Jump to content

د مسیحیت تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مسیحیت تاریخ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه

د مسیحیت تاریخ د پیدايښت له لومړۍ پېړۍ څخه تر نن پورې د مسیحیت له دین، مسیحي هېوادونو، پيروانو او د هغوی له بېلابېلو فرقو سره اړوند دی.

[د عیسویانو په اند] مسیحیت له یوه یهودي لارښود «عیسی» څخه سرچینه واخیسته چې د خدای د حتمي پادشاهۍ خبر یې ورکړ او تر میلاد وروسته د ۳۰ تر ۳۳ کلونو په شاوخوا کې د روم په «یوروشلم» کې پر دار وځړول شو. د ده پیروان په دې باور دي چې د انجیلونو له مخې دی د خدای زوی و او د ګناهونو د بښل کېدو لپاره مړ شو، بیا بېرته را ژوندی شو، خدای اسمانونو ته پورته کړ او ډېر ژر به د خدای د پادشاهۍ په پیل کې بېرته را وګرځي.

د عیسی لومړني پیروان اخرالزمان یهودي مسیحیان وو. د لومړنۍ مسیحي کلیسا په پراختیا کې د یهودیانو را ښکلېدو د مسحیت د دورې په لومړیو دوو پېړیو کې د یهودیت او یهودي مسیحیت تر منځ درز را پیدا کړ. په ۳۱۳ کال کې «لومړي قسطنطین» امپراتور د «میلان فرمان» (Edict of Milan) صادر کړ او مسیحي عبادت یې قانوني کړ. په ۳۸۰ کال کې د تسالونیکي فرمان په صادرېدو سره چې «لومړي تیودوسیوس» صادر کړ، روم امپراتورۍ په رسمي ډول تثلیثي مسیحیت د خپل دولتي دین په توګه ومانه او خپل مسیحیت یې د رومي امپراتورۍ په دولتي کلیسا کې د یوه ډېره برخه رومي دین په توګه تثبیت کړ. په مسیحي کلیسا کې د عیسی د انساني او الهي ماهیت په اړه د مسیح‌پېژندنې بحثونو دوې پېړۍ ونیولې او د دغو بحثونو د حل لپاره اووه نړیوالې غونډې وشوې. په ۳۲۵ کال کې په «لومړۍ نیقیه غونډه» کې اریانېزم وغندل شو او د هغو تثلیثي لارښونو پلويتوب یې وکړ چې په نیقیه اعتقادلیک کې تشرېح شوي دي.

د منځنیو پېړیو په لومړیو وختونو کې د مسیحیت د تبلیغ فعالیتونه د لوېديځ لوري ته د جرمني په خلکو کې پراخ شول. د منځنیو پېړیو په اوږدو کې لوېديځ او خیتځ مسیحیت سره جلا شو او پایله یې په ۱۰۵۴ کال کې د ختیځ-لوېديځ مسیحیت درز و. پر رومي کاتولیک کلیسايي جوړښت د پرله‌پسې نیوکو له امله په شپاړسمه پېړۍ کې پروتستاني خوځښت راپورته شو او د لوېديځ مسیحیت وپاشل شو. د رنسانس له دورې را ورسته مسیحیت په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی. دا مهال په ټوله نړۍ کې څه باندې دوه میلیارده مسیحیان موجود دي او له دې امله مسیحیت د نړۍ په تر ټولو ستر دین بدل شوی. په تېره پېړۍ کې په لوېدیځ کې د مسیحیت نفوذ کم شو، خو د نړۍ په ختیځ او سوېل کې یې چټکه وده وکړه چې په دې کې چین، سوېلي کوریا او د افریقا د صحرا سوېلي هېوادونه راځي.[۱][۲]

لومړنی مسیحیت (شاوخوا ۳۱/۳۳-۳۲۴)

[سمول]

لومړنی مسیحیت په عمومي ډول د کلیسا د مؤرخانو له‌خوا د عیسی په پر مهال (شاوخوا ۲۷ تر ۳۰ کلونو) سره پیلېږي او د نیقیه له لومړنۍ غونډې (۳۲۵) سره پای ته رسېږي. معمولاً په دوو دورو وېشل کېږي: د حواریونو دوره (شاوخوا ۳۰ تر ۱۰۰، هغه مهال چې لومړني حواریون یا رسولان لا ژوندي وو) او تر نقیه وړاندې دوره (شاوخوا ۱۰۰-۳۲۵).[۳]

د حواريونو دوره

[سمول]

د حواریونو دوره د رسولانو یا حواریونو او د هغوی د فعالیتونو په نامه نومول شوې ده. دا په مسیحي سنتو کې د عیسی د مستقیمو رسولانو د دورې په توګه ځانګړی اهمیت لري. د حواریونو د دورې لپاره یوه لومړنۍ سرچینه د حواریونو اعمال دي، خو تاریخي دقت یې تر شک لاندې دی، په ځانګړي ډول تر ۱۵ کال وروسته د «پولس» په نامه د یوه رسول پر اعمالو تمرکز کوي او تر میلاد وروسته په ۶۲ کال کې د کورني بند پر مهال د پولس په وینا سره پای ته رسېږي.[۴]

د نوي عصر په انجلیونو کې عقاید، د نفس خبرې او د قیامت علامې دي. لومړنی مسیحیت د مدیترانې د غاړو په اوږدو کې د ارامي‌ژبو خلکو تر منځ او بیا د روم امپراتورۍ په داخلي برخو کې او تر هغه پورته د اشکاني او ساساني امپراتوریو تر منځ پراخ شو؛ له دې ډلې یو بین‌النهرین دی چې په بېلابېلو زمانو کې د دغو امپراتوریو تر واک لاندې پاتې شوی.[۵][۶][۷][۸][۹][۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

تر نیقیه وړاندې دوره

[سمول]

تر نیقیه وړاندې دوره د حواریونو تر دورې را وروسته په ۳۲۵ کال کې د نیقیه تر لومړۍ غونډې پورې وخت رانغاړي. د دغې دورې په پیل کې مسیحي عقاید په ټوله لوېديځه اروپا او مدیترانه، شمالي افریقا او ختيځ کې پراخ شول. د کلیسا څه ناڅه رسمي جوړښت له لومړنیو ټولنو څخه وده وکړه او بېلابېلو مسیحي لارښوونو پرمختګ وکړ. مسیحیت له یهودیت څخه جلا وده وکړه او د یهودیت او یهودي اعمالو په ردولو سره یې خپل هویت تثبیت کړ.

بېلابېل مسیحیتونه

[سمول]

تر نیقیه په وړاندې دوره کې ګڼې مسیحي فرقې او خوځښتونه موجود وو او د یووالي داسې قوي ځانګړنې یې لرلې چې د حواریونو په دوره کې نه وې. دوی د مقدس کتاب بېلابېل تفسیرونه لرل، په ځانګړي ډول د عیسی د الوهیت او د تثلیث د ماهیت په اړه. په دې دوره کې ډېری بدلونونه منظمې ډلبندۍ نه مني، ځکه چې د مسیحیت بېلابېل ډولونه له یو بل سره یوځای شول او په دې دوره کې یې یو غوره مسیحیت رامنځته کړ. تر رسالت یا حواریونو وروسته دوره هم د اعتقاداتو له نظره او هم د اعمالو له نظره متفاوته وه. د مسیحیت د ټولیزو ښاخونو پر یوه پراخ منظر سربېره داسې دایمي بدلونونه موجود وو چې پایله یې هم‌مهاله داخلي شخړې او د عقایدو منل وو.[۱۴][۱۵]

د مقدس کتاب د احکامو پراختیا

[سمول]

د پولس رسالې د لومړۍ پېړۍ په وروستیو کې په راټول شوي ډول کارېدې. د درېیمې پېړۍ په لومړیو کې اوسني نوي دور ته ورته مسیحي لیکنې موجودې وې؛ که څه هم تر دغه مهاله لا د عبرانیانو، یعقوب، لومړي پطرس، لومړي او دویم یوحنا او مکاشفې په اړه اختلاف موجود و. په څلورمه پېړۍ کې په لوېديځ کې د نوي دور د احکامو په اړه د نظر یووالی موجود و، او په پنځمه پېړۍ کې تر څو کمو استثنائاتو پرته شرق د مکاشفې [الهي وحیې] کتاب ومانه او په دې توګه د احکامو د کتاب په اړه همغږي رامنځته شوه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

مسیحیت په پراخېدو سره د هلنیستي نړۍ له لوستو پاړکو څخه ځینې خاص غړي وموندل چې ځینې به راهبان [مسیحي ملان] کېدل. هغوی دوه ډوله اثار چې یو ډول یې د عقایدو اړوند وو او بل ډول یې د دفاع، تولید کړل. دا دویم ډول هغه اثار دي چې موخه یې د هغو استدلالونو د رد لپاره د عقل په مرسته د ایمان دفاع ده چې د مسیحیت د صحت مخالف دي. دغه لیکوالان د کلیسا د پلرونو په توګه پېژندل کېږي او د دوی په اړه څېړنې «پاتریسټیک» نومول کېږي. په دغو لومړنیو پلرونو کې مهم یې «اګناسټیوس انطاکي»، «پولیکارپ»، «جسټن شهید»، «ایرینیوس»، «ترتلیان»، «کلیمینس سکندري» او «اوریجن» دي.

معاصر مسیحیت

[سمول]

د واټیکان دویمه شورا

[سمول]

د ۱۹۶۲ کال د اکتوبر میاشتې په ۱۱مه نېټه «در ویشتم پاپ جان» د واټیکان دویمه شورا جوړه کړه چې د کاتولیک کلیسا د مسیحیت ۲۱مه سراسري شورا کېږي. د دغې شورا څرنګوالی «کشیشي» و، دیني عقیده یې د مقدس کتاب د ریښو پر بنسټ تفسیروله، پر مذهبي اعمالو یې بیاکتنه کوله او په اوسني دور کې یې د کلیسایي زده‌کړو د بیان لپاره لارښوونې وړاندې کولې. دغه شورا تر ډېره د هغو لارښوونو او احکامو په خاطر پېژندل شوې ده چې وايي د رباني عشاء مراسم په دواړو «ځايي او لاتیني» ژبو اجرا کېدای شي.

سرچینې

[سمول]
  1. Adherents.com, Religions by Adherents
  2. BBC documentary: A History of Christianity by Diarmaid MacCulloch, Oxford University
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Bible, Acts 15:36
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Wilken 2013، م. 6–16.
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Bible, Acts 11:26
  11. See: van Houwelingen, P. H. R. (2003). "Fleeing forward: The departure of Christians from Jerusalem to Pella" Westminster Theological Journal. 65; Bourgel, Jonathan, "The Jewish Christians’ Move from Jerusalem as a pragmatic choice", in: Dan JAFFÉ (ed), Studies in Rabbinic Judaism and Early Christianity, (Leyden: Brill, 2010), p. 107-138
  12. Michael Whitby, et al. eds. Christian Persecution, Martyrdom and Orthodoxy (2006) online edition Archived 2011-06-24 at the Wayback Machine.
  13. Wilken 2013، م. 18.
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Philip Carrington, The Early Christian Church (2 vol. 1957) online edition vol 1 Archived 2011-06-24 at the Wayback Machine.; online edition vol 2 Archived 2011-06-24 at the Wayback Machine.
  16. Everett Ferguson, "Factors leading to the Selection and Closure of the New Testament Canon", in The Canon Debate. eds. L. M. McDonald & J. A. Sanders (Hendrickson, 2002) pp. 302–303; cf. Justin Martyr, First Apology 67.3
  17. Both points taken from Mark A. Noll's Turning Points, (Baker Academic, 1997) pp. 36–37
  18. H. J. De Jonge, "The New Testament Canon", in The Biblical Canons. eds. de Jonge & J. M. Auwers (Leuven University Press, 2003) p. 315
  19. F. F. Bruce, The Canon of Scripture (Intervarsity Press, 1988) p. 215
  20. The Cambridge History of the Bible (volume 1) eds. P. R. Ackroyd and C. F. Evans (Cambridge University Press, 1970) p. 305