د متحده ایالاتو ځمکني تحول
امریکا د ۱۷۷۶ ز کال د جولای په ۴مه په شمالي امریکا کې د دیارلس برتانوي مستعمرو نه د خپلواکۍ په اعلان سره رامنځ ته شول، چې د ۱۷۷۶ز کال د جولای په ۲مه د لی (Lee) په پریکړه لیک کې مستعمرو پریکړه وکړه چې دوی ازاد او خپلواک دولتونه وي. دا ټولنه د کنفدراسیون په مادو کې رسمي شوه او د ۱۷۸۱ز کال د مارچ په لومړۍ نېټه د ټولو ۱۳ هېوادونو له خوا له تصویب وروسته نافذ شوه، چې د دوی خپلواکي په ۱۷۸۳ز کال کې د پاریس په تړون کې د بریتانیا له خوا په رسمیت وپېژندل شوه او په دې توګه د امریکا انقلابي جګړه ته یې د پای تکی کېښود.
د هېواد لومړی لوی پراخوالی په ۱۸۰۳ز کال کې د لوزیانا له پیرود سره رامنځته شو، چې له دې پیرود سره د هېواد ساحه دوه برابره کړه. دغه راز له هسپانوي فلوریډا سره سویل ختیځ پوله د ډیرې شخړې موضوع وه تر دې چې د اوریګون هېواد ته د هسپانوي ادعاګانې په ۱۸۲۱ز کال کې امریکا ته وسپارل شوه، چې د اوریګون هېواد له امله متحده ایالاتو ارام سمندر ته لاسرسی پیدا کړ، که څه هم دا د یو وخت لپاره له برتانیا سره شریک شوی و. دغه راز په ۱۸۴۵ز کال کې د ټیکساس جمهوریت ضمیمه کول په مستقیم ډول د مکسیکو او امریکایي جګړې لامل شوه، چې وروسته ګټونکي متحده ایالات د مکسیکو شمالي نیمه خاوره ترلاسه کړه هغه سیمه چې په چټکۍ سره په کالیفورنیا ایالت بدله شوه. لکه څنګه چې هېواد لویدیځ خوا ته پرمختګ وکړ، د غلامۍ مسله له جدي بحثونو سره ډېره مهمه شوه چې ایا نوې سیمې به غلامۍ او ځینو پېښو ته لکه د میسوري تړون او د کنساس خونریزي ته اجازه ورکړي که نه، چې دا مسلې په ۱۸۶۰ او ۱۸۶۱ز کلونو کې هغه مهال اوج ته ورسېدې کله چې سویلي دولتونو له هېواد نه د جلا کېدو اعلان وکړ او د امریکا کنفدراسیون ایالتونه یې جوړ کړل. دغه راز د امریکا کورنۍ جګړه په ۱۸۶۵ز کال کې د کنفدراسیون د ماتې او د متحده ایالاتو کانګرس ته د ایالتونو د بیا لیږلو لامل شوه. [۱][۲]
د شمالي امریکا نه هاخوا د هېواد پراختیا په ۱۸۵۶ز کال کې د ګوانو ټاپوګانو د قانون له تصویب سره پیل شوه او دا دې لامل شو چې په ارام سمندر او کارابین کې ډېری کوچني، غیر اباده خو له اقتصادي پلوه د مهمو ټاپوګانو ادعا وکړي، خو ډېری دا ادعاګانې له نورو هېوادونو سره د سیالې ادعاګانو له امله پرېښودل شوي. دغه راز د پاسفیک پراخوالۍ په ۱۸۹۸ز کال کې د هاوایی له ضمیمه کېدو وروسته خپل اوج ته ورسېد او دا هغه مهال و چې د هاوایي حکومت پنځه کاله دمخه ړنګ شوی و. همدارنګه الاسکا په شمالي امریکا کې وروستی لوی پیرود و چې په ۱۸۶۷ز کال کې له روسیې نه واخیستل شو.[۳]
له هسپانوي امپراتورۍ نه د کیوبا د خپلواکۍ ملاتړ او د (USS Maine) جنګي کښتۍ ډوبیدل په ۱۸۹۸ز کال کې د هسپانوي-امریکایي جګړې لامل شو، چې په ترڅ کې یې متحده ایالاتو ګوام، پورټو ریکو او فیلیپین ترلاسه کړل او د څو کلونو لپاره یې کیوبا اشغال کړه. دغه راز امریکايي ساموا په ۱۹۰۰ز کال کې د سامو د دویمې کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته د امریکا له خوا تر لاسه شوه. همدارنګه متحده ایالاتو په ۱۹۱۷ز کال کې له ډنمارک نه ویرجن ټاپوګان واخیستل. دغه راز ګوام او پورټو ریکو لاهم د سیمو په توګه پاتې وې او فیلپین په ۱۹۴۶ کال کې له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته خپلواک شو. د جګړې وروسته د ملګرو ملتونو له خوا ډېری ټاپوګانې متحده ایالاتو ته وسپارل شوې. پداسې حال کې چې شمالي ماریانا ټاپوګان په متحده ایالاتو کې پاتې شو او مارشال ټاپوګان، د مایکرونیزیا فدرالي ایالتونه او پالاو د خپلواکو دولتونو په توګه راڅرګند شول. وروستی لوی نړیوال بدلون په ۱۹۰۴ز کال کې د پاناما کانال زون ضمیمه کول او په ۱۹۷۹ز کال کې پاناما ته راستنیدل وو دغه راز دا د متحده ایالاتو یوه غیر مربوطه سیمه و چې پاناما کانال یې کنټرول کاو، چې په سیمه کې د رسمي کنټرول وروستی لېږد په ۱۹۹۹ز کال کې پاناما ته ورکړل شو.[۴][۵][۶]
لکه څنګه چې د داخلي سرحدونو په اړه، پداسې حال کې چې سیمې کولی شي په پراخه کچه بدلون ومومي، کله چې تاسیس شوي دولتونه په عمومي توګه خپل اصلي سرحدونه وساتي. یوازې څلور ایالتونه - مین، کینټکي، ورمونټ، او لویدیځ ویرجینیا - د هغه ځمکې څخه رامنځته شوي چې د بل ایالت له خوا ادعا شوې. نور ټول له سیمو یا مستقیم استملاک نه رامنځته شوي. دغه راز د متحده ایالاتو وروستی ایالت چې معمولا د «لویر ۴۸» په نوم یادیږي د ۵۰م او نوی ایالت په توګه په ۱۹۵۹ز کال کې ومنل شو.
دغه راز د ۲۰۰۹ز کال د نومبر ۲۴مه د ریو ګرانډ په اوږدو کې شپږ ټاپوګان له ټکساس نه مکسیکو ته او درې ټاپوګان او له مکسیکو نه تکساس ته ورکړل شول. دا لېږد چې د ۲۰ کلونو لپاره ځنډول شوی و، چې د ۱۹۷۰ز کال د سرحدونو د تړون د درېیمې مادې لومړی غوښتنلیک و.[۷][۸][۹]
د ۲۰۱۴ز کال د سپټمبر په ۲۳مه د متحده ایالاتو او نییو ترمنځ سمندري پوله تعریف شوه. دا تړون د ۱۹۹۷د مې په ۱۳مه کې لاسلیک شو، خو لږ تر لږه تر ۲۰۰۲ز کال پورې د متحده ایالاتو له خوا تصویب شوی نه و او ملګري ملتونه دا په دې نیټه د پلي کېدو وړ په توګه ښیي. دغه راز د ۲۰۱۷ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه د شمالي کارولینا او سویلي کارولینا ترمنځ پوله د کلونو بیاکتنې او خبرو اترو وروسته روښانه شوه. [۱۰][۱۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ Van Zandt, pp. 14–15
- ↑ Van Zandt, pp. 151–153
- ↑ Moore, John Bassett (1906). "A Digest of International Law as Embodied in Diplomatic Discussions, Treaties and Other International Agreements, International Awards, the Decisions of Municipal Courts, and the Writings of Jurists and Especially in Documents, Published and Unpublished, Issued by Presidents and Secretaries of State of the United States, the Opinions of the Attorneys-General, and the Decisions of Courts, Federal and State". Washington, DC: U.S. Government Printing Office. pp. 566–580. Archived from the original on May 1, 2016.
- ↑ http://www.vinow.com/general_usvi/history/ Vinow.com. Virgin Islands History. Retrieved January 18, 2018.
- ↑ Ryden, George Herbert. The Foreign Policy of the United States in Relation to Samoa. New York: Octagon Books, 1975.
- ↑ کينډۍ:Cite executive order
- ↑ "Maritime Boundaries". United States Department of State. نه اخيستل شوی August 19, 2018.
- ↑ "Minutes between the United States and Mexican Sections of the IBWC". International Boundary and Water Commission. Archived from the original on July 13, 2015. نه اخيستل شوی January 6, 2016.
- ↑ "Minute 315: Adoption of the Delineation of the International Boundary on the 2008 Aerial Photographic Mosaic of the Rio Grande" (PDF). International Boundary and Water Commission. November 24, 2009. Archived from the original (PDF) on April 11, 2016. نه اخيستل شوی June 13, 2016.
- ↑ "Border of North Carolina and South Carolina Realigned on January 1st". WABC. January 2, 2017. Archived from the original on January 3, 2017. نه اخيستل شوی January 3, 2017.
- ↑ "How the Carolinas Fixed Their Blurred Lines". The New York Times. August 23, 2014. Archived from the original on May 24, 2016. نه اخيستل شوی January 3, 2017.