د محاسبې د هارډویر تاریخچه
د محاسبې د هارډویر تاریخچه له لومړنیو ساده دستګاوو څخه تر اوسنیو کمپيوټرونو پورې شوي پرمختګونه رانغاړي. تر شلمې پېړۍ وړاندې ډېری محاسبات انسانانو کول. په ډیجیټلي محاسباتو کې د انسان د مرستې لپاره لومړني میخانیکي وسایل لکه چوت (abacus) په حسابماشینونو (یا نورو اختصاصي نومونو) پېژندل کېدل. ماشیني اپرېټور یا چلوونکی کمپيوټر بلل کېده.
لومړنۍ دستګاوې
[سمول]لرغونې دوره او منځنۍ پېړۍ
[سمول]زرګونه کاله کېږي چې په محاسباتو کې له دستګاوو څخه کار اخیستل کېږي او تر ډېره د ګوتو په مرسته د یو-په-یو تناظر په توګه کارول کېږي. د شمېرلو یا محاسبې لومړنۍ دستګاه د شمېرلو یا حساب یو لرګی و. د سوایزلنډ او سوېلي افریقا تر منځ لېبومبو بون (Lebombo bone) ښايي تر ټولو پخوانۍ ریاضیکي وسیله پېژندل شوې وي. د دغې وسیلې تاریخ تر میلاد مخکې ۳۵۰۰۰ کاله وړاندې مهال ته ور ګرځي. تر دې وروسته د شمېرلو یا د سوابقو ثبتولو نور مرستندوی وسایل چې په ټول ښېرازه هلال [د منځني ختیځ د یوې تاریخي برخې نوم دی] کې دود وو، یو ډول ډبرې وې چې د غلو دانو او مالدارۍ د نورو اقلامو شمېرې یې ښودلې. د شمېرونکو میلو استفاده یې یوه بېلګه ده. چوت (abacus) په لومړیو کې د شمېر د اړوندو کارونو لپاره کارول کېده. هغه وسیله چې موږ یې دا مهال رومي چوت بولو د ۲۷۰۰ تر ۲۳۰۰ مخزېږد کلونو په لومړیو کې په بابل کې استفاده ترې کېده. له هغه وخت راهیسې د شمېر ډېرې نورې تختې او جدولونه جوړ شوي دي. په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې د شمېرلو لپاره یو چارخانه یا پټه لرونکی ټوکر پر مېز غوړول کېده، د دغه ټوکر پر مخ به مارکرونو د ځانګړو قوانینو له مخې حرکت کاوه او په دې توګه پیسې شمېرل کېدې.[۱][۲][۳][۴]
د رنسانس په دوره کې د محاسبې وسایل
[سمول]سکاټلنډي ریاضيپوه او فزیکپوه «جان ناپیر» ومونده چې په تریب سره د عددونو د لګارېتم د جمع او منفي کولو له لارې دغه عددونه ضرب او تقسیم کولی شو. ناپير د لومړنیو لګارېتمي جدولونو د جوړولو پر مهال ډېرو سختو ضربونو ترسره کولو ته اړ و. په همدې پړاو کې یې د ناپيرز بونز (Napier's bones) وسیله جوړه کړه، دا وسیله چوت ته ورته وه او د ضرب او تقسیم محاسبات یې ډېر اسانه کول.
دا چې حقیقي اعداد په یوه خط یا کرښه کې د واټنونو په ډول ښودلی شو، له همدې امله د ناپير تر وسیلې لږ څه وروسته په ۱۶۲۰مه لسیزه کې خط کش اختراع شو. په دې سره د ضرب او تقسیم عملیې تر پخوا ډېرې چټکې شوې. اډمونډ ګانټر په اکسفورډ پوهنتون کې د محاسبې داسې وسیله جوړه کړه چې واحده لګارېتمي اندازه یې لرله. د ګانټر دغې دستګاه هم د ضرب او تقسیم محاسبات ډېر اسانه کړل. ویلیم اوټرډ په ۱۶۳۰ کال کې د دایروي خط کش په جوړولو سره دغه کار ډېر اسانه کړ. خط کشونه د جیبي حساب ماشینونو د اختراع کېدو تر وخت پورې د هغو انجنیرانو او نورو مسلکي کارکوونکو لهخوا کارېدل چې په ریاضیاتو کې ښکېل وو.[۵][۶]
حساب ماشینونه
[سمول]په ۲۰مه پېړۍ کې پخواني میخانيکي حساب ماشینونه، د پیسو صندوقونه او نور د الکتريکي موتورونو د کارولو لپاره له سره ډیزاین شول. «کمپيوټر» یا شمېرونکی یوه دنده وه او تر ډېره د هغو ښځو وه چې د ریاضیکي محاسباتو لپاره یې دغه حساب ماشینونه کارول. په ۱۹۲۰مه لسیزه کې بریټانیايي عالم «لویس فرای ریچارډسون» د اوبو او هوا د وړاندوېینې په برخه کې خپلې کلکې لېوالتیا دې ته وهڅاوه چې د اوبو او هوا د ماډلجوړونې لپاره د انساني کمپيوټرونو یا شمېرونکو او عددي تجزیې وړاندیز وکړي. تر ننه پورې د اوبو او هوا د مناسبې ماډلجوړونې لپاره تر ټولو قوي کمپيوټرونه د ناویر-سټوکس (Navier–Stokes) معادلاتو کارولو ته اړتیا لري.[۷][۸]
د فرایډن (Friden)، مارچنټ کالکولټر (Marchant Calculator) او مونرو (Monroe) په څېر شرکتونو له ۱۹۳۰مې لسیزې را وروسته د مېز د سر میخانیکي حساب ماشینونه جوړ کړل چې جمع، تفریق، ضرب او تقسیم یې کولای شول. په ۱۹۴۸ کال کې د اتریشي مخترع «کرټ هرسسټارک» لهخوا «کرټا» (Curta) حساب ماشین جوړ شو. دا یو کوچنی او لاسي میخانیکي حساب ماشین و.[۹]
انالوګ کمپیوټرونه
[سمول]د ۲۰مې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې ډېرو خلکو انلاګ کمپیوټرونه د محاسباتو راتلونکی باله. د هغو ډیجیټل کمپیوټرونو خلاف چې د شمېرو د ارزښتونو د بدلون له کبله یې بېلابېل مقدارونه په سمبولیک ډول ښودل، دغو دستګاوو د برېښنایي، میخانیکي، یا هایدرولیکي څرنګوالیو په څېر د فزیکي ښکارندو پرلهپسې بدلېدونکي اړخونه کارولي وو تر څو حل کېدونکې مسئله ماډل وګرځوي. دا چې انلاګ کمپیوټر جلا جلا ارزښتونه نه کاروي، بلکې له پرله پسې ارزښتونو کار اخلي، د تورینګ ماشینونو په څېر یې پروسې له کره معادلاتو سره نهشي تکرارېدای.[۱۰]
لومړنی عصري انلاګ کمپیوټر د موج-وړاندوینه کوونکي ماشین (tide-predicting machine) و چې په ۱۸۷۲ ز کال کې د ویلیام ټامسون، وروسته لارډ کیلوین، لهخوا اختراع شو. په دې کې د پولیو یا غرغرو او تارونو سیستم کارول شوی و تر څو په اتوماتيک ډول په یوه ځانګړي ځای کې د یوې ټاکلې دورې لپاره د وړاندوینې وړ څپو یا امواجو کچه محاسبه کړي. دا په ټیټو اوبو کې د بېړۍ چلونې لپاره خورا ګټور تمام شو. د نوموړي دغې دستګاه په انلاګ محاسباتو کې د نورو پرمختګونو لپاره بنسټ جوړ کړ.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
ډيجیټل کمپيوټر
[سمول]د اوسني کمپيوټر اصل د لومړي ځل لپاره د کمپيوټر پوه «الن تورینګ» لهخوا تشرېح شو، ده دغه نظریه په ۱۹۳۶ کال کې د محاسبې وړ اعدادو په اړه په خپله یوه مقاله کې څرګنده کړه. تورینګ د «کورټ ګوډل» د ۱۹۳۱ کال څيړنیزې پایلې یو ځل بیا فورمولبندي کړې او د ګوډل پر نړیوال حساب ولاړه رسمي ژبه یې د هغو رسمي او ساده فرضي وسایلو ځایناستې کړه چې د تورینګ د ماشینونو په توګه پېژندل کېږي. ده ثابته کړه چې ځینې دغه ماشینونه هره هغه ریاضیکي محاسبه کولی شي چې د الګورېتم په ډول د نمایش یا ښکارېدو وړ وي. ده دا هم ثابته کړه چې ایڼشایډنګز ستونزې (Entscheidungsproblem) لپاره هېڅ حللاره نهشته او ویې ښوده چې د تورینګ ماشینونو د درېدو ستونزه د تصمیمنیونې وړ نه ده: په الګوریتمي ډول نهشو کولای پرېکړه وکړو چې یو تورینګ ماشین درېدای شي یعنې سکته په کې راتلای شي که نه.[۱۵][۱۶]
الکټرو میخانیکي کمپيوټرونه
[سمول]د اوسنیو محاسباتو دوره له پراخ پخواني پرمختګ سره د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې پيل شوه. په دې دوره کې جوړ شوي اکثریت کمپيوټرونه الکټرو میخانيکي وو – الکټریکي سویچونو د محاسباتو لپاره میخانيکي درجې کارولې. د دغو دستګاوو د کار چټکتیا کمه وه او بالاخره یې ځای داسې بشپړو الکتریکي کمپیوټرونو ونیو چې چټکتیا یې ډېره زیاته وه.
د الکټرو میخانيکي کمپيوټر یوه لومړنۍ بېلګه Z2 کمپیوټر و چې په ۱۹۴۰ کال کې جرمني انجنیر «کانراډ زوس» جوړ کړ. که څه هم هماغه میخانیکي حافظه په کې کارېدلې وه، خو د شمېر او کنټرول د منطق پر ځای یې د الکتریکي درجو سرکټونه په کې وکارول. [۱۷]
سرچینې
[سمول]- ↑ Helaine Selin (12 March 2008). Encyclopaedia of the History of Science, Technology, and Medicine in Non-Western Cultures. Springer Science & Business Media. p. 1356. Bibcode:2008ehst.book.....S. ISBN 978-1-4020-4559-2.
{{cite book}}
:|journal=
ignored (help) - ↑ کينډۍ:Mathworld
- ↑ Darling, David (2004). The Universal Book of Mathematics From Abracadabra to Zeno's Paradoxes. John Wiley & Sons. ISBN 978-0-471-27047-8.
- ↑ Robson, Eleanor (2008), Mathematics in Ancient Iraq, ISBN 978-0-691-09182-2. p. 5: calculi were in use in Iraq for primitive accounting systems as early as 3200–3000 BCE, with commodity-specific counting representation systems. Balanced accounting was in use by 3000–2350 BCE, and a sexagesimal number system was in use 2350–2000 BCE.
- ↑ Kells, Kern & Bland 1943, p. 92
- ↑ Kells, Kern & Bland 1943, p. 82
- ↑ Light, Jennifer S. (July 1999). "When Computers Were Women". Technology and Culture. 40 (3): 455–483. doi:10.1353/tech.1999.0128. S2CID 108407884.
- ↑ Hunt 1998, pp. xiii–xxxvi
- ↑ "Friden Model STW-10 Electro-Mechanical Calculator". بياځلي په 11 August 2015.
- ↑ Chua 1971, pp. 507–519
- ↑ "The Modern History of Computing". Stanford Encyclopedia of Philosophy. (2017). Metaphysics Research Lab, Stanford University.
- ↑ Ray Girvan (May–June 2003). "The revealed grace of the mechanism: computing after Babbage". Scientific Computing World. خوندي شوی له the original on 3 November 2012.
- ↑ "Norden M9 Bombsight". National Museum of the USAF. خوندي شوی له the original on 2007-08-29. بياځلي په 2008-05-17.
- ↑ Coriolis 1836, pp. 5–9
- ↑ Turing 1937, pp. 230–265. Online versions: Proceedings of the London Mathematical Society[مړه لينکونه] Another version online. Archived 2011-02-22 at the Wayback Machine.
- ↑ Copeland, Jack (2004). The Essential Turing. p. 22. "von Neumann ... firmly emphasized to me, and to others I am sure, that the fundamental conception is owing to Turing—insofar as not anticipated by Babbage, Lovelace and others." Letter by Stanley Frankel to Brian Randell, 1972.
- ↑ Zuse, Horst. "Part 4: Konrad Zuse's Z1 and Z3 Computers". The Life and Work of Konrad Zuse. EPE Online. خوندي شوی له the original on 2008-06-01. بياځلي په 2008-06-17.