Jump to content

د لندن برج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لندن برج چې په رسمي ډول د اعلی‌حضرت د سلطنتي ماڼۍ او  د لندن برج د کلکې کلا په نوم یاديږي، د لندن په مرکز کې د ټیمز سیند په شمالي څنډه کې یو تاریخي منار/کلا ده. د لندن د هملټز برج په مېنه کې پروت دی چې دټاور هېل په نوم پېژندل شوې پرانیستې فضا په‌واسطه د لندن ښار له ختیځې مربع میل څنډې څخه بېل شوی دی. د ۱۰۶۶ کال په وروستیو کې د نورمن فتحې د یوې برخې په توګه رامنځته شو. سپین برج چې د ټولې کلا نوم یې ځانته ځانګړی کړی، په ۱۰۷۸ کال کې د فاتح/سوبمن وېلیم په‌واسطه جوړ شو چې د زور زیاتي او دردولو د نښان په توګه د لندن د واکمنو نخبه‌ګانو له‌خوا پر لندن وتپل شو. دا کلا همدارنګه له ۱۱۰۰ (رانولوف فلامارډ) څخه تر ۱۹۵۲ کال (د کرې غبرګونو) د بندخونې/زندان په توګه وکارول شو که څه هم د کارونې اصلي موخه يې دا نه وه. یوه لویه ماڼۍ چې د خپل تايخ په لومړيو کې يې د یو شاهي مېشت ځای په توګه خدمت کاوه. برج په ټولیز ډول د څو ساختمانونو ټولګه ده چې د دفاعي دېوالونو په دوو متحدالمرکزو کړيو او یو خندق کې پروت دی. په دوولسمه او دیارلسمه پېړۍ کې تر ډېره د لومړي ريچارډ، درېیم هېنري او لومړي اېډوارډ په نوم پاچاهانو په دوره کې څو پراختيايې پړاوونه لرل. ټولیزه طرحه چې د دیارلسمې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته شوې، د ورپسې فعالیتونو سره سره په خپل ځای پاتې ده.  [۱]

د لندن برج د انګلستان په تاريخ کې مخکښ رول لري. څو ځله کلابند شوی او کنترول يې د هېواد د کنترول لپاره ډېر اړین و. یاد برج په بېلابېلو ډولونو د وسلو خونې، خزانه دارۍ، د څارویو د نندارتون، د سلطنتي سیکو د وهنې/ضرب ځای، د عامه ريکارډونو د دفتر او د انګلستان د سلطنتی جواهراتو د کور په توګه خدمت کړی. د ۱۴مې پېړۍ له لومړیو څخه په اوولسمه پېړۍ کې د دويم چارلز تر واکمنۍ پورې به له برج څخه د وېست مینستر کلیسا په لور د پاچا د تاج اېښودلو لپاره یو منظم ډله‌ییز صف هدایت کېده. د پاچا په نه موجودیت کې به د کلا مسؤلیت د برج د ساتندوی پرغاړه و. دا د منځنیو پېړیو په دور کې يو پیاوړی او د باور وړ ځای و. د ۱۵مې پېړۍ په وروستیو کې کله چې په برج کې شهزاده ګان په مرموز ډول ورکېدل او وژل کېدل، دوی په کلاوو کې مېشت شول. د ټوډوریان په وخت کې دېر لږ له برج څخه د شاهي مېشت ځای په توګه کار اخيستل کېده او د کلا د رغونې او استحکامیت له هڅو سره سره د توپخانې پر وړاندې له دفاع څخه شاته پاتې شو.    

په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ کې د زندان په توګه کار اخیستل، له کلا څخه د ګټې اخیستنې اوج و. کله چې د لومړۍ الېزابېت (مخکې له‌دې چې ملکه شي) په څېر ډېری څېرې په شرم کې ډوبې وې، ښاغلی والټر رالي او الیزابیت ټوروکومورټون د هغه په دېوالونو کې ساتل کېدل. دغه ډول ګټه اخیستنې د «برج ته ولېږدول شو» عبارت رامنځته کړ. له دې سره سره چې د ۱۶مې پېړۍ د مذهبي تبلیغیانو او د نولسمې پېړۍ د لیکوالانو له‌خوا ورته د ځورونې او مړينې د ځای په توګه تل پاتې شهرت ورکړل شو، په ۲۰مه پېړۍ کې تر نړيوالې جګړې مخکې یوازې ۷ کسان په یاد برج کې په دار وځړول شول. اعدامونه معمولاً د کلا شمال لوري ته د بدنام برج په غونډۍ کې کېدل او د یوې ۴۰۰ کلنې دورې په بهیر کې هلته ۱۱۲ اعدامونه شوي وو. د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د شاهي سیکو د ضرب‌خونې په څېر مؤسسې له کلا څخه نورو ځایونو ته ولېږدول شوې او ډېری ودانۍ يې تشې پاتې شوې. انټوني سالوین او جان ټيلور له دې فرصت څخه ګټه پورته کړه تر څو د برج ظاهري بڼه منځنیو پېړيو ته وروګرځوي او تر منځنیو پېړیو وروسته يې ډېری تشې ودانۍ پاکې کړې.  

دا برج د لومړۍ او دویمې نړيوالې جګړې په بهیر کې بیاځلي د زندان په توګه وکارول شو او د ۱۲ نارینه‌وو د اعدام شاهد و چې د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د بلېټز (د آلمان د هوايي ځواک له‌خوا پر بریتانیا بمبار، ژباړن) په بهیر کې زیانمنې شوې برخې بېرته ورغول شوې او کلا د عامه خلکو پر مخ پرانیستل شوه. اوس‌مهال د لندن برج د دې هېواد د سیلانیانو د راجلبولو پېژندل شوې برخه ده. چې د لندن په برج کې د مېشت مرستیال او د سلطنتي جواهراتو د کورساتونکي له‌خوا د برج د څارندوی تر تشریفاتي مسؤلیت لاندې اداره کېږي، دا ملکیت د تاریخي سلطنتي ماڼيو د خیریه بنسټ له خوا ساتل کېږي او د یو نړيوال میراث په توګه خوندي شوی.  

معماري/خټګري

[سمول]

طرحه/نقشه

[سمول]

برج د لندن ساکسون (په انګلستن کې د یوې کلتوري ډأې نوم، ژباړن) د پراخ لید لوري په رڼا کې له پیاوړو او اغېزمنو دفاعي لارښوونه سره طرحه شوو چې د لرغون‌پوه په وینا دا یو قصدي کار و. له بصري پلوه يې پر شاوخوا سیمه واک درلود او د ټېمز سیند پر راکړه ورکړه ولاړ و. دا کلا له درېیو څانګو یا محوطو څخه جوړه شوې ده. چې تر ټولو داخلي برخه يې سپین برج او لومړنی پړاو کلا ده. شاوخوا یې له شمال، ختیځ او لویديځ څخه د داخلي څانګې په‌واسطه پوښل شوي چې د لومړي ريچارډ د واکمنۍ پر مهال (۱۱۸۹-۱۱۹۹) جوړه شوې ده. په پای کې ترټولو خارجي څانګه ده چې له کلا څخه چاپېره ده او د لومړي اېډوارډ له‌خوا جوړه شوې ده. که څه هم د فاتح وېلیم له‌خوا د لندن برج تر رامنځته کېدلو وروسته څو پراختيايي پړاوونه موجود وو، خو له کله نه چې په ۱۲۸۵ کال کې لومړي اېډوارډ د رغونې لپاره خپله طرحه بشپړه کړه ټولیزه طرحه په هم‌هغه توګه پاتې شوه.   [۲][۳]

کلا د لندن برج په شاوخوا کې نږدې ۱۲ جریبه (۴.۹ هېکتاره) سیمه احاطه کوي پر دې سربېره د لندن برج شاوخوا ۶ جریبه (۲.۴ هېکتاره) نوره سیمه هم نیسي چې د لندن برج په ګاونډ کې د لېبرېټس کوچنی برج جوړوي – دا سیمه د کلا تر مستقیم اغېز لاندې ده او د پوځي دلایلو له امله پاکه شوې ده. د لېبرېټیس/خپلواکې سیمې لومړنی بسنټ په ۱۳مه پېړۍ کې هغه مهال کېښودل شو چې درېیم هېنري امر وکړ چې د کلا په شاوخوا کې دې د ځمکې یوه تړانګه پاکه وساتل شي. که څه هم په وروستیو دورو کې د سپین برج تر ځمکه لاندې د شکنجې یو قفس شته و، د عامو داستانونو سره سره د لندن برج هېڅکله هم د دایمي شکنجې کومه خونه نه لرله. د برج د بېړیو اډه د لومړي اېډوارډ په دوره کې د ټېمز په سمندر غاړه کې جوړه شوه او د دويم ريچارډ (۱۳۷۷-۱۳۹۹) د واکمنۍ پر مهال يې تر اوسنۍ کچې پورې پراختنيا ومونده.   [۴][۵][۶][۷]

سپين برج

[سمول]

سپين برج یو کيپ/یادګار (چې د دونژن په نوم هم پېژندل کېږي) دی، چې معمولاً په منځنۍ پېړۍ کې د یوې کلا تر ټولو پياوړې ودانۍ وه او د اربابانو (چې پاچا یا د هغه استازي و) لپاره يې مناسب مېشت‌ځایونه لرل. د پوځي تاریخ‌پوه آلن براون په وينا «لوی برج [سپين برج] هم د خپل استحکاميت، عظمت او اربابي مېشت‌ځای له امله لومړۍ درجه ډونژن و.» سپين برج د عیسوي نړۍ د تر ټولو لوی کيپ په توګه په اروپا کې د يوولسمې پېړۍ د تر ټولو بشپړې ماڼۍ په توګه یاديږي.  [۸][۹][۱۰][۱۱]

سرچينې

[سمول]

[1] د لندن تر ټولو سخت او پېژندل شوی زندان، ژباړن

[2] یو پياوړی برج چې په منځنۍ پېړۍ کې د اروپا د اشرافو له‌خوا جوړ شوی، ژباړن

  1. Tower of London Frequently Asked Questions, Historic Royal Palaces, archived from the original on 27 December 2013, نه اخيستل شوی 2 December 2015
  2. Vince 1990 in Creighton 2002, p. 138
  3. Creighton 2002, p. 138
  4. Parnell 1993, p. 11
  5. Parnell 1993, pp. 32–33
  6. Wilson 1998, p. 39
  7. Parnell 1993, p. 49
  8. Friar 2003, p. 163
  9. Allen Brown 1976, p. 15
  10. Impey & Parnell 2000, p. 16
  11. Allen Brown 1976, p. 44