګليسي). Nashriyat. pp. 312, 320, 414. ISBN 978-969-8983-04-8. بياځلي په 12 June 2020.
- ↑ "Marital privacy in Islam". خوندي شوی له اصلي څخه په 8 December 2015. بياځلي په 1 December 2015.
- ↑ Bukhari, Book 3, Number 0649.
- ↑ Myrne, Pernilla (2018). "Women and Men in al-Suyūṭī's Guides to Sex and Marriage". Mamlūk Studies Review. XXI. The Middle East Documentation Center (MEDOC) at the University of Chicago: 47–67. doi:10.25846/26hn-gp87. ISSN 1947-2404.
- ↑ Alwan, Abdullah Nasih; Ghali, Mahmoud; Ghani, Kamal Abdul; Elkhatib, Shafiq; Shaban, Ali Ahmad; Al-Gindi, Ash-Shahhat; Zeid, Khalifa Ezzat; Cook, Selma (2004). Child Education in Islam (in انګليسي) (2nd ed.). Cairo: Dar-Us Salam. pp. 186–214. ISBN 977-342-000-0. بياځلي په 19 December 2020.
- ↑ "Circumcision of boys". Religion & ethics – Islam. BBC. 24 March 2006. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 March 2008. بياځلي په 29 July 2008.
- ↑ "Male circumcision – the Islamic View". www.convertingtoislam.com. خوندي شوی له the original on 17 December 2015. بياځلي په 4 February 2013.
- ↑ "Is Circumcision obligatory after conversion?". Islamicinvitationcentre.com. خوندي شوی له the original on 27 December 2010. بياځلي په 20 May 2012.
- ↑ "Religions – Islam: Circumcision of boys". BBC. 13 August 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 June 2012. بياځلي په 26 February 2012.
- ↑ Al-Halabi, Ali Ibn-Burhan-al-Din. Alsirah al-halabiyyah. Vol.1 Beirut: Al-maktabah al-islamiyyah. (n.d.): 54-5.
- ↑ Meri, Josef W. (2006). Medieval Islamic Civilization: An Encyclopedia (in انګليسي). Psychology Press. p. 150url=https://books.google.com/books?id=H-k9oc9xsuAC&q=puberty+islam&pg=PA150. ISBN 978-0-415-96690-0.
- ↑ Elementary Education and Motivation in Islam (in انګليسي). Cambria Press. 2010. pp. 21, 25. ISBN 978-1-62196-932-7. بياځلي په 24 May 2020.
- ↑ Elementary Education and Motivation in Islam (in انګليسي). Cambria Press. 2010. pp. 21, 25. ISBN 978-1-62196-932-7. بياځلي په 24 May 2020.
- ↑ Hughes, Thomas Patrick (1885). A Dictionary of Islam: Being a Cyclopædia of the Doctrines, Rites, Ceremonies, and Customs, Together with the Technical and Theological Terms, of the Muhammadan Religion (in انګليسي). W.H. Allen. p. 476. بياځلي په 24 May 2020.
- ↑ Torab, Azam (2007). Performing Islam: Gender and Ritual in Islam (in انګليسي). BRILL. p. 109. ISBN 978-90-04-15295-3. بياځلي په 24 May 2020.
- ↑ Masud, Islamic Legal Interpretation, Muftis and Their Fatwas, Harvard University Press, 1996.
- ↑ Joseph, Suad (2007). Encyclopedia of Women and Islamic Cultures. Brill. p. 531.
- ↑ کينډۍ:Cite quran
- ↑ Baugh, Carolyn. "Oxford Islamic Studies Online". Oxford University Press. خوندي شوی له the original on 8 September 2015.
- ↑ Joseph, Suad (2007). Encyclopedia of Women and Islamic Cultures. Brill. p. 531.
- ↑ Wheeler, Brannon. "Encyclopedia of Islam and the Muslim World". Macmillan Reference USA. بياځلي په 3 May 2013.
- ↑ Smith-Hefner, Nancy J. (2019). Islamizing Intimacies: Youth, Sexuality, and Gender in Contemporary Indonesia (in انګليسي). University of Hawaii Press. p. 128. ISBN 978-0-8248-7811-5. بياځلي په 26 December 2020.
- ↑ "Women in polygamous marriages suffering psychological torture – Arab News". خوندي شوی له the original on 2011-03-11. بياځلي په 2011-03-12.
- ↑ "Importance of Marriage in Islam". al-islam.org. 22 October 2012. بياځلي په 10 June 2015.
- ↑ Simon, Rita James; Brooks, Alison (2009). Gay and Lesbian Communities the World Over (in انګليسي). Rowman & Littlefield. p. 46. ISBN 978-0-7391-4364-3. بياځلي په 26 May 2020.
- ↑ "Getting Married". خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-10-04. بياځلي په 2018-10-04.
- ↑ Berg, H. "Method and theory in the study of Islamic origins". Archived 2016-05-09 at the Wayback Machine. Brill 2003 ISBN 9004126023, 9789004126022. Accessed at Google Books 15 March 2014.
- ↑ Hughes, T. "A Dictionary of Islam." Archived 2016-04-23 at the Wayback Machine. Asian Educational Services 1 December 1995. Accessed 15 April 2014.
- ↑ Pohl, F. "Muslim world: modern Muslim societies". Archived 2016-06-24 at the Wayback Machine. Marshall Cavendish, 2010. ISBN 0761479279, 1780761479277. pp. 47–53.
- ↑ İlkkaracan, Pınar (2008). Deconstructing sexuality in the Middle East: challenges and discourses. Ashgate Publishing, Ltd. p. 36. ISBN 978-0-7546-7235-7. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 October 2015.
- ↑ "Misyar now a widespread reality". Arab News. 12 October 2014. خوندي شوی له the original on 2017-02-18.
In a misyar marriage the woman waives some of the rights she would enjoy in a normal marriage. Most misyar brides don't change their residences but pursue marriage on a visitation basis.
- ↑ Elhadj, Elie (2006). The Islamic Shield: Arab Resistance to Democratic and Religious Reforms. Universal Publishers. p. 51. ISBN 978-1599424118.
- ↑ "Misyar Marriage". Al-Raida (92–99). Beirut University College, Institute for Women's Studies in the Arab World: 58. 2001.
- ↑ "Ahl al-Kitab". The Oxford Dictionary of Islam. (2014). Ed. John L. Esposito. Oxford: Oxford University Press. DOI:10.1093/acref/9780195125580.001.0001. ISBN 9780195125580.
- ↑ Leeman, A. B. (2009). "Interfaith Marriage in Islam: An Examination of the Legal Theory Behind the Traditional and Reformist Positions" (PDF). Indiana Law Journal. 84 (2). Bloomington, Indiana: Indiana University Maurer School of Law: 743–772. ISSN 0019-6665. S2CID 52224503. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 23 November 2018. بياځلي په 25 August 2021.
- ↑ Kassam, Zayn. "Encyclopedia of Islam and the Muslim World". Macmillan Reference USA. بياځلي په 3 May 2013.
- ↑ Leeman 2009، م. 755.