د نړۍ صنعتي کارکوونکي
د نړۍ صنعتي کارکوونکي | |
---|---|
وي ئینگلیزی: Industrial Workers of the World | |
بنسټ ايښودنه | ۲۷يو جون ۱۹۰۵ |
سيمه ييز نوم | Wobblies |
لنډنوم | IWW |
Notable work | Industrial Workers of the World Records |
Founded by | William Dudley Haywood |
House publication | Industrial Worker |
غړی د | International Confederation of Labor |
مرکزي دفتر محل | شیکاګو |
رسمي وېبځی | https://www.iww.org/ |
Official shop URL | https://store.iww.org/ |
د نړۍ صنعتي کارکوونکي (IWW) چې غړي يې معمولاً د «ووبلېس» (Wobblies) په نوم یاديږي، د کاریګرانو یوه نړیواله ټولنه ده چې په ۱۹۰۵ کال کې په شیکاګو کې رامنځته شوه. د ووبلېس مستعار نوم سرچینه لا روښانه نه ده. د IWW اېډیالوژي عمومي ټولنپالنه له صنعتي ټولنپالنې سره ترکیبوي، ځکه دا ټولنه يوه عمومي ټولنه ده چې د بېلابېلو هغو صنایعو تر منځ وېشل کېږي چې غړي یې ګماري. د IWW فلسفې او تخنیکونه د «صنعتي انقلابي ټولنپالنې» په توګه د کاريګرۍ له نورو سوسیالیستي، سنډيکالیستي او انارشیستي غورځنګونو سره غوټه تشرېح شوي.[۱][۲]
په ۱۹۱۰مه لسیزه او د ۱۹۲۰مې لسیزې په لومړیو کې IWW خپلې ډېرې لنډمهالې موخې په ځانګړي ډول د امریکا په لویديځ کې ترلاسه کړې او صنفي دودیزې کرښې او ټولنې يې په بېلابېلو صنایعو او کسبونو کې د کاریګرانو د تنظیم لپاره راکمې کړې. د ۱۹۱۷ کال په اګست کې يې په خپله اعظمي کچه کې د IWW د غړو شمېر له ۱۵۰۰۰۰ څخه زیات کسان اټکل شو چې په متحده ایالاتو، بریتانیا، کاناډا او استرالیا کې يې فعالې څانګې لرلې. پهدې دوران کې د IWW د غړو د بدلولو رابدلولو ډېر لوړ نرخ (د اټکل له مخې په لسیزه کې ۱۳۳ سلنه) د دې لامل شو چې تاريخلیکونکي وکولی شي په غوڅ ډول د IWW د غړو شمېره اعلان کړي، ځکه کاریګرانو تمایل درلود چې د نسبتاً لنډو دورو لپاره ګڼ شمېر له IWW سره یوځای شي (د مثال په ډول د کاريګرۍ د اعتصابونو په بهیر او د عمومي اقتصادي اندېښنې په دورو کې).[۳][۴]
د ۱۹۱۰ لسیزې په وروستیو او شلمه لسیزه کې غړیتوب په شدید ډول راکم شو. د کاریګرانو له نورو ډلو په ځانګړي ډول د امريکا د کار له فېدراسیون (AFL) سره ښکېلتیاوې موجودې وې، چې IWW یې له حده زیاته سخت دريځه ټولنه بلله، حال دا چې IWW بیا AFL له حده زیات محافظه کار باله او د کاریګرانو د کسب پر اساس د هغوی د کاریګرانو د وېش له پرېکړې سره مخالفه وه. د لومړنۍ سرې وېرې (په متحده ایالاتو کې د شلمې پېړۍ په بهیر کې د چپ سیاسي لوري څخه د وېرې دوره، ژباړن) په بهیر کې تر لومړۍ نړوالې جګړې وروسته غړیتوب د دولت له خوا د سخت دريځو، انارشېستو او سوسیالیستو ډلو د ځپنې له امله هم کم شو. IWW د ۱۹۱۸ کال د سېپټمبر په ۲۴مه د شورا له یو فرمان سره په کاناډا کې ناقانونه اعلان شوه.[۵][۶]
د IWW د نفوذ او غړیتوب په راکمولو کې تر ټولو پرېکنده فکتور په ۱۹۲۴ کال کې په سازمان کې بېلتون/څانګه اچونه وه، چې IWW کله هم ورڅخه خلاصون ونه موند.[۷][۸]
IWW د یوې لویې ټولنې مفهوم دودوي او ادعا کوي چې ټول کاريګران باید د یوې ټولنیزې طبقې په توګه سره متحد شي تر څو شتمنتوب او مزدوري د صنعتي ديموکراسۍ ځایناستې کړي. دا د کار ځای ديموکراسۍ د ووبلي شاپ (Wobbly Shop) موډل چې په هغه کې کاريګران خپل مدیران ټاکي د خلکو د دیموکراسۍ د ګڼو نورو پلي شویو بڼو لپاره (د ځان مدیریت) پېژندل شوې. IWW خپل غړي دې ته نه مجبوروي چې په یو استازي کارځای کې کار وکړي او نه هم دوی دې ته اړکوي چې د کاريګرانو په نورو ټولنو کې له غړیتوب څخه ډهډه وکړي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]
تاریخچه
[سمول]۱۹۰۵ – ۱۹۵۰
[سمول]بنسټ اېښودنه
[سمول]د IWW د برنامې جوړولو لپاره لومړنۍ غونډه په ۱۹۰۴ کال کې په شیکاګو کې جوړه شوه. ګډونکوونکي غړې يې د امریکا د کاریګرانو له اتحادیې څخه کلارنس اسمیت او ټوماس جي. هاګريټي، د متحدو وروڼو رېل پټلۍ د کاریګرانو څخه جورج استس او ډبلیو اېل هال، د متحده ایالاتو څانګې د انجنیرانو د نښلونې له ټولنې څخه اېزاک کوان او د بیر جوړولو له متحدو کايګرانو څخه وېلیم اي. تراټمن وو د امريکا د رېل پټلۍ له پخوانۍ ټولنې څخه ایوجین ډېبس او د فلزو له متحدو کاریګرانو څخه چارلس او. شرمن هم پهکې ښکېل وو خوپه غونډه کې يې ګډون نه شوی کولی.[۱۳]
IWW د ۱۹۰۵ کال په جون کې په رسمي ډول د شیکاګو په اېلينوي کې رامنځته شوه. د ۲۰۰ سوسیالیستو، انارشېستو، مارکسیستو (تر ډېره د امریکا د سوسیالیست او کاریګر ګوند غړي) او په ټوله متحده ایالاتو کې د سختدريځو کاریګري ټولنو (اساساً د کانکارانو لویدیځ فېدراسیون) په حضور یو کنوانسیون جوړ شو، چې په شدید ډول يې د امریکا د کار فېدراسیون (AFL) له سیاستونو سره مخالفت وکړ. IWW د AFL له دې پالیسۍ سره مخالف و چې د شتمنتوب/کپيټالیزم یې مانه او غیر ماهر کاریګران یې د صنایعو په ټولنو کې نه منل.[۱۴]
دا کنوانسیون د ۱۹۰۵ کال د جون په ۱۷مه جوړ شو او د «صنعتي کنګرې» یا د صنعتي ټولنې د کنوانسیون په نوم یادېده. دا کنوانسیون وروسته د IWW د لومړي کنواسیون په نوم ونومول شو. وروسته د صنعتي ټولنپالنې په تاریخ کې یوه مهمه پېښه وبلل شوه.[۱۵]
د IWW بنسټ اېښودونکي وېلیم ډي («لوی بېل»)، هېووډ، جېمز کانولي، ډنیل ډي لئون، یوجین وي. ډبز، ټوماس هاګړتي، لوسي پارسونز، ماري هريس «مور» جونز، فرانک بون، وېلیم ټراټمن، وېنسنټ سېنټ جان، رالف چاپلین او ګڼ نور وو.
د IWW موخه د استخدام کوونکو طبقو د ځپنې لپاره په انقلابي مبارزو کې د کاریګران د همغږي دودول وو. شعار يې دا و چې «زموږ څخه یو کس ته زیان رسول موږ ټولو ته زیان رسول دي.» هغوی دې ته د نايټ اف لوبر/ کاري نجبا (د امریکا د کاریګرانو فېدراسیون، ژباړن) د باور په نظر کتل، نايټ په ۱۸۸۰ لسیزه کې ویلي وو «یو کس ته زیان رسول د ټولو اندېښنه ده.» IWW په ځانګړي ډول د ډېری ټولنو، سوسیالیستانو، انارشیستانو، مارکیسیستانو ترمنځ په دې باور رامنځته شو چې AFL نه یوازې د متحده ایالاتو د کاريګرې طبقې په اغیزمن تنظیم کې پاتې راغلی بلکې د لاسي صنایعو د محدودو اوصولو پر بنسټ د کاریګرانو په ټولنو کې د اتحاد پر ځای د بېلوالي لامل شوی. ووبلېس باوري و چې ټول کاريګران باید د یوې طبقې په توګه طبقهبندي شي، یوه فلسفه چې لا تر اوسه هم د IWW د فعلي اساسي قانون په فلسفه کې منعکسه شوې ده:
کاریګره طبقه او د کاریګرانو ټولګي هېڅ مشترکه وجه نه لري. تر هغه چې د میلیونو کاریګرو تر منځ لوږه او تنده شته وي، ارامي نهشی راتلی او د کاریګرانو د ټولګي محدود شمېر کسان د ښه ژوند لپاره ټولې اسانتیاوې لري.
د دغې دواړو طبقو تر منځ مبارزه باید تر هغه دوام ولري چې د نړۍ کاریګران د یوې طبقې په توګه تنظیم شي، د تولید وسایلو ته لاسرسی ولري، د مزدورۍ سیستم لغوه او له ځمکې سره په همغاړتوب کې ژوند وکړي.
موږ دا ومونده چې پر لږو او تر لږ هم لږو لاسونو باندې د صنایعو د مدیریت تمرکز د دې لامل کېږي چې د کاریګرانو ټولنې ونهشي کولی چې د ګاریګرو د ټولګیو د ورځ تر بلې زیاتېدونکي ځواک له عهدې ووځي. کاریګري ټولنې داسې وضعیت رامنځته کوي چې د کریګرانو یوې ټولګې ته اجازه ورکوي چې د کاریګرانو د نورو ټولګو پر وړاندې په همهغه صنعت کې ودرېږي او په پایله کې د مزدورۍ په جګړو کې د یو بل له ماتې سره مرسته کوي. پردې سربېره د کاريګرانو ټولنې له کارګمارونکو طبقو سره مرسته کوي تر څو کاریګران له دې باور څخه لرې کړي چې کاریګره طبقه له خپلو کارګمارونکو سره ګډې ګټې لري.
دا شرایط بدلولی شو او یوازې د داسې جوړ شوي سازمان له لارې د کاریګرې طبقې له ګتو څخه ملاتړ کولی شو چې ټول غړي يې په یو صنعت یا د اړتیا په صورت کې په ټولو صنایعو کې شته وي چې هر کله په هره برخه کې اعتصاب یا رخصتي پېښېږي له کار څخه لاس واخلي او په پایله کې یو کس ته زیان رسول ټولو ته زیان رسول وي.[۱۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ "What is the Origin of the Term Wobbly?". Industrial Workers of the World. نه اخيستل شوی October 14, 2018.
- ↑ Caro-Morente, Jaime. "The political culture of the IWW in its first 20 years". Industrial Worker. Vol. 114, no. 1780/3 (Summer 2017 ed.). نه اخيستل شوی October 14, 2018.
- ↑ Chester, Eric Thomas (2014). The Wobblies in Their Heyday: The Rise and Destruction of the Industrial Workers of the World during the World War I Era. ABC-CLIO. p. xii. ISBN 9781440833021. نه اخيستل شوی October 14, 2018.
- ↑ Brissenden, Paul Frederick (1920). The I.W.W.: A Study of American Syndicalism. Vol. 83 (2nd ed.). Columbia University.
- ↑ Item: 1918-2384
- ↑ Saros, Daniel E. (2009). Labor, Industry, and Regulation During the Progressive Era. Routledge. ISBN 9781135842338. نه اخيستل شوی October 14, 2018.
- ↑ Saros, Daniel E. (2009). Labor, Industry, and Regulation During the Progressive Era. Routledge. ISBN 9781135842338. نه اخيستل شوی October 14, 2018.
- ↑ Renshaw, Patrick (1967). The Wobblies: The Story of the IWW and Syndicalism in the United States. Chicago: Ivan R. Dee. p. 286. ISBN 9781566632737. نه اخيستل شوی October 14, 2018.
- ↑ "(2) I am a member of another union; can I still I join the IWW?". Industrial Workers of the World. نه اخيستل شوی October 14, 2018.
- ↑ Parker, Martin; Fournier, Valérie; Reedy, Patrick (August 2007). The Dictionary of Alternatives: Utopianism and Organization. Zed Books. p. 131. ISBN 978-1-84277-333-8. نه اخيستل شوی October 14, 2018.
- ↑ "(1) I am a student, a retired worker, and/or I am unemployed; can I still be an IWW member?". Industrial Workers of the World. نه اخيستل شوی October 14, 2018.
- ↑ "Preamble to the IWW Constitution". Industrial Workers of the World. نه اخيستل شوی October 14, 2018.
- ↑ Thompson, Fred (1955). The I. W. W., its first fifty years, 1905-1955;the history of an effort to organize the working class. Chicago: Industrial Workers of the World. p. 6.
- ↑ "Industrial Workers of the World - Labour Organization". Encyclopaedia Britannica.
- ↑ Brissenden, Paul Frederick (1920). The I.W.W.: A Study of American Syndicalism. Vol. 83 (2nd ed.). Columbia University.
- ↑ "Preamble to the IWW Constitution". Industrial Workers of the World. نه اخيستل شوی October 14, 2018.