د متحده ایالاتو د اساسي قانون پنځلسم تعدیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو د اساسي قانون پنځلسم تعدیل (تعدیل XV ) فدرالي حکومت او هر ایالت منع کوي چې «د توکم، رنګ، یا د غلامۍ د مخکیني حالت له مخې» د رایې ورکولو حق رد یا لغوه کړي. دا د فبروري په ۳، ۱۸۷۰ ز کال کې، د بیا رغونې د درېیم او وروستي تعدیل په توګه تصویب شو.[۱]

د امریکا د کورنۍ جګړې په وروستیو کلونو کې او د بیارغونې په بهیر کې، کانګرس په وار وار د ملیونونو پخوانیو تورو غلامانو د حقونو په اړه بحث وکړ. په ۱۸۶۹ ز کې، د غلامۍ له منځه وړلو او د قوانینو له مخې د تابعیت او مساوي خوندیتوب چمتو کولو لپاره تعدیلات تصویب شوي، خو په ۱۸۶۸ ز کې د ولسمشرۍ لپاره د یولیسس ایس ګرانټ ټاکنې ډېری جمهوري غوښتونکي قانع کړل، چې د تورپوستو نارینه وو رایه ورکوونکو د حق ساتنه د ګوند راتلونکې لپاره ډېره اړینه ده.

د نولسمې پیړۍ په وروستیو کلونو کې د متحده ایالاتو  سترې محکمې دا تعدیل په لنډ ډول تشرېح کړ. له ۱۸۹۰ز نه تر ۱۹۱۰ ز پورې، سویلي ایالتونو د نوي دولت اساسي قانون تصویب کړ او داسې قوانین یې نافذ کړل چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په وړاندې یې خنډونه رامنځته کړل.

په شلمه پیړۍ کې، محکمې د تعدیل په پراخه توګه تشرېح کول پیل کړل، په (۱۹۱۵ز) کې د نیکه په اړه ماده په Guinn v کې تشرېح شوې. د رای ورکولو نور حقونه د اساسي قانون  په نولسم تعدیل کې (د ښځو لپاره د رایې ورکولو حق) او څلوروېشتم تعدیل (په فدرالي ټاکنو کې د رایی ورکولو مالیاتو منع کول) کې ځای پر ځای شوي. دي

  1. برخه. د متحده ایالاتو د اتباعو د رایې ورکولو حق باید د متحده ایالاتو یا کوم ایالت له خوا د توکم، رنګ یا د غلامۍ د پخوانیو شرایطو له امله لغوه یا هم  لږ نه شي.
  2. برخه. کانګرس باید د مناسبو قوانینو له لارې د دې مادې د پلي کولو واک ولري.

مخینه(شالید)[سمول]

د امریکا د کورنۍ جګړې او د بیا رغونې د بهیر په وروستیو کلونو کې، چې ورپسې کانګرس په وار وار د تورپوستو  پخوانیو غلامانو چې د ۱۸۶۳ ز د آزادولو اعلامیې او د ۱۸۶۵ ز ديارلسم تعدیل له خوا خوشې شوي وو، د حقونو په اړه بحث وکړ ، چې وروسته یې په رسمي توګه غلامي  پای ته ورسېده. په هرحال، د کانګرس له خوا د دیارلسم تعدیل له تصویب نه وروسته، جمهوري غوښتونکي د دې په اړه اندېښمن شوي وو چې دوی به د ډیموکراتیکو واکمنانو په سویلي ایالتونو په کانګرس کې استازیتوب وکړي. ځکه چې د آزادو شویو غلامانو بشپړ نفوس به اوس د درې پنځمې برخې په پرتله چې دتېرو درې پنځمې موافقتنامې له مخې ټاکل شوي شمېرل کېږي، سویلي ایالتونه به په ډراماتیک ډول د نفوسو پربنسټ د استازو په مجلس کې خپل واک ډېر کړي. د جمهوري غوښتونکو دا هیله وه، چې د نویو ازاد شویو تورپوستو د نفوسو د رایو په راجلبولو او خوندي کولو سره دا ګټه پای ته ورسوي.[۲][۳][۴]کينډۍ:Sfnm

وړاندیز او تصویب[سمول]

وړاندیز[سمول]

جمهوري غوښتونکو په کانګریس کې د ډیموکراتیک غړیتوب د زیاتوالي په پار، د متحده ایالاتو د کانګریس د 40 مې غونډې نه کار واخیست، ترڅو د تورپوستو د رایه ورکولو په اړه یو تعدیل تصویب کړي. استازی جان بینګهم، د څوارلسم تعدیل اصلي لیکوال، د رایې ورکولو محدودیتونو باندې د پراخو بندیزونو لپاره فشار راووړ، خو یو پراخ وړاندیز چې د «توکم، رنګ، تابعیت، ملکیت، تعلیم او مذهبي عقیدې» پر بنسټ د رایې ورکوونکو محدودیت منع کوي، رد یې کړ. په ځانګړې توګه د سواد او زده کړې د بندولو وړاندیز هم رد شو.[۵][۶][۷]

تصویب[سمول]

که څه هم د تعدیل لپاره ډېری اصلي وړاندیزونه په کمیټه کې د خبرو اترو له لارې تنظیم شوي وو، خو بیا هم  وروستۍ مسوده د درېیمې برخې ریاستونو له خوا تصویب کېدو کې د پام وړ خنډونو سره مخامخ وه. تاریخ لیکونکي ویلیم ګیلټ د دې پروسې په اړه لیکلي دي: «دا سخته وه او پایله یې تر پایه ناڅرګنده وه».[۸]

له وړاندیزشوي تعدیل سره د مخالفت یوه سرچینه د ښځو د رایې ورکولو غورځنګ و، کوم چې د کورنۍ جکړې نه مخکې او په جریان کې د لغوه کولو له غورځنګ سره مل و.[۹][۱۰]

غوښتنلیک[سمول]

د پنځلسم تعدیل د 150 کلیزې په مناسبت د کولمبیا پوهنتون د تاریخ پروفیسور او مؤرخ ایرک فونر د پنځلسم تعدیل او د بیارغونې بهیر او د بیا رغونې وروسته دوره کې د هغې تاریخ په اړه وویل:

دا د پام وړ لاسته راوړنه ده چې له کورنۍ جګړې نه مخکې غلامي یوه واکمنه اداره وه، خو د پنځلسم تعدیل تاریخ دا هم ښیي چې، حقونه هېڅکله د بښلو وړ نه دي: شیان ترلاسه کیدای شي او بېرته  له لاسه ورکول کیدای شي.[۱۱]

بیا رغونه[سمول]

تاریخ لیکونکي ایریک فونر په خپل کتاب (The Second Founding: How the Civil War and Reconstruction Remade the Constitution)  کې ویلي دي: افریقایي امریکایانو دا تعدیل د ملت "دویم زېږون" او د «۱۷۷۶ ز له انقلاب نه لوی انقلاب» بللی دی. د تعدیل له تصویب وروسته لومړی تور پوستی کس چې د رایې ورکولو لپاره پېژندل شوی و، توماس مونډي پیټرسن و، چې د مارچ په ۳۱، ۱۸۷۰ ز کې یې خپله رایه ورکړه او د پرت امبوی، نیو جرسي ټولټاکنو کې د بیا کتل شوي ښار منشور تصویب کړ. افریقایي امریکایان، چې ډېری یې نوي آزاد شوي غلامان وو، دوی له خپلې آزادۍ نه ګټه پورته کړه او په سلګونو تورپوستو نوماندانو ته یې رایه ورکړه. د بیارغونې په بهیر کې، د کولمبیا پوهنتون د تاریخ پروفیسور ایریک فونر په وینا: ۱۶ تورپوستي نارینه په کانګرس کې او ۲۰۰۰ تورپوستي نارینه په ټاکل شویو محلي، ایالتي او فدرالي پوستونو کې خدمت ته وګومارل شول.[۱۲][۱۳]

له بیا رغونې وروسته[سمول]

له ۱۸۹۰ ز نه تر ۱۹۱۰ ز پورې، د ټول سویل په اوږدو کې د مالیې ټولپوښتنې او د سواد زده کړې ازموینې رامنځته شوې، چې په اغېزناکه توګه ډېری تور پوستي نارینه د رایې ورکولو له حقه بې برخې وو. په لومړنیو ټولټاکنو کې د تور پوستو نارینه وو لږوالي له سپین پوستو نارینه وو سره په سیاسي نظام کې مرسته وکړه. د قانوني خنډونو له ډېرېدو سره سره، تورپوستي د سپین پوستو له خوا د تاوتریخوالي او غچ اخیستنې له ګواښونو سره مخامخ وو او د Ku Klux Klan له خوا د تروریستي بریدونو په توګه د سیاسي سیستم نه ایستل شوي وو. ځینو دیموکراتانو ان د تعدیل د لغوه کولو ملاتړ وکړ، لکه ویلیم بورک کوکران له نیویارک نه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۶][۱۷][۱۸]

محکمې د پریکړو په لړۍ کې د سپین پوستو د لومړني سیسټم په اړه خبرې وکړې، چې وروسته د "ټیکساس لومړنۍ قضیې" په نامه وپېژندل شو. په نیکسن v. هیرنډن (۱۹۲۷ز) کې، ډاکټر لارنس اې نیکسن وروسته له دې چې د دیموکرات ګوند په ابتدايي ټاکنو کې د توکم پر بنسټ د رایې ورکولو نه ډډه وکړه، نو د فدرالي مدني حقونو قوانینو پر بنسټ یې  د تاوان لپاره دعوی وکړه.محکمې چې د څوارلسم تعدیل په بنسټ د قانون له مخې د مساوي خوندیتوب ضمانت کوي د هغه په خوا وه، په داسې حال کې چې د هغه د پنځلسم تعدیل د ادعا په اړه بحث نه کوي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

کانګریس خپل واک د پنځلسم تعدیل د ۲ برخې پر بنسټ د رایې ورکولو حقوقو قانون په ۱۹۶۵ ز کې وکارو او د رایې ورکولو په بهیر کې د توکمیزو مساواتو په نظر کې نیولو په اړه یې بحث وکړ. د رایې ورکولو د حقوقو قانون ۴ او ۵ برخې ایالتونه او سیمه ییز حکومتونه چې د رایې ورکولو په برخه کې د توکمیزو توپیرونو تاریخ لري، اړ دي چې د رایې ورکولو په قوانینو یا کړنو کې ټول بدلونونه د تصویب لپاره فدرالي حکومت ته مخکې له دې چې پلي شي، وړاندې کړي. په ۱۹۷۶ ز کې، د سویلي تورپوستو په سلو کې ۶۳ سلنه د رایې ورکولو لپاره راجستر شوي وو، دا یوازې د سویل د سپین پوستو خلکو په پرتله پینځه سلنه لږ دي. [۲۴][۲۵][۲۶]

سرچینې[سمول]

  1. "All Amendments to the United States Constitution". University of Minnesota Human Rights Library. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Goldstone 2011، ص. 22.
  3. Nelson, William E. (1988). The Fourteenth Amendment: From Political Principle to Judicial Doctrine. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 47. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-04142-4. د لاسرسي‌نېټه June 6, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Stromberg 2002، ص. 112.
  5. Gillette, William (1986). "Fifteenth Amendment: Framing and ratification". Encyclopedia of the American Constitution.   Archived June 10, 2014, at the Wayback Machine.
  6. Foner 1988، ص. 447.
  7. Foner 1988، صص. 446–47.
  8. Gillette, William (1986). "Fifteenth Amendment: Framing and ratification". Encyclopedia of the American Constitution.   Archived June 10, 2014, at the Wayback Machine.
  9. Foner 1988، ص. 255.
  10. Foner 1988، صص. 447–48.
  11. (په February 3, 2020 باندې). Black Americans got the right to vote 150 years ago, but voter suppression still a problem. USA Today.
  12. Bond, Gordon. North Jersey Legacies: Hidden History from the Gateway to the Skylands. The History Press, 2012, p. 134.
  13. کينډۍ:Ussc
  14. See کينډۍ:Ussc
  15. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Johnson 2000، ص. 661.
  16. Clarke, Thomas H. R.; McKay, Barney (1901). A Republican Text-Book for Colored Voters. Washington, D.C.: T. H. R. Clarke and B. McKay. د لاسرسي‌نېټه February 28, 2016. W. Bourke Cocharn, of New York, a leading Northern Democrat, has emphasized the above expression of Senator Tillman by advocating a repeal of the Fifteenth Amendment to the Constitution. Thus the Democratic party North and South is joining hands to disfranchise [recte disenfranchise] the negro. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Goldstone 2011، ص. 97.
  18. کينډۍ:Ussc
  19. Elliott, Ward E. Y. (January 1, 2000). "Fifteenth Amendment (Judicial Interpretation)". Encyclopedia of the United States Constitution.   Archived September 24, 2015, at the Wayback Machine.
  20. Elliott, Ward E. Y. (January 1, 2000). "Fifteenth Amendment (Judicial Interpretation)". Encyclopedia of the United States Constitution.   Archived September 24, 2015, at the Wayback Machine.
  21. Goldstone 2011، ص. 91.
  22. Elliott, Ward E. Y. (January 1, 2000). "Fifteenth Amendment (Judicial Interpretation)". Encyclopedia of the United States Constitution.   Archived September 24, 2015, at the Wayback Machine.
  23. Conlin, Joseph R. (2013). The American Past: A Survey of American History, Volume II: Since 1865. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 423. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-133-94664-9. د لاسرسي‌نېټه June 25, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hazard, Wendy (March 2004). "Thomas Brackett Reed, Civil Rights, and the Fight for Fair Elections". Maine History. Vol. 42 no. 1. د کتاب پاڼي 1–23. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)