Jump to content

د مرجان سپینېدل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مرجان سپینېدل هغه پروسه ده چې مرجان د بېلابېلو فشارونو لکه د تودوخې د درجې، رڼا یا د مغذي توکو د بدلون له امله سپین کېږي. سپینېدل هغه وخت پېښېږي چې مرجاني پولیپونه زوګسانتیلا (zooxanthellae) الجي چې د دوی په نسج کې ژوند کوي، خارجوي او د مرجان د سپېدو لامل کېږي. زوګسانتیلا فوتوسنتیتیک دي او د اوبو د تودوخې درجې په لوړېدو سره آکسیجن د تعامل وړ نوعې تولیدوي. دا د مرجان لپاره زهرجن دی، نو مرجان زوګسانتیلا خارجوي. څرنګه چې زوګسانتیلا د مرجاني رنګدانو زیاتره برخه تولیدوي، نو د مرجاني نسج روښانه کېږي او مرجاني اسکلیټ چې د کلسیم کاربونیټ څخه جوړ شوی، ښکاره کوي. زیاتره سپین شوي مرجان روښانه سپین برښي، خو یو شمېر په مرجان کې د پروټینونو له امله کم رنګه نیلي، ژېړ یا ګلابي دي.[۱][۲]

سپین شوي مرجان ژوند ته دوام ورکوي، خو د ناروغۍ او لوږې په وړاندې ډېر زیان منونکي دي. زوګسانتیلا تر ۹۰ سلنې پورې د مرجان انرژي برابروي، لذا کله چې زوګسانتیلا خارجېږي، مرجان د مغذي توکو څخه بې برخې کېږي. یو شمېر مرجان، عادي حالت ته د شرایطو د بېرته راوګرځېدو په صورت، رغېږي او ځینې مرجان کولی شي ځان تغذیه کړي. که څه هم زیاتره مرجان د زوګسانتیلا پرته له لوږې سره مخ کېږي.[۳][۴][۵][۶][۷]

عموماً مرجاني پولیپونه په متقابله داخلي (endosymbiotic) اړیکه کې د زوګسانتیلا سره ژوند کوي. دا اړیکه د مرجان او مرجاني برښې د روغتیا لپاره زیاته مهمه ده، دا پرښه د ټول سمندري ژوند نږدې ۲۵ سلنې لپاره پناهځای برابروي. مرجان په دې اړیکه کې زوګسانتیلا ته پناهځای برابروي. په بدل کې زوګسانتیلا داسې مرکبات برابروي چې د فوتوسنتز له لارې مرجان ته انرژي ورکوي. دې اړیکې مرجان ته امکان ورکړی چې د مغذي توکو نه لرونکي چاپېریالونو کې لږ تر لږه ۲۱۰ مېلیونه کاله ژوند وکړي. د مرجان سپینېدل د دې اړیکې د ړنکېدو له امله رامنځته کېږي.[۸][۹]

د مرجان د سپینېدل اصلي لامل د اوبو د تودوخې درجې زیاتوالی دی. د تودوخې د شاوخوا °C۱ (°F۲) د اوسط څخه پورته کېدی شي د سپینوالي لامل شي. د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام په وینا، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په نړۍ کې د سپینوالي ډېرو اوږدو ثبت شوو پېښو په بې ساري پیمانه مرجان له منځه یوړل. په مرجاني لوی پرښیز خنډ کې د مرجان سپینېدو په ۲۰۱۶ کال کې د دې پرښې د ۲۹ څخه تر ۵۰ سلنې پورې مرجان له منځه یوړل. دا سپینېدل په ۲۰۱۷ کال کې د پرښې مرکزي برخو ته وغځېد. سپینوالي پېښو ترمنځ اوسط واټن د ۱۹۸۰ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې نیمایي ته راټیټ شوې دی. په نړۍ کې د سپینوالي ترټولو مقاوم مرجان په سویلي فارس/عرب خلیج کې موندل کېدی شي. د دې مرجان یو شمېر یوازې هغه وخت سپینېږي چې د اوبو د تودوخې درجه له منفي ۳۰ سانتي ګراد څخه لوړه شي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

پروسه  

[سمول]

هغه مرجان چې د تودو سمندرونو د پرښې لوی ایکوسیستمونه جوړوي د الجي په څېر د یوه حجروي فلاجیلي پروټوزوا سره چې د زوګسانتیلا په نوم یادیږي، د همزیستي (symbiotic) اړیکې له مخې تړاو لري، زوګسانتیلا د دوی په نسجونو کې ژوند کوي او مرجان ته رنګ ورکوي. زوګسانتیلا د فوتوسنتز له لارې چې په پاکو او د مغذي توکو نه لرونکې تودو ​​اوبو کې يو مهم عامل دی، مرجان ته مغذي توکي برابروي. مرجان په بدل کې زوګسانتیلا ته د فوتوسنتز لپاره اړین کاربن ډای اوکسایډ او امونیم ورکوي. د چاپېریال منفي شرایط لکه د تودوخې یا ساړه غیرطبیعي درجې، زیاته رڼا او حتی ځینې مایکروبي ناروغۍ د مرجان / زوګسانتیلا  همزیستۍ د له منځه وړلو لامل کېدی شي. مرجاني پولیپ د خپلې لنډ مهاله بقاء د خودیتوب لپاره زوګسانتیلا مصرفوي یا خارجوي. دا د هغې د روښانه یا بشپړ سپین ظاهر لامل کېږي، له همدې امله د "سپین شوي" اصطلاح ورته کارول کېږي. ځینې مرجانونه تر کم فشاره شرایطو لاندې ممکن سپین نه بلکې روښانه نیلي، ګلابي، ارغواني یا ژېړ څرګند شي، داسې پېښې ته "رنګین سپینېدل" ویل کېږي. لکه څنګه چې زوګسانتیلا د فوتوسنتز د محصولاتو له لارې د مرجان د انرژي اړتیاوو ۹۰ سلنه برابروي، د زوګسانتیلا د ایستلو وروسته ممکن مرجان له لوږې سره مخ شي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

مرجان کولی شي په لنډ مهاله ګډوډیو کې ژوندي پاتې شي، خو که هغه شرایط چې د زوګسانتیلا د ایستلو لامل کېږي، دوام ومومي، د مرجان د ژوندي پاتې کېدو امکانات کمېږي. د دې لپاره چې د سپینېدو بیا ورغېږي، زوګسانتیلا باید د مرجاني پولیپونه نسجونو ته بېرته ننوځي او فوتوسنتیز بېرته پیل کړي، ترڅو په ټولیزه توګه مرجان او همدارنګه ایکوسیستم چې په دې پورې اړه لري، وساتي. که مرجاني پولیپونه د سپینېدو وروسته له لوږې مړه شي، نو دوی به له منځه ولاړ شي. سختې مرجاني نوعې به بیا د خپلو کلسیم کاربونیټي سکلیټونو شا پرېږدي او د الجي لخوا به ونیول شي او د مرجان د بیا ودې مخه به سمه نیسي. په نهایت کې مرجاني اسکليټونه به له منځه ولاړ شي او د پرښې د جوړښت د سقوط لامل به وګرځي.[۲۳]

لاملونه  

[سمول]

د مرجان سپينوالی ممکن د یو شمېر عواملو له امله رامنځته شي. پداسې حال کې چې موضوعي علتونه د موضوعي سپينوالي لامل کېږي، په وروستي کلونو کې د مرجان سپینوالي لویه پيمانه پیښې د نړۍ د تودېدو له امله رامنځته شوي دي. تمه کېږي چې په ۲۱ پېړۍ کې د کاربن ډای اوکسایډ د غلظت تر زیاتوالي لاندې، مرجان په پرښیز سیسټمونو کې په زیاتیدونکي توګه کم شي. مرجاني پرښې چې د اوبو ټیټ جریان سره په تودو، کم عمقه اوبو کې قرار لري، د هغو پرښو په پرتله ډېرې تر اغېزې لاندې دي، چې د اوبو لوړ جریان په سیمو قرار لري.[۲۴][۲۵]

د علتونو لیست

[سمول]
  • د اوبو د تودوخې درجې زیاتوالی (د سمندري تودوخې څپې، چې اکثراً د نړی د تودېدو له امله دي)، یا د اوبو د تودوخې درجو کموالی[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
  • د لمریزو وړانګو زیاتوالی (د فوتوسنتیک له پلوه فعالې وړانګې او د ماوراء بنفس رڼا) 
  • د رسوب زیاتوالی (د غټو جریان له امله)[۳۰]
  • باکتوریايي انتانات[۳۱]
  • تروش والي کې بدلونونه[۳۲]
  • بوټی وژونکي[۳۳]
  • ډېره ټيټه څپه او رڼاورکونه[۳۴]
  • د سیانېد په وسیله کب نیونه[۳۵]
  • د نړۍ د تودېدو له امله د بحر د سطحې لوړولی (واټسن) 
  • د وچکالۍ له امله د افریقا د دوړې طوفانونو څخه معدني دوړې[۳۶]
  • ککړونکي لکه اکسیبینزون، بټیل پارابین، اوکټل موتوکسي سینامینټ یا انزاکامین: د لمر ضد څلور معمولي ترکیبات چې تجزیې وړ نه دي او د پوستکي څخه منځل کېدی شي[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
  • د  د لوړې کچې له امله چې د هوا د ککړتیا له کبله رامنځنته کېږي، د سمندر تیزابیت[۴۱]
  • د تېلو یا نورو کیمیاوي توکو سره مخ کېدل[۴۲]
  • د اوبو په ماهیت کې بدلونونه، په ځانګړې توګه د میکرومغذي نایټریټ او فاسفیت په نسبت کې ناتعادل[۴۳]

ډله ییز سپینوالي پیښې 

[سمول]

د سمندري اوبو د تودوخې لوړې درجې د ډله ییز سپینوالي پېښو اصلي لاملونه دي. د مرجان د سپینېدو شپېته لویې پېښې د ۱۹۷۹ کال او ۱۹۹۰ کال ترمنځ پېښې شوې دی او د مرجان اړوند مړینو د نړۍ په هره برخه کې مرجاني پرښې اغېزمنې کړې. د مرجان د سپینېدو ترټولو اوږده پېښه په ۲۰۱۶ کال کې ثبت شوه. د مرجان سپینوالي تر ټولو اوږده او تر ټولو ویجاړونکې پېښه د ایل نیینو (El Niño) له کبله وه، چې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې پېښه شوه. په دې موده کې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۷۰ سلنه مرجاني پرښې زیانمنې شوې.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

هغه عوامل چې د سپینوالي پېښې په پایله اغېزه کوي، عبارت دي له د فشار پر وړاندې مقاومت چې سپینېدل کموي، د زوګسانتیلا نشتون ته زغم او نوي مرجان د ودې سرعت ترڅو د مړو مرجانو ځایناستي شي. د سپينوالي د منقطع طبیعت له امله، سیمه ییز اقلیمي شرایط لکه سیوره یا د سړو اوبو جریان کولی شي د سپینوالي پېښې میزان کم کړي. د مرجان او د زوګسانتیلا روغتیا او وراثت هم په سپينوالي اغېزه کوي.[۴۹]

د مرجان لویې پرګنۍ لکه پوریټس (Porites) کولی شي چې د تودوخې د سختو ټکانو په وړاندې مقاومت وکړي، پداسې حال کې چې نازکشاخه مرجان لکه اکروپورا (Acropora) د تودوخې درجې د بدلون وروسته د فشار پر وړاندې ډېر حساس دي. هغه مرجان چې په دوامداره توګه د فشار ټیټو کچو سره مخ کېږي، ممکن د سپینېدو پر وړاندې ډېر مقاومت ولري.[۵۰][۵۱][۵۲]

ساینس پوهان په دې باور دي چې ترټولو پخوانی پیژندل شوی سپینېدل د پخواني ډونین (فراسنیان / فامیناین) دوران سپینېدل ؤ، چې د سمندر سطحې د تودوخې د درجو د لوړېدو له امله هم رامنځته شوی ؤ. دا پېښه د ځمکې په تاریخ کې د ډېرو لویو مرجاني پرښو د له منځه وړلو لامل شوه.[۵۳][۵۴]

د اسټرالیا د ټاونسویل د مرجاني پرښو د څارنې نړیواله شبکې (Global Coral Reef Monitoring Network of Townsville) څخه د کلیو ولکنسن په وینا، په ۱۹۸۸ کې د ډله ییز سپینوالي پېښه چې د هند سمندر په سیمه کې وشوه، د سمندر د تودوخې په درجه کې د ۲ سانتي ګراد لوړوالي له امله اوهمدارنګه په ۱۹۹۷ – ۱۹۹۸ کال کې د ال نینو پیاوړې پېښه وه.[۵۵]

سرچينې

[سمول]
  1. US Department of Commerce, National Oceanic and Atmospheric Administration. "What is coral bleaching?". oceanservice.noaa.gov (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-13.
  2. "CORAL BLEACHING – A REVIEW OF THE CAUSES AND CONSEQUENCES" (PDF). Archived (PDF) from the original on 29 December 2009.
  3. "What is Coral Bleaching and What Causes It - Fight For Our Reef". Australian Marine Conservation Society (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-13.
  4. "Coral Bleaching". Great Barrier Reef Foundation (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-13.
  5. Slezak, Michael (2016-06-06). "The Great Barrier Reef: a catastrophe laid bare". The Guardian (په انګليسي). ISSN 0261-3077. نه اخيستل شوی 2021-09-13.
  6. "What is Coral Bleaching and What Causes It - Fight For Our Reef". Australian Marine Conservation Society (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-13.
  7. US Department of Commerce, National Oceanic and Atmospheric Administration. "What is coral bleaching?". oceanservice.noaa.gov (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-13.
  8. Dove SG, Hoegh-Guldberg O (2006). "Coral bleaching can be caused by distress to the coral. The cell physiology of coral bleaching". In Ove Hoegh-Guldberg, Jonathan T. Phinney, William Skirving, Joanie Kleypas (eds.). Coral Reefs and Climate Change: Science and Management. [Washington]: American Geophysical Union. pp. 1–18. ISBN 978-0-87590-359-0.
  9. "When corals met algae: Symbiotic relationship crucial to reef survival dates to the Triassic". Princeton University (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-13.
  10. "Corals and Coral Reefs". Smithsonian Ocean (په انګليسي). Archived from the original on 18 October 2020. نه اخيستل شوی 2019-08-15.
  11. "Coral bleaching on Great Barrier Reef worse than expected, surveys show". The Guardian. 29 May 2017. Archived from the original on 29 May 2017. نه اخيستل شوی 29 May 2017.
  12. "The United Nations just released a warning that the Great Barrier Reef is dying". The Independent. 3 June 2017. Archived from the original on 9 June 2017. نه اخيستل شوی 11 June 2017.
  13. Hughes TP, Kerry JT, Álvarez-Noriega M, Álvarez-Romero JG, Anderson KD, Baird AH, et al. (March 2017). "Global warming and recurrent mass bleaching of corals" (PDF). Nature. 543 (7645): 373–377. Bibcode:2017Natur.543..373H. doi:10.1038/nature21707. hdl:20.500.11937/52828. PMID 28300113. S2CID 205254779. Archived (PDF) from the original on 12 November 2020. نه اخيستل شوی 12 April 2020.
  14. "Mass coral bleaching hits the Great Barrier Reef for the second year in a row". USA Today. 13 March 2017. Archived from the original on 13 March 2017. نه اخيستل شوی 14 March 2017.
  15. Galimberti, Katy (18 April 2017). "Portion of Great Barrier Reef hit with back-to-back coral bleaching has 'zero prospect for recovery'". AccuWeather.com. Archived from the original on 18 April 2017. نه اخيستل شوی 18 April 2017. When coral experiences abnormal conditions, it releases an algae called zooxanthellae. The loss of the colorful algae causes the coral to turn white.
  16. Hughes TP, Anderson KD, Connolly SR, Heron SF, Kerry JT, Lough JM, et al. (January 2018). "Spatial and temporal patterns of mass bleaching of corals in the Anthropocene" (PDF). Science. 359 (6371): 80–83. Bibcode:2018Sci...359...80H. doi:10.1126/science.aan8048. PMID 29302011. S2CID 206661455. Archived (PDF) from the original on 28 April 2019. نه اخيستل شوی 25 November 2018. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  17. Shuail, Dawood; Wiedenmann, Jörg; D'Angelo, Cecilia; Baird, Andrew H.; Pratchett, Morgan S.; Riegl, Bernhard; Burt, John A.; Petrov, Peter; Amos, Carl (2016-04-30). "Local bleaching thresholds established by remote sensing techniques vary among reefs with deviating bleaching patterns during the 2012 event in the Arabian/Persian Gulf". Marine Pollution Bulletin. Coral Reefs of Arabia (په انګليسي). 105 (2): 654–659. doi:10.1016/j.marpolbul.2016.03.001. ISSN 0025-326X. PMID 26971815.
  18. Hume, Benjamin C. C.; Voolstra, Christian R.; Arif, Chatchanit; D’Angelo, Cecilia; Burt, John A.; Eyal, Gal; Loya, Yossi; Wiedenmann, Jörg (2016-04-19). "Ancestral genetic diversity associated with the rapid spread of stress-tolerant coral symbionts in response to Holocene climate change". Proceedings of the National Academy of Sciences (په انګليسي). 113 (16): 4416–4421. Bibcode:2016PNAS..113.4416H. doi:10.1073/pnas.1601910113. ISSN 0027-8424. PMC 4843444. PMID 27044109.
  19. Lesser, M.P. (2010). "Coral Bleaching: Causes and Mechanisms". In Dubinzk, Z.; Stambler, N. (eds.). Coral Reefs: An Ecosystem in Transition. Dordrecht: Springer. pp. 405–419. doi:10.1007/978-94-007-0114-4_23. ISBN 978-94-007-0114-4.
  20. Bollati, Elena; D’Angelo, Cecilia; Alderdice, Rachel; Pratchett, Morgan; Ziegler, Maren; Wiedenmann, Jörg (July 2020). "Optical Feedback Loop Involving Dinoflagellate Symbiont and Scleractinian Host Drives Colorful Coral Bleaching". Current Biology. 30 (13): 2433–2445.e3. doi:10.1016/j.cub.2020.04.055. PMID 32442463.
  21. "CORAL BLEACHING – A REVIEW OF THE CAUSES AND CONSEQUENCES" (PDF). Archived (PDF) from the original on 29 December 2009.
  22. Hoegh-Guldberg, Ove (1999). "Climate change, coral bleaching and the future of the world's coral reefs". Marine and Freshwater Research. 50 (8): 839–66. doi:10.1071/MF99078.
  23. Nir O, Gruber DF, Shemesh E, Glasser E, Tchernov D (15 January 2014). "Seasonal mesophotic coral bleaching of Stylophora pistillata in the Northern Red Sea". PLOS ONE. 9 (1): e84968. Bibcode:2014PLoSO...984968N. doi:10.1371/journal.pone.0084968. PMC 3893136. PMID 24454772.
  24. Baker, Andrew; Glynn, Peter; Riegl, Bernhard (2008). "Climate change and coral reef bleaching: An ecological assessment of long-term impacts, recovery trends and future outlook". Estuarine, Coastal and Shelf Science. 80 (4): 435–471. Bibcode:2008ECSS...80..435B. doi:10.1016/j.ecss.2008.09.003.
  25. Hoegh-Guldberg O, Mumby PJ, Hooten AJ, Steneck RS, Greenfield P, Gomez E, et al. (December 2007). "Coral reefs under rapid climate change and ocean acidification". Science. 318 (5857): 1737–42. Bibcode:2007Sci...318.1737H. CiteSeerX 10.1.1.702.1733. doi:10.1126/science.1152509. PMID 18079392. S2CID 12607336.
  26. "Reef 'at risk in climate change'" (Press release). The University of Queensland. 6 April 2007. Archived from the original on 13 September 2016. نه اخيستل شوی 2 August 2016.
  27. Anthony, K. 2007; Berkelmans
  28. Saxby T, Dennison WC, Hoegh-Guldberg O (2003). "Photosynthetic responses of the coral Montipora digitata to cold temperature stress". Marine Ecology Progress Series. 248: 85–97. Bibcode:2003MEPS..248...85S. doi:10.3354/meps248085.
  29. Marimuthu N, Jerald Wilson J, Vinithkumar NV, Kirubagaran R (9 November 2012). "Coral reef recovery status in south Andaman Islands after the bleaching event 2010". Journal of Ocean University of China. 12 (1): 91–96. Bibcode:2013JOUC...12...91M. doi:10.1007/s11802-013-2014-2. S2CID 89531419.
  30. Rogers CS (1990). "Responses of coral reefs and reef organisms to sedimentation". Marine Ecology Progress Series. 62: 185–202. Bibcode:1990MEPS...62..185R. doi:10.3354/meps062185.
  31. Kushmaro A, Rosenberg E, Fine M, Loya Y (1997). "Bleaching of the coral Oculina patagonica by Vibrio AK-1". Marine Ecology Progress Series. 147: 159–65. Bibcode:1997MEPS..147..159K. doi:10.3354/meps147159.
  32. Hoegh-Guldberg, Ove; Smith, G.Jason (1989). "The effect of sudden changes in temperature, light and salinity on the population density and export of zooxanthellae from the reef corals Stylophora pistillata Esper and Seriatopora hystrix Dana". Journal of Experimental Marine Biology and Ecology. 129 (3): 279–303. doi:10.1016/0022-0981(89)90109-3.
  33. Jones RJ, Muller J, Haynes D, Schreiber U (2003). "Effects of herbicides diuron and atrazine on corals of the Great Barrier Reef, Australia". Marine Ecology Progress Series. 251: 153–167. Bibcode:2003MEPS..251..153J. doi:10.3354/meps251153.
  34. Anthony KR, Kerswell AP (2007). "Coral mortality following extreme low tides and high solar radiation". Marine Biology. 151 (5): 1623–31. doi:10.1007/s00227-006-0573-0. S2CID 84328751.
  35. Jones, Ross J.; Hoegh-Guldberg, Ove (1999). "Effects of cyanide on coral photosynthesis:implications for identifying the cause of coral bleaching and for assessing the environmental effects of cyanide fishing". Marine Ecology Progress Series. 177: 83–91. Bibcode:1999MEPS..177...83J. doi:10.3354/meps177083.
  36. U. S. Geological Survey. Coral Mortality and African Dust. Archived 2 May 2012 at the Wayback Machine. Retrieved on 10 June 2007.
  37. "Protect Yourself, Protect The Reef! The impacts of sunscreens on our coral reefs" (PDF). U.S. National Park Service. Archived (PDF) from the original on 13 February 2013. نه اخيستل شوی 1 July 2013.
  38. "Coral Reef Safe Sunscreen". badgerbalm.com. Archived from the original on 24 March 2014. نه اخيستل شوی 24 March 2014.
  39. Danovaro R, Bongiorni L, Corinaldesi C, Giovannelli D, Damiani E, Astolfi P, Greci L, Pusceddu A (April 2008). "Sunscreens cause coral bleaching by promoting viral infections". Environmental Health Perspectives. 116 (4): 441–7. doi:10.1289/ehp.10966. PMC 2291018. PMID 18414624.
  40. Downs CA, Kramarsky-Winter E, Fauth JE, Segal R, Bronstein O, Jeger R, Lichtenfeld Y, Woodley CM, Pennington P, Kushmaro A, Loya Y (March 2014). "Toxicological effects of the sunscreen UV filter, benzophenone-2, on planulae and in vitro cells of the coral, Stylophora pistillata". Ecotoxicology. 23 (2): 175–91. doi:10.1007/s10646-013-1161-y. PMID 24352829. S2CID 1505199.
  41. Anthony KR, Kline DI, Diaz-Pulido G, Dove S, Hoegh-Guldberg O (November 2008). "Ocean acidification causes bleaching and productivity loss in coral reef builders". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 105 (45): 17442–6. Bibcode:2008PNAS..10517442A. doi:10.1073/pnas.0804478105. PMC 2580748. PMID 18988740.
  42. "How Do Oil Spills Affect Coral Reefs?". response.restoration.noaa.gov. Archived from the original on 24 April 2018. نه اخيستل شوی 24 April 2018.
  43. Wiedenmann, Jörg; D’Angelo, Cecilia; Smith, Edward G.; Hunt, Alan N.; Legiret, François-Eric; Postle, Anthony D.; Achterberg, Eric P. (February 2013). "Nutrient enrichment can increase the susceptibility of reef corals to bleaching". Nature Climate Change (په انګليسي). 3 (2): 160–164. Bibcode:2013NatCC...3..160W. doi:10.1038/nclimate1661. ISSN 1758-6798.
  44. Baker, Andrew C.; Glynn, Peter W.; Riegl, Bernhard (2008). "Climate change and coral reef bleaching: An ecological assessment of long-term impacts, recovery trends and future outlook". Estuarine, Coastal and Shelf Science. 80 (4): 435–71. Bibcode:2008ECSS...80..435B. doi:10.1016/j.ecss.2008.09.003.
  45. Chumkiew, Sirilak; Jaroensutasinee, Mullica; Jaroensutasinee, Krisanadej (2011). "Impact of Global Warming on Coral Reefs". Walailak Journal of Science and Technology. 8 (2): 111–29. Archived from the original on 6 August 2016. نه اخيستل شوی 2 August 2016.
  46. Huppert A, Stone L (September 1998). "Chaos in the Pacific's coral reef bleaching cycle". The American Naturalist. 152 (3): 447–59. doi:10.1086/286181. PMID 18811451. S2CID 29245066.
  47. McDermott, Amy (22 June 2016). "Coral bleaching event is longest on record". Science News. Archived from the original on 16 August 2016. نه اخيستل شوی 25 July 2016.
  48. Albright R (December 2017). "Can We Save the Corals?". Scientific American. 318 (1): 42–49. Bibcode:2017SciAm.318a..42A. doi:10.1038/scientificamerican0118-42. PMID 29257818.
  49. Marshall, Paul; Schuttenberg, Heidi (2006). A Reef Manager's Guide to Coral Bleaching (PDF). Townsville, Australia: Great Barrier Reef Marine Park Authority. pp. 78–79. ISBN 978-1-876945-40-4. Archived (PDF) from the original on 13 February 2014. نه اخيستل شوی 23 May 2014.
  50. Baird and Marshall 2002
  51. Gabriel D. Grinmsditch and Rodney V. Salm, Coral Reef Resilience and Resistance to Bleaching Archived 28 October 2012 at the Wayback Machine., "IUCN: The World Conservation Union", 2006کينډۍ:Page needed
  52. Iguchi A, Ozaki S, Nakamura T, Inoue M, Tanaka Y, Suzuki A, Kawahata H, Sakai K (February 2012). "Effects of acidified seawater on coral calcification and symbiotic algae on the massive coral Porites australiensis". Marine Environmental Research. 73: 32–6. doi:10.1016/j.marenvres.2011.10.008. PMID 22115919.
  53. Bridge, Tom C. L.; Baird, Andrew H.; Pandolfi, John M.; McWilliam, Michael J.; Zapalski, Mikołaj K. (2022-01-26). "Functional consequences of Palaeozoic reef collapse". Scientific Reports (په انګليسي). 12 (1): 1386. Bibcode:2022NatSR..12.1386B. doi:10.1038/s41598-022-05154-6. ISSN 2045-2322. PMC 8792005. PMID 35082318.
  54. Zapalski MK, Nowicki J, Jakubowicz M, Berkowski B (2017). "Tabulate corals across the Frasnian/Famennian boundary: architectural turnover and its possible relation to ancient photosymbiosis". Palaeogeography, Palaeoclimatology, Palaeoecology. 487: 416–429. Bibcode:2017PPP...487..416Z. doi:10.1016/j.palaeo.2017.09.028.
  55. Wilkinson, C. P. (1998). "The 1997-1998 Mass Bleaching Event Around the World" (په انګليسي). {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)