Jump to content

د مصر ۱۹۵۲ کال انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۵۲ کال مصری انقلاب (په عربي ژبه: : ثورة ۲۳ يوليو ۱۹۵۲)، چې د ۱۹۵۲ کال د کودتا (په عربي ژبه: انقلاب ۱۹۵۲) او د جولای د ۲۳مې نېټې د انقلاب په نوم هم یادیږي، په مصر کې د ژورو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو یوه دوره وه. انقلاب د ۱۹۵۲ کال د جولای په ۲۳مه د ازادو افسرانو د غورځنګ له‌خوا د یوې کودتا په ترڅ کې د ملک فاروق له واکه لرې کولو سره پیل شو. د پوځ د افسرانو د ډلې مشري محمد نجیب او جمال عبدالناصر کوله. دغې انقلاب په عربي نړۍ کې د انقلابي سیاستونو یوه څپه هواره کړه او د سړې جګړې په بهیر کې یې د درېیمې نړۍ د یوالي له پراختیا او د استعمار لرې کولو له شدت سره مرسته وکړه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

که څه هم دا غورځنګ په لومړیو کې د پاچا فاروق پر وړاندې په شکایتونو متمرکز و، خو پراخي سیاسي جاه طلبۍ یې لرلې. د انقلاب په درېیو لومړیو کلونو کې ازادو افسرانو د مشروطه سلطنت او مصر او سوډان د اشرافیت د لغوه کولو، جمهوریت جوړولو او د سوډان د خپلواکۍ  (چې مخکې د مصر او انګلستان له‌خوا په مشرک ډول اداره کېده) د خوندي کولو لپاره حرکت وکړ. انقلابي دولت په شدید ډول یو ملي پال او د امپریالیستۍ ضد اجنډا غوره کړه، چې په عمده توګه د عربي ملت‌پالنې او نړیوال ناپيلتوب له لارې څرګند شو. [۷]

انقلاب د لویدیځو امپریالیزمونو په ځانګړي ډول د فرانسې او انګلستان چې له ۱۸۸۲ کال څخه يې مصر اشغال کړی و له سم‌لاسي ګواښونو سره مخامخ شو؛ ځکه دغه دواړه هېوادونه په ټوله افریقا او عربي نړۍ کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د ملتپاله احساساتو له زیاتېدو څخه اندېښمن وو. له اسرائیلو سره د روانې جګړې حالت هم یوه جدي ننګونه وه، ځکه ازادو افسرانو له فلسطینیانو څخه د مصر پیاوړی ملاتړ زیات کړ. دغه دواړه موضوع ګانې د انقلاب په پنځم کال کله چې مصر په ۱۹۵۶ کال کې د سویس په کړکېچ کې د بریتانیا، فرانسې او اسرائیلو له یرغل (چې په مصر کې د درې اړخیز یرغل په نوم پېژندل کېږي) سره مخ شو په یوه مرکز سره راټولې شوې. جګړه له سترو پوځي زیانونو سره سره د مصر لپاره یوه سیاسي بریا بلل کېده، په ځانګړې توګه هغه مهال چې په ۱۸۷۵ کال کې يې د سویس کانال د لومړي ځل لپاره په بې‌سیاله ډول د مصر په ولکه کې کړ او هغه څه یې پاک کړل چې د ملي سپکاوي نښه بلل کېده. دې چارې په ګڼو نورو عربي هېوادونو کې د انقلاب غوښتنه پیاوړې کړه.  [۸]

د کرنیزو محصولاتو د غونډپلورنې سمول/اصلاحات او د صنعتي کولو سترې برنامې د انقلاب په لومړۍ نیمه لسیزه کې پیل شوې چې د بېخبناوو او ښار میشتۍ د بې سارې دورې لامل شوې. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې عربي ملت‌پالنه په یوه غالبه موضوع بدله شوې وه، چې مصر يې په یو پلان شوي متمرکز اقتصاد بدل کړ. د لویدیځ په ملاتړ د انقلاب ضد رسمي ډار، داخلي مذهبي افراط‌پالنې، د کمونیستانو احتمالي نفوذ او د اسرائیل له دولت سره نښته ټول د یو څو ګوندي سیستم د منع کولو او سیاسي مخالفانو لپاره د شدیدو او اوږدمهاله محدودیتونو د لاملونو په توګه یاد شوي. دا محدویتونه له ۱۹۷۰ کال څخه وروسته د انور سادات د ولسمشرۍ تر مهاله په سیاسي فعالیتونو کې پاتې شول چې په ترڅ کې يې ډېری انقلابي سیاستونو راکم یا هم معکوس شول. [۹][۱۰][۱۱]

د انقلاب لومړنیو بریاوو د الجزایر په څېر نورو هېوادونو کې بېلابېل ملت پال غورځنګونه وهڅول چې هلته د اروپايي سترواکیو پر وړاندې د امپریالیستۍ ضد او استعماري ضد بلواوې موجودې وې. همدارنګه په مینا/ MENAسیمه کې د لویديځ پلوه دولتونو او پاچاهيو نسکورولو ته الهام بښونکی و. د دغه انقلاب د یاد ورځ هر کال د جولای په ۲۳مه نمانځل کېږي. [۱۲][۱۳]

مخینه او لاملونه

[سمول]

د محمد علي کرړه/ کورنۍ

[سمول]

د مصر تاریخ د ۱۹مې پېړۍ په بهیر او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د محمد علي کورنۍ د بېلابېلو پرلپسې غړو د واکمنیو او د مصر په چارو کې د سترو قدرتونو په ځانګړې توګه انګلستان له ورو ورو او زیاتېدونکي نفوذ سره تعریف شوی. مصر له ۱۸۰۵ کال څخه د محمد علي پاچا په مشرۍ چې د خپل نومي ارباب عثماني سلطان پر ضد یې ځان خدیو (په عثماني سترواکۍ کې د رهبرانو لقب) اعلان کړ د مدرن کولو یوه چټکه دوره تېره کړه. محمد علي د څو لسیزو په بهیر کې مصر له یو له پامه غورځول شوي عثماني ولایت څخه په عملي ډول په یو خپلواک هېواد بدل کړ چې په لنډمهالي ډول يې پر ختیځه مدیترانه او مشرق د تسلط موندلو لپاره خپله له عثماني سترواکۍ سره سیالي کوله. که څه هم د محمد علي تر مړینې وروسته د مصر برخه‌لیک ټکنی شو، ځکه د هغه ځای ناستيو لومړي عباس او سعید د هغه سمونې ودرولې او د هغه اقتصادي او پوځي ځواک يې برباد کړ. [۱۴][۱۵]

دغه پريوتنه/انحطاط د پرتمین اسماعیل د واکمنۍ پر مهال چې په سوډان او د افریقا په ختيځ کې يې د پوځي پراختيا لښکرلېږدونه او د نوي کولو پراخې برنامې ترسره کړې معکوسه شوه. اسماعيل د مصري کروندګرو او متوسطې طبقې د رايې د ورکولو حق چې د مصري ټولنې د شتمنو او اشرافو له‌خوا څنډې ته کړای شوی و ګړندی کړ. اسماعيل همدارنګه د مصر لومړی پارلمان رامنځته کړ. د هغه له ځواکمن ملاتړ سره دې چارې د مصر د دولت موقف او په پوځ کې دننه د مصري ملت پالنې له ودې سره مرسته وکړه.   [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

لا د اسماعیل سترې پالیسۍ ډېرې قیمته وې او په پای کې مالي فشار هغه دې ته اړ کړ چې د سویس د نړیوال سمندري کانال په شرکت کې د مصر اسهام وپلوري دا هغه شرکت و چې د ۹۹ کلونو لپاره د سویس کانال د مدیریت د اجارې څښتن و. له جوړېدلو څخه څو کلونه وروسته د سویس د کانال خرڅول چې د شاوخوا ۸۰۰۰۰ مصریانو د ځان په بیه جوړ شوی و یو ملي سپکاوی بلل کېده، دا په ځانګړې توګه د مصر په چارو کې د پېرودونکې بریتانیا د لاسوهنې لپاره یو اساس و. لږ وروسته انګلستان له نورو سترو قدرتونو سره اسماعيل د خپل زوی توفیق پاچا په ګټه له واک څخه لرې کړ.

توفیق ته د خارجي قدرتونو د لاس پوڅي په سترګه کتل کېدل چې پلار يې له واک څخه لرې کړی و، دا هغه درک و چې د هغه د ظالمانه پالیسیو له امله لا لوړ شو. د توفیق له واکمنۍ څخه نارضایتي په ۱۸۸۱ کال کې د ملي پاله افسرانو او د احمد اورابي په قومانده کې سرتېرو په مشرۍ د اورابي پاڅون د بلېدلو لامل شو. اورابي له بزګرې کورنۍ څخه و چې د پوځ په لیکو کې يې ارتقاع د هغه د متواضع مخینې سره سره د اسماعيل له اصلاحاتو سره ممکنه شوه، هغه اصلاحات چې د هغه له نظره د توفیق له برید سره مخ شول. په مصر کې د انقلابي بې‌ثباتۍ لیدلوری او د سویس کانال ته متوجه احتمالي خطر بریتانیا دې ته اړ کړه چې د توفیق په ملاتړ پوځي لاسوهنه وکړي.  

سرچينې

[سمول]
  1. Stenner, David (2019). Globalizing Morocco. Stanford University Press. doi:10.1515/9781503609006. ISBN 978-1-5036-0900-6. S2CID 239343404.
  2. "Military seizes power in Egypt". 1952.
  3. "The revolution and the Republic".
  4. T. R. L (1954). "Egypt since the Coup d'Etat of 1952". The World Today. 10 (4): 140–149. JSTOR 40392721.
  5. Matthew, Holland (1996). America and Egypt: From Roosevelt to Eisenhower. United States: Praeger. p. 27. ISBN 0-275-95474-9.
  6. Gordon 1992.
  7. Lahav, Pnina (July 2015). "The Suez Crisis of 1956 and its Aftermath: A Comparative Study of Constitutions, Use of Force, Diplomacy and International Relations". Boston University Law Review. 95 (4): 15–50.
  8. Chin, John J.; Wright, Joseph; Carter, David B. (13 December 2022). Historical Dictionary of Modern Coups D'état (in انګليسي). Rowman & Littlefield. p. 790. ISBN 978-1-5381-2068-2.
  9. Rezk, Dina (2017). The Arab world and Western intelligence: analysing the Middle East, 1956-1981. Intelligence, surveillance and secret warfare. Edinburgh: Edinburgh University Press. ISBN 978-0-7486-9891-2.
  10. Hanna, Sami A.; Gardner, George H. (1969). Arab Socialism. [al-Ishtirakīyah Al-ʻArabīyah]: A Documentary Survey (in انګليسي). University of Utah Press. ISBN 978-0-87480-056-2.
  11. Abd El-Nasser, Gamal (1954). The Philosophy of the Revolution. Cairo: Dar Al-Maaref.
  12. Stenner, David (2019). Globalizing Morocco. Stanford University Press. doi:10.1515/9781503609006. ISBN 978-1-5036-0900-6. S2CID 239343404.
  13. Babar, Sadia (2022-07-23). "Egypt celebrates 70th anniversary of Revolution Day". The Diplomatic Insight (in American English). بياځلي په 2023-08-27.
  14. "Egypt - Muhammad Ali, 1805-48". countrystudies.us. بياځلي په 2023-11-01.
  15. "Egypt - Social Change in the Nineteenth Century". countrystudies.us. بياځلي په 2023-11-01.
  16. Hunter, Frederick R. (1999). "The Dismantling of Khedivial Absolutism". Egypt under the Khedives, 1805 - 1879: from household government to modern bureaucracy (1. publ ed.). Cairo: American University in Cairo Press. pp. 179–226. ISBN 978-977-424-544-2.
  17. Vatikiotis, Panayiotis J. (1992). "Modern education and the first Egyptian intellectuals". The history of modern Egypt: from Muhammad Ali to Mubarak (4th ed., 2. printing ed.). Baltimore: Johns Hopkins University Press. pp. 90–123. ISBN 978-0-8018-4215-3.
  18. Ryzova, Lucie (2014-01-30). The Age of the Efendiyya. Oxford University Press. doi:10.1093/acprof:oso/9780199681778.001.0001. ISBN 978-0-19-968177-8.
  19. "ʿAlī Pasha Mubārak | Egyptian statesman, reformer & educator | Britannica". www.britannica.com (in انګليسي). بياځلي په 2023-11-01.
  20. Shouman, Mariam Ahmad (1999-06-01). "Ali Pasha Mubarak's Philosophy of Education and its Relationship to the Emergence of a Modern Bureaucracy in Egypt". Archived Theses and Dissertations.
  21. Tignor, Robert (July 1980). "The Economic Activities of Foreigners in Egypt, 1920–1950: From Millet to Haute Bourgeoisie". Comparative Studies in Society and History (in انګليسي). 22 (3): 416–449. doi:10.1017/S0010417500009427. ISSN 0010-4175.
  22. Hoyle, Mark S. W. (1986). "The Mixed Courts of Egypt 1875-1885". Arab Law Quarterly. 1 (4): 436–451. doi:10.2307/3381423. ISSN 0268-0556. JSTOR 3381423.
  23. "Viceroy | Monarchy, Colonialism & Representation | Britannica". www.britannica.com (in انګليسي). بياځلي په 2023-11-01.